بېنت: افغان میرمني د ځانګړو اقداماتو غوښتونکي دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د افغانستان لپاره د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچار بینت، په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۴ مه غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې پر خپلو سیاستونو له سره غور وکړي.د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، د طالبانو له واکمنۍ دوه کاله وروسته لا هم د دغه هېواد خلک له سختو کړاوونو سره مل دی.

بېنت وویل: «د افغانستان خلک له یوه بشري ناورین سره مخامخ دي او د داسې یوه رژیم تر حاکمیت لاندي ژوند کوي چې په ډیرو برخو کې ېې د خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او د ښځو ژوند او انساني کرامت ېې له پامه غورځولی دی.»

هغه وویل: «د افغانستان حالات په دوو کلونو کې دې نتیجې ته رسیدلی چې دا وضعیت باید »تغیر« ومومي او زیاته ېې کړه چې »نړیواله ټولنه له اوږدې مودې راهیسې دا وضعیت غندي، خو ټول باید د پام وړ پایلو ترلاسه کولو ته یو موټی شي.»

بېنت وویل په ترکیه، جرمني او متحده ایالاتو کې افغان میرمنو ورته ویلي چې دوی د نړیوالې ټولنې لخوا ورسره د "خیانت" احساس کوي، او دا اعتماد تر بل هر وخت ټیټي کچي ته رسیدلی چې باید یې پر وړاندي جدي اقدامات تر سره شي.

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ښځو د ژوند نږدې ټول اړخونه، د هغوی د زده کړې، کار او سفر په ګډون، د محدودیتونو سره مخامخ دي.

بېنت وویل: «زه له طالبانو غواړم چې پر خپلو سیاستونو له سره غور وکړي او ښځو ته د کار او اقتصادي فعالیتونو اجازه ورکړي او په ملګرو ملتونو او نادولتي موسسو کې د کار کولو اجازه باید ورکړل شي.»

هغه ټینګار وکړ چې په افغانستان کې باید ښوونځي او پوهنتونونه فعال شي ترڅو نصاب له نړیوالو معیارونو سره برابر وي.

بېنت وویل په افغانستان کې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه د رواني ناروغیو، ځان وژنې او ځان سوځني په ځانګړې توګه د ښځو په منځ کې د اندیښنې وړ دي.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو ډیری کړنې سیستماتیکي دي او داسې ښکاري چې په دې برخه کې پراخ او رسمي تبعیض موجود دی چې دا بیا خپله په افغانستان کې د جنسیتي تبعض د لا ودي لپاره زمینه برابروي.

طالبانو تل ویلي چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او د دوی غوښتنې دې ومني.

«د طالبانو ځینې کړنې د بشریت ضد جنایتونو بېلګې دي»
د بشري حقونو د څار په سازمان کې د آسیا څېړونکې فرشته عباسي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې وویل: «د طالبانو له خوا د ښځو د تعلیم، سفر او کار په حق کې ځینو محدودیتونو د ښځو ژوند تقریباً له منځه وړي دي.» هغې وویل: «د بشري حقونو د څار ډله په دې باور ده چې په دې سرغړونو کې ځینې د جنسیت پر بنسټ د ناوړه ګټه اخیستنې او د انسانیت پر ضد په جرمونو کې شامل دي.»

په دې غونډه کې د بشري حقونو د څار سازمان استازي په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د نړۍ د بیړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه.

بلخوا په یاده ناسته کې د ښځو د حقونو فعالي سارا نبیل وویل: »اوس د دې وخت دی چې د طالبانو له خوا ترسره شوي جنایتونه وڅېړل شي، ثبت او مستند شي.« هغې ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک باید تر کومه وخته نړیوالې ټولنې ته انتظار وباسي ځکه چې طالبان نه دي بدل شوي او نه به بدل شي. د هغې په وینا، طالبان په سیمه او نړۍ کې افراطیت خپروي، او اوس د دې وخت دی چې »مخکې له دې چې ډیر ناوخته شي د هغوی مخه ونیول سي.«