د پاکستان سرپرست صدر اعظم: د طالبانو حکومت مشروع نه دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان صدراعظم انوارالحق کاکړ په افغانستان کې د طالبانو حکومت «مشروع نه بولي» او وايي چې هغه یو «سرپرست» حکومت دی.

نوموړي د پاکستان د «اج» تلویزون سره په مرکې کې ویلي دي چې لویدیځو هېوادونو په افغانستان کې مداخله وکړه او شاوخوا درې تریلیون ډالر یې پرې ولګول، خوبیا هم دا هېواد د مرکزي قدرت څښتن نشو.

کاکړ وايي چې په دپلوماتیکه برخه کې باید واقعیتونه له پامه ونه غورځول شي. هغه زیاته کړه:«په ګاونډي هېواد کې د مرکزي اقتدار پروژه کامیابه نه وه، ځکه چې پاتې هېوادونه خپلو کورونو ته ولاړل، شته حکومت [عملي] دی او مشروع نه دی.»

نوموړي وویل چې د پاکستان حکومت د افغانستان، سرحدي سیمو او خیبرپښتونخوا واقعیتونه درک کوي او د طالبانو د حکومت توانايي او نیت ارزوي.

کاکړ د افغانستان په سرحدونو کې د ترهګرو ډلو په ضد د اقداماتو په اړه وویل چې لا په افغانستان کې دننه بریدونه کول یا نه کول ارزول شوي نه دي. خو ټېنګار یې وکړ چې د پاکستان لومړۍ دنده د خپلو سرحدونو څخه دفاع ده چې په هر قیمت سره به یې وکړي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم زیاته کړه: «زه فکر کوم چې زموږ دیجیتلي، هوايي او فزیکي فضا سپېڅلې ده او زموږ سرحدي او هوايي ځواکونه به یې حرمت خوندي کوي.»

هغه د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ د مشترکو افکارو په اړه وویل چې د پاکستان حکومت د ترهګرو ډلو په اړه د اطلاعاتو ورکولو لپاره مختلف میکانیزمونه لري.

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د افغان طالبانو او اسلام اباد ترمنځ روابط په دې ورستیو کې خراب شوي دي.

پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان غړي په افغانستان کې دي او له هغه ځای څخه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي، خو افغان طالبان دا ادعا ردوي.

همدغه راز څو ورځې مخکې په تورخم کې د دواړو خواو د سرحدي سرتېرو ترمنځ جګړه وشوه چې مرګ ژوبله یې هم واړوله. پاکستان وايي طالبانو هلته تاسیسات بیارغول او دوی یې مخ نیولې ده او هېڅکله به دې کار ته اجازه ورنکړي. طالبانو د تورخم د دروازې بندول د ښه ګاونډیتوب د اصولو خلاف بللي دي.