دافغان نجونو پرمخ زده کړو بندیز کې پاکستاني ملایان نقش لري؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

فريدالله ظاهر

معصوم ستانکزی ادعا کوي، د پاکستان د ملایانو یو پلاوي کابل او کندهار ته سفر کړی او له طالبانو یې غوښتي، چې نجونو ښوونځي خلاص نه کړي او په وینا یې د دوی په باور دا «منافقت» دی. څیړونکي د پاکستان د ملایانو رول څنګه ارزوي؟

نږدې دوې اونۍ وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان او اسلامي هېوادونو د علماوو یو پلاوي افغانستان ته سفر وکړ او له طالب مشرانو سره یې د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ د افغان ښځو او نجونو پر کار او زده کړو د محدودیت لرې کولو په تړاو هم خبرې کړې دي. 

له طالبانو سره د پخواني حکومت د سولې مرکچي پلاوي مشر او د طالبانو سیاسي منتقد معصوم ستانکزي تېره ورځ د ټولنیزو رسنيو پر اېکس پاڼه په یوه پوسټ کې ویلې دي، چې د اسلامي هېوادونو د علماوو دغه پلاوي په دې موخه افغانستان ته سفر کړی وو چې طالبان وهڅوي، چې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د افغان نجونو د کار او زده کړو له مخنیوي لاس په سر شي.


د ستانکزي په وینا دغه پلاوي طالبانو ته ویلي، چې «د ښځو تعلیم او کار یو شرعي امر دی.»

معصوم ستانکزي د خپل پوسټ په یوه بله برخه کې ویلې دي، چې د اسلامي نړۍ د علماو له سفر سره همهاله د پاکستان د علماوو یوې ډلې کابل او کندهار ته سفر کړی دی او پر طالب مشرانو یې ټینګار کړی دی، چې نجونو ته د کار او زده کړو اجازه ور نه کړي.

نوموړي زیاته کړي: «کله چې دعلماوو دغه ډله افغانستان ته رسیږي، په همدې ورځ د مولانا فضل الرحمن د ګوند اړوند يو درې کسیزه پلاوی د مولوي صلاح الدین ایوبي، په مشرۍ کابل او کندهار ته سفر کوي او د طالبانو مشرانوته توصیه کوي که مو چیرته د نجونو پر مخ د تعلیم دروازې پرانستلې، نو تباه به شئ! دا منافقتونه باید بند شي.»

څه باندې یو کال وړاندې طالبانو د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې وتړلې او د تېرو څو میاشتو راهیسې  یې په غیر دولتي ادارو او مؤسساتو کې د ښځو پر کار کولو هم محدودیت لګولی دی.

که څه هم طالبانو په بیا بیا ویلې دي، چې نجونو ته به د دوی په اصطلاح «شرعي چوکاټ» يا شرایطو تر برایرولو وروسته د زده کړو اجازه ورکړي، خو لا هم افغان نجونې بې برخليکه په کورونو کې ناستې دي.

ایا افغان نجونو ته د کار او زده کړو بندیز د پاکستان په خوښه شوی؟

څیړونکي په دې باور دي، چې افغان طالبانو خپلې زده کړې او روزنه په پاکستان کې ترلاسه کړې او له همدې امله پاکستان او پاکستاني علما پر افغان طالبانو د نورو پریکړو ترڅنګ د نجونو پرمخ د ښوونیزو مرکزو په بندیدو کې هم اغېز لري.

د سیاسي چارو افغان څیړونکی استاد محمد امین فروتن، طالبانو ته د یوې پروژه په سترګه ګوري او وایي، چې طالبانو په پاکستان کې روزل شوي او په فکري لحاظ د هغوی تر اغېز لاندې دي.

هغه دویچه ویله ته وویل «دا طبیعي ده، چې د طالبانو سره به د پاکستان هغه علماء چې له دوی سره د یوه فکر خلک دي، هغه به ورسره کومک کوي، دوی دغه کومک کول ثواب بولي. د طالبانو اکثره د فشار احرامونه د پاکستان په پنجاپ او اکوړه کې وو، دوی د یوه فکر خلک دي.»

ښاغلی فروتن وایي، د تاوتریخوالي او یرغل کوونکي ډلې له دې امله د علم مخالفې دي، چې زده کړې د روشنایۍ لاره ده. 

افغانستان ته د اسلامي هېوادونو د علماوو سفر سره همهاله د پاکستانو علماوو د سفر او د نجونو زده کړو یې په اړه یې د بندیز په اړه، دویچه ویله د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښت، خو هغه کوم ځواب کوم ځواب ورنکړ.

په دې وروستیو کې خپله ډېر شمېر طالب مشران هم د نجونو د زده کړو په اړه سره ویشلې دي او زیاتره یې د نجونو ملاتړ کوي.

د دغه ډلې د لوړپوړي مشر سراج الدین حقاني په شمول، د طالبانو د کابینې یو شمېر غړي د نجونو د زده کړو ملاتړي بلل کیږي او هغوی څو ځلې په خپلو ویناو کې ویلې دي، چې د شرایطو برابریدو سره به د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې شي.

د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي خو څو ځلې په خپله اداره له دې امله توندې نیوکې هم کړي دي، چې ولې د نجونو د زده کړو مخنیوی کوي.

په طالبانو کې اصلآ څوګ د نجونو زده کړو مخالف دي؟

 په لندن کې مېشت د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر صلاح الدین سعیدي، دویچه ویله ته وویل، طالبان د نجونو زده کړو لپاره د شرایطو برابرولو په اړه «دروغ» وایي او په وینا یې په افغانستان کې د نجونو پر حق « منافقت» روان دی.

نوموړی زیاتوي، چې طالبانو دنجونو زده کړومخنیوي تر شا د رسمیت پیژندي په لټه کې دي، چې په وینا یې دا نامناسب او «خطرناک» کار دی.

هغه وایي: «د مشروعیت پيژندلو لپاره نور پروسیجرونه شته، ناستې دې وشي، خو په دې ليدنو کتنو کې د افغانستان خلکو پر ضد تصمیم نیول دا ناروا کار دی.»

ځینې کارپوهان او سیاسي شنونکي په دې باور دي، چې په کندهار کې د طالبانو یوه ځانګړې ډلهد نجونو د کار او زده کړو مخالفه ده.

زده کوونکې: له زده کړو د پاتې کېدو تشه نه جبرانیدونکې ده

سیاسي کارپوه عبدالملک افغان، دویچه ویله ته وویل، چې د طالبانو دغه ډله د نجونو زده کړو سره سخت مخالف دي او د ولس، اسلامي هېوادونو او نړۍ خبرو ته غوږ نه نیسي.

نوموړی وایي: «د دوی یوه محدوده حلقه چې په کندهار کې ده، ډيری پریکړې هغوی کوي، تصمیم د هغوی په لاس کې دی، دوی د نجونو تعلیم سره سخت مخالف دي، همدا دلیل دی، چې کابل میشتي چارواکي په دې نه دي توانېدلي، چې هغوی ته قناعت ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په تېره یوه کال کې د اسلامي نړۍ هېوادونو په ګډون لویدیځو هېوادونو، ملګرو ملتونو او په نړۍ کې د بشري حقونو سازمانونو په تکراري ډول له طالبانو غوښتې دي، چېافغان نجونوپر مخ دې ښوونځي خلاص کړي او هغوی ته دې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زده کړو اجازه ورکړي.