په پېښور کې پر پوځي موټر چاودنې ۱۱ تنه ټپیان کړي.

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دغه چاودنه له پرایم روغتون سره په خوا کې پر یو پوځي موټر شوې، چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ یوولس تنه په کې ټپیان شوي دي.

د ۱۱۲۲ په نامه د ژغورنې او مرستې ادارې ویلي په ژوبلو شویو کې اووه تنه امنیتي کسان دي. ټپیان ټول نژدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې یا چا د چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.

بلخوا د بلوچستان له ديره بګټي ولسوالۍ د فوټبال پنځه لوبغاړي تښتول شوي دي.

په ديره بګټي کې يو لوړپوړي چارواکي د پېښې پخلى کړى او ویلي یې دي، دغه لوبغاړي یوې سیالۍ ته روان وو.

هغه زياته کړې، کله چې لوبغاړي د سویي تحصيل د جاني بيدي سيمې ته ورسېدل، نامعلومو وسله والو له هغه ځايه وتښتول.

د چارواكو په وينا، د لوبغاړو د تښتولو په اړه یې پلټنې پيل کړي، خو تر اوسه د تښتونې انګيزه لا نه ده معلومه شوې. دوی وايي د لوبغاړو راخوشې کولو هڅې یې پيل کړې دي.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه خيبرپښتنوخوا او د بلوچستان ځینو سیمو کې وسله وال بریدونه زیات شوي چې تر ډېره پوځیان او امنیتي ادارې په نښه کېږي.

تېره چهارشنبه د خیبر پښتونخوا په چترال سیمه کې وسله والو کسانو د پوځ پر پوستو بریدونه کړي وو.

د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي وو، دا بریدونه ډېورنډ کرښې ته څېرمه په کالاش سیمه کې پر دوو پوځي پوستو شوي دي. وروسته تر هغه د پاکستان حکومت سیمې ته زرګونه امنیتي کسان واستول چې امنیت ټینګ کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو چارسبمالي‌ وزیر هغه مهال ویلي و، دغه برید په افغانستان د طالبانو له حکومت سره تړاو نه لري خو بیا یې هم په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت سفیر پر همدې موضوع او په تورخم د وروستۍ نښتې په تړاو ور احضار کړی و.