مککنزي: له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو په 'اړه پښیماني لرم'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي قومندانۍ پخوانی قومندان فرانک مککنزي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د اېستلو مسئولیت یې په غاړه لره، ویلي چې له دغه هېواد څخه د وتلو په اړه " ډېره پښیماني" لري.

مککنزي له فاکس تلویزون سره په مرکې کې وویل چې تاریخ به، له افغانستان څخه د وتلو په اړه پرېکړه، په هاغسې بڼې چې موږ وکړه، "د مرګونې نیمګړتیا په توګه" وګڼي.

دغه تقاعد شوی جنرال د ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې د امریکا د مرکزي قومنداني مشر و.

هغه په دې مرکې کې وویل چې په افغانستان کې د خپل کار د اختتام په اړه ډېره "پېښماني لري، یوه پښیماني مې د ځواکونو د وتلو د اساسي پرېکړې په اړه ده چې زما په نظر غلطه" وه. هغه وویل چې په دې اړه ډېر پښیمان دی چې ولې، له افغانستان څخه چې د "ځواکونو د وتلو پرېکړه وشوه خپل خلک، د سفارت کاروونکي، امریکايي اتباع او له خطر سره مخامخ افغانان مو ونه اېستل".

دی وايي دا یوه جدي تېروتنه وه چې د ۲۰۲۱ د اګست د میاشتې د پېښو لامل شوه.

د دغه کال د اګست په ۲۶ نېټه د تخلیې د پروګرام په مهال، زرګونه خلک د کابل هوايي ډګر ته داخل شول، په دیوالونو یې واوښتل او په همدې ګڼې ګوڼې کې د داعش یو ځانمرګي برید وکړ او سلګونه کسان یې ووژل او ژوبل کړل چې په وژل شویو کې یې ۱۳ امریکايي عسکر هم وو.

نوموړي دا ادعا رد کړه چې ګنې امریکایي پوځي مشرانو د دغه برید مخه نیولې شوه. په افغانستان کې د امریکا د نظامي حضور په مهال، د مککنزي په ګډون یو شمېر پوځي مشرانو له دغه هېواد څخه د ځواکونو پوره وتل نه وړاندېز کول.