د تورخم دروازې د تړل کېدو په تړاو د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان اسلامي امارت د پاکستاني لوري له هغه خوا د تورخم دروازې تړل او پر افغان امنيتي ځواکونو ډزې د ښه ګاونډيتوب خلاف اقدامات بولي.

د تورخم دروازه وروسته له هغه د پاکستان حکومت وتړله چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاکستاني ځواکونو له خوا پر افغان سرحدي ځواکونو داسې مهال ډزې وشوې چې افغان ځواکونه د يوې پخوانۍ امنیتي پوستې چې کلونه وړاندې جوړه شوې وه پر ترمیم بوخت وو.

د تورخم لارې تړل د دواړو هېوادونو او سيمې سوداګري اغېزمنولی او د دواړو خواوو عام سوداګر له تجارتي او مالي زیان سره مخ کولای شي.

تر دې وړاندې په بلوجستان ایالت کې د افغان سوداګرو په اینځرو بار لارۍ چې د واگه بندر پر مسیر هندوستان ته پر لاره وه د پاکستاني پوليسو پوستې ته نږدې وسوځول شوه چي ‌لوی تشویش او بې اعتمادي يې را منځته کړه.

همداراز په دې وروستیو کی د پاکستان حکومت د کراچۍ بندر کې د حساس لېست (Sensitive List) په پلمه سلګونه کانټينر بار افغان توکي او موټر درولي. متأسفانه د ټولو پخوانيو ژمنو، حاکم عرف او د نړيوالو قوانینو په چوکاټ کې د تعهداتو پرخلاف پاکستانی لوری ډېری وخت د کراچۍ بندر کې مشکلات رامنځته كوي او د افغان کرنيزو حاصلاتو او مېوو د رسېدو پرمهال په نه توجيه کېدونکو پلمو دروازې تړي چې نه يوازې د افغانستان او پاکستان سوداګري زیانمنوي بلکې د وروڼو ولسونو او هېوادونو تر منځ فاصلې زیاتوي او د ټولې سیمې سوداګري او ټرانزیټ له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.

دا چې د تورخم دواړو غاړو ته د جنازو برسېره په زيات شمېر مسافر ( ميرمنې، سپين ږيري او ماشومان) بند پاتې دي په هېڅ ډول د توجېه وړ نه دي.

د افغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې د تفاهم او ډیپلوماتیکو خبرو له لارې د مسایلو هواري ته ژمنتيا باندې ټينگار کوي، د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست په نظر کې نیولو سره چې په سيمه کې د سوداګري او ټرانزيټ تسهيل يې اصل دی پاکستاني لوري ته وريادوي چې دغه ډول اقدامات يې د افغانستان او سيمې د سوداګرۍ ترڅنګ د پاکستان ملي اقتصاد چې اوسني وضعیت کې یې پر صادراتو اتکا لا ډېره ده هم زیانمنوي.

په کار ده چې دواړه لوري د سیمې د سوداګرۍ ټرانزیت او اقتصاد د بهبود په خاطر دغو ستونزو ته د مفاهمې له لارې حللارې ولټوي او اجازه ورنه کړي چې سیاسي او نور مسایل اقتصاد، سوداګري او آزاد تګ راتګ زيانمن کړي.