د دولتي ډالیو قضیه کې د عمران خان سزا ځنډول شوې، خو بله قضیه کې نظربند ساتل شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د اسلام اباد سترې محکمې له خوا د توشه خانې په قضیه کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په ضمانت د خوشي کولو حکم سره سره به د تحريک انصاف مشر په سمدستي توګه له بنده خوشې نه شي. ځکه ځانګړې محکمې د توشه خانې په قضیه کې د هغه نظربندۍ ساتلو امر کړی دی.

د اسلام اباد سترې محکمې مشر عامر فاروق د سه شنبې په ورځ د هغه قضیه واورېده او په ضمانت یې د پخواني لومړي وزیر د خوشي کولو امر وکړ.

محکمې خبر ورکړی چې په دې اړه به تفصیلي پرېکړه وروسته خپره کړي.

یوې پاکستانۍ محکمې د فساد په قضیه کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د دریو کالو بند سزا ځنډولې ده. تر دې وړاندې عمران خان محکوم شوی و، چې د دولتي ډالیو په اړه چې ده په شپږ سوه زرو ډالرو پلورلي و، معلومات نه وو په ډاګه کړي.

که څه هم په اسلام اباد کې دغې محکمې د نوموړي ضمانت تر هغه منلی چې د ده د استیناف غوښتنه اورېدل کېږي داسې نه ښکاري چې نوموړی له زندانه خوشي شي.

د عمران خان وکیلان هڅه کوي چې په نورو قضیو کې د هغه د نیول کېدو مخه ونیسي.

پرون د هغه د ښاغلي خان پرضد د خیانت قضیه لغوه شوه.

د تحریک انصاف ګوند یوه مشر زلفی بخاري د محکمې د تازه حکم په باب ویلي، "په بله قضیه کې د عمران خان (احتمالي) نیول پر شفافیت او د قضايي سیستم پر سلامتیا اغېز کوي. بې‌ګنا سړی باید خوشی شي".

د اسلام اباد د لوړې محکمې رییس 'قاضي عامر فاروق' په مشرۍ دوه کسیز بورډ پرون دوشنبه د دې قضیې په تړاو د تورونو او ځوابونو د اورېدو پروسې له بشپړېدو وروسته پرېکړه نن ورځې ته وځنډوله.

د یادونې ده چې د اسلام اباد یوې ابتدایي محکمې د اګست پر پنځمه عمران خان د دولتي ډالیو د تفصیلاتو پټولو اړوند قضیه (توشه‌خانه کېس) کې د مالي فساد ګرم وباله.

محکمې هغه ته د دریو کلونو بند سزا واوروله.

د پنجاب پولیسو د ابتدایي محکمې له دې پرېکړې سملاسي وروسته نوموړی د لاهور په زمان پارک کې له خپل استوګنځي ونیو او دمګړۍ د پنجاب په اټک زندان کې بندي دی.

عمران خان مې میاشت کې هم نیول شوی و چې پلویانویې بیا ګڼو ښارونو کې احتجاجونه وکړل

خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر د لومړنۍ محکمې د دې پرېکړې خلاف د اسلام اباد په لوړه محکمه کې د استیناف غوښتنه کړې.

هغه ویلي چې د ابتدايي محکمې پرېکړه دې وځنډول شي.

په دې قضیه کې پرون دوشنبه د پاکستان د ټاکنو کمېسیون لخوا امجد پرویز محکمې ته دلایل وړاندې کړل او د عمران خان له اړخه د هغه وکیل سردار لطیف کهوسه د نوموړی دفاع وکړه.‌

محکمې د تورونو او دفاعیې له اورېدو وروسته پرېکړه نن ورځې ته پرېښوده.