ملګري ملتونه: له هروپنځو افغانانو دوه یې پوره خواړه نلري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ملګروملتونو د خوړو او کرهڼې ادارې (FAO) افغانستان کې خوړو ته د اړتیاو د زیاتیدو په اړه په یو راپور کې ویلي، چې د اقلیمي، سیاسي او اقتصادي ناڅاپي بدلونونو له امله په دغه هیواد کې له هرو پنځه تنو دوه یې د خوړو له پلوه خوندي نه دي.

افغانسان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې" اوچا" د دوشنبې په ورځ جولای ۲۴(زمري دوییم) د خپل ټویټر په پاڼه د "ایف اې او" یو راپور خپور کړی، چې په کې ویل شوي سختې او پراخې وچکالۍ او سخت ژمي له وړاندې د بزګرانو په ژوند اغیز کړې او د محصولاتو مصارف یې لوړ کړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي:" په داسې حال کې، چې ۸۰ فیصده کورنۍ د خوړو او عاید ترلاسه کولو په برخه کې په کرهڼه باندې متکي دي د معیشت په برخه کې بشري ملاتړ برابرول ډیر زیات مهم دي".

د ملګروملتونو د خوړو او کرهڼې ادارې (FAO) ویلي، چې په تیر ۲۰۲۲ کال کې، چې د کلیوالي معیشت د ساتنې لپاره د مرستندویه ادارو له خوا، چې هر ډالر په مصرف رسیدلی د نورو اضافي مرستو د برابرولو په برخه کې یې شاوخوا اوه ډالره بچت کړي دي او افغان کورنیو ته یې سیمه ییز بازار ته د محصولاتو د وړاندې کولو د زمینې په برابرولو سره د عاید د ترلاسه کولو امکان په لاس ورکړی دی.

د ملګروملتو دغې ادارې هم ویلي، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۸ میلیونو کسانو ته د مرستو د برابرولو لپاره دا اداره ۲۵۲.۴ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د خوړو او کرهڼې ادارې (FAO) د خپلو پروګرامو د دوام لپاره د شاوخوا دوه نیم سوه میلیونو ډالرو د اړتیا یادونه په داسې حال کې کړې، چې د ملګرو ملتونو یو شمیر نورو ادارو له وړاندې د نړیوالې ټولنې له خوا د مرستو د کمیدو له امله په خپلو پروګرامونو بدلون راوستی او مرستو ته اړو افغانانو سره یې خپلې مرستې ډیرې زیاتې کمې کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) جولای نهم ( چنګاښ ۱۸) د خپل ټویټر په پاڼه د یوراکټیو (EUR ACTIV ) په نوم رسنۍ سره د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشرې میرمن شا و وې لي مرکه خپره کړې، چې په کې هغې ویلي، لس میلیونه افغانان د سختې لوږې سره مخ دي خو ملګري ملتونه ورسره د مرستې لپاره پیسې نلري.

د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشرې ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۵ میلیونه خلک د سختې لوږې سره مخ دي او دا اداره ددغه شمیر یوازې ۵ میلیونو کسانو ته د خوړو مرستې برابرولی شي.

د خوړو د نړیوال پروګرام دغې چارواکې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د میاشتې وروسته ددغه کال په ژمي کې ۲۳ میلیونه کسان د سختې لوږې سره مخ و، چې مرستندویه ادارو د مرستو په پایله کې دا شمیر په دې وروستیو کې شاوخوا ۱۵ میلیونو ته راټیټ شوی دی.

میرمن شا و وې لي ویلي، چې که څه هم د سختې لوږې سره د مخ افغانانو شمیر کم شوی، خو د هغوی اړتیاو ته په پراخه کچه پاملرنه نه کیږي، چې د "ډبلیو ایف پي" ددغې چارواکې پرې ژوره اندیښنه ښودلې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې په افغانستان کې سږکال د غنمو حاصلات د تیرکال پرتله ۲۰ فیصده زیات شوي دي.

ددغه وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې سږکال تراوسه تر پنځه میلیونو ټنو پورې د غنمو حاصلات ټول شوي دي.

د کرهڼې د چارو ماهرین هم وايي، چې سږکال په افغانستان کې په ځانګړي ډول شمال، شمال لویدیځ او جنوب لویدیځ کې د للمي غنمو حاصلات ډیر ښه و.

خو د ملګرملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر" اوچا" ویلي، چې افغانستان کې سږکال تولید شوي غنم ددغه هیواد ۴۰ فیصده اړتیاوې پوره کوي.

افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو وروسته ملګروملتونو دغه هیواد سره د روان ۲۰۲۳ کال د بشري مرستو غوښتنه کې څه باندې یو میلیارد ډالره کموالی راوست.

ملګرو ملتونو د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د مارچ په میاشت کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو ځواب ویلو پلان (HRP) پیل کړ او د بسپنه ورکوونکو هیوادونو او ادارو څخه یې د ۴.۶ میلیارد ډالرو غوښتنه وکړله چې له مخې به یې د ۲۳ میلیون افغانانو سره چې ډیر د خطر سره مخ دي، مرسته وشي.

خو دا غوښتنه دوه میاشتې د دې لپاره وځنډول شوه چې طالبانو تیر کال د ډسمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو کار کول بند کړل.

ملګرو ملتونو د افغانستان سره د بشري مرستو د پلان ارزونې چې نږدې یو کال یې ونیوه، تیره اوونۍ اعلان وکړ چې غواړي د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جون څخه د ډسمبر تر میاشتې پورې د شل میلیون افغانانو سره په بیلا بیلو برخو کې مرسته وکړي او ۲.۲۶ میلیارد ډالرو تازه مرستو ته اړتیا لري.