کابل کې د ښځو لاریون ته غبرګون؛ یوناما: د طالبانو تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

یوناما په خپل ټویټر لیکلي: افغانان حق لري، چې په خپلواک ډول خپل غږ پورته کړي او موجوده نظام باید د دغه حق احترام وکړي.

نننی لاریون، چې د کابل په شهر نو سیمه کې وشو، ازادي راډیو یې د ګډونوالو د تیت و پرک کولو لپاره د طالبانو د ځواکونو د هوایي ډزو غږونه ترلاسه کړي دي.

د کورنيو رسنيو د راپورونو پر بنسټ، طالب ځواکونو د دغو لسګونه میرمنو د اعتراض د خورولـو په هدف، پر ډزو سربېره، پر دوی اوبه هم وشیندلې .

دغه میرمنو د ښځینه سینګارتونونو د بندیز د پرېکړې په غبرګون کې واټونو ته راوتې وې.

دوی [ له موږه، زموږ اوبه او ډوډۍ مه اخلئ] شعار له ځانونو سره لیږدول.

یوې معترضې میرمنې ازادي راډيو ته په یو استولي غږیز پیغام کې داسې ادعا کړې:

"موږ پسې کوڅه په کوڅه ګرځي، زما ماسک وغورځېده، په موږ یې اوښکې بهونکى ګاز وشینده، پر موږ یې ډزې وکړې، موږ ته یې برقې شاټونه راکړل، موږ یې په ډنډو ووهلو، موږ کوڅه په کوڅه ځغلو، زما عمر دومره ډېر نه دی، ۱۵ یا ۱۶ کاله عمر لرم خو د خپلې مور د خپلې خور او د ټولو د حق لپاره مبارزه کوم."

د لاریون یوې بلې ګډونوالې، ازادي راډيو ته په یوه غږیز پیغام کې داسې ویلي:" ډېر تاوتریخوالی یې وکړ، هوايي ډزې یې وکړې، په موږ یې اوبه وشیندلې، نجونې یې وهلې او موبایلونه یې ترې اخیستل."

د راپورونو له مخې،کله هم چې افغانانو په ځانګړي ډول مېرمنو دغه ډول لاریونونه او اعتراضونه کړي، طالب ځواکونو یې د خورولو لپاره تاوتریخوالی کړی دی.

د تېرې جون میاشت په وروستیو کې د طالبانو د امر بالمعرف او نهي عن المنکر وزارت د ښځینه سینګارتونو مسولینو ته یو میاشت وخت ورکړ ،چې خپل دغه کاروبار وتړي.

په دې اړه رسنیز شوي مکتوب کې راغلي، چې دغه پريکړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله د شفاهي امر پر بنسټ شوې ده.

د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر د بشرحقونو د بیلابیلو بنسټونو له لوري غندل شوې او د افغان ښځو د کار او فعالیت محدودول ښودل شوي دي.