طالبانو د مسکو راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ترلاسه کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان اړوند د مسکو په غونډو کې د ګډون په اړه د طالبانو حکومت له بیا بیا غوښتنو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي چې د دې فارمټ په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، دا بلنه په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د دوی د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره کتنه کې هغه ته سپارلې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل رسنیو ته استولي پیغام کې ویلي، امیرخان متقي د مسکو فارمټ غونډه د سیمې له هېوادونو سره د همغږۍ په برخه کې مهمه بللې.

نوموړي ويلي: "متقي صاحب د روسیې له بلنې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې مسکو فارمټ د سیمې ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو کې مهم رول لوبوي. هغه هیله څرګنده کړه چې کابل او مسکو د ډیپلوماټیکو اړیکو په چوکاټ کې له دې ناستې څخه ښه ګټه پورته کړي."

خو د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې دا نه‌دي لیکل شوي چې د مسکو فارمټ راتلونکې غونډه کله جوړېږي.

خو ځینو کورنیو رسنیو لیکلي، ټاکل شوې چې دا غونډه په اکټوبر میاشت کې جوړه شي.

په کابل کې د روسیې سفارت او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم له امیرخان متقي سره د دیمیتري ژیرنوف د کتنې او د دې غونډې په اړه هېڅ ډول معلومات نه‌دي خپاره کړي.

دا د دې غونډو شپږمه هغه ده چې طالبان حکومت په خبره، دوی هم ور بلل کېږي.

د دې فارمټ درېیمې غونډې ته چې د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر په وروستیو کې جوړه شوې وه، د طالبانو د حکومت استازي غوښتل شوي وو، خو څلورمې او پنځمې غونډې ته یې د طالبانو حکومت له بیا بیا غوښتنو سره سره، استازي یې نه و وربلل شوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله هغه مهال رسنیو ته ویلي وو، په هره هغه غونډه کې چې د افغانستان په اړه خبرې کېږي، د دوی حضور مهم دی.

د مسکو فارمټ په پنځمه غونډه کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، تاجیکستان، ازبیکستان او ترکمنستان د ملي امنیت سلاکارانو او یا هم استازو ګډون کړی و.

د سیمې د هېوادونو مشرانو په ډېرو ناستو کې له طالبانو د ټول ګډونه حکومت جوړولو غوښتنه کړې ده

د دغو بهرنیو چارواکو تر ډېره په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو او له ترهګرۍ سره په بې‌توپیره مبارزې ټینګار کړی و.

که څه هم د شپږمې غونډې کره نېټه او محتوا معلومه نه‌ده، خو ښکاري چې تر ډېره به په‌کې یو ځل بیا په همدې مسایلو بحثونه وشي.

د مسکو فارمټ د غونډو بهیر په ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شو چې دوه غونډې یې د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال او درې نورې یې د طالبانو د حکومت د بیا واکمنۍ له پيله کړې دي.

د دې فارمټ د غونډو اصلي هدف په افغانستان کې دایمي ثبات او په سیمه یې اغېز بلل کېږي، خو تر ډېره په‌کې ګډون کوونکي هېوادونه د افغانستان په تړاو خپلې اندېښنې او غوښتنې مطرح کوي.