پوتین وايي وسله وال بغاوت کې ښکېل کسان به سزا وګوري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د واګنر ګروپ ځواکونو لخوا د یوې ډراماتیکې ننګونې له پېښېدو وروسته دغه مېلشه په خیانت محکومه کړې ده.‌

ښاغلي پوتین د شنبې سهار یوه تلویزیوني وینا کې وویل هغه ټول کسان به سزا وویني چې د روسیې د ویشلو هڅه یې کړې.

لانجه له دې پیل شوه چې د واګنر ملېشې مشر 'یوګیني پرېګوژین' د روسیې پوځ تورن کړ چې ګوندې اوکرایین کې یې د ده د ځواکونو پر یوه پنډغالي مرګونی هوايي برید کړی دی.‌

واګنر ګروپ ملېشه ځواکونه دي چې په اوکرایین کې د روسیې د پوځ تر څنګ جنګېږي.

ویل کېږي دې ملیشې د اوکرایین له جګړې وړاندې یوازې شاوخوا ۵ زره غړي درلودل چې ډېری یې پخواني تجربه لرونکي سرتېري وو.

اوس د دې ملېشې مشر وايي د ځواکونو شمېر یې پر ۲۵ زرو اوړي.

امریکایي چارواکي ادعا کوي چې دې ملېشې تېر کال له هغې وروسته تر ډېره له زندانونو د لسګونو زره نورو جنګیالیو پر ګومارلو پیل وکړ چې روسیه په اوکرایین کې د ځواکونو کمښت سره مخ شوه.

ویل کېږي، چې په دې کسانو کې محکوم شوي جنايي مجرمان هم شامل وو.

د واګنر په اړه ویل کېږي‌ چې فعالیت یې په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې لخوا د اوکرایین د کریمیا ټاپو وزمې تر نیول کېدو وروسته پیل کړی او بیا یې پر اوکرایین سربېره ان د سوریې او افریقا بېلابېلو جګړو ته هم د روسیې په ملاتړ خپل اجیر جنګیالي استولی دي.‌

د بریتانیا د دفاع وزارت استخباراتي مالومات دا هم ښيي چې د واګنر ملېشه ځواک د روستوف نادونو پر مهمو ځایونو کنټرل لري.

دغو استخباراتي مالوماتو دا په وروستیو وختونو کې تر ټولو پام وړ ننګونه بللې چې د روسیې دولت ورسره مخامخ شوی.

په اوکرایین کې د جنګېدونکې اجیرې ملېشې واګنر ګروپ مشر یوګیني پروګوژين ادعا وکړه چې د روسیې پوځ یې د جنګیاليو پر یوه پنډغالي مرګونی برید کړی.

هغه پر ټولنیزو رسنیو یوه خپرې شوې وېډیو کې وویل:

"د دې لپاره چې څرنګه د خپل هېواد دفاع ته دوام ورکړو او دې ته حل لاره ومومو، موږ چمتو وو چې دفاع وزارت ته امتیازات ورکړو، خپلې وسلې وروسپارو. خو دا ناکاره خلک ارام نه شول. نن چې موږ مات شوي نه یو, نو دوی زموږ په شاته کمپونو راکټي بریدونه وکړل، زموږ زیات شمېر عسکر ووژل شول. موږ به پریکړه وکړو چې دغه ظلم ته څه ډول ځواب ووایو. بل ګام زموږ دی".

روسي چارواکو په اوکرایین کې د جنګېدونکې اجیرې ملېشې ځواک واګنر ګروپ د مشر ېفګېني پروګوژین لپاره جرمي دوسیه پرانیستې او هغه یې په وسله واله سرکښۍ تورن کړی. چارواکو ترې غوښتي چې بې بنسټه تورونه دې ودروي. ښاغلي پرېګوژین له دې وړاندې په یو لړ غږیزو پیغامونو کې د روسیې پر پوځ تور لګولی چې د واګنر د وسله والو پر یوه پنډغالي يې مرګونی توغندیز برید کړی.

د دغه کرایکښ وسله وال ځواک مشر له دې وړاندې په یوه وېډیو کې دا هم ویلي وو چې روسیې پر اوکرایین د یرغل لپاره هېڅ دلیل نه درلود او دا جګړه يې ناورین بللې.