عشق په کانټینر کې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکواله: شېبه باران

دزلمي زابلي زوی له یوې مړې شوې نجلۍ سره دمکرویانو په سیمه کې نیم ژواندی له یوه کانټینره تر لاسه شوی

د کابل پولیسو منلې، هغه نجلۍ چې د مشرانو جرګې د غړي زلمي زابلي له زوی سره کانټینر ته ننوتلې وه، مړه شوې. د بي بي سي د راپور پر اساس د کابل د پولیسو جنایي آمر سالم الماس منلې چې پرون یکشنبې د (جوزا ۷ ۱۳۹۶ کال) یوه اتلس کلنه نجلۍ چې د

ښوونځي د دوولسم ټولګي زده کوونکې وه، په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو د استازي زلمي زابلي له زوی سره، د کابل ښار په

مکرویانو سیمه کې، چېرې چې ډېری شمېر ښاریان خپل موټر په کانټینر کې پارک کوي، ننوتلې چې په ترڅ کې د نا معلوم دلیل له مخې نجلې سا ورکړې او هلک په کوما کې دی.

لا څرګنده هم نه ده چې دوی دواړه د څه لپاره کانټینر ته ننوتلي وو، خو کوم بربنډ انځورونه چې په خواله رسنیو کې خپاره شوي، ښکاري چې دوی دواړه د غیر اخلاقي کړنې په موخه کانټینر ته ننوتلي دي. پولیس وایي چې د پېښې په اړه به څېړنې کوي او وروسته به یې بشپړ جزئیات له رسنیو سره شریک شي. د دوی په باور چې د سناتور زوی یې شفاخانې ته انتقال کړی او مړه شوې اتلس کلنه نجلۍ یې عدلي طبي روغتون ته وړې ده، څو د نجلۍ د مړینې عوامل په ګوته کړي.

دا ډول پېښې ډېرې کمې رامنځته شوې دي، د لومړي ځل لپاره د کمونیستانو په وخت کې همدې ته ورته یو پېښه د کابل ښار په همدغه سیمه کې شوې وه، دویمه ورته پېښه په کال ۲۰۰۴ کې رامنځته شوې وه او درېیم ځل دا دي بیا ورته پېښه رامنځته کېږي. ډېرو خلکو ته کېدای شي پوښتنه پیدا شي چې ولې دا پېښه په کانټینر کې رامنځته شوې؟ د کابل ښار د مکرویانو سیمه د موټر لپاره ځانګړی پارکېنګ نه لري، نو له دې امله ډېری شمېر کورنۍ خپل موټر د امنیتي ستونزو له کبله خپل موټر په کانټینرونو کې پارک کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې دې پېښې خلک سخت اندېښمن کړي او دا یې نه یوازې له یوې پېغلې سره ظلم بلکې د روژې مبارکې په میاشت په دا ډول کړنه لاس پورې کول د ټول هېواد او په ټوله کې ټولې اسلامي نړۍ ته د شرم وړ بللی.

د مکرویانو د سیمې یو اوسېدونکی پر خپله فېسبوک پاڼه لیکي (قربانی عشق در کانتینر بار سوم تکرار شد.همه در مکروریان،  چون در مکروریان برای نگهداری موتر گراچ نیست و بلاکی ها همیشه از کانتینر منحیث گراچ استفاده میکنند و این گراچ ها تنها گراچ موتر نیست بلکه محل شهوترانی پسران و دختران است که دور از بلاکها میباشد و دل جمع همه شبه بعضی ها در گراچ مهماندار میباشند که بعد از خوردن شراب و کباب باز همخوابه گی میکنند چون کانتینر هواکش ندارد و همان اکسیجنی که در داخل است تا صبح تمام میشه و عیاشان را مردار میکند خداوند از اینطور مرگ نجات بدهد.)

اوس پوښتنه دا ده چې دلته قانون پرته له عامو وګړو، په زورواکانو هم تطبیق کېدای شي؟

زه فکر کوم دلته قانون یوازې د غریب او عام ولس لپاره جوړ دی، دلته یوازې عام وګړي تر ظلم او ستم لاندې دي. پرون د زلمي زابلي زوی له یوې ځوانې نجلۍ سره د بد اخلاقۍ په پار کانټینر ته د ننه کېږي او له شراب خوړولو ورسته بې هوښه کېږي چې په ترڅ کې د اکسیجن د کمبود له کبله نجلۍ ساه ورکوي او هلک د کوما حالت ته ځي.

کوم انځورونه چې په ټولنیزو رسینو کې خپاره شوي، ښکاري چې دواړه تر جنسي اړیکې وروسته دواړه د ډېرو شراب خوړلو له کبله بې هوښه کېږي.

دا لومړی ځل نه دی چې د پارلمان او مشرانو جرګې وکیلان او سناتوران یا هم د دوی اولادونه په ورته کړنو لاسونه پورې کوي، بلکې دا سلم او زرم ځل دی چې دوی د خلکو پر ناموسونو او زورونو لاس پورې کوي.

زلمی زابلی په مشرانو جرګه کې د شکایتونو د کمیسیون مشر دی، اوس به خلک د شکایتونو له مشر څخه چا ته شکایت وکړي؟ زلمی زابلی هغه پلیته څېره ده چې څه موده وړاندې د ایران د جاسوسۍ تور ورپورې و. موږ له حکومت څخه غواړو چې دغه بې کفایته او پیلت انسان د قانون منګولو ته وسپاري. د خدای په لحاظ تر څو به دلته داسې وحشتونه روان وي، تر څو به دلته د مظلوم ولس پر سر ظلم او ستم کېږي، تر څو به ولس د چارواکو او زورواکو غلامي کوي...؟

په دې هیله چې حکومت د ولس دغه چیغه په خلاصو غوږونو واوري، نور وحشت ښکر کړي، نور وحشت د زغملو نه دی. هیله منه یم چې د دغه پلیت او بد شکله انسان قضیه هم د ایشچی او دوستم په څېر وڅېړل شي، څو په راتلونکي کې بل څوک په ورته کړنه لاس پورې نه کړي.