د افغانستان د غميزې ريښې افغاني نه دي !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ډاكتر شيرحسن حسن
په نړيوالو خبري رسنيو کې داسې ډارونکي کلمات لکه جنګ ، چاودنې ، مرګونه ، ويجاړۍ ، القاعده ،طالبان ، تروريزم ، مخدره مواد او تښتونې له يوې خوا او مهاجرتونه ، فقر او بې وزلي ، بې ګناه مرګونه او نور له بلې خوا زموږ د هيواد افغانستان له نامه سره تړل کيږي .

دغه ډارونکې پديدې چې افغانستان يې ترټولو لومړی قرباني شوی دی ، اوس يې وحشت اوويره ټولو نړيوالو ته څرګنده ده، خو په يو يا بل ډول په افغانستان تپل شوې پديدې ګڼل کيږي .
له بده مرغه نړيوالو ددغه انساني ضد پديدو وحشت هغه وخت لمس کړ چې په اور کې يې افغانان وريته شوي وو او بالاخره د اور لمبې د دوی تر ښارونو او کورونو هم ورسېدې .
سړی د نړيوالو څخه ډېر مايوسه شي چې تر اوسه پورې هم د دوزخ په دغه نغري کې د افغانانو چيغې څوک نه اوري او ډېر د حيرانتيا ځای دی چې تر اوسه پورې د نړيوالو پر افکارو يو ډول ځان غولوونکی تفکر حاکم دی او بيا د نړۍ حاکمې کړۍ کوښښ کوي ، نړيوال په دې قانع کړي چې دوی د تروريزم ريښې په افغانستان کې پيدا کړې دي او کوښښ کوي چې هماغلته يې له منځه يوسي(!)
هغه څه چې نړيوال زورمندان يې د ځان په ګټه د نړيوالو د ذهنيت د اړولو لپاره د درواغو او رښتياوو مخلوط جوړوي هغه د دوی کار دی خو رښتيا رښتيا دي او هغه دا چې نړيوالو زورمندانو لکه څرنګه چې په عراق کې د ډله ايزې وژنې وسلې پيدا نه کړې ، په افغانستان کې يې هم لاتر اوسه د تروريزم ريښې نه دي پيدا کړي او په كامل باور يې ترپايه هم نه شي پيدا کولای ، خو د تروريزم پر ضد د مبارزې د جوړ شوي تياتر په افغاني صحنه كې گڼ شمير بې گناه او بې دفاع افغانان ، سپين ږيري ،ښځې او ماشومان وژل كېږي ، د هر وژل شوي پر تندي د تروريست، طالب او القاعده ټاپه وهل كيږي او د تفكيك فكر يې لات
ر اوسه د نړيوالو سره نه دى پيداشوى.
د دغې نړيوالې بدمرغۍ په لټون کې د پرله پسې نړيوالو تلاشونو د نه کاميابېدو يو علت په نړيوال سياست کې د دوه مخۍ يا ((دوه ګونی ستندرد)) او دوه ګونو معيارونو دحاکميت شتون دی .
((دوه ګونی ستندرد)) ذاتاً د انساني شعور خاصه ده .انسان نه غواړي يا نه شي کولای په خپله سترګه کې خلی وويني ، د بل په باره کې مخکې له مخکې په تلقين شوي نظر باور لري ، د خپلې ګناه د پټولو تلاش کوي او د دې ترڅنګ د نورو له ملامتولو او غندلو ډډه نه کوي .
خو په سياست کې دغه دوه ګونی ستندرد په ځانګړې سپين سترګۍ او بې شرمۍ ځان څرګندوي، په سياست کې ټول عمر زورور کوښښ کوي د زور په مټ په کمزوري باندې د نړۍ هغه ډول جوړښت او څېره قبوله کړي چې د ده په تصور او فکر جوړه شوې وي .
دغه تيزس د افغانستان په باره کې په ځانګړي ډول په دې وروستيو وختو کې خورا روښانه دی ، نړۍ په خورا څرگند اتفاق په دې قناعت كړى دى ، چې زورور کولای شي بې له پوښتنې د کمزوري سرنوشت وټاکي .
هيله ده زما هيوادوال به په دې خبره له ما څخه ګيله من نه شي چې نن نه غواړم ، زموږ د عادت له مخې په دې ووياړم، چې موږ افغانان څومره زړور ، باتور او غيرتي خلك يو ، موږ پينځه زره کلن تاريخ لرو ، موږ ټولو يرغلګرو ته ماتې ورکړې ده ،موږ استقلال ګټلی او له خپلې مورنۍ خاورې داسې ښه دفاع کوو !
رښتيا خبره داده ، چې موږ افغانان اوس هم او د تاريخ په اوږدو كې هم يو بې وسې او بې چاره ملت يو، د خپل هېواد او ملت د سرنوشتد ټاكلو په مسئله كې مو له څو محدودو فرصتونو پرته د فكر او ارادې پوره استقلال نه دى درلودلى او د ټولنپوهنې د يونامتو عالم په قول «موږ افغانان ځكه په يو عظيم ملت نه يو تبديل شوي، چې د ملي استقلال او ملي گټو پر ځاى فردي استقلال او فردي گټې راته گرانې او مهمې دي .» حتی زموږ نننۍ جغرافيوي محدوده چې موږ د يو دولت په څېر ژوند پکې کوو، سرحدونه يې د افغانانو پواسطه نه ، بلکې د برتانيې او روسيې د امپراتوريو د استازو په متقابلو راكړو وركړو او
چانو وهلو ټاکل شوي او بيا يې نقشې موږ ته راپاتې شوې دي !
د منځنۍ اسيا د تاريخ او سياسي علومو نامتو پوه الکساندر کنيازيف ليکي : (( په XX او XXI پېړيو کې د افغانستان انکشاف ، په هغو پېښو پورې ټاکونکی تړاو لري چې د نولسمې پېړۍ په پای او د شلمې پيړۍ په پيل کې رامنځته شوې ، هغه وخت چې افغانستان د يو متمرکز دولت په څېر جوړېدونکی و او د استقلاليت او مسئوليت حدود يې د برتانيې او روسيې دسترو امپراتوريو د مصلحت او جوړجاړي په نتيجه کې ټاکل کېدل . د شلمې پېړۍ په دوهمه نيمايي کې د نړيوالو سستمونو د سيالۍ او د سړې جګړې په اوږدو کې افغانستان د نړيوالو سيالانو د جيوپوليتيكو دلچسپيو او زورازمايلو ميدان و . خو د پخوانۍ(( لويې ل
وبې )) نوې مرحله د سيمې په تياتر کې هم لکه د نورو په شان د لوبې د يو مهم برخه وال په نوي کولو پيل شو ، او په لوبه کې د سترې برتانيې ځای د امريکا متحده ايالاتو ونيو.)) ، ((الکساندر کنيازيف ، افغانستان او د منځنۍ اسيا امنيت ، بشكيك ۲۰۰۴ م ))
د نړيوالو زبرځواکونو د سيالۍ د تاريخ په ټولو اوږدو کې اسلامي بنسټ پالنه په تدريج سره د غير مسلمانو هيوادونو او ځواکونو له خوا په سيمه کې د خپلو سياسي اهدافو لپاره د يوې اغېزمنې او ارزانه وسيلې په توګه استعمال شوې ده .
د دوهمې نړيوالې جګړې په پای او د هند د نيمې وچې له ازادۍ وروسته ، هغه وخت چې د جنګ فاتحين او له هغې جملې څخه ستره برتانيه په سيمه کې د خپل سياسي حضور په لټه کې شوه ، په دغه لار کې يې لومړي قدمونه دا وو چې د اسلامي بنسټپالو افکارو په ښکاره تحريک او ملاتړ يې د همدغو افکارو پر بنياد په ۱۹۴۷ کال د پاکستان په نوم نوی دولت رامنځته کړ .
يوري نيکلايويچ پانچکين په روسيه کې د پاکستان او شاوخوا سيمې د تاريخ څېړونکی او په دې باب کې د يو کتاب مؤلف دی چې ((د پاکستان منځته راتګ او د پښتنو مسئله )) نوميږي .نوموړی په دغه مونوګرافيک اثر کې ليکي : « د دوهمې نړيوالې جګړې په پای کې په هند کې د ازادۍ نهضت په چټکۍ سره اوج ته ورسېد . د استعمار ضد مبارزې په نوو شرايطو کې د هند دملي کانګرس ترڅنګ سيمه ييزو ډلو ټپلو زيات زور واخيست ، هغوی چې د سراسري ملي اهدافو تر څنګ يې زيات سيمه ييز او ګروپي اهداف مخته وړل ، يوه له دغو ډلو څخه د محمد علي جناح (جنا) په مشرۍ مسلم ليګ و . د۱۹۴۴ کال په می کې مهاتماګاندي د مريضۍ �
� شدت له کبله له جېل څخه خلاص شو ، د همدې کال په سپتمبر کې د ليبرال فدريشن د رئيس ت . ساپرو T.Sapru په منځګړيتوب د هند برتانوي واکمن لارد اوي ويل د مهاتماګاندي او محمد علي جناح تر منځ خبرو اترو ته زمينه مساعده کړه . ګاندي د واحد هند په ازادۍ معتقد و، خو محمد علي جناح تر پايه پورې د يو جلا اسلامي دولت د جوړولو مدعي و.
بايد وويل شي چې د هند د ستونزې په هکله د لندن دريځ چې د حل خواته متمايل و له ۱۹۳۹ او ۱۹۴۰ کلونو راهيسې يې بنسټ ايښودل شوی و . هغه وخت هند ته د اکسفورد د پوهنتون پروفيسور د.کوپلند واستول شو . د هغه وظيفه دا وه چې د هند شرايط وڅېړي او د هند په نيمه وچه کې د برتانيې د اغېز د ساتلو لپاره خپلې مشورې او لارښوونې ترتيب کړي . د کوپلند د نظرياتو پر اساس هند ته د برتانيې له حضوره پرته د بالکان د هيوادونو په څېر د(( Balkanization)) خطر موجود دی ، چې د نوو جګړو عوامل زېږوي . د هغه په نظر د دغسې يو خطر د مخنيوي لپاره يوه اغېزمنه لاره دا ده چې هند په مذهبي معيار وويشل شي او کوچن�
�و حکمرانيو او قبايلي سيمو ته د برتانيې تر نظر لاندې (خپلواکي) ورکړل شي . » پانچکين ي . ن. د پاکستان منځته راتګ او د پښتنو مسئله ، مسكو ۲۰۰۵م))
د هند تر ويش وروسته ، پاکستان نه پښتنو ته د خپلواکۍ حق ورکړ او نه يې کشميريان د خپل سرنوشت ټاکلو ته پرېښودل . پاکستان هغه وخت په کشمير باندې د اسلام تر نامه لاندې پراخه لښکرې ورمارش کړې او د کشمير د هغه وخت حاكمان يې مجبور کړ ل، چې له هند سره د خپلو سيمو د تړون اعلان وکړي او په دې ډول کشميريان هم د پښتنو په شان په دوو برخو وويشل شول .
پاکستان د کشمير په جنګ کې په ډېره زيرکۍ د پښتنو له ديني احساساتو څخه ګټه پورته کړه او هغوی يې (( د اسلام داوطلب لښکر)) په نامه په منظم ډول په کشمير کې وجنګول او کله چې برتانويانو د نورو له شرمه دغه عمل ته ګوته ونيوله ، پاکستان په ځواب کې ورته وويل چې دا د ازادو پښتنو قبايلو لښکر دی او دغه سيمه د پاکستان د دولت د کنترول نه وتلې ساحه ده .
له لويه سره همدا د کشمير مسئله په سيمه کې د سرطان د دانې په څېر د ګډوډيو باعث دی او د پاکستان د بقا لپاره د دغه هيواد د کورني او بهرني سياست مهمه مسئله ده، چې د نظامي ګواښ لپاره يې د ازادو قبايلو پښتنو ته د پاکستان د يو ذخيروي لښکر په سترګه کتل کيږي .
پاکستان دا اوس هم په همدې لوبه مشغول دی ، چې له يوې خوا طالبان چې ډېره برخه يې د ازادو قبايلو پښتانه دي ، افغانستان ته يې د ترور او ګډوډۍ لپاره رااستوي ، او له بلې خوا کوښښ کوي ټولې دنيا ته وښايي، چې پښتانه له تمدن څخه لېرې يو وحشي قوم دی او تروريزم او بنيادګري له همدوی څخه راپورته شوي دي .
پاکستان په خاص مهارت د ازادو قبايلو پښتانه په مذهبي جذباتو کې له متمدنې نړۍ څخه لېرې ساتي او نه پرېږدي چې په مورنۍ ژبه د زده کړو له لارې ملي احساساتو ته لار پيدا کړي . د مورنۍ ژبې پر ځای هغوی ته د ديني جذباتو پر بنسټ د دهشت ګرۍ او اکستريميزم لارې ورزده کوي، چې د اسلام په نامه يې هم د کشمير په مسئله كې او هم يې په عمومي ډول د پاکستان د خاورې د تماميت او د نظاميت په زور د واحد پاکستان د بقا لپاره په کار اچوي . پاکستان د خپلې بقا لپاره بله هېڅ لار نه لري ، ځکه د پاکستان د رامنځته کېدو پرنسيپ همدا اسلامي بنسټ پالنه ده .
پاکستان په کشمير او افغانستان کې خپلو ستراتيژيکو اهدافوته د رسېدو لپاره د دهشت ګرو د تربيې مرکزونه او ديني مدرسې په پراخه پيمانه په کار اچولې دي . مدرسې په پاکستان کې ډېره اوږده تاريخي سابقه لري ، خو په افغانستان باندې د شورويانو د نظامي يرغل وروسته يې خاص رونق پيدا کړ . هغه وخت په پاکستان کې د مدرسو شمېر د زرو څخه تر لسو ــ يولسو زرو پورته شو او د طالبانو شمېر يې تر يو ميليون پورې ورسېد . جنرال ضياالحق چې هغه وخت د پاکستان واکمن و د بنياد گرو د روزلو لپاره يې د نوو مدرسو د جوړولو لپاره پراخې ځمکې ورکړې او په مادي او معنوي لحاظ يې د مدرسو ملا وروتړله
د افغانستان د جنګ په جريان کې بې شمېره خلک شهيدان شول ، د هغوی کورنۍ بې سرپرسته او ماشومان يې يتيمان شول . په پاکستان کې د مهاجرو کورنيو او د دغو يتيمو ماشومانو لپاره د ژوند شرايط ډېر ستونزمن وو . برسېره پر دې په پاکستان کې د پراخه فقر او بې وزلۍ سبب دى، چې خلك د عامه زده کړو امکاناتو ته لاسرسي نه لري او په ديني مدرسو کې د زده کونکو د اعاشې امکانات په ځانګړي ډول په پښتني محيط کې د دې باعث شول چې په ډېر سرعت دينې مدرسې ډکې شي او په هغوی کې د زده کونکو (طالبانو) شمېر ميليونونو ته ورسيږي .
ټولې دغه مدرسې ډېر ژر د افغان مجاهدينو د ديني او جهادي جذباتو د ترنينګ مرکزونه شول او لاتراوسه پورې د طالبانو د روزنيزو مرکزونو په توګه دوامداره وجود لري . د دغو مدرسو او مرکزونو کنترول د پاکستان د استخباراتو د ادارې (ISI) په لاس کې دي .
پاکستان چې د بنسټ پاله سياسي اسلام په مفکوره منځته راغلی دی ، د خپل موجوديت له پيل څخه يې د عربي هيوادونو پراخ مالي ملاتړ له ځانه سره درلود . شتمنو عربي هيوادونو نه يوازې د کشمير په مسئله کې د پاکستان ملا وتړله ، بلکې په خلاص لاس يې د افغان مجاهدينو او دهغوی د راوروسته نسل (طالبانو) سره مالي مرستې وکړې . د مالي مرستو سره يو ځای له عربي نړۍ څخه بنسټ پاله مذهبي ډلې د مذهبي فناتيزم ، وهابيت او دهشت ګرۍ سره يو ځای پاکستان ته داخلې شوې، چې القاعده او ښاغلی (!)، منلی (!) او نازولی مېلمه (!) اسامه بن لادن هم ورسره ملګری و .
دا چې په اسلام کې بنسټ پالنه کله او څنګه منځته راغله او څنګه يې وده وکړه ، په پراخ ډول د افغان تاريخ پوه ، د کابل پوهنتون د تاريخ پخوانی استاد پوهاند محمد حسن کاکړ په هغه اثر کې چې (( وطن ته يو سفر،طالبان او اسلامي بنسټ پالنه )) نوميږي تر څېړنې لاندې نيول شوي دي . پوهاند کاکړ د اوږدو پيړيو دغه تاريخي پروسه په ۱۲۵۸ ميلادي کال کې د چنګېزخان د لمسي هلاکو پواسطه د بغداد د سقوط له زمانې راپيل کړې او له ابن تيميه څخه يې تر بن لادن پورې په پوره غور څېړلې ده ، د موضوع په باب کولای شئ داغه اثر ته مراجعه وکړئ .
د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې په افغانستان كې پر طالبانو باندې د امريکا د بريد په درشل کې ، د پاکستان د ځينو ازادو نادولتي منابعو په حواله په افغانستان د ټولو مسلحو جنګياليو شمېر په دې ډول و:
۲۵۰۰۰ افغاني طالبان وو ، ۲۰۰۰۰ پاکستاني طالبان او مجاهدين وو ، ۱۵۰۰۰ خارجي په اساسي ډول عرب داوطلبان او حرفوي جنګيالي وو ، ۱۰۰۰۰ د پاکستان کوماندويي پوځ و چې متقاعد جنرال عبدالرحمن يې مشري کوله . له دې جملې څخه پاکستاني کوماندو پوځيان د عملياتو له پيل څخه دمخه د خپلو غربي دوستانو په مرسته خپلو قشلو ته ستانه شول ، ۷۰۰۰ طالبان مړه شول ۵۰۰۰-۷۰۰۰ پورې طالبان د شمال ټلوالې په منګولو کې ښکېل شول ، ۱۰۰۰۰ افغان طالبان خپلو کورونو ته ستانه شول او پاتې ۳۰۰۰۰ وسله وال جنګيالي پاکستان ته وتښتېدل او هلته تيت شول . دغه جنګيالي په تدريج سره بېرته د پښتنو د ازا�
�و قبايلو سيمو ته راستانه شول او بيا يې نه يوازې په افغانستان بلکې په ټوله سيمه کې (په ځانګړي ډول د پښتنو په سيمه کې) په دهشت ګرۍ او ورانکارۍ لاس پورې کړ .
د پاکستاني غيردولتي منابعو په حواله همدا اوس په پاکستان کې ۳۷۰۰۰ مدرسې فعالې دي او د نظامي تربيې او تريننګ ۲۰۰۰ غير رسمي مرکزونه وجود لري ، چې تر څلورو ميليونو طالبان پکې ځان وژونکې زده کړې ترلاسه کوي . په دې جمله کې ۷۰۰ مدرسې د ازادو قبايلو په سيمه کې موجودې دي ، ۳۵ مدرسې او ۴۰ د نظامي زوزنې مرکزونه د پاکستان ، هند اوچين په سرحد د ګلګت په سيمه کې فعال دي . په ټولو دغو مدرسو او مرکزونو کې د پاکستاني اتباعو پرته ، افغانان ، عربان ، ازبکان ، چيچن ، د چين يغوريان او نور د ترهګري او ځانوژنې زده کړې کوي . په پاکستان کې تر ۳۰ زيات بنسټ پاله اسلامي ګوندونه ر�
�مي او تر يولسو زيات غير رسمي سياسي نظامي تشکيلات موجود دي ، چې له پاکستانيانو پرته ۱۳۰۰۰ عربي دهشتګر او القاعده والا د کورنيو په شمول ۱۱۰۰۰ ازبکان څلور زره چيچن جنکيالي ، تاجيکان ، يغوريان ، بنګاليان او نور دي .
د وروستيو دېرشو کلو په اوږدو کې د پښتنو د ازادو قبايلو سيمه د ISI ، CIA ، عربي دهشتګرو او د مخدره موادو د نړيوالې مافيا په کنترول کې ده او دغو زورورو نړيوالو سازمانونو د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره په کار اچولې ده . د ورانکارۍ منبع يوه ده خو هدفونه او بهانې د وخت په تېرېدو تغير کوي . په دې ډول د تېرې پېړۍ په اتياومو کلونو کې بهانه د شوروي يرغل په مقابل کې مقدس جهاد و ، په نويومو کلونو کې د سپېڅلو (! ) مجاهدينو (! ) د مقدس جهاد (! ) په مقابل کې مقدس جهاد (! ) ، او د ۲۰۰۱ کال راوروسته د امريکايانو اوناتو والا په وړاندې مقدس جهاد دى .
د مقدس جهاد کلمه ښه وسيله ده ، که نه نو ښکاره خبره ده چې د امريکا او غربي هيوادونو په اسلام باندې دومره زړه نه خوږيږي چې د اسلام د ژغورنې د مقدس جهاد لپاره يې افغان مجاهدينو ته په ميلياردونو ډالره نقدي مرستې او سټنګر راکټونه ورکول . د امريکا او غربيانو جهاد (! ) اصلاً د کمونيزم او سيال ابرقدرت، د وخت د شوروي اتحاد په مقابل کې و . داچې د غربيانو په دغه جهاد (! ) کې د افغانانو کور څومره وران شو ، هغوی يې نه يوازې پروا نه ساتي ، بلکې همدا بربادي اوس په افغانستان کې د هغوی د حضور ښه بهانه جوړوي . اوس كه امريكا اود ناتوټلواله زموږ قاتلان هم دي خو موږ دومره بې و
سه او بې كسه يو، چې مجبور يو د خپلو قاتلانو د بقا دعا وكړو، ځكه د دوى په نه موجوديت كې مو نور قاتلان تر دوى بدتر حلالوي
د ۲۰۰۱ م کال په اکتوبر کې هغه وخت چې امريکايان افغانستان ته راننوتل او ويل يې چې دوی به په افغانستان کې د تروريزم او مخدره توکو پر ضد مبارزه کوي او د بشر د حقوقو ، دموکراسۍ او ټولنيز نظم دفاع به کوي . بايد ووايم چې تر نن نيټې پورې دغه ستونزې نه يوازې حل شوې نه دي ، بلکې ورځ په ورځ يې لا نور او نوي مشکلات زېږولي دي . کله چې رسمي او غير رسمي مقامات په خورا جديت سره مدعي شي چې نړيواله ټولنه او د هغې په سر کې د امريکا او ناتو ځواکمن استخباراتي او نظامي ماشين د تروريستانو او مخدره موادو د مافيا پرضد مبارزه او مجادله کوي ، سړي ته په دومره عوامفرېبۍ خندا ورشي
چې څنګه کېدای شي چې امريکا او ناتو په سيمه او ټوله نړۍ کې د خپلو پراخو استخباراتي امکاناتو تر څنګ په ټوليز ډول دولتي او ولسي ملاتړ هم له ځان سره لري او د دې سره سره نه پوهيږي چې بن لادن او ملا عمر چېرې دي ؟ په څه شي ژوند کوي ؟ مالي لګښتونه يې له کومه کيږي ؟ اوله کومه ځايه وسلې او مهمات ترلاسه کوي ؟ ټولو ته معلومه او ثابته ده چې دغسې منابع په بېوزله او فقير افغانستان کې وجود نه لري . خو کله چې د دغو شعارو لاندې زموږ کلي ، کورونه او ښارونه بمبارد او ورانوي او زموږ بې وسلې خلک ، ښځې، سپين ږيري او ماشومان وژني نو د ټولو افغانانو د خاص درد ، غضب او نفرت اسبا�
� برابروي . د ټول بشريت ضد چلن دی ، کله چې د امريکا او ناتو مسلح زورمندان د تروريزم پرضد د مبارزې ، د موکراسۍ او بشري حقوقو تر شعار لاندې په نيمو شپو د افغانانو د کورونو دروازې په راکټونو او بمونو الوزوي ، کورونو ته ورننوزي او هر څوك، چې مخې ته يې ورځي په ماشيندارو يې غلبېلوي . ما د وحشت دغه ډول صحنې د الماني فاشيستانو په فلمونو کې هم نه دي ليدلې.
جګړه ، سړي وژنه ، فقر ، ناروغتياوې ، د قوت لايموت جګړه ځپلي ژوند او په کل کې هغه څه چې په ټولنيز ژوندکې بحران ګڼل کيږي ، په افغانستان کې د ورځني ژوند په نورم بدل شوي او خلکو ورسره يو ډول عادت نيولی دی ، هره بد مرغي هره ورځ نوې بد مرغي زېږوي او د ژوند په دغه تړلي بدمرغه ګرداب کې څرخېدل شايد د افغان ولس ازلي برخليک وي . خو ډېره ځورونكې ده چې زموږ شاوخوا نړيوال په ځانگړې چوپتيا زموږ د خلكو د رنځېدو او کړېدو تماشا کوي او عکس العمل يې د کڼو په شان دی . لکه دوی چې زموږ د هيوادوالو چيغې نه اوري ، ښايي د افغانانو د دغه ډول ژوند سره به نه يوازې په افغانستان کې ، ب
لکې په ټوله نړۍ کې انسانانو عادت نيولی وي ، يا به په نړيوال سياست کې (( د دوه ګونو معيارونو )) بې شرمانه شيطاني چلند د تېر په څېر د نړيوالو پر افکارو خپل جادوګر سيوری ساتلی وي او هغوی به يې د امريکا او ناتو د هوښيارو، ځواکمنو او شتمنو واکدارانو پرحقانيت قانع کړي وي ، که نه نو د شينډنډ څخه نيولې تر کونړ او کندز پورې زموږ د بې وسلې شهيدو ماشومانو د وينو پوښتنه او پلټنه به يې حتماً له خپلو واکدارانو څخه کړې وای .
خو د ګردې نړۍ ټول سالم انسانان بايد په دغه ساده حقيقت وپوهيږي چې (( که توره پلاس د پردي کور ته ننوتی ، له هغه څخه د نېکۍ او ستړي مشې تمه مه کوه .)) او زموږ د كليو په باب خو ځوان شاعر سميع الله تړون ډېر ښه ورته ويلي دي :
زما د قتل به ضرور په تا الزام راځي ما له افسوس د خپلې مينې په انجام راځي
زما د خټو ګټو کلی دومره سپک مه ګڼه دلته چې ښکلي هم راځي په احترام راځي
هغه جنګ چې د افغانستان د مجاهدينو په وجود کې د شورويانو پر ضد مقدس جهاد بلل کېده ، اوس د هغوی د پيروانو او شاګردانو (طالبانو) په وجود کې د ناتو او امريکا پرضد مقدس جهاد بلل کيږي . په ټول باور د (مقدس جهاد!) معنوي مرکز او د مالي تاميناتو منبع هماغه ده چې پخوا وه ، د زمانې د بدلون سره به د افغانانو د مقدس (!) جهاد(!) بهانې تغير ومو مي ، افغانان به وژل کيږي او وطن به يې برباديږي ځکه افغان بزګر ته د دې خبرې وضاحت مشكل دى، چې د ده کور ته مسلح عسکر د شوروي اتحاد د کمونيست ګوند د سياسي بيرو په پرېکړه داخل شوي دي او که د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په پرېکړه !
د حل لار : تروريزم د نړيوالو تضادونو محصول دى، نه د افغانى تضادونو، او افغانستان د تروريزم قرباني دى ، نه منبع ! په افغانستان كې دوامداره جگړه هغه واحد مفهوم دى، چې نړيوال يې تروريزم بولى او د افغاني مقاوت له خوا مقدس جهاد بلل كيږي ، خو پيل يې له هماغه وخته دى، چې په افغانستان كې د شوروي مداخلې پر ضد افغاني مقاومت د پاكستان ، ايران عربي او غربي سپانسرانو په پريكړه د ملي پر ځاى مذهبي رنگ واخيست او خبره په دې ډول د افغانانو له ارادې ووتله . دادى تر اوسه پوري په جگړه كې ښكېل يوه ډله د بهرنيانو په مرسته قدرت ته ورسيږي او بله ډله يې د نورو بهرنيانو په مرس�
�ه مقاومت (جهاد!) كوي .
د تروريزم پر ضد دمبارزې اغيزمنه لار هغه نه ده، چې نړيوالو په افغانستان كې په كار اچولې ده . په دغه مبارزه (!) كې هره ورځ تر بلې د بې گناه افغانانو وژل او ځورول ز ياتيږي او په همدې تناسب د نړيوالو په مقابل كې د افغانان كركه او نفرت ډيريږي .
كه نړيوال د تروريزم پر ضد مبارزي ته صادق وي ، تر ټولو لومړى او موثر گام به دا وي ، چې نړيواله ټولنه په سيمه كې خپل متحدين او په ځانگړي ډول پاكستان دې ته مجبور كړي، چې په خپل هېواد كې د تروريزم كرل شوى تخم له منځه يوسي ، او افغانستان، هند ، منځنۍ اسيا ، چين او د سيمې نورو هيوادو ته يې د صدور مخه ونيسي .
نړيواله ټولنه دې د ټولو پښتنو خو په حاص ډول د ازادو قبايلو سيمې ته ځانگړې پاملرنه وكړي . كه د پښتنو په سيمو كې لويانو ته د جنگ پر ځاى د كار شرايط مساعد شي او كوچنيانو ته د مدرسې پر ځاى په مورنۍ ژبه د عامو مدني زده كړو زمينه برابره شي او د ځان وژونكو جنتي واسكټونو د استعمال پر ځاى له خپلې ژبې ، تاريخ، جغرافې ، كيميا، بيولوژي ، الجبر او هندسې سره اشنا شي ، باور لرم چې د ځان وژلو او ژر تر ژره ( جنت ته رسېدلو!) پر ځاى به لومړى پر دې دنيا د انساني ژوند دبرابرولو لارې چارې زده كړي .

كه نړيوال د افغانستان د معضلې رښتيني حل ته متعهد وي ، ابرومندانه داده ، چې خبلې ټولې مادي او معنوي مرستې دې په افغانستان كې د يو خپلواك او قوي مركزي حاكميت د تامين لپاره په كار واچوي، داسې حاكميت چې له فساد څخه پاك وي او په سياسي ، اقتصادي او نظامي لحاظ په خپله اراده متكي وي .
نړيوال دې د خپلو بچيانو او افغانانو د بې ځايه وينې تويولو مخه ونيسي، خپل وظايف او صلاحيتونه دې كرار كرار افغانې لوري ته وسپاري ، او دوى دې د افغانستان د سرحدونو څارنه او ساتنه وكړي ، تر څو افغانان وكړاى شي په كور دننه د خپل سياسي او ټولنيز نظم دتامين او په بهر كې دسركشو همسايه گانو په منځ كې د خپلې خاورې له تماميت څخه د دفاع وس پيدا كړي .


ډاكتر شيرحسن حسن




مسكو- روسيه 19.03.2010