د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ۱۶) لومونډ د لـومـونـډ ورځـپـاڼـه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هدايت الله هدايت
لومونډ، Le Monde  چي د «نړۍ» معنی  ورکوي  په فرانسه کي د فرانسوي ژبي  خوارا مشهوره  ور ځپاڼه ده  چي  هر مازيګر په پاريس کي خپريږي  . دغه ورځپاڼه نن  د نړی د وتلو او معتبره   ورځپاڼو په کتار کي حسابيږي .


لومونډ دد وهمي نړۍ والي جګړې په جريان کي درست هغه وخت چي  المان   د پاریس  څخه د خپلو  پوځونو په  ایستلو پیل وکړ،  د جنرال شارل دوګول په  غوښتنه،  د هوبرټ بوو مري Hubert  Beuve- Mery لخوا چي  د فرانسې يو وتلی شخصيت او د حقوق پوهني استاد وو  په کال ۱۹۴۴ د  ډسامبر په ۱۹ مه  تاسیس سوه . جنرال شارل دوګول د هوبرټ  څخه توقع  درلودله چي  نوموړی به  دداسي يوې باکيفيته ورځپاڼي مسؤليت  په غاړه واخلي چي د فرانسې فرهنګي او سياسي ارزښتونه پکښې منعکس سي  . پخپله هوبرت هم  لا د پخوا څخه دداسي يوې خپروني خيال  په سر کي درلود چي وکولای سي په  ډيپلو ماټيکو محافلو کي او اصلاٌ د نړۍ والو اړيکو و ټولو مينه والو ته په سياسي او اقتصادي عرصه کي د يوې خپروني د لاري ژوري څېړني وړاندي کړي . هغه چي  په ۱۹۰۲ کي زېږدلی  و، پخپله د شلمي پېړۍ د زياتو  فجايعو د را مينځته کېدو شاهد وو، و داسي يوې خپروني ته لېواله وو چي واقعيتونه پکښې و څېړل سي .    دغه ورځپاڼه  د جګړې تر پايه پوري   د جنرال  دوګول « د فرانسې د ږغ »  په  نامه  پېژندل کېدله او  خپلو خپرونو ته يې دوام ورکاوه .

د څو کلو په اوږدو کي  د لومونډ ورځپاڼه د داسي کسانو د پام وړ وګرڅېدله چي د واقعي او خپلواکه  اطلاعاتو او شننو په لټه کي ول او د نړۍ والو اړيکو په هکله يې د يوې با اتباره مرجع په توګه په  لومونډ کي  پلټنه  پسې کوله . د غي ورځپاڼي په هغه وخت کي د هوبرټ  لوری   پر مخ بياوه  چي  د مستعمراتو سره  يې د خبرو پر ضرورت باندي تاکيد درلود او د ددواړو بلاکو په مقابل کي يې  د خپل استقلال څخه  ساتنه  کوله .

لومونډ  خپل  شهرت او دکاميابۍ راز   د همدې لايقه او زحمتکښه بنسټ ايښونکي بوو مري هوبرټ په قوي درايت او ځغاستو کي تر لاسه کړ چي و يې کولای سوای و لومونډ ته ملي او نړۍ واله وجهه ورکړي او په زرهاوو لوستونکي و هغه  ته را جلب کړي . هوبرټ د خپل  زکاوت او پوهي  پر بنسټ داسي تلاښ وکړ چي د واقعيتونو په خپرولو سره ولومونډ ته  بې طرفه  جهت  ورکړي  او په خپلواکه توګه  د هغه اداره په لاس کي واخلي . نوموړي تر خپل مرګه پوري ( ۱۹۶۹)  و همدې رويې ته دوام ورکړ . که څه هم لومونډ ته  زياتره د يوې کيڼ اړخي ورځپاڼي په سترګه  کتل کېده او خپروني يې په همدې موضع کي  ارزيابي کېدلې  ،خو هيڅکله يې  د ميانه روي  چلند پرې نښود او ويې کولای سوه  د يوې متعادلي او مينځپالي ورځپاڼي په توګه و پېژندل سي .  ددې ورځپاڼي زياتره  منتقدان په دې باور وه چي دغه ورځپاڼه د جمهور رئيس ژاک شيراک د رياست په وخت کي تل د هغه ضد لوری درلود .

لومونډ د خپلي بې طرفۍ ، روښاني کړنلاري او د ژورناليزم د اصولو څخه سمه استفاده ددې باعث سوه چي  ورځ په ورځ يې لوستونکي زيات سي  .د هوبرټ د مرګ نه وروسته، لومونډ همداسي وخپلي مشې ته   دوام ورکړ او په کال ۱۹۷۰ کي ددغي خپروني شمېره و يونيم لک نسخو ته ورسيده چي فرانسوي او غير فرانسوي ژبي لوستونکي يې په خپل غېږ کي را نيولي وه .

لکه د نورو غربي هيوادو په څير په فرانسه کي هم د  لويو رسنيو مالکيت د څو صنعتي او مالي ډلو په ولکه کي دئ .د هغې جملې نه دوې تسليحاتي ډلي لکه آرنو لاګارډر چي په فرانسه کي د زياتو خپرونو مالک دئ خو په عين حال کي پخپله  د لاګارډ په نامه د وسلو جوړولو د يوه لوی شرکت رئيس هم دئ ، او يا لکه د داسو په نامه  په  فرانسه کي يوه  عظيمه د جنګي جټ طيارو د جوړولو صنعتي  مجتمع (Avions Marcel Dassault) چي د فرانسې  او په نړۍ واله کچه د لوی ميليارډر سرژ داسو (Serge Dassault) يې مالک دئ  او د هاشت HATCHETTE د ګروپ مالکيت  يې هم په اختيار کي دئ چي  په فرانسه  کي د لي فيګارو او ل اکسپرس په ګډون په لسهاوه  نوري ورځپاڼي او مجلې خپروي   .

د لومونډ  ورځپاڼه  بيا  په فرانسه کي  د فرانسې د ترټولو لويي مطبوعاتي مجتمع محصوله ده چي دلاوي لوموند د مجتمع  (Groupe La Vie-Le Monde )  په نامه ياديږي  .  البته د يادوني وړ ده  چې د لومونډ ورځپاڼه ،د لومونډ ډيپلو ماټيک د مشهوري مياشتنۍ خپروني سره  (Le Monde Diplomatique) سره چي و نړۍ والي ډيپلوماسۍ  او د نړۍ و تحليلي خبرو ته ځانګړې سوېده ، فرق لري . که څه هم يو وختي  د لومونډ ضميمه وه ، خو اوس  دهغه څخه بېله ا و خپل ځانته ځانګړي او مستقله اداره او د تحريريه هيئت  غړي لري، ولي  د لومونډ د ورځپاڼي  مطبوعاتي ډله ددغي مياشتنۍ خپروني د ملکيت په سلو کې ۵۱   اسهام  د ځان کړي دي  پاتې   په سلو کي ۴۹  يې په لوستونکو او چلونکو پوري اړه لري  . ويل کيږي چي دغه  دوهمه ځانګړتيايې نه يوازي په فرانسه کي بلکه په ټوله نړۍ کي بې ساري  ګڼل سوېده چي د ورځپاڼي دغه وجهه   د سیاسي، رسانه ای او مالي  قدرتو څخه د هغې  د  استقلاليت  ضمانت کوي .

دلومونډ ورځپاڼي ته  دهغې  د ژورناليستي هڅو او ميتوډ له رويه  و هغې ته  د يوه  اکاډميک سازمان  حيثيت ورکول سوی دئ   او دا په دې خاطر چي په هغه کي زياتره  خبريالان نه يوازي داچي د ورځپاڼي رسمي مامورين دي بلکه ددې شرکت   د ملکيت سهم لرونکي هم دي او کولای سي چي  د لوړو ردو د اجرايئوي مديرانو په ټاکنو او پريکړو کي ګډون وکړي   .

په کال ۱۹۸۱ کال کي لومونډ د فرانسې په انتخاباتو کي د سوشياليسټ فرانسواميټران څخه ملاتړ وکړ او دليل يې داوو چي هغوی په  دې عقيده وه چي   په يوه لنډ وخت کي  دحکومتي چارواکو بدلېدل  د هيواد په ګټه تماميږي  ،تردې چي دا حکومتونه د يوې اوږدې مودې لپاره واکمن وي . د نيويار ک ټايمز غوندي نورو  مشهوره ورځپاڼو نه بغير ، په لومونډ کي داسي باور موجود وو ، چي تردې چي زياتره  وخت د خبرو  و انعکاس ته وقف سي نو په عوض کې  ضرور ده چي د خبرو او  پيښو و تحليلي او تجزيوي اړخو  ته  هم  بايد زياته پاملرنه وسي . ددې ورځپاڼي ليکوالان  د ورځپاڼي د اصلي تګلاري په وجه آزاد دي  او کولای سي هرڅه چي غواړي هغه وليکي، په همدې خاطر ده چي لومونډ د خپلو مخاطبينو احساسات را پاروي او  په دې توګه يې زيات ليکوالان ځانته را جلب کړي دي .

اساسًا دغه ورځپاڼه  زياتره د روشنفکرانواو تحصيل يافته ګانو په قشر آباد ده او د هغوی ملاتړ د ځانه سره لري . خو دا کار ددې  سبب ندی سوی چي  ورځپاڼه   دي خپل نور مخاطبان د لاسه ورکړي  . و تيوريکي او فکري مباحثو ته پاملرنه ددې خپروني د اهمو   نکاتو   څخه ده . د لومونډ مطبوعاتي ډله  چي  دم درحاله د لومونډ ډيپلو ماټيک مهالنۍ  هم خپروي او تيوريک بحثونه  او د نيوليبراليزم  او  نورو سياسي او ټولنيزو مضروپديدو پرضد خپروني لري   دغه معتبره خپروني  د نړۍ په هره ګوښه کي د روشنفکرانو او د نظر د خاوندانو لخوا مطالعه کيږي .

دغه مازيګرنۍ  ورځپاڼه په ۲۸ مخونو کي  هره ورځ په څه کم څلورلکه نسخو کي  خپريږي او  په ۱۲۰ هيوادو کي خپل لوستونکي لري . لومونډ  نوري خپروني هم لري  لکه د  Le Monde 2 چي د هفتې په آخرو کي خپريږي او يا تعليمي لوموند (Le Monde de l’éducation) هغوی هم ځانته خپل مستقل د تحريريه هيئت غړي لري . دلوموند د ورځپاڼي پاڼي  په  متن کي د بېلا بيلو هنري او ادبي  مطالبو څخه نيولې بيا تر ورزش او سياست پوري مغزن مواد لري خو  و زياتو فرانسويانو ته بيا  د لومونډ سياسي اړخ او ټولنيزه برخي   زيات جذابيت لري .

د کال ۱۹۹۵ د ډسمبر  د ۱۹ مي را پدې خوا   د لومونډ ورځپاڼي  د انټرنيټي شبکې لخوا هم په ليکه سوېده چي په فرانسوي ژبه  د ورځي  تودې  پيښي او  خبرونه  د خپلو لوستونکو او ليدونکو په واک کي  ايږدي .

په دې   نيژدې  تيرو کلو کي د لاوي – لوموند د فرانسې دغه د مطبوعاتو لويه مجتمع د سخت مالي بحرانه سره مخامخ سوه  چي د لوموند د مدیر د ګوښه کېدو باعث و ګرځېده . په فرانسه کي د هغه مطبوعاتو د تيراژ رقم چي د مرجع حيثيت ورکول کيږي  مخ پر کښته خوا روان دئ . په هغه وخت کي ډيرو  روښان فکره فرانسويانو د لومونډ د بحران د ايسته کېدو په خاطر  دا  هيله څرګنده کړه چي دغه ورځپاڼه چي د فرانسې د ټولني په فکري ژوند کي بنيادي نقش  اداء کوي  د هغه ښکاريانو د ګزنده څخه  په امانه سي چي په خزه کي ورته ناست دي .  البته د نړۍ په کچه زياتي ورځپاڼي او نوري چاپي خپروني د  زياتو و جوهاتو په خاطر  دمالي بحرانو سره مخامخ کيږي  او يو په بل پسې تړل کيږي او يا دا چي د لويو سرمايه داران په ولکه کي لويږي . خو لومونډ دداسي بحرانو سره ډغري وهلي دي  او خپلو خپرونو ته  يې د خپلو لوستونکو او مينه والو په مرسته دوام ورکړی دئ  .

څه ناڅه دوه کاله مخکي چي د افغانستان د لانجې په هکله په پاريس کي يو نړۍ وال کنفرانس جوړېدئ، د لومونډ ورځپاڼي د افغانستان په هکله داسي  کښلي وه چي : د افغانستان بحران يوازي يوه  کورنۍ لانجه نه ده  بلکه په دې هيواد کي يوه سيمه ائزه جګړه او حتی يوه نړۍ واله جګړه روانه ده . په افغانستان  کي د بهرنيو هيوادو  د ۷۰ زرو نه زياتو پوځيانو شتون ،   و ليري او نيژدې دولتو  او د القاعده  غوندي د څو ملتيزو  سخت دريزو شبکوته يې  د لاسوهنو   زمينه برابره کړېده . لومونډ همدارنګه ليکلي وه چي ، د افغانستان د ستونزو يو اساسي  علت داهم دئ چي دغه هيواد د دريو مهمو سيمو په  موښلولو کي يو محوري نقش لري . دغه سيمي لکه مينځني ختيځ، مرکزي آسيا او د هند دشبه قارې جنوبي  سيمي ،چي تل د لويو جنجالو ځای وو. حتی تر دې دمخه هم افغانستان ددغه شاني محوري نقش په درلودلو ‏سره د تزاري روسيې او د انګليس د امپرياليزم تر مينځ د لويو جګړو ميدان وو .


مأخذونه  : زما خپل ياداښتونه او دغه لاندي منابع ؛

http://en.wikipedia.org/wiki/Le_Monde
http://www.lemonde.fr
http://mondediplo.com/
http://en.wikipedia.org/wiki/Serge_Dassault
http://www.globaljournalist.org/stories/2000/07/01/hubert-beuve-mery-france/

 

تېره برخه دلته ولولۍ