د ملنګ جان د اشعارو ډولونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
الف : دفورم له مخې دملنګ جان داشعاروډولونه

په پښتو شعر کې دعربي اوزانو تقليد يو نوي شي دي ، جې دعربې او فارسې ژبو دنفوز په وخت کې په پښتو ژبه تسلط مومي ، زمونږ شفاهي ادبيات زمونږ په تاريخ کې هغه فصل دي جې دقوميت او مليت ډير علي سجا ياووڅخه نماينده ګې کوي او دزماني په تير يدو سره ديوې ژبې نه بلې ژبې ته تللي او انعکاس يې مو ندلي او دهيواد ټولو اوسيدونکو ته يې تا ثيرات بخلي دي . همدغه سبب دي چې اوازونه يې ډير خواږه او الها مات يې ډير ساده و خو يو خصو صيت چې زمونږ په قوم کې يې لري هغه زمونږ دشعر او ادب سندريز فورم دي چې ډير قوي دي ملنګ جان دغه سندريز فورم بيا را ژوندي کړي او روح يې پکې پو کړي . دقوم او قبيلو حال او احوال نه يې رښتيياني الهامات دقوم او قبيلو په ژبه دساز او سرود په اواز خلکو ته واورول او همداسبب و چې خپله افغاني ټولنه کې يې محبوبيت پيداکړ .الف : دفورم له مخې دملنګ جان داشعاروډولونه

په پښتو شعر کې دعربي اوزانو تقليد يو نوي شي دي ، جې دعربې او فارسې ژبو دنفوز په وخت کې په پښتو ژبه تسلط مومي ، زمونږ شفاهي ادبيات زمونږ په تاريخ کې هغه فصل دي جې دقوميت او مليت ډير علي سجا ياووڅخه نماينده ګې کوي او دزماني په تير يدو سره ديوې ژبې نه بلې ژبې ته تللي او انعکاس يې مو ندلي او دهيواد ټولو اوسيدونکو ته يې تا ثيرات بخلي دي . همدغه سبب دي چې اوازونه يې ډير خواږه او الها مات يې ډير ساده و خو يو خصو صيت چې زمونږ په قوم کې يې لري هغه زمونږ دشعر او ادب سندريز فورم دي چې ډير قوي دي ملنګ جان دغه سندريز فورم بيا را ژوندي کړي او روح يې پکې پو کړي . دقوم او قبيلو حال او احوال نه يې رښتيياني الهامات دقوم او قبيلو په ژبه دساز او سرود په اواز خلکو ته واورول او همداسبب و چې خپله افغاني ټولنه کې يې محبوبيت پيداکړ .

خو دملنګ جان شعرونه مونږ په مقام ، داستان ، غزلو ، چاربيتو ، لوبو ، او بګتيو باندې ويشلاي شو ، دا ځکه چې له يوې خوادازمونږ دشاعرۍ دوديز فورمونه دي او له بلي خوا داوسني شفاهې سندرودود هم دي .ملنګ جان پخپلو اشعاروکې ددغو ټولو ملي عنعنوي فورمونو څخه ډيره ښه ا ستفاده کړيده او پوره کار يې ورڅخه اخستي دي او دده شاعرۍ اساسي منبع دپښتو هغه ملي اوشفاهي اشعاردي چې تل په دې وروستيو کلونوکې د ننګرهار په حجرو اوديروکې دسنذرغاړو له خوا ويل کيدل،خو په هر حال دملنګ جان دخپل فطري استعداد په واسطه کولاي شول چې دموضوع په ليدلو سره سم دستي شعر وايه او اشعاريې داسې په وزن او تول پوره وه چې دتل لپاره دخلکو په خوله کي پاتي وې ، خو هغه څه چې له ده ځنې راپاتې دي يعنې په (خوږي نغمۍ ) چې راغلي دي په لا ندې ډول دي : (۳۱) چاربيتي (۴۰) لوبي (۶) بګتۍ (۶۰)غزلي او (۳) مقامونه تر سترګو کيږي .
اوله دې څخه داسې ښکاري چې ملنګ جان دپښتو فلکلوريکو اشعاروله ډولونو سره په پيژند ګلوي کې نو موړۍ اشعار مونږ ته را پريښي دي .
دملنګ جان داشعارو سبک :
داخو څرګنده ده چې هر شاعر يا ليکوال ځانته يوه لاره او ځانته يو ليک لري او دهمغې په خوا باندې روان وي . ملنګ جان هم يو له هغو شاعران ځني دي چې ده خپل اشعار په يو نوي سبک با ندې بنا کړل ، نه يې درحمان بابا نه يې دخو شحال حټک ، نه يې حميد مومند پيروي وکړه اوده يوازي اويوازي خپل شعرونه دوطن په ازادۍ ، دبښتو نستان په ازادۍ کې وويل او ځلميان يې داشعارو په زور را وپارول . دملنګ جان په اشعاروکې عشق او تغزل يو مضمون ،وطن ،ملت اوټولنه بل مضمون دي اوده دغه دواړه دلرغوني عنعنې تاثير اوخپل هنري ذوق پر بنا داسې سره ګډکړي دي چې يو نوي سبک يې رامنځته کړي دي داهم ويلي شو چې ده پخپلو اشعارو کې حسن او جمال ، مينه ، دمعشوقو مينه او دوطن مينه ښه سره يو ځاي کړې ده . دالفت صاحب په نظر هرڅوک نه شې شاعر کيداي ، بلکي هغه څوک شاعر کيداي شي چې دملت غم ، دقوم فکر ورسره وي ، خو ملنګ جان کې دغه حصو صيت موجود دي او دالفت صاحب له نظره هم شاعردي
ب :دملنګ جان داشعارو محتوا :
دملنګ جان اشعار (خوږي نغمي )که څوک ولولي نو په څرګند ډول به ورته معلومه شي چې ده پخپل شعر کې څه شي ځاي کړي او دده په اشعاروکې مهم او لومړنۍ شرط دانسان دژوند لپاره څه شي ګڼل شوي دي .
ده خپلو اشعاروکې دهر څه نه مخکې ازادۍ ته نغوته کړيده اوازادۍ يې دهرڅه نه بهتره دانسان لپاره ګڼلي ده .ځکه وايې: انسان ازاد پيداشوي او حق لري چې ازاد ژوند وکړي او په دې باند ې ټول پوهيږوچې ازادي يو دبل په حقو قو او درناوې کې نغښتي ده ، او که داسې نه وې هغه دخوشحال خان خبره :
مرګ په سل ځله بهتر دي ترژوندو
نه دعزت سره چې نه وي زيست روز ګار (۳ )
په هر حال مونږ دلته دازادۍ په نورو اړخونو باندې نوره رڼا نه اچوو خو هغه انسان چې په ازادۍ باندې مين وې او دولس او خلکو غوښتني ښي ورڅرګنديوې او دنامه سره هر هيوادوال تشناوې او پيژنو يې هغه ملنګ جان دي .دملنګ جان هره غزله نه يوازې په زړونو منګولي لګوې بلکې دويښتيا ځواک هم ورسره شته دي او شعرونه يې داولس نه راوتلي او داولس دذوق ممثل دي نوځکه ډير ژر يې داولس په سندرغاړوکې شهرت وموند .
ده په غزل او تغزل کې دخپلي خاورې مينه اوخدمت ښه ځاي کړي ،او به خورا هنري ډول يې وروزل ، او څرنګه چې دي په لر غونې او معا صر ادب نه پوهيده، خوبيا هم دلرغونې عنعنې تاثير او دده هنر مند ذوق دابتکار حد ته رسولي و ددغې خبرې ثبوت دلاندې بيتو څخه ښه څر ګنديږي :
پتنګ دبلي شمعي ياردي بلبل دګلو خريدار دي
دليلا دوې سترګې مجنون پيژني دازادۍ قيمت پښتون پيژني
خو ده پخپلو اشعارو کې نه يوازي ازادۍ ځاي کړي بلکې ده نور اړخونه هم څيړلي لکه وطن دوستي چې ده پخپلو اشعارو کې زيات ځاي ورکړي دي او دي دوطن په درد دردمن ، او دقوم په خوږ خوږمن ،دپښتو نستان دازادۍ دلارې فداکار او دپښتون دترقي ارزومن و دملنګ جان اشعار دپيل نه تر پايه پوري دوطن سره دمينۍ ، دازادۍ اووطن دترقۍ جوړه شوي دي او خپل هيواد وال يې اتفاق ، اتحاد او يووالي ته رابللي دي او تل يې په خپلو اشعارو کې پشتنو ته دخبلواکۍ ، ازادۍ او داستعمار په ضد يې پښتنو ته دمبارزې درس ورکړي لکه چې وايې :
زه پښتون يم پښتني يم زيږولي دپښتو په کارو بار يم پوهيدلي
ماته شوي په طفلۍ کې داوصيت دي پلار نيکه مو تير کړي حقيقت دي
دخيبره تر اټکه مې وطن دي وطن څه چې خاص زما دپلار مسکن دي
او تر اخره همداسي .
بل داچې دملنګ جان داشعارو محتوا دده مينه او محبت هم دي ، خو دغه مينه اومحبت دا يوه معلومه مينه او محبت نه بلکه دده داشعارو اساسي منبع هغه عوامل دي چې دهما غه وخت او زمانې شرايطو به ده باندې نازل کړي و . دبې وسۍ ، غربيۍ ، او خودارۍ څپيړې دي په چيغو راوستئ او په پاي کې دهيواد دسندريزي فضااو دپښتو دفلکلوري او اولسي ادب دسندرو اونغمو دتاثيراتو په اساس دده چيغو او فريادونو دغزل ، بګتۍ ، مقام ، ۰۰۰
په واسطه ښکاره کړي دي .
دي وايې دليلا په دوه سترګو مجنون پوهيږي اودده مينه او محبت فقط او فقط دليلا سره ده خو بل چاته ارزښت نه لري، ځکه يې له درده دافسوس اوښکي توي کړي دي کله يې ديار سترګوته اوښکې تللي اوکله يې خپل قوم ته :
دافسوس اوښکي مې ځي لکه اورونه
ماته مې يار راکړل دزړه په سر داغونه
بله مهمه خبره چې دده اشعارومحتوا يې څرګنده وې هغه انتقادي اړخ دي .هر څوک دخپل وطن ،خپل ملت ،خبل تاريخ .خپل کلتور او دودونو تر اغيزي لانې وې، هر څوک دخپلي زمانۍ بچي دي ، څه چې يې له دغو منابعو ځنې اخستيي وي هغه بيرته ورکوي او څه چې يې اوريدلي وي هغه بيرته وايې . شاعر دخالي زړه خاوند دي ، هغه داځواک لري چې له پيښو داسې انځورجوړ کړي چې دخلکو زړونو سره بو ګټونکي واقع شي . دملنګ جان دغه اشعارودخلکو دپوهي او تنوير سره زياته مرسته وکړه او دده داشعارو ګرانښت سبب همدغه انتقادي اړخ دي لکه چې وايې :
نور دصبر طا قت نه وينم ځان کې بې خودۍ را باندې بيا کړي اسردي
چې نظر مې شو روزګار دده جهان ته له افسوسه مې غم راځي خپل ځان ته
نور دصبر حوصلي کنډول مې مات شو ځکه پورته مې له خولي نه دافرياد شو
زه دي خپلي پښتو لره حيران يم تش په تشه کړي دعوه چې زه افغان يم
پښتنواله هسې خيريوې پښتوته چې په کورکي ماتول خپل مړوندونه
نه دالاره دپښتو نه ده غيرت ده بلکې دغه علامه د جهالت ده
او تر پايه پوري .همدارنګه ددې سره سره ملنګ جان فلکلور يکو کيسو ته پخپلو اشعاروکې ځاي ورکړي او ملنګ جان دټو لنې ديو فرد په حيث دخپلي ټولنې دکړو وړو څخه متا ثر دي او په دي تو ګه نه يوازي خپل تاثير ښکاره کړي بلکه خپله ټولنه يې هم انځورکړې ده او دغه واقعيت مونږ ته دده له يو شمير هغو انځورونو څخه ښکاري چې دکيسو په بڼه په نظم را پاتې شوې دې لکه چې وايې :
سلطان نومي امير په حکم دقدير لښکر يې ټول بهير
دتخت دپاسه نا ست و تمام کار يې سر برا و سلطان نو مي پادشا ه و
سلطان ووت له کوره روان شوپه يو لوري قدرت ته درب ګوره
بيا وخوت دغر سرته سلطان شو انديښنه کې په تيره زمانه کې
او تر پايه همداسې .دلته همدومره کفايت کوي ددې لپاره چې مو ضوع نوره اوږده نشې .خونه ديوازي ده دغه کيسې راوړې دې بلکه په فلکلو ريکو کيسو ، چار بيتو ، داستانونوکې هم ده دخپل وطن سره مينه ښودلي ده .
رفيع الله ستانګزى ، لوګر محمدآغه