نوی علمی څیړنی وښود چی نازیږیدلی ماشومان (دمور په رحم )دخپل مورپه ژبه ژاړی Study shows unborn babies cry in their Mother tongue

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

راپورتر: hanna devlin
سرچینی :له ټایمس څخه
نیټه : ۶-۱۱-۲۰۰۹
ژباړونکی: پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)

نوی زیږیدلی ماشومان پخپل ژړا او یا چیغیو سره د خپل د مور اصلی ژبه تقلیدوی اویا دهغه پیښی کوی او دا په دی معنی چی هغوی دخپل مورنی ژبی لمړنی عناصر او اجزاوی د خپل د مور درحم په دننه کی را اخلی اوخپل ځان پری بلدوی یا د هغه سره د خپل پیژندنی مهارت زیاتوی ، دا هغه مطلب دی چی په دی تازه وختونو کی دیولړ تحقیقاتو څخه ترلاسه شوی اویا په ثبوت رسیدلی دی .
څیړونکو اود پوهی خاوندانو اوس پوره په دی باور دی چی یو روغ او سالم ماشوم د زیږید و له لمړنیو شیبو څخه دا توان او ظرفیت لری چی آوازونه اوبیا په ځا نګړی ډول سره د خپل مور او پلار آوازونه وپیژنی او دنورو آوازونوسره تمیز اوتفریق کړی ، نوموړو څیړونکو د نوی ریسرچونو اود تحقیقاتو په لړ کی دی باورمندی ته ورسیدل چی یو ماشوم پس له (۱۲) اونیزو ( دښځی اود نر دتخمونو له یو ځای کیدو څخه چی د ملقحه بیضی په نامه یا دیږی تر (۱۲) اونیوو پوری د ماشوم مختلفه غړی تا سس ، وده اوپرمختګ کوی چی درشیم شناسی دعالمانو له خوا د تعضو (organogenesis) دصفحی په نوم یادیږی دژباړونکی تفسیر)عمرڅخه دآوزونو دپیژندلو ظرفیت او توان تر لاسه کولی شي .
په دی تازه ورځوکی هغه تحقیقات کوم چی په جرمنی کی ترسره شوداسی څرګند شوچی ماشومانود آوازونو دپیژندنی اودژبی دزده کولوظرفیت او توان دژوند په ډیرو مقد مومراحلو کی لرلی شي او پر هغه مخکینی ژبه پوهنی تیوری باندی کوم چی ماشومان دژوند په موخرومراحلوکی دآوازونودپیژندنی اودژبی دزده کړه توان او ظرفیت ترلاسه کوی د بطلان کرښه وویستل
المانی پروفبسور Kathlean Wermk کوم چی هغه دWurzburgپه پوهنتون کی دماشومانودژبی پیزندنی اودزده کړه په ریسرچ او څیړلو کی دنده تر سره کوی اوپرنوموړی موضوع باندی هر اړخیز څیړنه کوی ، داسی څرګندوی :
چی دماشومانو ژړا اویا چیغه په اصطلاح سره «دخپل ژبی دپا سه ژبی کرل دی » یعنی ماشوما ن د ژبی د زده کړی پوره ظرفیت اوتوان لری ، دا هغه مطالب دی چی د نوموړی پروفیسور دتحقیقاتو په نتیجه کی څرګند شو، اودغه موضوع نن په مید یا اوپه ځانګړی ډول سره په journal current Biology کی په نشر ورسید .
نوموړی پروفیسور خپل تحقیقات او ریسرچ پر (۶۰) روغ نوی زیږید لی ما شوما نو باندی چی له څلورو څخه ترپنځه ورځو عمر لرل د ماشومانو په دیپارتمنت یا Nursery کی پیل کړ ، هغه مخکی له هر څه نه نوموړی ماشوما ن د کورنی دمروج ژبی ګړیدنی پر بنیا د په دوه مساوی برخو یا ګروپو وویشل یعنی (۳۰) هغه ماشومان چی فرانسوی ژبی کورنی پوری اړه درلود او (۳۰) هغه ماشو ما ن چی په المانی ژبو کورنیو پوری مرپوط وه .
هغه د نوموړی ګروپی ماشومانو دژړا اوصاف او کرکتر( تون ، آهنګ ، دوام ، طنین ، زیر و بم ...) په ډیر پا ملرنی سره وڅیړل او خپل تحلیلی نظر داسی څرګند کړه :
دهر ماشوم د ژړا آهنګ (ساز) اودهغه میلودی کټ مټ دهغه دکورنی او په ځانګړی ډول سره دهغه دمور د آواز د آهنګ سره ورته والی لری یعنی د فرانسوی ژبو د دکورنیود ماشومانو چیغه یو څه لوړ تون،آهنګ اومیلودی لرل اوهغه په دی بڼه چی ماشوم خپل ژړا یاچیغه دیوټیټ میلودی سره پیل او په تدریج سره تر پایه پوری اعظمی نقطی ته رسوی ، حال دا چی دالمانی ژبو دکورنیو د ماشومانومیلودی یوڅه ټیټ بڼه لرل، هغه زیاته کړه چی د دواړو ګروپونو د ماشومانو چیغه ورته وسطی حجم لرل .
په هر صورت هغه زیاته کړه چی د فرانسوی ژبو د کورنیو ما شوما ن خپل چیغه په ډیر آرامه بڼه سره پیل او په تد ریج سره د هغه تون (آهنګ یا میلودی) پورته وړی ، یعنی د crescendo وصف لری . حال داچی د المانی ژبو د کورنیو د ماشو مانو چیغه او ژړا برعکس دفرانسوی ژبو د کورنیو د ماشو مانو په بڼه وی . هغه زیاته کړه همغسی چی د المانی اود فرانسوی ژبو د د یالکت او تلفظ تر میځ تفاوتونه لیدل کیږی ددی دواړو ګروپی ماشومانو د ژړا په میلودی کی هم ورته تفاوتونه لیدل کیږی یا اوریدل کیږی .
کله چی په المانی ژبه کی د پاپا کلمه هیجا یا تلفظ شی ، نو د پاپا په لمړنی syllable باندی زیا ت فشار واردیږی حال داچی په فرانسوی ژبه کی په بل ډول سره د پاپا کلمه تلفظ کیږی .دغه مطلب د الما ن په لایپزیک کی د Max planck په انستیتوت کی د پروفیسور Angela Friederici کوم چی هغه د انسان شنا سی اوددماغی ساینس په دیپارتمنټ کی دنده تر سره کوی څرګند شو ،هغه وویل چی په ورته ډول سره دجملو اود اوږدو عباراتو په تلفظ کی هم تفاوتونه په روښانه توګه لیدل کیږی یا اوریدل کیږی .
Vollker Dellwo د اورید و اود غږ کارپوه دلندن د کالج په پوهنتون کی د پورتنی موضوع په اړه داسی یادونه کوی:میلودی یاآهنګ اودهغه وتلی انځور یا (contour)دژبی پوهید نی اودزده کړه یو له خورا ډیر اسا سی کرکتر څخه شمیرل کیږی ، نوموړی کار پوه په دی باور دی چی ماشو ما ن کاملاً مقلد او کاپی کونکی ژوندی په حال د ودی مخلوقات دی.
په هر صورت ځنی نور اکادمیک کړی بیا چندان پردغه لاسته راوړنو باندی باور او اطمینا ن نه لری ، دهغو له جملی څخه یو هم پروفیسور Jhon Wells دی کوم چی د ژبی پوهنی ماهر اود لندن د کالج په پوهنتون کی دنده تر سره کوی ، هغه خپل نظر داسی وړاندی کوی : [ چی بیالوژیستان او طبی ماهران ددی موضوع په مورد کی تل پرتی وایی اودا ځکه چی هغوی اصلاً په نوموړی موضوع باندی لاس بری نه لری ] هغه زیاتوی چی د فرانسوی ژبو د کورنیو ماشوما ن اود المانی ژبو دکورنیو د ماشومانو د چیغی تون او دطنین لوړوالی اوټیټوالی د انګریزی دکورنیو د ماشومانو په څیر وی اوپه ډیر آسانی سره سړی کولای شی چی ددغو ماشومانو دیالکت ،تلفظ اودهغه آهنګ سره پرتله کړی ، مګر د یاده مو باید ونه وځی چی دغه آوازونه پیچلی ،ناڅرګند او مبهم کرکترلرلی شی .
په دی وروستیو مطالعاتو کی د آوازونو د تقلید په اړه داسی څرګندونی تر لاسه شوی چی ماشومان له هر څه نه مخکی دیوکاهل متکلم شخص د خبرو په اوریدو سره د هغه غږلرونکی حرفونه(vowel sounds)په چټکی سره تقلیدوی یا کاپی کوی چی البته ماشومانو دغه مهارت یواځی وروسته د ژوند له دولسم اونیو څخه تر لاسه کوی ،چی البته دغه مهارت ډیر زیات د آواز د پیچلتیا په کنترولولو پوری تعلق نیسی او په فزیکی بڼه سره ډیرزرغیر ممکن بریښی.ځنی وختونه ځنی ماشومانو د آواز د میلودی د انځورپیښي یا تقلید سمدلاسه وروسته له تولد څخه پرکتس کوی ، دغه مطلب د پروفیسور wermke له خوا څرګند شو ه و هغه وویل چی د تکاملی لړ لید له نظره نوی زیږیدلی ماشوما ن ډیرز یات تمایل لری چی د خپل مور سلوک د خپله کړی .
خبری کوم چی د ا نسان یو له ډیر مهم طبعی تنبهی غریزی څخه شمیرل کیږی ،د دغه تنبهی خبری سیالی تون او آواز په حامله دارو ښځو کی دهغه ماشوم ته د رحم له جداره په تیریدو سره رسیږی ، کوم چی جنین دغه کسبی مهارت دآواز دډیر پیچلتیا د کنترولولو په پر بنیاد تر لاسه کوی اوغیرله هغه نه خپله جنین له نور (وړانګی) بوی اوله تماس څخه لری په يو پوښلی محل کی ځای په ځای دی کوم چی هغه د خپل مور په رحم کی آوازونه اویا موسیقی ، هسی اوری لکه چی څوک د خپل د ګاونډی خبری د دیوال له شا نه واوری .
پس د مجزا او بیل کړل شوی میلودی ریتم دوه بیل شیان دی چی هغوی ته رسیږی .
پرفیسور wermke توضیخ ورکوی چی نوموړی تحقیقات ددی تیوری څخه په دی بڼه پلوی کوی چی ناتولد شوی ماشومان په واقیعت کی په آسانی سره دخپل مور په رحم کی موسیقی اود خپل مور آوازونه اوری اومونږ ته دا زیری ورکوی چی ددی ډول ماشومانو ماغذه (Brain) رسید لی،نورمال اود خپل ودی په نورمال مسیر کی قرار لری اوهغوی ته دا توان ورکوی چی آوازونه ، موزیک واوری اودا پخپله هغو ته دیو تنبهی منبع به څیر دژبی د زده کړی چانس مساعد ګرځوی ، زه د موضوع څخه لری نه ځم اوداسی وړاندیز کوم چی دلوړ موزیک اوریدنه لکه د Mozart ( دیو مشهور موسیقی شناس او کمپوزیتور تخلص څخه عبارت دی) CD خالی له خطر څخه نه دی ،چی نه باید واړه ماشومان هغه واوری .
په درناوی