سفــر

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالسلام اندړ

ماښام مي دسفرټول ضروري شيان جوړکړل اوښه تياري مي ونيوله .
عادت مي دی ، چې سفرکوم په هغه شپه له اندېښنوخوب نه راځي ،وېرېږم چې ناوخته نه شم،نوټوله شپه په رڼوسترګوتېره وم .
په همدغه سهار هم دعادت له مخي په شنه خړه له کور ه ووتم .
له تنګو، تيارو او وېرونکو کوڅو څخه په منډه تېرشوم ، ځـغساستي مي نفس را در ولی وو، خوچې عمومي سړک ته ورسېدم ،دراحتي احساس مي وکړ، ټکسي ته مي لاس ورکړ، ټکسيوان آينه کته کړه راته ويې ويل :« وروره چېرته ځې؟ »
ماويل هوايي ډګر(ميدان) ته ،
کرايه يې دوه چنده راته لوړه وويله،
ورته ومي ويل: وروره دا څومره بې انصافي ده؟
ويلې : په څه کي انصاف شته؟
له ځان سره مي وويل ښه دی چې وختي ورسېږم، نو مي ورسره هوکړه .
ټکسيوان راته وويل: تاسومهرباني وکړﺉ کېنی!
زه به بکس دموټرپه ټول بکس کې کېږدم،ورته ومي ويل :دروند دی، زه به درسره مرسته وکړم ،
بکس مو پر ځای کړ.
ټکسي وخوځېده،يوڅه واټن چې ولاړو ، دوو ريخچاړو (ببرو،خيرنو) وسلوالوچې وربوزونه یې په برګو دسمالو تړلي وو،دتلاشي په پلمه يې په ډېروحشيانه ډول ودرولو اودتوپکو توري خولې يې مخامخ راته ښورولې.
زه ډېر خپه شوم،زړه مي پړک واخيست ،په زړه کې مي ويل خدای مه کړه له پروازه پاتي نه شم.
راته يې وويل: کته (کوز)شی!
موږ له ټکسي څخه ووتلو،ښه وړاندي يې يوې ګوښې ته بوتلو،هلته مي په مځکه دنويو ګرمو وينوډنډکي و ليدل ،زبون مي ووهل شو، ګونګی شوم،تلولی شوم، له پښومي نفس په کوچ شو.
راته ويې ويل : لاسونه مو پورته کړﺉ ! وزرونه مو ورته خلاص کړل.
جيبونه يې راته وپلټل،خوهغه څه چې يې پکار وو پيدايې نه کړل، خوزماپه جيب کې يې يوازي دطيارې ټکټ او پاسپورت وموندل .
نويې راته وويل:
«داڅنګه!چې خارج ته ځې او پيسې نه لرې؟»
وېل ټکټ او پاسپورت دي جعلي دي !داځکه څوک چې خارج ته ځي هغوی ډېري پيسې لري، ته يې ولي نه لرې؟
ماويل ښوونکی (معلم )يم،
وېل يې :«درواغ وايې،خامخا به دپوډرو، لرغونو اثارو،ماشومانو او مرغانو قاچاقبريې، معلم په څه؟ څنګه؟ اودڅه لپاره خارج ته ځي؟»
ډېر يې وځنډولو،نو مي عذر اوزاري ورته شروع کړې ، دخدای لپاره اجازه راکړﺉ ! چې ولاړ شم ،له پروازه پاته کېږم .
خو زمازاريو هيڅ ګټه ونه کړه.
ويل يې: «په بکس کې دي څه شی دي؟»
ماوېل کتابونه ،
بکس یې خلاص کړ کتابونه چې يې وليدل،وحشت اوقهریې نور هم زيات شو.
ويل يې:«څوک چې خارج ته ځي بکسونه له پيسو ډک وړي اوتاکتابونه بارکړي دي .»
بکس يې واخيست ليري يې وغورځاوو، کتابونه په وينو ولړل شول .
ويل یې ټکټ او پاسپورت دي جعلي دي ! ووېرېدم ،چې راڅيري یې نه کړي ياهم دتوپک خوله راباندي راخلاصه نه کړي .
ما دهوايي ډګر لور ي ته په ځير کتل ،طیاره مي و ليده چي والوته، زموږ په سر تېره شوه،زړه مي سوړ شو، ډېرمأيوسه شوم، زبون وهلی شوم داچې له پروازه پاتي شوم،ټکټ اوپاسپورت مي څومره په منډو ترړو ترلاسه کړي وو .
اوس به بيا رشوت په واسطه ورکوم ،
خوځانته مي ډاډ ګېرنه ورکړه، په زړه کې مي ويل خيردی چې له پروازه پاته شوم،خوښه شوچې دخوني توپک يې خوله راخلاصه نه شوه .
ورتېرشوم ، و مي غوښتل چې کتابونه راټول کړم، په بکس کې يې کېږدم اوبکس وتړم.
په دې وخت کې یې يوه وحشت ناکه چيغه را باندي وکړه: «مه کوه! داکتابونه داسلام ضددي،پکې تصويرونه دي،پکې دشريعت خلاف خبري دي .»
ما ويل نه!نه ! داډېرښه کتابونه دي ،دحق او حقيقت خبري دي پکي ، ته يې ولوله! ډېر خوند به درکړي!
ويل يې :(زه دپښتو ليکنه نه شم لوستلای) .
په بکس اوکتابونويې تېل وشيندل ،داورلګيت خلی يې ورته ونيو،کتابونو اور واخيست،شنه لوخړه شول .
په خولوکې غرق وم، سترګي مي دشهادت په ګو توښې ټينګي ټينګي ومښلې، چې مي وغړولې اوساعت ته مي وکتل چې يوازي څودقيقې تيري شوي وې .