د سید رحمان ما ما لاهوری برگه سپی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ددا ستان لیکونکی : پوهندوی دوکتور سید حسام «مل »

پسرلی وه ، هره خوا سهارنی یخ نسیم چلیدل ، غزلبو لو توتکیو پسرلنی نغمی غږول ،
بوراگانو د گلونو چاپیریال کی ښکته او پورته را تاویدل ، بلبلانو دگلونو په گلبرگونو کې
سینه وهل او د گلو اغزیو ته باج ورکول او نا فرمان گلو نو ته دخپل دمینی راگ اورول ،
اونو، شنی اود کلی کروندی زمردی زرغونی جا می اغوستی او د کلی د شاوخوا په پاسته
خاورین غونډیو او د غرونو په لم نو کی سره غاټولی سهارنی پرخ او شبنم ته خپل گلورین
جامونه پورته خواته را سته نیولی اودخپل د سوځیدلی زړه د تک تور داغ تنده ماتوله ،
چڼچونو هره مازدیگری دغټو اونو په ښا خونو او نودو کی خپل شپنی بستر جوړول او
او په چیغو او نارو سره دما ښا می د نښی او نښا نی زیری را کول .
کلیوالو یو د بل سره ، په مینه ، محبت ، ورور گلوی ژوند کاوه . کلی چی د سیند په اړخ کی
پروت وه ، هر سبایی دهغه د مستی سرکش څپو اود هغه واورین یخی رڼی اوبو چی دسیند
په مینځ کی دغټو تیگو د تندی له پا سه ښکته تویدل او په ډیر شدت او بیړه سره د سنگ لاخو
دلوړی او ژوری څخه تیریدل په زړه پوری شره هار او خوندوری اوازونه پورته کول او
د بامونو په سر په پلنگی کټونو کی دملا ستو کلیوالو دنر اوښځی غوږونو ته سندری او
منظم اوازونه او د مینی او خوشحالتیا پیا مونه او پیغا مونه له ځانه سره راوړل ، .چی
د سړی غوږونو ته ارامتیا او ارامش ورکول ، ددغه په زړه پوری شرهار او موزیکل
آ هنگونو سره جوخته ، د شمال له لوری دمیشته کلیوالو په مخ یخ پسرلنی ملا یم او ساړه
سیلی او بادونه لگیدل ، د کلی د باغگوټو په شنی او په زرغونو پاڼو پټ ښکلی اونو کی د
هزار دا ستان بلبلانو پر له پسی په سر او ټال سره برابر سهارنی ترانی او ښکلی نغمی دکلیوالو روح اوروان ته نوی تازگی بښل . دکلی د چنارونو داونو پاڼی د بهاری یخ نسیم
او د شمال په مخ په ا هتزاز او په گډا د پسرلی نغمی غږول ، دولو داونو او د سپیدارو
سپین اوشین دوه مخه پاڼی تر یخ سیوری مینانو چی درسته شپه په شبگیریو کی تیر کړی
وه او دخپلو محبوبو په یاد دخیالونو په ټال زنگیدله ویده او خپل غرمنی خوبونه کول .
د کو چیا نو لوی او وړی کاروانونه او قافلی په هغه سرک کی چی دکلی په اړخ کی پروت وه
روان او د اوښانو قطارونه او منظم لیکی یو بل پسی په مستقیم کرښه کی خپل مزلونه وهل
د قافلی په سرکی داولنی اوښ رسی دکوچیانی دښکلی مستی پیغلی په کجل توری سترگی
په نری او سپین صراحی مانن غاړه کی دلونگو دامیلو جیلونه اوپه سپینی او سره اناررنگه
بار خوگانو اوسری پستی شونډو کی زرغونی خالونه چی قطار قطار راښکاریده په لاس
او دڅړ ځایو خواته په ډیر ناز او کوچیانی نخرو سره مزل وهل .
دکلی بز گران او دهقانان پخپلو ځمکو کی یوو کول او دکلی نور خلک په راز رازکارونه
خپل مشغولتیا ساتل، دکلی هلکان اوانجنو ډلی ډلی ښونځیو ته روان او زده کړه کولی ،
دکلی ځوانان او پیغلی خپل خیال ساتل ، اودراتلونکی ژوند انځورونه دځانه سره ایستل،
هر مازدیگری دگدر غاړه د ښایسته او زړه وړونکو پیغلو میله ځای وه او د شنو منگیو
او په سپینو لیچودډک بنگالی رنگارنگ بنگړیو په شرنگهار سره دگدر له لاری چی دکلی
دځوانو هلکانو او مینانو ولاړ ځای وه خرامان خرامان تیریدل اودخپلو مینو ځوانانوزړونه
بوټ ایستل او په لړزه راوړل ، او هر یو خپل پاکه مینه د سترگو په رپ اواشاری سره یو بل
ته ښول ، نه غماز وه ، نه هم متعصب چړی او ملا چی دمینو دمینی او د محبت مزی او رشته
وشلوی ، دهغو په مینځ کی مینه وه ، سادگی وه ، را ستی وه ، ځان تیریدنه او یو دبل سره
جاریدل اوقربانول وه .
د کلی په وړو باغچو او ځای ځای وړو باغگوټو کی رنگا رنگ گلان په سترگو کیدل او
محمد گل لالا دخپلو نورو ملگرو سره دگلانو په مینځ کی پخپل باغچه کی دچرسو چلمونه
وهل اوپه خندا اوټوکی سره خپل ساعت او وخت تیرول او له ا سمان اوغر څخه خبری کول
اوپخپلو نیشو او خیالونو کی الوتل .
دگلاب ، چمبیلی او دسنځلو دگلانو معطر عطرونه دکلی فضا اوهوا معطر کړی او هر کلیوال
دهغه رنگا رنگو گلانو دعطرونو دمعطری خوشبوی څخه خوند اخیستل .
د کلی نوی ځوانان په راز راز سپورتی لوبو کی دخپلو همزولو سره بخت او خپل روغتیا
ساتنه کول ، سپین ږیری دخپلو همزلو اونورو سپین ږیرو سره په گډه خپل لمونځونه کول
او د لوی څښتن له درباره دبښنی او دگناهونو دعفوی غوښتنه کول ، نه دچا غیبت کول ،
نه د نورو مال ته کتل ،نه په چا باندی تهمتونه لگول ، او هم نه پخپل زړونو کی کینه او بغض
لرل، ساده مسلمانان اودخپل کلیوالو تل خیر غوښتل .هغوی یو دبل سره دخپل دتیرو ،د
زمانی اووختونو، قصی او مرکی کول ، کشرانو دهعو درناوی کول اوهغوی هم په کشرانو
باندی دمهربانی اوشفقت لاس راکشول .
ښځی دتناره په غاړه اویا دیخو باغچو تر سیوری لاندی نا ست دخپل کور ، اور ، اینگور،
خسر ، خوا ښی ، لیور ،اود خپل نورو متعلیقینو په اړه یوبل سره مرکی کول او خپل دزړه
حال را بیانول ، او ځان خوښ ساتل .
په کلی کی قراره قراری وه او هره کلیوالی ستونزی او شخړی د سپین ږیرو او مشرانو
په مشوره او افغانی جرگو سره حل او فصل کیدل ، یودبل مړی اوژوندی ته رسیدل ، په
اخلاص اوورین تندی یو دبل سره مرستی کول ، اودکلی خلک په پوره ارامی ، خوشحالتیا
ورو گلوی او ځان تیریدنه سره څنگ په څنگ لکه یو کورنی ژوند کاوه .
سید رحمان ما ما چی دکلی یو مهربان ، ځوانمرد، او دپوره عاطفی اود تواضع سړی وه
اود خپل کلیوالو سره په مهربانی اوورین تندی سلوک چلول دکلیوالو زړونه په خپل لاس
راوړی وه ، هغه سره له دی چی په کلی کی دلوی کور او کلا خاوند وه دپلار نه ورته څو
جریبه زراعتی ځمکی هم په میراث پاتی وه ، هغه کله کله دسوداگری اوتجارت ذوق هم
درلود ، نو په همدی بنیاد هغه ځنی وختونه پیښور ، لاهور ته هندواڼی ،گرمه لغمانی خټکی
وچی میوی او ځنی نور صادراتی مالونه وړل اوله هغه ښارونو څخه مالگی، گلاباتون ،
ښځینه سوچه گلاباتونی پڼی ، نارینه پیښوری څپلی گانی ،او ځنی نور شیان دخرڅولو
دپاره د ځان سره راوړل اود خپل کورنی دخرڅ او د نفقی دبرابرولو دپار ځان په تجارت
او سوداگری مصروف ساتل ، وروسته له څو ځلی تگ او راتگ څخه ځان سره له لاهورنه
یو دری کلن برگه سپی هم راوړی وه ، دغه برگه لاهوری سپی ډیر ډنگر ، غوږونه یی بوچ
لنډ اوپریکړی معلومیده ، او تل د سید رحمان ما ما دکلا ددروازی په مخ کی پروت وه ، په
لارویو نه غپیدل ، اما کله چی څوک د سید رحمان ما ما د کلا دروازی ته نژدی کیدل او د
دروازی ځنځیرل ښورول ، سپی په غپیدو او ناری سوری باندی دسړی زړه بوټ ایستل
او دماما دکلا ساتنه کول .اما نوموړی برگه سپی دشپی له خوا ښکار پسی وتل او دکلی د
خلکو د مرغانو مرغانچی لټول او د چرگانو په مرغانچه کی هگی پسی تپ ایستل اوهم
کله کله وړه چرگوړی له مر غانچی څخه ښکار کول اوخپل گیډه پری مړول ،او هم ځنی
وختونه دکلی څخه دباندی په تکه تورو شپو کی په پالیزونوکی ورننوتل او دهندواڼو اود
خټکیو په ماتولو او څیرولواو خوړلو سره پالیزوان ته تاوانونه رسول ، نوموړی برگه
سپی څو دانی هندواڼی یو بل پسی دخپل نیښتری غاښونو په کمک سره څیرول اودهر
څیری کړل شوی هندواڼه هغه برخی خوړل کوم چی پکی دهندواړڼه زړی او تخمونه
نه په سترگو کیدل .اوهرسبایی چی پالیزوانان پخپلو پالیزونو گر ځیدل ، لیدل چی د پالیز
په هر کنج او کنار کی نیم خوړلی تازه مات شوی هندواڼی پرتی دی ،پالیزوانانو په چرتونو
کی تلل چی دا څه افت اوبلا دی چی زمونږ په پالیزو کی ور گډ شوی . یو له دی پالیزوانانو
څخه،له ډیر دقت څخه وروسته ولیدل چی دمات کړل شوی هندواڼی په پوټکی کی ددرنده
حیوان دتیره غاښونو نښی او نښانی لیدل کیږی ، پالیزوانانو په گډه سره دی فیصلی ته
ورسیدل چی دشپی له خوا خپل پالیز وساتی او ددرنده حیوان د پیژندل اورانیول او وژلو
په لټه کی وه ، پس له څو شپو ځنډ څخه یو ددی پالیزوانانو څخه دگزمی وهلو په وخت کی
له نژدی کمین څخه ولیدل چی د سید رحمان ما ما لاهوری برگه سپی دهغه دپالیز په یوه
غټه هندواڼه خپل نښتری غاښونه ښخ او د هندواڼی په ماتول لگیا دی ، پالیزوان چی پخپل
لاس کی سه صدو سه بر ټوپک هم درلود دکلی ددود په رعایت سره دسپی دوژلو څخه
صرف نظر وکړ اودسید رحمان ماما پر سپی باندی ډزی ونکړ. او سهار وخته د سید رحمان
ما ما کورته لاړ او ما ما ته وویل چی دستا له دی برگه سپی نه ځما دپالیز هندواڼی مات کیږی
اوماته او نورو ټول پالیزوانانو ته هر شپه ضررونه او تاوانونه رسیږی ، هغه لا څه چی د
سید رحمان ما ما برگه سپی دکلی په کورونو کی ، مستی ، کوچ ، اومه او پښی غوښی ، پیتی
او نور خوړو پسی تپ ایستل او گرځیدل ، اود مستی ، غوښی او نورو خوړو په بوی باندی
پوهیده ،اوپه هغه کورونو کی چی شیروار وه اود کور ښځه په غټو مټونو کی مستی تر
کجاوی لاندی خوندی سا تل ، د ما ما برگه سپی پر کجاوی باندی حمله ور وړل ، کجاوی په
بل مخ اړول او دمستی پر مټ دننه خوله لگول او تر خپلی وسه پوری چی گیډه یی مړیدل
له مټه ،مستی خوړل او کور والا ته غټ تاوان رسول ، او په همدی بنیاد هره ورځ د ما ما د
کوردروازه د ناراضو کلیوالو له خوا ټو کیدل یا دهغه دکلا ددروازی ځنځیر شرنگیدل
او ما ما ته دهغه دمضر سپی له لاسه شکایتونه کول ، هغه شپه او هغه ورځ نه وه چی دکلی
په یو کنج او کنار کی برگه سپی کلیوال ته تاوان نه وی رسولی ، ددی لاهوری دال خور ،
مستی خوړونکی ، هندواڼی څیرونکی برگه سپی له خوا دکلی نظم کاملاً ویجاړ شو او د
خلکو اوازونه پورته شو او له ما ما څخه دخپلی هگیو ، چرگړو ، هندواڼو او دمستو بدله
او تاوانونه غوښتل .
سید رحمان ما ما چی مخکی دهغه تر پښو لاندی میږتون هم ازار نه وه لیدلی ، هک و پک
او حیران وه چی دغه لاهوری مضر سپی سره څه وکړی ، سره له هغه چی ماما خپل سپی
په ځنځیر تړل ، مگر هغه دومره ماهر وه چی دځنځیر دحلقی څخه غاړ ایستل اود ښکار
په مخه تلل .ما ما ځان سره ومانه چی نن شپه دبرگی سپی سترگی په یو تور ټکر یا دستمال
پټ او هغه له کلی څخه ډیر لری دسیند نه پوری هغه بل خواته په یوه ځنگل خوشی کړی او
پخپله خپل کورته ستون شی ، مگر کله چی ما ما سبایی له خوبه راپاڅی اوله خپل کلا څخه
دباندی وځی گوری چی دهغه برگه سپی ددروازی په خوله کی ملا ست اودما ما په شاو خوا
را گرځی او خپل وفاداری ما ما ته ښکاره کوی . ما ما ډیر خواشینی کیږی ، او دځان سره
وایی چه دا څه بلا او مصیبت می له لاهوره دځان سره راوړ په همدی چرتونوکی وه چی
بالاخره مجبور شوچی دبرگه سپی لاس او پښی په یو ټینگ رسی کلک وتړی اودکلی په لوی سیند کی واچوی ما ما خپل فیصله عملی کړ او خپل برگه سپی یی په لوی سیند کی
لاس اوپښی تړلی واچول او خپل کلیوال له لوی عذاب څخه خلاص کړ .
پای