بلوچستان کې هم پښتو "ناول" وليکل شو.

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالهادي حيران

څو ورځې د مخه چې ملګرى صادق ژړک د "پښتو ادبي غورځنګ" لخوا د کېدونکي دويم نړيوال سيمينار د تابيا په سلسله کې له کوئټې څخه پېښور ته راغى نو د دوه مياشتنۍ "لمبه" او "د پښتو سُوچه توري" سره ئې د "وچه لښته" په نوم يو بل کتاب هم راکړ. او راته وې ويل چې دا په بلوچستان کې د پښتو لومړى ناول دى. لدې وړاندې مې د ډاکټر ميا سهېل انشاء په يوه مقاله "بلوچستان کې د پښتو ادب" کې لوستلي وو چې په بلوچستان کې تر اوسه پورې د پښتو ناول نۀ دى ليکل شوى. دا چې په بلوچستان کې د پښتو د دومره زيات شمېر او ښو ليکوالو په موجودګۍ کې ناول نۀ و ليکل شوى د حيرانتيا خبره نۀ وه ځکه چې تر اوسه پورې په ټوله پښتو کې لا د ناولونو شمېر دومره نۀ و چې مونږ پکې د معيار او مقدار خبره کړې وى. البته په تېرو څو کلونو کې چې په ګران افغانستان کې فرهنګي او کلتوري هلو ځلو وده موندلې نو د ناولونو شمېر لږ لږ په زياتيدو شو چې پکې څو ښۀ ناولونه هم ليکل شوي او ژباړل شوي دي. او دا دى بلوچستان هم په دې بهير کې شامل شو.

د "وچه لښته" په نوم د ناظر صادق دا ليکنه چې د پښتو ادبي غورځنګ کوټه لخوا خپره شوې او دوى ورته پخپله د "ناول" نوم ورکړى دى، مونږ دې ته اړباسي چې يادونه ئې د ناول په توګه وکړو. خو تر کومه حده چې د ناول خپل د ليک انداز، لوازمات او اصول دي يا چې نن د پښتو ناول د کومو ارتقائي مرحلو نه تېريږي، د هغې په نظر کې نيولو سره دا وينا بالکل سمه ده چې دا ناول نۀ دى. له فني جوړښت پرته د دې کيسه او د کيسې موضوع هم دومره زياته زَړه او مښل شوې ده چې سړى ئې د يو څو کرښو په لوستلو سره په ټوله کيسه او موضوع پوهېږي او بيا ترېنه بېزاره کېږي هم.

که له موضوع او کيسې څخه يې تېر شو نو بيا هم پکې د ليکنې د انداز او د کمپوز دومره تيروتنې دي چې لوستونکي ته يې د کتاب په هر مخ کې احساس راولاړېږي.

زما يو ملګرى وائي چې هر لومړى کار همداسې وي. خو زه وايم چې خبره داسې نۀ ده ځکه چې دا کۀ په بلوچستان کې د پښتو لومړى "ناول" دى خو د پښتو لومړى ناول نۀ دى. په پښتو کې هر څو کۀ ډېر ناولونه نۀ دي ليکل شوي ولې کوم چې ليکل شوي دي په هغو کې ډېر ښۀ ښۀ ناولونه شته. د بېلګې په توګه مونږ د نور محمد تره کي، ډاکټر شېرزمان طائزي، استاد سعد الدين شپون، طاهر اپريدي او ځينيو نورو ليکوالو ناولونه وړاندې کولاى شو. نو هر کله چې دا په پښتو کې لومړى ناول نۀ دى، او په پښتو کې د ناول ليکنې په زړۀ پورې مثالونه شته نو بيا دې ولې په بلوچستان کې د لومړي ناول په نوم د دومره کمزورې او روايتي کيسې کتاب مخې ته راشي؟.

په هر حال، ملګرى صادق ژړک خپل يو فکر لري او وائي چې کۀ هر څنګه دى خو مونږ په بلوچستان کې د ناول تشه ډکه کړه. کله چې به خلکو د بلوچستان د پښتو ادب په هکله خبره کوله نو تل به دا پوښتنه راولاړېده چې په بلوچستان کې داسې پښتون ليکوال نشته چې ناول وليکي؟. اوس چې کوم ښۀ ليکوال دي هغوئ دې تکړه شي او د دې نه دې ښۀ ناولونه وليکي.

زه فکر کوم چې زما په دې څو ټکو به ملګرى ناظر صادق او د غورځنګ نور ملګري نه وي خفه شوي. يقيناً چې دا وخت په بلوچستان کې د رب نواز مائل، صاحبزاده حميد الله، سعيد ګوهر، دروېش دراني، فاروق سرور، خير محمد عارف، محمود اياز، سرور سودائي، ابوالخير ځلاند، عمر ګل عسکر، راز محمد راز، رازق فهيم، صادق ژړک، فيض محمد شهزاد، عبدالکريم بريالي، خليل باور، بارکوال مياخېل او بشير احمد نادم غوندې ليکوالان، شاعران او کره کتونکي شته چې د پښتو ادب لپاره د دوئ کار و زيار له هيچا پټ نۀ دى. اوس خو زمونږ د کراچۍ ملګرى طاهر بونيرى هم په کوئټه کې دى نو دا وخت د هغۀ ادبي هلې ځلې هم د بلوچستان د ادبي هلو ځلو په "کهاته" کې حسابيږي. دوئ ټولو چې د شاعرۍ، تحقيق، افسانې، تنقيد او ژباړو په ميدانونو کې کوم معياري او په زړۀ پورې کار کړى دى نو هيڅ لرې نۀ ده چې ډېر ښۀ ښۀ ناولونه ئې هم ليکلي وي يا ئې وليکي. په دې لړ کې لومړى کوښښ د ناظر صادق و چې د "وچه لښته" په صورت کې په ادبي نړۍ کې راښکاره شو. خداى دې وکړي چې د ملګري ناظر صادق دغه لومړى کوښښ دومره بختور شي چې د پښتو ټول سيال او د نړيوال معيار ناولونه په بلوچستان کې وليکل شي.