پښتو ځینې مختاړي ــ روستاړي او تړښتي وییونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په الېپ توري پيل ځیني مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه:
الېپ :



۱ ــ د حاصل مصدر د روستاړي پتوګه :


حاصل مصدر له کړنوم ( مصدر ) څخه جوړیږي ، داسې چې له کړنوم څخه مصدري نښه غورځيږي او په ځای يي د حاصل مصدر روستاړئ ورزیاتېږي لکه :
انګولا ، اوبدا ، اورېدا ، بريښنا ، بڼا ، پړکا ، پېښېدا ، چوڼا ، چڼا ، خپرېدا ، خندا ، ځړېدا ، ځلا ، ځلېدا ، درځا ، رپېدا ، رژېدا ، رسېدا ، زبېښا ، ژړا ، ښکلا ، ښکېلا ، غپا ، غوړېدا ، کړېدا ، کنځا ، ګډا ، ګړا ، ګړېدا ، لمبا ، لوېدا ، لېدا ، مسکا ، مشغولا ، نڅا ، وېښېدا ، ویلیا ، هېښېدا او نور


۲ ــ د مجرد وصف روستاړي پتوګه :


مجرد وصف د نوم او ستاینوم ( صفت ) په اخر کې د ځینو روستاړو په زیاتولو جوړیږي . مجرد وصف کوم بېرونئ شتون نه لري او یوازې وصف او حالت څرګندوي لکه :
له روڼ څخه رڼا له ړوند څخه ړوندا
له ښکلئ څخه ښکلا له کوڼ څخه کوڼا او نور


۳ ــ د غږ نوم د روستاړي پتوګه لکه :


ترنګا ، ټسا ، خرپا ، دربا ، ډزا ، غپا ، غربا ، غړمبا ، کړنګا ، ګړزا او نور


۴ ــ له ستاینوم څخه د نوم د روستاړي پتوګه لکه :


له پلي څخه پلیا له ستړي څخه ستړیا
له ښوی څځه ښویا له لوی څخه لویا
له پوی څخه پویا له توی څخه تویا


۵ ــ له نوم څخه د نوي نوم د روستاړي پتوګه لکه :


له بري څخه بریا له زمري څځه زمریا
له زوی څخه زویا له لمر څخه لمریا


اخه : د ځینې جمعې ستاینومو روستاړئ :


مفرد : لکه پوخ ، تریخ او نور
جمع : لکه پاخه ، تراخه او نور


ادې : د ویاړنې مرستاړئ :


زرغونه ادې ، سپینه ادې ، غازي ادې ، نازو ادې او نور


اډه : د تړښتي ويي ( توني ) مرستاړئ :


۱ ــ د بسونو او موټرو د تمځای پتوګه لکه :


کابل اډه ، کندهاراډه ، جلال اباد اډه ، پېښور اډه او نور


۲ ــ د پوځي چارو سره په تړاو کې :


پوځي اډه ، هوايي اډه ، اتومي اډه ، جنګي اډه ، تروریستي اډه او نور


۳ ــ په نورو بېلو بېلو ماناو لکه :


انګوراډه ( په لرې پښتونخوا کې ، واڼې ته نږدې د یو ځای نوم دئ ) ، د کډوالو اډه ، د لرګواډه او نور


ار : د تړښتې ويي د مختاړي پتوګه :


ار ، ارپوه ، ارپوهه ، ارمل ، اریا ، اریال ، اریالئ ، اریالۍ ، اریان ، اریانا ، اریانو ، اریانئ ، اریانۍ ، ارین ، ارین خان ، ارین خېله ، اریندوست ، ارینزوی ، ارینزئ او نور


ار : د غږ نوم د روستاړي پتوګه لکه :


برار ، بنګار، بڼار ، پرار ، چڼار ، چوڼار ، چینګار ، درځار ، شرا ر ، شرنګار ، غرار ، غپار ، غړبار ، ګړار ، ګړبار او نور


ار : د حاصل مصدر د روستاړي پتوګه :


له ټينګېدل څخه ټينګار
له ښکېلېدل څخه ښکېلار
له ځوړېدل څخه ځوړار
له ګړېدل څخه ګړار
له پنډېدل څخه پنډار
له ګورېدل څخه ګورار او نور


ارتئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :


توغندارتئ ( راکټ انداز ) ، کاړارتئ ( جغله انداز ) او نور


یادونه :


کله چې دلته د تړښتي ويي ( مرکب لغت ) خبره یادیږي ، باید ویینګ ( تلفظ ) يې د یوه لغت پڅېر وشي .


اروا : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اروا تږئ ، ارواخوږې ، اروا ښاد ، اروالیږد ، ارواموړ ( موړاروا ) ، ارواوږئ ، اروایځ او نور


اره : د نسبت روستاړئ :


۱ ــ له نوم څخه نوئ نوم لکه :


له : اوښ ، بغ ، پټه ، ټونګ ، چونګ ، نوک او نور
څخه : اوښاره ، بغاره ، پټاره ( چې پټۍ لري ) ، ټونګاره ، چونګاره ، نوکاره او نور


۲ ــ له کړنوم څخه لکه :


له : سکونډل ، شوکول ، ګرول او نور
څخه : سکونډاره ، شوکاره ، ګراره او نور


اره : د ځینې جمعې نومو او ستاینومو روستاړئ :


لومړۍ بېلګه :


مفرد نوم : لکه سکور او نور
جمع نوم : لکه سکاره او نور


دوهمه بېلګه :


مفرد ستاینوم : لکه خپور ، سپور او نور
جمع ستاینوم : لکه خپاره ، سپاره او نور


ارئ : د حاصل مصدر روستاړئ :


بنډارئ ، بنګارئ ، بهارئ ، پنډارئ ، چړکارئ ، چوپارئ ، ځنډارئ ، څنډارئ ، څڼارئ ، خرارئ ، خړپارئ ، درځارئ ، ډبارئ ، سونګارئ ، شرارئ ، شړکارئ ، غپارئ ، غرتارئ ، غرارئ ، غړمبارئ ، کړپارئ ، ګړبارئ ، منډارئ ، وهارئ او نور


ارئ : د مجرد وصف روستاړئ :


غونډارئ ، لنډارئ ( لنډاک او لنډ لیدئ ) ، وړاندارئ ( وړاندلیدئ ) او نور


اړ : د نسبت او فاعلیت روستاړئ لکه :


له : بوت ، بوس ، لت او نور
څخه : بوتاړ ( شکل ) ، بوساړه ، لتاړ ( پایمال ) او نور


اړخيز : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اړخيز ، څواړخيز ، دوه اړخيز ، هراړخيز ، ګڼ اړخيز ، یواړخيز او نور


اړه : د ځینې جمعې ستاینومو روستاړئ :
مفرد ستاینوم : لکه زوړ ، سوړ ، موړ ، ووړ او نور
جمع ستاینوم : لکه زاړه ، ساړه ، ماړه ، واړه او نور


ازئ : د حاصل مصدر روستاړئ لکه:
له استول څخه استازئ او نور


اږه : د ځینې جمعې ستاینومو روستاړئ :
مفرد ستاینوم : لکه خوږ ، کوږ او نور
جمع ستاینوم : لکه خواږه ، کاږه او نور




استه : د جمعې ستاینومو روستاړئ :
مفرد : پوست ، وروست او نور
جمع : پاسته ، وراسته او نور


اک : د حاصل مصدر روستاړئ :


بريښاک ، پسخاک ، پوښاک ، تاړاک ، تپاک ، ځبېښاک ، ځلاک ، ځوراک ، څڅاک ، څښاک ، څکاک ، خوراک ، ژړاک ، ژواک ، ژېړاک ، سوزاک ، ښکېلاک ، لنډاک ، مښاک ، نېواک ، ويښاک ، هېښاک او نور


ال : د حاصل مصدر روستاړئ :
اړیدال ، پېښېدال ، ځړېدال ، خپرېدال ، ښوییدال ، غونډال ( سیستم ) ، لوېدال ( ګړنګ ) ، نړېدال او نور


امه : د حاصل مصدر روستاړئ :
له بېلول څخه بېلامه له پيلول څخه پيلامه
له ښکېلول څخه ښکېلامه له ویل څخه ویلامه او نور


ان : د نرینه جمعې روستاړئ :
۱ــ د ځينې ساکښو نرینه جمعې نومو روستاړئ :
مفرد : اوښ ، پړانګ ، چرګ ، شرمښ ، کب او نور
جمع : اوښان ، پړانګان ، چرګان ، شرمښان ، کبان او نور


۲ــ د ځینو بېسا نرینه جمعې نومو روستاړئ :
مفرد : ټاپو ، کچالو ، شلتالو ، کدو ، پټو او نور
جمع : ټاپوان ، کچالان ، شلتالان ، کدوان ، پټوان او نور


۳ ــ د ځينو ساکښو نرینه جمعې نومو روستاړئ :
مفرد : سانډو او نور
جمع : سانډوان او نور


۴ــ د ځينو ساکښو نرینه جمعې ستاینومو روستاړئ :


مفرد : ځيرک ، مین ، هوښیار او نور
جمع : ځیرکان ، مینان ، هوښیاران او نور


۵ــ د ځینو نسبتي ستاینومو د جمعې روستاړئ :
مفرد : لاپو ، خېټو او نور
جمع : لاپوان ، خيټوان او نور


۶ــ د نرینه جمعې روستاړئ :
مفرد : دوبي ، موچي او نور
جمع : دوبیان ، موچیان او نور


۷ ــ د حاصل مصدر روستاړئ :
له ټکېدل څخه ټکان له لګېدل څخه لګان
انا : د ویاړنې مرستاړئ :
زرغونه انا ، نازو انا او نور
اند : د حاصل مصدر روستاړئ :
اړاند ، اغیزاند ، الوتاند ، بریښاند ، بهاند ، پاشاند ، پوهاند ، پېښاند ، تړاند ، ځپاند ، ځلاند ، ځوراند ، ځوړاند ، څپاند ، خوځاند ، خوراند ، ډاراند ، رپاند ، رژاند ، رساند ، رغاند ، زمراند ، ژړاند ، ژواند ، سپیڅاند ، سوځاند ، شتاند ، ښوراند ، ښوواند ، غپاند ، غراند ، غوڅاند ، کاراند ، ګړاند ، لمراند ، مېړاند ، وژاند ، وهاند ، ویاند ، ویساند ، ويښاند ، ویلاند ، هوساند ، هېښاند ، یواند ، ییلاند او نور


انده : د جمعې ستاینومو روستاړئ :
مفرد : دروند ، ړوند ، لوند اونور
جمع : درانده ( درانه ) ، ړانده ، لانده او نور
اندئ : د حاصل مصدر روستاړئ :
ځپاندئ ، رژاندئ ، سرغړاندئ ، ښوراندئ ، مړاندئ ، ویښاندئ ، هوساندئ ، هیښاندئ ، ییلاندئ او نور
انګړ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
د باغ انګړ ، د کور انګړ ، د هېواد هوايی انګړ ، د هېواد ځمکنئ انګړ او نور


يادونه :


وړاندیز دا دئ چې انګړ دې د حریم پر ځای وکارول شي لکه د هېواد هوايي انګړ او د هېواد ځمکنئ انګړ .


انګه : د نسبت روستاړئ :
۱ ــ له نوم څخه نوئ نوم لکه :
له : چرړۍ ، غاړې ، لړۍ او نور
څخه : چرړانګه ، غړانګه ، لړانګه او نور
۲ ــ له کړنوم څخه نوم لکه :
له : تړل ، ځړېدل او نور
څخه : تړانګه ، ځړانګه او نور
انو : په بېلو بېلو حالاتو کې د جمعې نومو روستاړئ :
لکه : دوبیانو ، دوستانو ، کابلیانو ، کولالانو ، لارویانو، موچیانو ، ځوانانو ، مینانو ، ناویانو ، خواښیانو ، خوارانو او نور
انه :
۱ ــ د حاصل مصدر روستاړئ :
اوسیدانه ، تړانه ، ټېکانه ، څښانه ، څېړانه ، خندانه ، خوړانه ، سرغړانه ، رژانه ، رسانه ، رغېدانه ، ژووانه ، شړانه ، شکوانه ، ښورانه ، غوړانه ، ګړانه ، لړانه ، لیدانه ، مښانه ، ویانه او نور
۲ ــ د نسبتي ستاینوم او مجرد وصف روستاړئ :
اډانه ، بدبختانه ، ځناورانه ، ژوندانه ، ښادیانه ، غریبانه ، کشرانه ، ګرمانه ، ماشومانه ، مشرانه ، مېړانه ، نیکانه ( له نیکه څخه ) او نور
۳ ــ د ځينې جمعې نومو روستاړئ :
مفرد : پښتون ، شپون ، کوربه ، مېشت ، مېلمه او نور
جمع : پښتانه ، شپانه ، کوربانه ، مېشتانه ، مېلمانه او نور
انئ : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
له بيل څخه بيلانئ له پيل څخه پیلانئ
له تېل څخه تېلانئ له ویل څخه ویلانئ
له سیل څخه سیلانئ له کرل څخه کرلانئ
له ګيلې څخه ګیلانئ له هیلې څخه هیلانئ
له پيري څخه پيرانئ
انې : د ښځینه جمعې روستاړئ :
۱ ــ بېلګه :
مفرد : دوبۍ ، کوچۍ ، موچۍ او نور
جمع : دوبیانې ، کوچیانې ، موچیانې او نور
۲ ــ بېلګه :
مفرد : خېټو ، لاپو او نور
جمع : خيټوانې ، لاپوانې او نور
۳ ــ بېلګه :
مفرد : خواښې ، ناوې او نور
جمع : خواښیانې ، ناویانې او نور
۴ ــ بېلګه :
مفرد : خواره ، نوکره او نور
جمع : خوارانې ، نوکرانې او نور
۵ ــ بېلګه :
مفرد : پېښورۍ ، کابلۍ ، کندهارۍ ، مزارۍ ، هراتۍ اونور
جمع : پېښوریانې ، کابلیانې ، کندهاریانې ، مزاریانې ، هراتیانې او نور
۶ ــ بېلګه :
مفرد : کولاله او نور
جمع : کولالالنې او نور
اڼه :
۱ ــ د ځينو جمعې نومو روستاړئ :
مفرد : شکوڼ او نور
جمع : شکاڼه او نور
۲ ــ د ځينې جمعې ستاینومو روستاړئ :
مفرد : روڼ ، کوڼ او نور
جمع : راڼه ، کاڼه او نور
او : د حاصل مصدر روستاړئ :
اړاو ، بچاو ، بسیاو ، پېښاو ، تړاو ، ټيکاو ، ټينګاو ، چلاو ، ځلاو ، رساو ، رغاو ، سړاو ، غوړاو ، کړاو ، ګړاو ، لړاو ، لګاو ، مړاو ، ویښاو ، هیښاو او نور
اور : د تړښتې ويي مرستاړئ :
اوربڅرئ ، اوربلکئ ، اوربند ، اور پال ، اورپالنه ، اورپښت ، اورپک ، اورتاوئ ، اورتون ، اورجن ، اورخویه ، اورخېل ، اور خېله ، اوردوست ، اورژبئ ، اورستاین ، اورشیندئ ، اورغاړئ ، اورغالئ ، اورګاډئ ، اورګډئ ، اورلړونئ ، اورلن ، اورلګید ، اورلوبه ، اورلوبئ ، اورمخئ ، اورمړ ، اورنئ ، اورنۍ ، اورنیسئ ، اوروړانګه ، اوروزمه ، اوریا ، اوریال ، اوریالې ، اوریان ، اوریانئ ، اوریانۍ ، اورین ، اورینه او نور
اوو : نسبتي ستاینوم مرستاړئ :
اړتیاوو ، بوختیاوو ، پنډاوو ( پنډاوو چرګوړئ ) ، تړاوو ، جړاوو ، جګړاوو ، ځوراوو ، خپراوو ، خرڅاوو ، رغاوو ، ژړاوو ، ژیړاوو ، سپیناوو ، سوراوو ، غوڅاوو ، غوړاوو ، کاراوو ، لګاوو ، لمساوو ، ویښاوو او نور
اوه : د ځینې جمعې ستاینومو روستاړئ :
مفرد : تریو او نور
جمع : تراوه او نور
اوئ :
۱ ــ د حاصل مصدر روستاړئ :
اوباوئ ، بچاوئ ، بوختاوئ ، پټاوئ ، پسخاوئ ، پوخلاوئ ، پوهاوئ ، پېښاوئ ، تړاوئ ، توراوئ ، جوړاوئ ، چلاوئ ، چڼاوئ ، چوپاوئ ، څکاوئ ، ځلاوئ ، ځنډاوئ ، ځوړاوئ ، خپراوئ ، خوږاوئ ، درناوئ ، رژاوئ ، رغاوئ ، رڼاوئ ، روڼاوئ ، ړنګاوئ ، زوراوئ ، زیږاوئ ، ژړاوئ ، ژيړاوئ ، سپکاوئ ، سپیناوئ ، ستراوئ ، سړاوئ ، سماوئ ، سوراوئ ( لکه د ساز ) ، شرماوئ ، شړاوئ ، ښکېلاوئ ، غبرګاوئ ، غټاوئ ، غځاوئ ، غړاوئ ، غوراوئ ، غوړاوئ ، کاروئ ، کڼاوئ ، ګرداوئ ، ګرماوئ ، ګړاوئ ، لټاوئ ، لړاوئ ، لګاوئ ، لنډاوئ ، لوړاوئ ، لویاوئ ، نړاوئ ، ورانوئ ، ورکاوئ ، ويښاوئ ، هڅاوئ ، هستاوئ ، هېښاوئ ، یاداوئ او نور
۲ ــ د ستاینوم روستاړئ لکه :
له مړ څخه مړاوئ او نور
ایستلئ ، ایستئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بېخ ایستلئ ، پرتوګ ایستلئ ( بې شرم ) ، توره ایستلئ ، ځان ایستلئ ، زړه ایستلئ ، ژب ایستلئ ، ساایستلئ ، سترګ ایستلئ ( په قار ) ، سرایستلئ ، لارایستلئ ، لاس ایستلئ ، نوم ایستلئ ( نوموتئ ) ، واک ایستلئ ، وس ایستلئ ، ولس ایستلئ ، یادایستلئ او نور
ایستنه : د حاصل مصدر مرستاړئ :
بېخ ایستنه ، پرتوګ ایستنه ، توره ایستنه ، ځان ایستنه ، زړه ایستنه ، ژب ایستنه ، ساایستنه ، سترګ ایستنه ، سرایستنه ، لارایستنه ، لاس ایستنه ، نوم ایستنه ، یادایستنه او نور


په ب توری پيل ځيني مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :


با : د ستاینوم د مختاړي پتوګه :
باادبه ، باارزښته ، با تور او نور
بابا : د ویاړنې مرستاړئ :
احمدشابابا ، خوشال بابا ، رحمان بابا ، میرویس بابا ، ظاهرشا بابا او نور
بادئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) روستاړئ :
اوربادئ ، بوس بادئ ، ځان بادئ ، خوله بادئ ، دروغ بادئ ، رازبادئ ، ګران بادئ ، ګردبادئ ، لوربادئ ، نس بادئ ، نرخ بادئ او نور
باغ : د تړښتي ويي ( تون ) مرستاړئ :
انارباغ ، انګورباغ ( په جلال کوټ کې د یوې سیمې نوم دئ ) ، چمن باغ ، شاهي باغ ، میله باغ او نور
بانډه : د تړښي ويي ( توني ) مرستاړئ :
بانډه ، اناربانډه ، بربانډه ، توت بانډه ، ښاربانډه ، غځ بانډه ، غربانډه ، کڅ بانډه ، کوزه بانډه ، ګل بانډه ، لاربانډه ، نښتربانډه ، وت بانډه ، يادبانډه او نور
باڼئ : د نسبتي ستاینوم روستاړئ لکه :
شریک باڼئ او نور
بټۍ : د تون مرستاړئ :
اتومي بټۍ ، د وسپنې د ویلي کولو بټۍ ، د خښتو بټۍ او نور
بخته : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
اربخته ، اړبخته ، بدبخته ، تت بخته ، تش بخته ، تودبخته ، توربخته ، ځوان بخته ، خواربخته ، خوښ بخته ، دروندبخته ، روڼ بخته ، ړوندبخته ، زربخته ، زیږبخته ، سخت بخته ، سوړبخته ، کم بخته ، ګل بخته ، لوړبخته ، مړبخته ، نیک بخته ، ورک بخته ، ویاړبخته او نور
بختي : د مجرد وصف مرستاړئ :
بدبختي ، توربختي ، خواربختي ، روڼ بختي ، ړوندبختي ، سوړبختي ، کم بختي ، لوړبختي ، مړبختي ، نیکبختي ، ویاړبختي او نور
بد : د ستاینوم د مختاړي پتوګه :
بد چارئ ، بد خولئ ، بد رنګئ ، بد زړئ ، بد ژبئ ، بد سترګئ ، بد کارئ ، بد لارئ ، بد مخئ ، بدمغزئ ، بد نومئ ، بد نیتئ ، بدوړئ ، بد ونګئ ، بدئ او نور

بداوئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ټول بداوئ ، ځان بداوئ ، خوله بداوئ ، رنګ بداوئ ، زړه بداوئ ، ژب بداوئ ، ژوند بداوئ ، منځ بداوئ ، نوم بداوئ ، ولس بداوئ ، نیت بداوئ ، او نور
بدئ : د ستاینوم مرستاړئ :
بخت بدئ ، بدئ ، ځان بدئ ، خوابدئ ، خوله بدئ ، رنګ بدئ ، زړه بدئ ، ژب بدئ ، مخ بدئ ، منځ بدئ ، نوم بدئ ، نیت بدئ او نور
بدي : د مجرد وصف مرستاړئ :
پت بدي ، پټ بدي ، ځان بدي ، خوابدي ، خوله بدي ، رنګ بدي ، زړه بدي ، ژب بدي ، شان بدي ، لاس بدي ، منځ بدي ، نوم بدي ، نیت بدي ، ولس بدي او نور
برئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
بخت برئ ، بحث برئ ، ځواک برئ ، زوربرئ ، ژب برئ ، لاس برئ ، مټ برئ ، واک برئ ، وس برئ ، ولس برئ ، هوډبرئ او نور
بري : د مجرد وصف مرستاړئ :
لاس بري ، مټ بري ، واک بري ، وس بري ، هوډبري او نور
د ځینې پوځي رتبو القاب :
بلوک مشر ، ډلګئ مشر ، دریم بریدمن ، دوهم بریدمن ، لومړئ بریدمن ، تورن ، جګتورن ، جګړن ، ډګرمن ، ډګروال ، برید جنرال ، تورن جنرال ، ډګرجنرال ، سترجنرال ، مارشال
بند : د تړښتي ويي روستاړئ :
اوب بند ، اوربند ، خوله بند ، ډزبند ، زړه بند ، ژب بند ، سابند ، سربند ، ګرځبند ، ګړبند ، لاربند ، لاس بند او نور
بندي : د تړښي ويي روستاړئ :
اوب بندي ، بخت بندي ، برید بندي ، جیره بندي ، ډزبندي ، زړه بندي ، سابندي ، کار بندي ، ګرځبندي ، لار بندي ، لید بندي ، وس بندي او نور
بڼ : د تون روستاړئ :
اناربڼ ، انګوربڼ ، توت بڼ ، څاربڼ ، راغ بڼ ، ژوبڼ ، سمسوربڼ ، شین بڼ ، غربڼ ، کڅبڼ ، ګلبڼ ، وت بڼ او نور
بڼه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اټکل بڼه ( احتمالي صورت ) ، بد بڼه ، ځواک بڼه ، ځوان بڼه ، خړبڼه ، خواربڼه ، ډاډ بڼه ، روڼ بڼه ، زیږبڼه ، ژب بڼه ، سلوک بڼه ، ښکل بڼه ، شتون بڼه ، ګل بڼه ، هوډ بڼه او نور
بول : د تړښتي ويي مرستاړئ :
سندربول ، غزل بول ، قران بول ، نعت بول ، ویرنبول او نور
به : د تړښتي ويي روستاړئ :
اوښبه ، غوبه ، کوربه او نور
بهیر : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ادبي بهیر ، بزګري بهیر ، پرمختګ بهیر ، پښتون بهیر ، پيوستون بهیر ، ځوان بهیر، ژوند بهیر ، سمون بهیر ، شعري بهیر ، قومي بهیر ، کارګري بهیر ، کلیوالي بهیر ، ملي بهیر ، د میرمن ټولنیز ــ کلتوري بهیر ، ننګ بهیر ، ولسي بهیر ، ویښتیا بهیر ، یوستون بهیر او نور
بې : د نفې روستاړئ :


۱ ــ د ستاینوم د مختاړي پتوګه لکه :


ــ بې اسرې ، بې بریده ، بې توښې ، بې پامه ، بې پته ، بې تغیره ، بېځانه ، بېځواکه ، بې خولې ، بېخوند ، بېراز ، بې زړه ، بېزوره ، بې ژبې ، بې سا ، بې سده ، بې سترګو ، بې شانه ، بېغوره ، بېغوږو ، بېکسه ، بې شرمه ، بېګروهه ، بې مخه ، بې موخې ، بې ننګه ، بېوزله ، بېنومه ، بېواکه ، بېوخته ، بېوسه ، بې هوډه او نور


۲ ــ د مجرد وصف د مختاړي پتوګه لکه :


بېخوندي ، بېوزلي ، بې سدي ، بېغوري ، بېکسي ، بې شرمي ، بېګروهي ، بې مخي ، بې ننګي ، بېنومي ، بېواکي ، بېوزلي ، بېوسي ، بېهڅې ، بې هوډي او نور
بیا : د تکرار مختاړئ :


۱ ــ له نومو سره لکه :


بیاتاوتریخوالئ ، بیاجګړه ، بیاستونځه ، بیاسوله ، بیاګیله ، بیامینه ، بیاهیله او نور


۲ ــ د حاصل مصدرسره لکه :


بیاپراختیا ، بیاجوړونه ، بیاچلونه ، بیا چمتوکونه ، بیا رسي ، بیاروزنه ، بیارغونه ، بیاسمبالونه ، بیاښوونه ، بیا لاس ته راوړنه ، بیانېونه ، بیاوداني او نور


۳ ــ د مجرد وصف او نسبتي ستاینوم سره لکه :


بیابډايي ، بیارڼايي ، بیارسوايي ، بیااشنايي ، بیالړايي ، بیاوارختايي او نور
بېلګه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اقتصادبېلګه ، بخت بېلګه ، پت بېلګه ، تاریخ بېلګه ، تړبېلګه ، ځان بېلګه ، ځمکبېلګه ، ډاډبېلګه ، رازبېلګه ، سختي بېلګه ، شان بېلګه ، شتون بېلګه ، کاربېلګه ، کړبېلګه ، کلتوربېلګه ، ګړبېلګه ، کړن بېلګه ، لاسبېلګه ، لرغون بېلګه ، لید بېلګه ، لیک بېلګه ، مخبېلګه ، مرستبېلګه ، ننګ بېلګه ، ویاړبېلګه ، وس بېلګه ، وین بېلګه ، هوډبېلګه ، یادبېلګه او نور
بیه : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
ارزان بیه ، اوربیه ، تودبیه ، ټيټ بیه ، دروندبیه ، سوړبیه ، غټ بیه ، ګران بیه ، لږبیه ، لوړبیه ، منځ بیه ، ورځ بیه او نور


په پ توري پيل ځينې مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :


په پ توري پيل د ځينوعلمي رتبو روستاړي :
نوماند پوهیالئ ، پوهیالئ ، پوهنیار ، پوهنمل ، پوهندوی ، پوهنوال ، پوهاند او نور
پاتې : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بېرته پاتې ، پاتې شوني ، پټ پاتې ، تلپاتې ، چوپ پاتي ، دروند پاتې ، راپاتې ، روسته پاتې ، زړه پاتې ، شاپاتې ، شان پاتې ، شرپاتې ، شلپاتې ، ښکېل پاتې ، لاس پاتي ، منځپاتې ، نومپاتې ، واکپاتې ، وخت پاتې ، هيښ پاتې ، یادپاتې او نور
پارئ : د ستاینوم روستاړئ لکه :
لنډپارئ او نور
پاکئ : د ستاینوم مرستاړئ :
ارپاکئ ، بوټ پاکې ، ځان پاکئ ، دریځ پاکې ، زړه پاکئ ، لاس پاکئ ، مخ پاکئ ، ماشین پاکئ ، مین پاکئ ، مېوه پاکئ ، نوم پاکئ ، هډپاکئ او نور
پاکي : د مجرد وصف مرستاړئ :
ارپاکي ، بوټ پاکي ، ځان پاکي ، دریځ پاکي ، زړه پاکي ، لاس پاکي ، ماشین پاکي ، مخ پاکي ، مین پاکي ، مېوه پاکي ، نوم پاکي هډپاکي او نور
پال ، پالئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
اورپال ، بت پال ، بېلتونپال ، پت پال ، پردی پال ، توپيرپال ، ټول پال ، حقپال ، ځواکپال ، ځوانپال ، ډلپال ، رازپال ، روڼپال ، ریښتیا پال ، زړه پال ، زیارپال ، ژوندپال ، سوله پال ، شان پال ، غمپال ، منځپال ( معتدل ) ، مېړنپال ، واکپال ، ولسپال ، هېوادپال ، یاد پال ، یوونپال او نور
پالنه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اورپالنه ، بت پالنه ، بېلتونپالنه ، پت پالنه ، پردي پالنه ، توپیرپالنه ، ټولپالنه ، حقپالنه ، ځواکپالنه ، خیرپالنه ، ډاډپالنه ، ډلپالنه ، رازپالنه ، زړه پالنه ، زیارپالنه ، ژوندپالنه ، غمپالنه ، ننګپالنه ، واکپالنه ، ولسپالنه ، هډپالنه ، هوډپالنه ، هېوادپالنه ، یادپالنه او نور
پاڼه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بارپاڼه ، بلنپاڼه ، پوښتنپاڼه ، پېژندپاڼه ، جالپاڼه ، څاښتپاڼه ، خبرپاڼه ، ډاډپاڼه ، روغتیاپاڼه ، زرپاڼه ، سرپاڼه ، شپې پاڼه ، شنه پاڼه ، غوښتنپاڼه ، کارپاڼه ، ګلپاڼه ، ګهیځ پاڼه ، لړپاڼه ، لوستپاڼه ، ملپاڼه ، ننګپاڼه ، نومپاڼه ، وارپاڼه ، ورځپاڼه ، ولسپاڼه ، ویرپاڼه ، ویشپاڼه ، ویښپاڼه ، هوډپاڼه ، هوکړپاڼه ، یاد پاڼه او نور
پټاوئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ځان پټاوئ ، رازپټاوئ ، سترګ پټاوئ ، شته پټاوئ ، لمرپټاوئ ، نوم پټاوئ ، واک پټاوئ ، وس پټاوئ ، هوډپټاوئ او نور
پټئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
ځان پټئ ، حق پټئ ، خوله پټئ ، دریځ پټئ ، رازپټئ ، سترګ پټئ ، شته پټئ ، لمرپټئ ، مخ پټئ ، موخه پټئ ، نوم پټئ ، واک پټئ ، وس پټئ ، هوډپټئ او نور
پراختیا : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ځای پراختیا ، ځمک پراختیا ، ځواک پراختیا ، زړه پراختیا ، لاپراختیا ، واک پراختیا ، وس پراختیا او نور
پراخئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
تندي پراخئ ، زړه پراخئ ، لاس پراخئ او نور
پراخي : د تړښتي ويي مرستاړئ :
تندي پراخي ، ځای پراخي ، ځمک پراخي ، ځواک پراخي ، زړه پراخي ، لاس پراخي او نور
پسې : د مختاړي په توګه :
پسې تلنه ، پسې توب ، پسې جيګېدنه ، پسې څارنه ، پسې ختنه ، پسې رڼونه ، پسې ستنېدنه ، پسې کېدنه ، پسې کوزېدنه ، پسې مل ، پسې وال ، پسې وینه او نور
پسې : د روستاړي په توګه :
بلاپسې ، پل پسې ، پله پسې ، چاره پسې ، ځان پسې ، ریښتیاپسې ، زیارپسې ، نخره پسې ، واره پسې او نور
پشان : د ورتوالي روستاړئ :
ځان پشان ، غرپشان ، ګل پشان ، لمرپشان او نور
پلاوئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
تړونپلاوئ ، ځواکپلاوئ ، څارنپلاوئ ، څېړنپلاوئ ، ګډونپلاوئ ، سفرپلاوئ ، کتنپلاوئ ، مرستپلاوئ ، منځپلاوئ ، نرخ پلاوئ ، واک پلاوئ او نور
پلو : د لور او خوا روستاړئ :
برپلو ، بل پلو ، ځان پلو ، ښارپلو ، کارپلو ، کوزپلو ، ولس پلو ، هرپلو ، یو پلو او نور
پلورنه : د ټړښتي ويي مرستاړئ :
ځان پلورنه ، ځمکپلورنه ، درمل پلورنه ، ساګ پلورنه ، کورپلورنه ، ګل پلورنه ، ګران پلورنه ، مېوه پلورنه ولس پلورنه ، هېوادپلورنه او نور
پلورئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ټوک پلورئ ( پرچون ) ، ټول پلورئ ( عمده ) ، چرګ پلورئ ، ځان پلورئ ، ځمکپلورئ ، درمل پلورئ ، ساعت پلورئ ، ساګ پلورئ ، ګران پلورئ ، ګل پلورئ ، لاس پلورئ ( دست فروش ) ، ولس پلورئ ، هېوادپلورئ او نور
پلوئ : د ستاینوم مرستاړئ :
پلوئ ، برپلوئ ، پلارپلوئ ، پوچ پلوئ ، ځان پلوئ ، ځواک پلوئ ، خپل پلوئ ، خیال پلوئ ، رازپلوئ ، ریښتیاپلوئ ، زورپلوئ ، زوړپلوئ ( مرتجع ) ، ښځپلوئ ، کارپلوئ ، کوزپلوئ ، مورپلوئ ، ورورپلوئ ، ولس پلوئ ، هرپلوئ ، یوپلوئ او نور
پلوي : د مجرد وصف مرستاړئ :
پلوي ، پوچ پلوي ، ځان پلوي ، ځواک پلوي ، خیال پلوي ، رازپلوي ، ریښتیاپلوي ، ښځپلوي ، کارپلوي ، کورپلوئ ، واک پلوي ، ولس پلوي ، هرپلوي ، هوډپلوي ، یوپلوي او نور
پوخ : د ستاینوم مرستاړئ :
پوخ ځانئ ، پوخ دریځه ، پوخ رازئ ، پوخ زړئ ، پوخ کارئ ، پوخ هوډئ او نور
پور : د تون روستاړئ لکه :
اسلام پور ، سلتانپور ، شمشپور ، لال پوره ، لاچه پور ، وټه پور او نور
پورې : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
تي پورې ، څنګ پورې ، خواپورې ، زړه پورې ، سرپورې او نور
پوله : د تړښتي ويي ( توني ) مرستاړئ :
بریدپوله ، بېلتون پوله ، پت پوله ، ځواک پوله ، رازپوله ، ګډپوله ، منځ پوله ، واک پوله ، ویش پوله او نور
پوه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ادب پوه ، ارپوه ، اروا پوه ، اقتصادپوه ، تاریخ پوه ، ټولنپوه ، چارپوه ، ځمکپوه ، سیاست پوه ، کارپوه ، قضاوت پوه ، لارپوه، متنپوه او نور
پوهه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ادب پوهه ، ارپوهه ، ارواپوهه ، اقتصادپوهه ، تاریخ پوهه ، ټولنپوهه ، ځمکپوهه ، سیاستپوهه ، کارپوهه ، قضاوت پوهه ، متنپوهه او نور
پوهاوئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بلپوهاوئ ، ټولپوهاوئ ، ځانپوهاوئ ، رازپوهاوئ ، سمپوهاوئ ، کارپوهاوئ ، منځپوهاوئ ، نورپوهاوئ ، ورانپوهاوئ ( سوتفاهم ) ، ولسپوهاوئ او نور
په : د تړښتي ويي مرستاړئ :
پتوګه ، پڅنګ ، پشا تګ ، پشان ، په لار ، پلور ، پمختګ او نور
پيدا : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اسان پيدا ، تل پيدا ، ځنډپيدا ، ډېرپيدا ، ړوند پیدا ، ژرپيدا ، سخت پيدا ، شل پيدا ، ګډپیدا ، ګوډپيدا ، کال پيدا ، لږپيدا ، مړپيدا ، میاشت پیدا ، ناپيدا ، ورځ پيدا ، وړیاپيدا او نور
پېژاند ، پېژند : د تړښتی ويي مرستاړئ :
بدپېژاند ، پوخ پېژاند ، ټول پېژاند ، ځان پېژاند ، خداپېژاند ، زرپېژاند ، ژب پېژاند ، ژرپېژاند ، ښوپېژاند ، کارپېژاند ، لارپېژاند ، ناپېژاند ، نوم پېژاند ، وخت پېژاند، ولس پېژاند او نور
پېښه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
پېښتون ، پېښ ځای ، پېښغالئ ، پېښلیک ، پېښشمېر ( د بېلګې په توګه د ترافیکي پېښو کالنئ پېښشمېر) ، پېښوخت او نور
پېښئ : د ستاینوم مرستاړئ :

اسان پېښئ ، تاوان پېښئ ، تل پېښئ ، ځنډپېښئ ، خیرپېښئ ، دروندپېښئ ، ډېر پېښئ ، زیان پېښئ ، سخت پېښئ ، شرپېښئ ، غم پېښئ ، کم پېښئ ، ګران پېښئ ، لارپېښئ ، منځ پېښئ ، وړیاپېښئ ، هرځای پېښئ او نور دریمه برخه دلته ولولۍ




په ج توري پيل ځينې مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :

جار : د تړښتي ويي مرستاړئ :
وطنجار ، ولسجار ، هېوادجار او نور
جان : د تړښتي ويي مرستاړئ :
جان ګل ، زرجان ، ګل جان ، میرجان او نور
جرګه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ادبي جرګه ، سیمه يي جرګه ، مشرانو جرګه ، قومي جرګه ، کليوالي جرګه ، ګوندي جرګه ، ولسي جرګه او نور
جل : د تون روستاړئ لکه :
له غويي څخه غوجل له اس څخه اسجل
له بر ځای څخه برجل له مرګ ځای څخه مورچل
جن : د ستاینوم روستاړئ :
خوښجن ، دپجن ، دروغجن ، غمجن ، کبرجن ، کرکجن ، لېړجن ، ماڼېجن ، نمجن ، ویاړجن ، ویرجن او نور
جنګي : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بخت جنګي ، پت جنګي ، تن جنګي ، چرګ جنګي ، ځان جنګي ، ځواک جنګي ، خوله جنګي ، څنګ جنګي ، خېل جنګي ، زرجنګي ، زړه جنګي ، زورجنګي ، سپي جنګي ، سترګ جنګي ، سرجنګي ، شعرجنګي ، کورجنګي ، لاس جنګي ، مړزجنګي ، نوم جنګي ، واک جنګي ، ورورجنګي ، ولس جنګي او نور
جوړ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
افغانستان جوړ ، امریکا جوړ ، ایران جوړ ، بهرجوړ ، جاپان جوړ ، چین جوړ ، خپللاس جوړ ، کورجوړ ، هند جوړ ، یوروپ جوړ او نور


په چ توري پيل ځينې مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :


چارئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
بدچارئ ، پت چارئ ، پټ چارئ ، پریکونچارئ ، ټګچارئ ، ځانچارئ ، خوښ چارئ ( رضاکار ) ، رازچارئ ، زورچارئ ، زوړچارئ ( کهنه کار ) ، سختچارئ ، سمونچارئ ، غوړچارئ ، لوی چارئ ( کلانکار ) ، منځچارئ ، نیکچارئ ، ورځچارئ ( پله بین ) ، ولسچارئ او نور
چارې : د تړښتي ویي مرستاړئ :
اقتصادی چارې ، بهرنۍ چارې ، بېړنۍ چارې ، روانې چارې ، سیاسي چارې ، کلتوري چارې ، کورنۍ چارې ، ورځنۍ چارې او نور
چکئ : د تصغیر روستاړئ لکه :
له غل څخه غلچکئ او نور
چن : د ستاینوم روستاړئ :
بېخچن ، پټچن ، خړچن ، دروند چن ، روڼ چن ، زوښه چن ، ځیرچن ، خوښچن ، سپکچن ، سختچن ، سړیچن ، ښوره چن ، غټ چن ، غوړچن ، غوره چن ، لړه چن ، لوی چن ، مړچن ، ووړچن ، ویښچن ، هسکچن ، هیښچن او نور
چه : د تصغیر روستاړئ لکه :
بوغچه ، تاخچه ، ډولچه ، نیمچه او نور
چي : د ستاینوم روستاړئ :
پروپاګند چي ، توپچي ، جارچي ، ډنډورچي ، دوکڼه چي ، ډولچي ، ربابچي ، سورنچي ، مرکچي ، نغاره چي ، نندارچي ، هارمونه چي او نور
چئ : د تصغیر روستاړئ لکه :
له دیګ څخه دیګچئ له چلم څخه چلمچي
چیچئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ځان چیچئ ، زړه چیچئ ، زهرچیچئ ، ژبچیچئ ، غاښ چیچئ او نور


په ځ توري پيل ځينې مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :


ځار : د ستاینوم روستاړئ :
وطنځار ، ولسځار ، هېوادځار او نور
ځالئ :
۱ ــ د ستاینوم روستاړئ :
له نیم څخه نیمځالئ ( مستعمل ) او نور
۲ ــ د تون مرستاړئ :
اورځالئ ، پت ځالئ ، پټ ځالئ ، چوپ ځالئ ، خوښ ځالئ ( خوښتون ) ، ژوندځالئ ، غم ځالئ ، ګڼ ځالئ ، لمرځالئ ( لمرغالئ ) ، منځالئ ، ننګ ځالئ ، واک ځالئ ( د واک سیمه ) ، ورک ځالئ ، یادځالئ او نور
ځان : د تړښتي ويي ( حاصل مصدر ) د مختاړي پتوګه :
ځان بایلنه ، ځان بوخت ښودنه ، ځان پالنه ، ځان پړونه (ځان پړاوئ ) ، ځان پړسونه ، ځان پوریستنه ، ځان پوه ښودنه ، ځان توراوئ ، ځان تېرایستنه ، ځان تېرونه ( ځان تېراوئ ) ، ځان ټولونه ، ځان ټيټاوئ ، ځان زده کړه ، ځان ژغورنه ، ځان سپکونه ( ځان سپکاوئ ) ، ځان ساتنه ، ځان سپیناوئ ، ځان ستاینه ، ځان سینګارونه ، ځان غټ ښودنه ( ځان غټاوئ ) ، ځان غولونه ، ځان لوبه ، ځان لوړاوئ ، ځان لید ( ځان لیدنه ) ، ځان وژنه ، ځان هېرونه ( ځان هېراوئ ) ، ځان هینداره ( قدنما ایینه ) او نور
ځان : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) د مرستاړي پتوګه :
ځان بایللئ ، ځان بدئ ، ځان پالئ ، ځان پلورئ ، ځانپوه ، ځان تېرئ ( ځان تېر ) ، ځان تړلئ ، ځان چارئ ، ځان چاودئ ، ځانخوا ، ځانخور ( ځانخورئ ) ، ځان خوښ ، ځان خېل ، ځان دوستئ ، ځان دوښمنئ ، ځان زده کړئ ، ځان ساتئ ( ځان ساتونکئ ) ، ځانسازئ ( ځانساز ) ، ځان ستایلئ ، ځان ښود ( ځان ښودئ ) ، ځانغاړئ ، ځانغودئ ، ځانګړئ ، ځانګنئ ، ځانګونئ ، ځان لارئ ، ځان لوړئ ، ځان لورئ ، ځانمل ، ځانمنئ ، ځان نېولئ ، ځان ورته ، ځانوژنئ ، ځان ورکئ ، ځان وړ ، ځان ویښئ ، ځان وینئ ، ځانیار او نور
ځان : د تړښتي ويي ( مجرد وصف ) د مختاړي پتوګه :
ځانباوري ، ځان بسیا ، ځان بسیاینه ، ځانبوختیا ، ځانپوهه ، ځانتیا ، ځانځاني ، ځان خبري ، ځان خوښي ، ځان دوستي ، ځان دوښمني ، ځانګلوي ، ځان لویا ، ځان لویی ، ځانمني ، ځان نېوئ ، ځان ویښتوب ، ځانیالئ او نور
ځای : د تون روستاړئ :
ارامځای ، بنډارځای ، تم ځای ، جګړه ځای ، چاڼ ځای ، چکرځای ، څارځای ، څړځای ، خوب ځای ، روزنځای ، ژغورنځای ، ستونځای ، سینګارځای ، شتون ځای ، شکنجه ځای ، ګوښه ځای ، مېشتځای ، میله ځای ( تفریحګاه ) ، ناستځای ، هوساینځای ( استراحتګاه ) او نور
ځپلئ : د تړښتي ویي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
توپان ځپلئ ، جنګ ځپلئ ، ځان ځپلئ ، ځواک ځپلئ ، دودځپلئ ، زړه ځپلئ ، زورځپلئ ، غمځپلئ ، کارځپلئ ، وخت ځپلئ ، ویرځپلئ او نور
ځپنه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
توپان ځپنه ، جنګ ځپنه ، ځان ځپنه ، زړه ځپنه ، زورځپنه ، ژبځپنه ، غمځپنه ، ولسځپنه ، ویرځپنه او نور
ځرئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ځرئ ، تنځرئ ، خځرئ ، نوم ځرئ ( ضمیر ) ، یوه ځرئ او نور
ځل ، ځلې : د کړول مرستاړئ :
بل ځلې ، بیاځلې ، تېرځلې ، څوځلې ، داځلې ، دوه ځلې ، ډېرځلې ، ګڼ ځلې ، لومړئ ځلې ، نورځلې ، واروارځلې ، هغه ځلې ، یوځلې او نور
ځمکه : د تړښتي ويي مرستاړي پتوګه :
اوبخوړځمکه ، پت ځمکه ، پرتم ځمکه ، ټاپوځمکه ، څړځمکه ، سمسورځمکه ، شړځمکه ، ښوره ځمکه ، کارځمکه ، کرځمکه ، کښت ځمکه ، لرغون ځمکه ، مېشت ځمکه ، ننګ ځمکه ، ویاړځمکه او نور
ځن : د ستاینوم روستاړئ :
تورځن ، څنګځن ، ښکارځن ، لامبوځن او نور
ځئ : د تون روستاړئ :
ارامځئ ، پلورنځئ ، پوهنځئ ، تمځئ ، څارځئ ، څړځئ ، څله ځئ ، څېړنځئ ، خوبځئ ، خوړنځئ ، دمه ځئ ، روزنځئ ، ژغورځئ ، ژغورنځئ ، ښکارځئ ، ښوونځئ ، کتنځئ ، لوبځئ ، لوستځئ ، مینځلځئ ، ناستځئ ، هوساینځئ ( استراحتګاه ) او نور


په څ توري پیل ځینې مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :


په څ توري پیل د ځینو رتبو مرستاړي :
څېړنیال ، څېړنیار ، څېړنمل ، څېړندوی ، څېړنوال ، څېړاند .
څار : د مختاړي پتوګه :
څار تون ، څارځای ، څارځئ ، څارخېل ، څارخېله ، څارغاړې ، څارغالئ ، څارمل ، څارمن ، څارندوی ، څارنوال ، څاروان ، څارواني ، څاریا ، څاریال ، څاریالئ ، څاریانئ ، څاریانۍ او نور
څار ، څارئ : د روستاړي پتوګه :
پام څارئ ، پتڅارئ ، پټڅارئ ، پل څارئ ، ټولڅارئ ، ځان څارئ ، ځواک څارئ ، رازڅارئ ، زړه څارئ ، سترګڅارئ ، سخت څارئ ، غرڅارئ ، کارڅارئ ، کورڅارئ ، ګټه څارئ ، لارڅارئ ، لوبڅارئ ، ننګ څارئ ، واک څارئ ، وخت څارئ ، ولس څارئ اونور
څک : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اڅک ، اسمان څک ، ډېرڅک ، غرڅک ، لمرڅک ، ورڅک او نور
څنډنه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
توت څنډنه ، ځان څڼډنه ، سرڅنډنه ، سوچ څنډنه ، کورڅنډنه ، ګوتڅنډنه ، ګوندڅنډنه او نور
څو : د ستاینوم مرستاړئ :
څوخولئ ، څورنګئ ، څوژبئ ، څوسترګئ ، څولارئ ، څومخئ ، څوهوډئ او نور
څېر : د ورتوالي مرستاړئ :
اغزي پڅېر ، اورپڅېر ، تل پڅېر ، تېرپڅېر ، ځان پڅېر ، زړه پڅېر ، شپون پڅېر ، غرپڅېر ، ګل پڅېر ، لمرپڅېر ، ماشوم پڅېر ، مړپڅېر او نور
څېرمه : د تون مرستاړئ :
د ځای نوم سره په اړیکواله تړښته ( ارتباطي ترکیب ) کې ، د ځای نوئ نوم جوړوي چې دا نوئ نوم ځايي ( اصلي ) ځای ته نږدي سیمه څرګندوي لکه :
بڼ ته څېرمه ، ښارته څېرمه ، غره ته څېرمه ، کلي ته څېرمه او نور
په خ توري پيل ځينې مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :
خان : د نسبتي ستاینوم مرستاړئ :
پاچاخان ، بریاخان ، تورخان ، زرین خان ، ښکلئ خان ، غني خان ، ګل خان ، لمرخان ، لوی خان ، وړخان ، ولس خان ، ولي خان او نور
خپل : د ستاینوم مرستاړئ :
خپلځانئ ( ځان خوا ) ، خپل ځواکئ ، خپلخوښئ ، خپل دریځئ ، خپلرنګئ ، خپل زړئ ( چې هر څه پخپل زړه ترسره کوي ) ، خپل سرئ ، خپل کارئ ، خپل لارئ ، خپللاسئ ، خپلمنځئ ، خپلواک ، خپل وسئ او نور
خرڅه : د ستاینوم مرستاړئ :
بدخرڅه ، بېخرڅه ، پت خرڅه ، پټ خرڅه ، پښت خرڅه ، ځان خرڅه ، دروندخرڅه ، غټ خرڅه ، ژب خرڅه ، غوړخرڅه ، کم خرڅه ، ګران خرڅه ، لوړخرڅه ، ننګ خرڅه ، نوم خرڅه ، ولس خرڅه ، ویاړخرڅه او نور
خرڅي : د مجرد وصف مرستاړئ :
بدخرڅي ، بېخرڅي ، پټ خرڅي ، دروندخرڅي ، غټ خرڅي ، کم خرڅي ، ګران خرڅي ، لوړخرڅي ، ویاړخرڅي او نور
خړاوئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اوبه خړاوئ ( پلمه لټول ) ، اړیک خړاوئ ، سترګ خړاوئ او نور
خوا :
۱ــ د ستاینوم د مختاړي پتوګه :
خوابدئ ، خواپورې ، خواتورئ ، خواخوږئ ، خواسوړئ ، خواشینئ ، خوانېولئ ، او نور
۲ ــ د مجرد وصف د مختاړي پتوګه :
خوابدي ، خواتوري ، خواخوږي ، خواشیني ، خوانېوئ او نور
۳ ــ د ستاینوم د روستاړي پتوګه :
بدخوا ، پښتوخوا ، تږي خوا ، ځانخوا ، خپلخوا ، دروندخوا ، درنه خوا ، خیرخوا ، زړه خوا ، بیړه خوا ، سپيره خوا ، سړه خوا ، سوله خوا ، لوړخوا ، منځخوا ، مړه خوا ( موړسترګئ ) ، نیکخوا ، وږي خوا ( وږسترګئ ) او نور
۴ ــ د تون د روستاړي پتوګه لکه :
بره خوا ، بله خوا ، پښتونخوا ، توره خوا ، شاوخوا ، لره خوا ، وازه خوا ( د یوي ولسوالۍ نوم دئ ) ، هره خوا ، یوه خوا او نور
۵ ــ د تړښتي ويي د مرستاړي پتوګه لکه :
تنخوا او نور
خور ، خورئ : د ستاینوم مرستاړئ :
بډي خور ، پاتې خور ، تنخاخور ، تیارخور ، تغیرخور ، تي خور ، ځانخور ، خیراتخور ، دردخور ، زړه خور ، زیاتي خور ، سړیخور ، سوګندخور ، شېدې خور، غمخور ، غوښې خور ، غول خور ، ګوړخور ، ماتې خور ، مارخور ، مالخور ، نړیخور ، واښه خور ، وړیاخور او نور
خوري : د مجرد وصف مرستاړئ :
پاتې خوري ، تیارخوري ، ځان خوري ، زړه خوري ، غمخوري ، مالخوري ، نړیخوري ، وړیاخوري ، هواخوري او نور
خوړلئ : د ستاینوم مرستاړئ :
پت خوړلئ ، پورخوړلئ ، تورخوړلئ ، ځان خوړلئ ، حق خوړلئ ، رنځ خوړلئ ، زړه خوړلئ ، زهرخوړلئ ، سرخوړلئ ، سوزخوړلئ ، سوګندخوړلئ ، عمرخوړلئ ( سپین ږیرئ ) ، غم خوړلئ ، مارخوړلئ ، مال خوړلئ ، وخت خوړلئ ( چې د وخت تودې او سړې پرې تېرې شوې وي ) ، وېرخوړلئ او نور
خوږاوئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بل خوږاوئ ، ځان خوږاوئ ، زړه خوږاوئ ، ژوند خوږاوئ ، سرخوږاوئ ، ورورخوږاوئ ، ولس خوږاوئ او نور
خوږئ : د ستاینوم مرستاړئ :
ځان خوږئ ، خواخوږئ ، زړه خوږئ ، ساخوږئ ( یوه ناروغي ده ) سرخوږئ ، شاخوږئ ، ګډخوږئ ، غاښ خوږئ ، غوږخوږئ ، لاس خوږئ ، غم خوږئ ، مغزخوږئ ، منځ خوږئ ، نس خوږئ ( یوه ناروغي ده ) ، ولسخوږئ ، هډخوږئ ، همخوږئ او نور
خوږي : د مجرد وصف مرستاړئ :
ځان خوږي ، خواخوږي ، زړه خوږي ، سرخوږي ، غم کوږي ، مغزخوږي ، منځ خوږي ، نس خوږي ، ولسخوږي ، هډخوږي ، هم خوږي او نور
خوښئ : د ستاینوم مرستاړئ :
بېلتون خوښئ ، پت خوښئ ، ټول خوښئ ، ځان خوښئ ، ځواک خوښئ ، رازخوښئ ، زرخوښئ ، زړه خوښئ ، زورخوښئ ، زیارخوښئ ، سمون خوښئ ، کارخوښئ ، واک خوښئ ، وس خوښئ ، ولس خوښئ ، یوون خوښئ او نور
خوښي : د مجرد وصف مرستاړئ :
بېلتون خوښي ، پت خوښي ، ټول خوښي ، ځان خوښي ، ځواک خوښي ، رازخوښي ، زرخوښي ، زړه خوښي ، واک خوښي ، ولس خوښي ، یوون خوښي او نور
خولئ : د ستاینوم مرستاړئ :
اورخولئ ، اوږدخولئ ، پټ خولئ ، پڅ خولئ ، تورخولئ ، تيزخولئ ، جړخولئ ، چوپ خولئ ، ځوان خولئ ، څوخولئ ، څېرخولئ ، خوږخولئ ، درون خولئ ، رازخولئ ، زورخولئ ، سپک خولئ ، سخت خولئ ، سوړخولئ ، ښځخولئ ، غوړخولئ ، غوڅ خولئ ، ګوړخولئ ، لوندخولئ ، لېړخولئ ، مړخولئ ، نرخولئ ، هوډخولئ ، یوخولئ او نور
خونه : د تون مرستاړئ :
انتظارخونه ، تورتم خونه ، جرګوخونه ، څنګ خونه ( پسخانه ) ، خوب خونه ، خوراک خونه ، سوداګرۍ خونه ، کارخونه ، لوست خونه ، ماشین خونه ، منځ خونه ، ناست خونه ( سالون ) او نور
خویه : د ستاینوم روستاړئ :
اورخویه ، بدخویه ، بېل خویه ، پري خویه ، ځناورخویه ، تندخویه ، تنګ خویه ، دروندخویه ، دېوخويه ، زورخویه ، سپکخویه ، سخت خویه ، سړيخویه ، سوړخویه ، شوم خویه ، ښځخویه ، لوړخویه ، ماشوم خویه ، نرخویه او نور
خېل : د ټبر سره د نسبت روستاړئ :
جبارخېل ، سلیمان خېل ، سلطان خېل ، موسی خېل او نور
خېل : د نوم روستاړئ :
اورخېل ، اوریاخېل ، پت خېل ، خان خېل ، زرخېل ، زمرخېل ، سوچه خېل ، غرخېل ، لمرخېل ، میرخېل ، وړخېل ، وړیاخېل او نور


په د توري پيل ځينې مختاړي ـ روستاړي اوتړښتي وییونه :


دره : د تون مرستاړئ :
اسماردره ، اناردره ، انګوردره ، بونیردره ، پیچ دره ، توت دره ، خیبردره ، سردره ، سمسوردره ، سوات دره ، شکردره ، شیبردره ، شیګل دره ، شین دره ، شینوارو دره ، غځ دره ، غردره ، ګل دره ، نښتردره ، نوردره ، وریښم دره ، ویګل دره ، یاددره او نور
درناوئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اړیک درناوئ ، بل درناوئ ، پښت درناوئ ، خپل درناوئ ، زړه درناوئ ، مشردرناوئ ، نوم درناوئ ، ولس درناوئ ، هوډ درناوې او نور
دریځ ، دریځه : د ستاینوم مرستاړئ :
اوردریځه ، اوم دریځه ، بددریځه ، بېدریځه ، پټ دریځه ، پوخ دریځه ، ټيټ دریځه ، ټينګ دریځه ، څنګ دریځه ، حق دریځه ، خپل دریځه ، خواردریځه ، درونددریځه ، روغ دریځه ، روڼ دریځه ، زوردریځه ، سپين دریځه ، سخت دریځه ، ستغ دریځه ، سم دریځه ، سیل دریځه ( نندارچي ) ، شوم دریځه ، ښي دریځه ، غم دریځه ، کلک دریځه ، کم دریځه ، کوږدریځه ، کیڼ دریځه ، ګران دریځه ، لوړدریځه ، منځ دریځه ، ناسم دریځه ، نردریځه ، نرم دریځه ، وران دریځه ، ویاړدریځه او نور
دریځي : د مجرد وصف مرستاړئ :
اوردریځي ، پوخ دریځي ، ټينګ دریځي ، حق دریځي ، روغ دریځي ، روڼ دریځي ، سخت دریځي ، سم دریځي ، کوږدریځي ، نرم دریځي او نور
دنګ : د ستاینوم مرستاړئ :
سردنګ او نور
دوست : د ستاینوم مرستاړئ :
اوردوست ، پت دوست ، ځان دوست ، ځوان دوست ، رازدوست ، زردوست ، زړه دوست ، زیاردوست ، غردوست ، کاردوست ، ګل دوست ، لمردوست ، ننګ دوست ، نوم دوست ، واک دوست ، ویاړدوست او نور
دوستي : د مجرد وصف مرستاړئ :
اوردوستي ، پت دوستي ، ځاندوستي ، زړه دوستي ، زیاردوستي ، کاردوستي ، واک دوستي ، ولس دوستي ، ویاړدوستي ، هوډ دوستي او نور
دوه : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
دوه بختئ ، دوه ځانئ ، دوه خولئ ، دوه رنګئ ، دوه ژبئ ، دوه سرئ ، دوه کارئ ، دوه مخئ ، دوه هوډئ او نور
دېره : د تون مرستاړئ :
ادبي دېره ، اسمعیل خان دېره ( په لره پښتونخوا کې د یو ځای نوم دئ ) ، شعري دېره ، ګوندي دېره ، ولسي دېره او نور


په ډ توري پيل ځينې مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :


ډاډ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بشپړډاډ ، ځان ډاډ ، زړه ډاډ ، ژبډاډ ، ژوندډاډ ، کارډاډ ، مرست ډاډ او نور
ډډه : د تون روستاړئ :
دا مرستاړئ ، د ځای نوم سره په اضافتي تړښته کې ، د ځای نوئ نوم جوړوي چې دا نوئ نوم ټول ځای نه بلکې د هغه یوه برخه څرګندوي لکه :
د ښارډده ، د غره ډډه ، د کورډډه او نور
ډاګ : د تړښتي ويي ( توني ) مرستاړئ :
د بکوا ډاګ ، سرکو ډاګ ، ګمبیري ډاګ ، د چمتلې ډاګ او نور
ډک : د ستاینوم روستاړئ :
ډک خولئ ، ډک رازئ ، ډک زړئ ( ډک زړه ) ، ډک سترګئ ، ډک لاسئ ( ډک لاس ) ، ډک مغزئ ، ډک منځئ ، ډک موټئ ، ډک نسئ او نور
ډکئ : د ستاینوم مرستاړئ :
خوا ډکئ ، زړه ډکئ ، لاس ډکئ ، مغزډکئ ، موټ ډکئ ، نس ډکئ ، وس ډکئ او نور
ډکي : د مجرد وصف مرستاړئ :
خوا ډکي ، زړه ډکي ، لاس ډکي ، مغزډکي ، نس ډکی او نور
ډګر : د تړښتي ويي ( توني ) مرستاړئ :
د جګړې ډګر ، د سیالۍ ډګر ، هوايي ډګر او نور
ډله : د مختاړي په توګه :
ډلتوب ، ډلغړئ ، ډلغاړئ ،ډلګنۍ ، ډلګلوي ، ډلګۍ ، ډلګګۍ ، ډلمشر ، ډلمشري او نور
اپوزیشن ډله ، بیارغون ډله ، ژغورډله ، سلاکاره ډله ، سندرغاړوډله ، سیاست ډله ، کارډله ، لوبډله او نور
ډلګئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ډلګي خان ، ډلګي خېل ، ډلګي مشر ، ډلګي مل ، ډلګې وال او نور
ډنډ ( زون ) : د تون مرستاړئ :
ختیځ ډنډ ( ننګرهار ، لغمان ، کونړ او نورستان ) ، سوېل ختیځ ډنډ ( پکتیا او ورڅېرمه سیمې يي ) ، شمال ختیځ ډنډ ( بدخشان او ورڅېرمه سیمې يي ) ، سوېل ډنډ ( کندهار او ورڅېرمه سیمې يي ) ، سوېل لویدیځ ډنډ ( فراه او ورڅېرمه سیمې يي ) ، شا ډنډ ( په پېښور کې د یو ځای نوم دئ ) شمالي ډنډ ( مزار او ورڅېرمه سیمې يي ) ، شمال لویدیځ ډنډ ( فاریاب او ورڅېرمه سیمې يي ) ، شین ډنډ ( د ولسوالۍ نوم دئ ) ، لویدیځ ډنډ ( هرات او ورڅېرمه سیمې يي ) او نور
ډول ، ډوله ، ډولئ : د ستاینوم مرستاړئ :
اورډوله ، بد ډوله ، پت ډوله ، پري ډوله ، تنګ ډوله ، چوپ ډوله ، ځان ډوله ، ځانګړډوله ، ځوان ډوله ، څوډوله ، خان ډوله ، دروندډوله ، دېوډوله ، زرډوله ، زرنګ ډوله ، زیږډوله ، ساده ډوله ، سپک ډوله ، سخت ډوله ، کاکه ډوله ، ګل ډوله ، لنډډوله ، مست ډوله ، نرډوله ، وړډوله ، ویاړډوله ، ویښ ډوله ، هیښ ډوله ، هرډوله ، هوډ ډوله ، یادډوله ، یوډوله او نور
ډولي : د مجرد وصف مرستاړئ :
بد ډولي ، ځان ډولي ، څوډولي ، هرډولي ، یوډولي او نور


په ر توري پيل ځينې مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :


رژاندئ ، رژندئ : د ستاینوم مرستاړئ :
رژاندئ ، پت رژاندئ ، ځان رژاندئ ، ځواک رژاندئ ، زړه رژاندئ ، غررژاندئ ، غم رژاندئ کاررژاندئ ، واک رژاندئ ، هسک رژاندئ او نور
رسي ، رس : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بررسي ، بیارسي ، پام رسي ، جواررسي ( جواررس ) ، ځان رسي ، ځواک رسي ، خیال رسي ، زوررسي ، ژررسي ، سترګرسي ، سررسي ، سوچ رسي ، غږرسي ، غنم رسي ( غنم رس ) ، غوررسي ، فصل رسي ، کاررسي ، ګل رسي ، لاسرسي ، لیدرسي ( لیدرس ) ، مټ رسي ، مېوه رسي ( مېوه رس ) ، نوم رسي ، واريسي ، واک رسي ، وس رسي ، او نور
رغاوئ ، رغونه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
افتصادرغونه ، بیارغونه ، پوهنتون رغونه ، پوهنځئ رغونه ، ټول رغونه ، ځان رغونه ، ځواک رغونه ، سړک رغونه ، ښوونځئ رغونه ، کاررونه ، کلتوررغونه ، لاررغونه ، واک رغونه ، هېوادرغونه او نور
رنګ ، رنګه : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
بلرنګ ، بدرنګ ، بې رنګ ، څورنګ ، زررنګ ، غنمرنګ ، کمرنګ ، ګلرنګ ، ګڼ رنګ ، همرنګ ، یورنګه او نور
روزئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
چرګان روزئ ، څاروي روزئ ، ژوی روزئ او نور
روسته : د تړښتي ويي مرستاړئ :
روستاړئ ، روسته پاتې ، روستوب ، روسته تګ ، روستئ نوم او نور


په ړ توري پيل ځينې مختاړي ــ روستاړي او تړښتي وییونه :


ړه : د تون روستاړئ :
کچړه او نور
ړئ :


۱ــ د تصغیر روستاړئ لکه:


له کدو څخه کدوړئ له کندو څخه کندوړئ
له مغز څخه مغزړئ


۲ ــ د نسبتي ستاینوم روستاړئ لکه :


له اوم څخه اومړئ له خون څخه خونړئ
له رنځ څخه رنځړئ له منځ څخه منځړئ
ړۍ : د تصغیر روستاړئ لکه :
له تمبې څخه تمبړۍ او نور


په ز توري پيل ځينې مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :


زده : د تړښتي ويي مرستاړئ :
چازده ، خدازده او نور
زړه : د ستاینوم د مختاړي پتوګه :
زړه بایللئ ، زړه بدئ ، زړه پړسېدلئ ، زړه تړلئ ، زړه تورئ ، زړه پورې ، زړه خوړلئ ، زړه خوړین ، زړه خوږئ ، زړه سوئ ، زړه شینئ ، زړه وتلئ ، زړه وړئ او نور
زړه : د مجرد وصف د مختاړئ پتوګه :
زړه بدي ، زړه پړسوب ، زړه خوږي او نور
زړه : د تړښتي ويي د مختاړي پتوګه :
زړه خواله ، زړه سوئ او نور
زړئ : د ستاینوم روستاړئ :
اورزړئ ، بدزړئ ( بدخوا ) ، پاشل زړئ ، پاک زړئ ، پت زړئ ، پټ زړئ ، تودزړئ ، تورزړئ ( ګناکار ) ، ټينګ زړئ ، چل زړئ ، ځان زړئ ، ځوان زړئ ، خپورزړئ ، خوارزړئ ، خوږزړئ ، خوښ زړئ ، درون زړئ ، روڼ زړئ ، روغ زړئ ، زخمي زړئ ، زیږزړئ ، سپک زړئ ، سپین زړئ ، سخت زړئ ، سست زړئ ، سم زړئ ، سوړزړئ ، شین زړئ ، غټ زړئ ، غرزړئ ، غم زړئ ، لوړزړئ ، لوی زړئ ، مات زړئ ، مړزړئ ، موړزړئ ، منځ زړئ ( منځړئ ) ، وچ زړئ ، ويښ زړې ، هیښ زړئ ، هېرزړئ ( فراموشکار ) ، یخ زړئ ، یوزړئ او نور
زښت : د کړول مرستاړئ :
زښت ډېر ، زښت زیات ، زښت ښه او نور
زوی : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
پت زوی ، خوږزوی ، زیږزوی ، شېرزوی ، ګلاب زوی ، غرزوی ، لال زوی ، لمرزوی ، میرزوی او نور
زئ :


۱ ــ له ټبر سره د نسبت روستاړي پتوګه لکه :


اڅکزئ ، بابازئ ، بارکزئ ، سدوزئ ، کرزئ او نور


۲ ــ له خپلوانو سره د نسبت روستاړي پتوګه لکه :
بنزئ ، ترورزئ ، لېورزئ ، ندرورزئ او نور


۳ ــ د نسبت د روستاړي پتوګه لکه :


اړزئ ، اورزئ ، خان زئ ، ریښتین زئ ، زیږزئ ، سیال زئ ، شړزئ ، غرزئ ، غمزئ ، کرزئ ، ګلزئ ، لمرزئ ، میرزئ ، ویښ زئ او نور
زیږد : د تړښتي ويي مرستاړئ :
زیږدځای ، زیږددرد ، زیږدکال ، زیږدنوم ، زیږدنېټه ، زیږدورځ او نور

پنځمه برخه دلته ولولۍ



په ژ توري پيل ځینې مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :

ژبئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
اوردوژبئ ، اورژبئ ، اوږدژبئ ، بل ژبئ ، پاړسي ژبئ ، پت ژبئ ، بړژبئ ، بندژبئ ، بې ژبې ، بدژبئ ، تت ژبئ ، توتي ژبئ ، ټینګ ژبئ ، جړژبئ ، چوپ ژبئ ، حاضرژبئ ، ختیځ ژبئ ، خوارژبئ ، خوږژبئ ، څوژبئ ، دوه ژبئ ، روان ژبئ ، روغ ژبئ ، روڼ ژبئ ، زورژبئ ، ستغ ژبئ ، سپورژبئ ، سخت ژبې ، سوړژبئ ، غټ ژبئ ، غوڅ ژبئ ، غوړژبئ ، کارژبئ ، ګلژبئ ، ګڼ ژبئ ، لواړژبئ ، لوړژبئ ، لوندژبئ ، لویدیځ ژبئ ، مړژبئ ، مست ژبئ ، نرژبئ ، ورک ژبئ ، وړژبئ ، ولس ژبئ ، همژبئ ، یوژبئ او نور
ژړلئ : د ستاینوم روستاړئ :
پت ژړلئ ، تل ژړلئ ، ځان ژړلئ ، زړه ژړلئ ، غمژړلئ ، ولس ژړلئ ، ویرژړلئ او نور
ژلئ : د ستاینوم روستاړئ :
ارمان ژلئ ، پرغزژلئ ( قارجن ) ، پرهرژلئ ، پورژلئ ( پردیس ) ، زهرژلئ ، غمژلئ ، قهرژلئ ، مړژلئ ، ویرژلئ او نور
ژواندئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
پت ژواندئ ، تل ژواندئ ، خوښ ژواندئ ، زړه ژواندئ ، کارژواندئ ، مړژواندئ ، نیم ژواندئ ، ویاړژواندئ او نور
ژوندئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ژوند ، ژوندئ او نور
په ږ توري پيل ځینې مختاړي ـ روستاړی او تړښتي وییونه :
ږو : د تړښتي ويي مرستاړئ :
خدایږو او نور
ږمۍ : د ستاینوم مرستاړئ :
اورږمۍ ، اوږمۍ ، تورږمۍ ، خړږمۍ ، سپوږمۍ او نور
په س توري پيل ځينې مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :
ساتئ : د ستاینوم مرستاړئ :
پام ساتئ ، پت ساتئ ، چرګان ساتئ ، ځان ساتئ ، ځواک ساتئ ، څاروي ساتئ ، رازساتئ ، زړه ساتئ ، ژوی ساتئ ، ګل ساتئ ، سوله ساتئ ، نوم ساتئ ، ننګ ساتئ ، واک ساتئ ، ورساتئ ، یادساتئ او نور
ساتنه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بریدساتنه ، پام ساتنه ، پت ساتنه ، چرګان ساتنه ، ځان ساتنه ، رازساتنه ، زړه ساتنه ، ګل ساتنه ، نوم ساتنه او نور
د ځینې پوځي رتبو نومونه :
ساتنمن ، ساتنوال ، څارن ، سر څارن ، سمونمل ، سمونوال ، پاسوال ، مل پاسوال ، لوی پاسوال
ساز : د تړښتي ويی مرستاړئ :
انځورساز ، برخلیک ساز ، پلمه ساز ( پلمه ګر ، پلمه ګړئ ) ، تاریخ ساز ، ترانه ساز ، چاره ساز ، چاړه ساز ، داروساز ، درمل ساز ، دمه ساز ، دورانساز ، ژوندساز ، ږمنځ ساز ، سندرساز ، غاښ ساز ، کارساز ، کیلي ساز ، ګړۍ ساز ، لارساز ، کورساز ، نوم ساز ، نړۍ ساز او نور
سازئ : د مجرد وصف مرستاړئ :
انځورسازي ، پلمه سازي ، تاریخ سازي ، چاره سازي ، چاړه سازي ، داروسازي ، دمه سازي ، ژوندسازي ، سندرسازي ، غاښ سازي ، کیلي سازي ، ګړۍ سازي ، کارسازي ، کورسازي ، کیلي سازي ، لارسازي ، نړۍ سازي ، او نور
سپارلئ ، سپارئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
ځان سپارلئ ، سرسپارلئ ، زړه سپارلئ ، واک سپارلئ ، وس سپارلئ او نور
سپارنه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ځان سپارنه ، سرسپارنه ، زړه سپارنه ، واک سپارنه ، وس سپارنه او نور
سپکاوئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
پت سپکاوئ ، پښت سپکاوئ ، ځان سپکاوئ ، خوله سپکاوئ ، زړه سپکاوئ ( زړه تشاوئ ) ، ژب سپکاوئ ، شان سپکاوئ ، کلتورسپکاوئ ، نوم سپکاوئ ، واک سپکاوئ ، هېوادسپکاوئ او نور
سپيناوئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
تورسپیناوئ ، ځان سپیناوئ ، رازسپیناوئ ، زړه سپیناوئ ، شخړسپیناوئ ، کارسپيناوئ ، لارسپیناوئ ، لاس سپيناوئ ، مخ سپیناوئ ، منځ سپیناوئ ، نوم سپیناوئ او نور
ستان : د تون روستاړئ :
پښتونستان ، پوهستان ، تورستان ، روهېستان ، غرستان ، لمرستان او نور
ستاین : د تړښتي ويي روستاړئ :
ستاین ، غرستاین ، لمرستاین ، ولستاین او نور
د ستاینوم درجې :
لومړۍ درجه دویمه درجه دریمه درجه
ستاینوم : ډېر + ستاینوم : خورا ډېر + ستاینوم :
ښه ډېر ښه خورا ډېر ښه
بد ډېر بد خورا ډېر بد
ځوان ډېر ځوان خورا ډېر ځوان
زوړ ډېر زوړ خورا ډېر زوړ
ستاینه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اورستاینه ، پښت ستاینه ، ځان ستاینه ، زړه ستاینه ، مټ ستاینه ، مرستاینه ، نوم ستاینه ، ننګ ستاینه ، وړستاینه ، ولس ستاینه ، هوډ ستاینه او نور
سترګه : د تړښتي ويي مختاړئ :
سترګ ګډئ ، سترګ ګډي ، سترګ رپي ، سترګ رسي ، سترګ غلي ، سترګ لید ، سترګ نېوئ او نور
سترګئ : د ستاینوم مرستاړئ :
اوچت سترګئ ، بدسترګئ ، برګ سترګئ ، برن سترګئ ، پټ سترګئ ، پوچ سترګئ ، تنګ سترګئ ، تورسترګئ ، ټيټ سترګئ ، جیګ سترګئ ، ځوان سترګئ ، ځوړسترګئ ، ځیرسترګئ ، څیرسترګئ ، خړسترګئ ، خوږسترګئ ، ډارسترګئ ، روڼ سترګئ ، ړوندسترګئ ، ژيړسترګئ ، سپین سترګئ ، سیخ سترګئ ، سورسترګئ ، شاسترګئ ، شوم سترګئ ، شین سترګئ ، ښځ سترګئ ، غل سترګئ ، غوړسترګئ ، کوزسترګئ ، کړاغ سترګئ ، کوږسترګئ ، لوړسترګئ ، مړاوسترګئ ، مړسترګئ ، موړسترګئ ، نرسترګئ ، وچ سترګئ ، وږسترګئ ، ویاړسترګئ ، یوسترګئ او نور
سترګي : د مجرد وصف مرستاړئ :
بدسترګي ، برګ سترګي ، برن سترګي ، بې سترګي ، پټ سترګي ، پوچ سترګي ، تنګ سترګي ، ټيټ سترګي ، جیګ سترګي ، ځوړسترګي ، ځیرسترګي ، څيرسترګي ، خړسترګي ، خوږسترګي ، ړوندسترګي ، زیږسترګي ، ژيړسترګي ، سپین سترګي ، سورسترګي ، شوم سترګي ، کوزسترګي ، کړاغ سترګي ، غل سترګي ، لوړسترګي ، مړسترګي ، موړسترګي ، نرسترګي ، وچ سترګي ، وږسترګي او نور
سخت : د ستاینوم د مرستاړئ پتوګه :
سخت پالئ ، سخت پلوئ ، سخت چارئ ، سخت ځانئ ، سخت خولئ ، سخت خویه ، سخت دریځه ، سخت زړئ ، سختوړک ، سختوړئ ، سخت ژبئ ، سخت سترګئ ، سخت سرئ ، سخت غاړئ ، سخت کارئ ، سختګالئ ، سختګیر ، سخت لاسئ ، سخت لورئ ، سختمل ، سخت مغزئ ، سختیار ، سخت هڅئ ، سختیال ، سختیالئ ، سختیانئ ، سختین او نور
سر :
۱ ــ د تړښتي ويي ( ستاینوم ) د مختاړي پتوګه لکه :
سراېله ، سرتېر ( سرتېرئ ) ، سرتمبه ، سرجنګ ، سرخان ، سرخېل ، سردنګ ، سرزورئ ، سرمشر ، سرښندئ ، سرکوزئ ، سرلوړئ او نور
ــ سربایللئ ، سرپرېکړئ ، سرتړلئ ، سرڅټلئ ، سرخوړلئ ، سرسپارلئ ، سرګټلئ ، سرګڼلئ ، سرمنلئ ، سرنېولئ ، سروتلئ او نور
ــ سربایلونکئ ، سرڅټونکئ ، سرخوړونکئ ، سرسپارونکئ ، سرګټونکئ او نور
ــ سربایلونئ ، سرخوړونئ ، سرګټونئ او نور
۲ ــ د تړښتي ويي ( مجرد وصف ) د مرستاړي پتوګه لکه :
سراېله توب ، سرتمبګي ، سرتېري ، سرجنګي ، سرخاني ، سرخېلي ، سردنګي ، سرزوري ، سرمشري ، سرلوړي او نور
۳ ــ د تړښتي ويي ( حاصل مصدر ) د مختاړي پتوګه لکه :
سربایلنه ، سرتلنه ، سرتېرېدنه ، سرټکونه ، سرخوړنه ، سرسپارنه ، سرښندنه ، سرغړونه ، سرګټنه ، سرورکونه او نور
۴ ــ د تړښتي ويي ( نوم ) د مرستاړي پتوګه لکه :
سربانډه ، سربند ، سربېله ، سرچینه ، سرخبره ، سرخونه ، سردره ، سرډنډ ، سرغالئ ، سرغونډۍ ، سرلیک ، سرنېوئ ، سروان ، سرواني ، سریزه او نور
سرک : د تون مرستاړئ :
د سرک ويي د شمېر د بڼو ( عددونو ) او همدارنګه له نورو وييو سره په تړښته کې د ځایو تړښتي نومونه جوړوي ، چې نن سبا په ښار او کلیو کې د ځایونو دا تړښتي نومونه زیات پکاریږي د بېلګې پتوګه :
۱ــ بېلګه لکه : لومړئ سرک ، دویم سرک ، دریم سرک او نور
۲ــ بېلګه لکه : د غازي سرک ، د هوايي ډګر سرک او نور
سره : د تړښتي ويي مختاړئ :
سره بېل ، سره بدمرغه ، سره پردي ، سره تل ، سره تنګ ، سره ټول ، سره ټينګ ، سره جلا ، سره جوخت ، سره جوړ ، سره چوپ ، سره څنګ ، سره خوښ ، سره راز ، سره روغ ، سره سپک ، سره ګډ ، سره ستر ، سره سم ، سره شتون ، سره غبرګ ، سره ګڼ ، سره ګوښه ، سره ودان ، سره وران ، سره یو ، سره همګټي ، سره هم مېشت او نور
سره : د تړښتي ويي روستاړي :
بل سره ، پښتو سره ، پښتنو سره ، ځان سره ، ( در ، را ، ور ) سره ، زلمو سره او نور
دښمن مې وایی د اغیار ژبه ده ........................زه به جنت ته له پښتو سره سم
سرئ : د ستاینوم مرستاړئ :

بېسره ، تش سرئ ، تورسرئ ، ټيټ سرئ ، ځوان سرئ ، ځوړسرئ ، خام سرئ ، خپلسرئ ، ډک سرئ ، زرسرئ ، زورسرئ ، زړه سر ، زیږسرئ ، ژېړسرئ ، سپک سرئ ، سخت سرئ ، غټ سرئ ، غوړسرئ ، لوړسرئ ، وچ سرئ ، وخت سرئ ، وړسرئ ، ووړسرئ ، هسک سرئ ، هوډسرئ ، یوسرئ او نور سري : د مجرد وصف مرستاړئ :
بېسري ، ټيټ سري ، خام سري ، خپلسري ، زورسري ، سخت سري ، لوړسري ، وچ سري ، وړسري او نور
سوز ، سوزئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
پت سوز ، ځان سوز ، زړه سوز ، کورسوز ، مینه سوز ، نړۍ سوز ، واک سوز ، ویاړسوز، یادسوزئ او نور
سوزي : د مجرد وصف مرستاړئ :
پت سوزي ، ځان سوزي ، زړه سوزي ، کورسوزي ، یادسوزي او نور
سه : د مجرد وصف روستاړئ :
له بوخت څخه بوختسه له تنګ څخه تنګسه
له خپه څخه خپسه ( خپسکه ) او نور
سیالي : د تاړښتي ويي مرستاړئ :
ځغاست سیالي ، زورسیالي ، ژوندسیالي ، کارسیالي ، کورسیالي ، مرست سیالي ، منځسیالي ، واک سیالي او نور
سیمه : د تړښتي ويي ( توني ) مرستاړئ :
اوب سیمه ، اورسیمه ، بېل سیمه ، تېل سیمه ، ځواک سیمه ، څړسیمه ، زرسیمه ، زورسیمه ، ژب سیمه ، کارسیمه ، کان سیمه ، کرسیمه ، ګازسیمه ، ګړسیمه ، مېشت سیمه ، واک سیمه ، ویاړسیمه ، ویش سیمه ، یادسیمه او نور
په ش توري پیل ځينې مختاړي ـ روستاړي او تړښتی وییونه :
شا : د تون روستاړئ لکه :
بخمل شا ، سیدشا ، کجک شا ، غنم شا ، میرانشا ، خواوشا او نور
شا : د تړښتي ويي مرستاړئ :
شاتګ ، شاتوب ، شاتورئ ، شاخوږئ ، شاګرځ ، شاکوړپ ، شالورئ ، شالویدنه ، شالید او نور
شر : د ستاینوم مرستاړئ :
شرپنځئ ، شرپېښئ ، شرتړئ ، شرخولئ ، شرزړئ ، شرژبئ ، شرسترګئ ، شرسرئ ، شرغوښتئ ، شرګډئ ( شرانداز ) ، شرلاسئ ، شرلمنئ ، شرمخئ ، شرمغزئ او نور
شریک : د ستاینوم مرستاړئ :
جیب شریک ، ځان شریک ، رازشریک ، زیان شریک ، غمشریک ، کارشریک ، وارشریک ، هډشریک او نور
شوئ : د تېرمهال د فعلي ستاینوم روستاړئ :
اړشوئ ، اشناشوئ ، بېلارشوئ ، پري شوئ ، پوخ شوئ ، پوخلاشوئ ، تورشوئ ، تېرشوئ ، جوړشوئ ، ځوان شوئ ، خوښ شوئ ، رسواشوئ ، کارشوئ ، ګډشوئ ، مین شوئ ، ویښ شوئ ، یوشوئ او نور
شینئ : د ستاینوم مرستاړئ :
شينئ ، خواشینئ ، زړه شینئ او نور
په ښ توری پيل ځينې مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :
ښاد : د ستاینوم مرستاړئ :
ارواښاد ، ځان ښاد ، ښاد ، زړه ښاد ، نومښاد ، میرښاد او نور
ښت : د حاصل مصدر روستاړئ :
پایښت ، تړښت ، تودښت ، ټينګښت ، جوړښت ، چلښت ، ځایښت ، خوځښت ، درنښت ، رڼښت ، روایښت ( مشروعیت ) ، زړښت ، سپړښت ، سړښت ، سمبالښت ، ګرانښت ( محبوبیت ) ، لګښت ، لویښت ، مړښت ، منښت ( مقبولیت ) ، نوښت ، ورښت ، وړښت ، یادښت ، یوښت او نور
ښته : د حاصل مصدر مرستاړئ :
تړښته ، درنښته ، سړښته ، منښته ، ورښته او نور
ښندنه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اغیزښندنه ، ځان ښندنه ، سرښندنه ، زړه ښندنه ، واک ښندنه ، وس ښندنه او نور
ښود : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ځان ښود ، چارښود ، شمال ښود ( قطب نما ) ، قبله ښود ، کارښود ، لارښود ، لورښود ، لوست ښود ، مټ ښود ( ځان ښودونکئ ) ، نړۍ ښود ، نومښود ، وخت ښود او نور
ښودونکئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ځان ښودونکئ ، کارښودونکئ ، لارښودونکئ ، لوست ښودونکې ، مټ ښودونکئ ، وخت ښودونکئ او نور
ښه ، ښې : د تړښتي ويي د مختاړي پتوګه لکه :

ښه توب ، ښېرازه ، ښېګڼه ، ښېلاره ، ښه واله او نور شپږمه برخه له دغه ځایه ولولۍ

په غ توري پيل ځينې مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :
علامه : پوهنیزلقب :
علامه سیدجمال الدین ، علامه محمود طرزي ، علامه عبدالحی حببیبي ، علامه عبدالشکور رشاد او نور
غازي : د ویاړنې د نوم مرستاړئ :
غازي امان الله خان ، غازي وزیر محمد اکبرخان ، غازي ایوب خان ، غازي محمد جاخان او نور
غاړه: د تون د روستاړي پتوګه :
دا مرستاړئ ، د ځای نوم سره په اضافتي تړښته کې ، د ځای نوئ نوم جوړوي چې دا نوئ نوم ټول ځای نه ، بلکې د هغه یوه برخه څرګندوي لکه :
سین غاړه ، غرغاړه ، پورې غاړه ، ډګرغاړه ، بڼ غاړه ، ګورغاړه ، ګودرغاړه او نور
غاړئ : د ستاینوم روستاړئ :
ارام غاړئ ، اوبغاړئ ، اوچت غاړئ ، اورغاړئ ، اوښتون غاړئ ، بت غاړئ ، بخت غاړئ ، برغاړئ ، برم غاړئ ، بېلتون غاړئ ، پاڅون غاړئ ، پام غاړئ ، پتغاړئ ، پرتم غاړئ ، پناغاړئ ، پورغاړئ ( چې بیابیا له وګړو پور اخلي ) ، پوښتنغاړئ ، پښتون غاړئ ، تورغاړئ ( لکه مړځ ) ، تېرغاړئ ( تېرېدونکئ ) ، جګړه غاړئ ، جنګ غاړئ ، جوړغاړئ ، چاره غاړئ ، ځان غاړئ ( خودخواه ) ، ځواک غاړئ ، څنګغاړئ ، خپلغاړئ ( د خپلوانو پلوي ) ، خړغاړئ ، خوښغاړئ ، د نګ غاړئ ، ډلغاړئ ، رازغاړئ ، رنځورغاړئ ، ریښتین غاړئ ، زورغاړئ ، زیارغاړئ ، زیږغاړئ ، ژمنغاړئ ، سپکغاړئ ( چې وګړو ته په سپکه سترګه ګوري ) ، سپینغاړئ ، سختغاړئ ، سرغاړئ ( سرغړونکئ ) ، ستغ غاړئ ، سمون غاړئ ، سندرغاړئ ، سورغاړئ ( چې موسیقي په سور او تال سره غږوي ) ، سوله غاړئ ، سینغاړئ ، کارغاړئ ، کرغاړئ ، کلک غاړئ ، کورغاړئ ، ګټه غاړئ ، ګډون غاړئ ، ګرځنغاړئ ( چې ګرځېدا او چکر یې خوښېږي ) ، ګېله غاړئ ، لمسون غاړئ ، لمونځغاړئ ، لوبغاړئ ، لوزغاړئ ، لوستغاړئ ، مرستغاړئ ، مورغاړئ ( هغه ماشوم چې د مور له څنګ څخه نه خوځېږي ) ، میله غاړئ ، ناستغاړئ ( چې د ګرځېدا پر ځای یې ارام او ناسته خوښېږي ) ، ننګغاړئ ، واکغاړئ ، وچغاړئ ، ورکغاړئ ، ورینغاړئ ، ولسغاړئ ، ویښغاړئ ، ويښتونغاړئ ، ویښونغاړئ ، هڅغاړئ ، هسکغاړئ ، هېرغاړئ ، هیښغاړئ ، هېله غاړئ ، یوون غاړئ او نور
غاښئ : د تون روستاړئ :
اونۍ غاښئ ، خیبرغاښئ ، خیرخانې غاښئ ، سالنګ غاښئ ، سلامپورغاښئ ، شیبرغاښئ ، ماهیپرغاښئ ، ملکنډغاښئ ، لته بندغاښئ او نور
غالئ : د تون روستاړئ :
ارامغالئ ، اوبغالئ ، اورغالئ ، بختغالئ ، پاڅونغالئ ، پالنغالئ ، پټغالئ ، پټنغالئ ، پنډغالئ ، تتغالئ ، تړونغالئ ، تشغالئ ، ټوپغالئ ، تورغالئ ، چمغالئ ، چوپغالئ ، ځنډغالئ ، څارغالئ ، څړغالئ ، څېړنغالئ ، خوبغالئ ، خوښغالئ ، رازغالئ ، روزنغالئ ، روڼ غالئ ، زړه غالئ ، ژورغالئ ، ژغورنغالئ ، ساتنغالئ ، سترګ غالئ (سترغلي ) ، ستورغالئ ، شتونغالئ ، ښکارغالئ ، ښوونغالئ ، غالئ ، کارغالئ ( ورکشاپ ) ، کرغالئ ، لمرغالئ ، لوبغالئ ، لوستغالئ ، مرستغالئ ، منځغالئ ، مېشتغالئ ، وت غالې ، ورک غالئ ، هسک غالئ ، یادغالئ او نور
غټاوئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
بل غټاوئ ، ځان غټاوئ ( لويي ) ، زړه غټاوئ ( زغم او حوصله ) ، شان غټاوئ ، نوم غټاوئ او نور
غر : د تړښتي ويي ( توني ) مرستاړئ :
باباغر ، پامیرغر ، تورغر ، څوکۍ غر ، سپین غر ، سلیمان غر ، کونډغر ، لنډئ غر ، ملکنډغر ، هندوکش غر او نور
غرئ : د نسبتي ستاینوم روستاړئ لکه :
له لنډ څخه لنډغرئ له لېوني څخه لېونغرئ
غږئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بدغږئ ، چرګ غږئ ، حق غږئ ، زیږغږئ ، شرغږئ ، لوړغږئ ( لوډسپيکر ) ، ویښ غږئ او نور
غم : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) د مختاړي پتوګه :
غمپال ، غمتېر ( غمتېرئ ) ، غمجن ، غم چاودئ ، غمځپلئ ، غمخوا ، غمخور ( غمخورئ ) ، غمخوړلئ ، غم خوږئ ، غمدوست ، غمډوله ، غم زړئ ، غمژړلئ ، غمغاړئ ، غمکښ ، غمګال ، غمګړئ ، غملړلئ ، غم مل ، غمناک ، غم وړ ، غموړئ ، غمولئ ، غمیار ، غمیال ، غمیالئ ، غمیانئ ، غمیدلئ ، غمیاد او نور
غم : د مجرد وصف او حاصل مصدر د مختاړي پتوګه :
غمپالنه ، غمپالي ، غم خوړنه ، غمدوستي ، غمخوري ، غمخوږي ، غم ژړنه ، غمګالنه ، غمګالي ، غمګلوي ، غموونه ، غمیاري ، غمیزه او نور
غن : د ستاینوم روستاړئ :
سرغن ، لارغن او نور
غندوی : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
ارغندوی ، سرغندوی ، وغندوی او نور
غندنه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بت غندنه ، تورغندنه ، ټول غندنه ، ځان غندنه ، خدای غندنه ، زرغندنه ، زورغندنه ، واک غندنه ، ولس غندنه ، هوډغندنه او نور
غندئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
بت غندئ ، تورغندئ ، ټول غندئ ، ځان غندئ ، زرغندئ ، زورغندئ ، واک غندئ ، ولس غندئ ، هوډغندئ او نور
غوټه : د تړښتي ويي د مختاړي په توګه :
غوټه تندئ ، غوټه زړه ، غوټه لاس ، غوټه موټئ او نور
غوټه : د تړښتي ويي د روستاړي په توګه :
پیازغوټه ، تندي غوټه ، رازغوټه ، زړه غوټه ، لاس غوټه او نور
غورځنګ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ادبي غورځنګ ، بزګري غورځنګ ، بریدغورځنګ ، پرمختګ غورځنګ ، پښتون غورځنګ ، پيوستون غورځنګ ، ځوان غورځنګ ، روڼ غورځنګ ، ژوندغورځنګ ، سمون غورځنګ ، شعري غورځنګ ، د ښځو غورځنګ ، قومي غورځنګ ، کارګري غورځنګ ، کلیوالي غورځنګ ، ملي غورځنګ ، ننګ غورځنګ ، نژادي غورځنګ ، ولسي غورځنګ ، ویښ غورځنګ ، یوستون غورځنګ او نور
غوړېدا : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اقتصادغوړېدا ، بخت غوړېدا ، ټولنغوړېدا ، ځواک غوړېدا ، زړه غوړېدا ، ژبغوړېدا ، کلتورغوړېدا ، واک غوړېدا ، وس غوړېدا ، ولس غوړېدا او نور
غوږئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بوڅ غوږئ ، پپړغوږئ ، تېزغوږئ ، تورغوږئ ( نه منونکئ ) ، څارغوږئ ، دروندغوږئ ، ویښ غوږئ او نور
غوښت ، غوښتئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
جګړه غوښت ( د ساري په ډول : جګړه غوښت ځواکونه ) ، ځان غوښتئ ، زړه غوښت ، غم غوښت ، سوله غوښت ( سوله ساتئ ) ، نوم غوښت ( سړئ ) او نور
غوښتنه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بریاغوښتنه ، پلمه غوښتنه ، ځان غوښتنه ، ځای غوښتنه ، حق غوښتنه ، زړه غوښتنه ، لویا غوښتنه ، مرافعه غوښتنه ، نوم غوښتنه ، وخت غوښتنه ، وړیاغوښتنه او نور
غوندې : د ورتوالي مرستاړئ : ( نوم یا نومځرئ + غوندې + ستاینوم )
بل غوندې تورځن ځان غوندې مین
ځوان غوندې پتمن زمري غوندې زړور
ګل غوندې ښکلئ ګیدړ غوندې چلوټئ
لمرغوندې روښان مالوچو غوندې پسته
واورې غوندې سپینه یږ غوندې غټ او نور
غونډ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
استوګنغونډ ( مجمع رهایشي ) ، پوهنغونډ ( اینسیکلوپيډیا ) ، ستورغونډ ( ګالاکسي ) ، شعرغونډ ( دېوان ) ، لېکنغونډ ، وییغونډ ( قاموس ) او نور
غونډه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
پالنغونډه ، پایلغونډه ، پټغونډه ، پریکونغونډه ، پوهنغونډه ( سېمينار ) ، پیلغونډه ، ټولغونډه ، څېړنغونډه ، خبرغونډه ، دعاغونډه ، رازغونډه ، رغونغونډه ، غورغونډه ، کارغونډه ، ګډغونډه ، لیدغونډه ، ملاتړغونډه ، منځ غونډه ، نمانځغونډه ، نومېښودغونډه ، واک غونډه ، وړغونډه ، ولس غونډه ، ویاړغونډه ، ویرغونډه ، یادغونډه ( یادګلیزه ) او نور
غونډۍ : د تړښتي ويي ( توني ) مرستاړئ :
اوښ غونډۍ ، برغونډۍ ، پت غونډۍ ، توپ غونډۍ ، توت غونډۍ ، تورغونډۍ ، څارغونډۍ ، څړغونډۍ ، څنګ غونډۍ ، زرغونډۍ ، زرغون غونډۍ ، شینکۍ غونډۍ ، ګل غونډۍ ، لرغونډۍ ، لمرغونډۍ ، وت غونډۍ ، یادغونډۍ او نور
غون : د تړښتي ستاینوم مرستاړئ :
زرغون ، ژړه غون ، لرغون او نور
غونئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اورغونئ ( اورخویه ، اورمجاز ) ، بدغونئ ، تره غونئ ( تیاره وزمه ) ، تودغونئ ( ګرم خویه ، ګرم مجاز ) ، خړغونئ ، ډارغونئ ( ډاریدونکئ ) ، زرغونئ ، زیږغونئ ، ژړه غونئ ، ژیړغونئ ، سپېره غونئ ، سړه غونئ ، لرغونئ ، مړه غونئ ( د یو بوټي نوم دئ ، همدارنګه د مړاوي په مانا هم دئ ) ، وېره غونئ ( ویریدونکئ ) او نور
غه : د تون روستاړئ لکه :
له بر څخه برغه ( بر ځای ) له لر څخه لرغه ( لرځای )
له کر څخه کرغه ( د کر ځای )
یادونه : برغه او لرغه په دېره اسمعیل خان کې د ځایونو نومونه دي یانې برځای او لرځای . ( پوهاند ریښتین ، پښتو اشتقاقونه او ترکیبونه ۷۰ مخ . )
ځيني فعلي مختاړي او روستاړي :
و : د لاندې زمانو په جوړونه کې مرسته کوي :
۱ ــ مطلقه حال زمانه لکه :
ولیکم : زه باید ( هلک ، جینۍ ، هغوی ) ته لیک ولیکم
ولیکو : موږ باید ( هلک ، جينۍ ، هغوی ) ته لیک ولیکو
ولیکې : ته « هلک ، جینۍ » باید ( هلک ، جینۍ ، هغوی ) ته لیک ولیکې
ولیکۍ : تاسو باید ( هلک ، جینۍ ، هغوی ) ته لیک ولیکۍ
ولیکي : دا « جینۍ » باید ( هلک ، جینۍ ، هغوی ) ته لیک ولیکې
ولیکي : دئ « هلک » باید ( هلک ، جینۍ ، هغوی ) ته لیک ولیکي
ولیکي : دوی ، هغوی باید ( هلک ، جینۍ ، هغوی ) ته لیک ولیکي
۲ ــ مطلقه امکاني حال زمانه لکه :
وګرځولئ شم ( که زه هغه له خپله هوډه را وګرځولئ شم ښه به وي )
وګرځولئ شوو ( که موږ هغه له خپله هوډه راوګرځولئ شوو ښه به وي )
وګرځولی شې ( که ته هغه له خپله هوډه راوګرځولئ شې ښه به وي )
وګرځولئ شۍ ( که تاسو هغه له خپله هوډه راوګرځولئ شۍ ښه به وي )
وګرځولئ شي ( که هلک هغه له خپله هوډه راوګرځولئ شي ښه به وي )
وګرځولئ شي ( که جېنۍ هلک له خپله هوډه راوګرځولئ شي ښه به وي )
وګرځولئ شي ( که هغوی هغه له خپله هوډه راوګرځولئ شي ښه به وي )
۳ ــ مطلق امر لکه :
ولیکه ! ( مخاطب )
ودې لیکي ( دریم سړئ ) ، هلک دې لیک ولیکي !
۴ــ مطلقه ماضي زمانه لکه :
وساتلم ( هغه زه له لويي پېښې وساتلم )
وساتلو ( هغه موږ له لويي پېښې وساتلو )
وساتلې ( هغه ته له لويي پېښې وساتلې )
وساتلۍ ( هغه تاسو له لويي پېښې وساتلۍ )
وساته ( هغه هلک له لويي پېښې وساته )
وساتله ( هغه جېنۍ له لويي پېښې وساتله )
وساتل ( هغه هلکان له لويي پېښې وساتل )
وساتلې ( هغه نجونې له لويي پېښې وساتلې )
۵ ــ مطلقه امکاني ماضي :
وساتلئ شوم ( زه له لويی پېښې وساتلئ شوم )
وساتلئ شوو ( موږ له لويي پېښې وساتلئ شوو )
وساتلئ شوې ( ته له لويي پېښې وساتلئ شوې )
وساتلئ شوۍ ( تاسو له لويي پېښې وساتلئ شوۍ )
وساتلئ شو ( هلک له لويي پېښې وساتلئ شو )
وساتلې شوه ( جېنۍ له لويي پېښې وساتلې شوه )
وساتلئ شول ( هلکان له لويي پېښې وساتلئ شول )
وساتلې شوې ( نجونې له لويي پېښې وساتلې شوې )
وبه : دا مرستاړئ د لاندې زمانو په جوړونه کې مرسته کوي :
۱ ــ مطلقه راتلونکې زمانه لکه :
وبه لیکم ( زه به هغه ته لیک ولیکم )
وبه لیکو ( موږ به هغه ته لیک ولیکو )
وبه لیکې ( ته به هغه ته لیک ولیکې )
وبه لیکۍ ( تاسو به هغه ته لیک ولیکۍ )
وبه لیکي ( دئ به هغه ته لیک ولیکي )
وبه لیکي ( دوی به هغه ته لیک ولیکي )
۲ ــ راتلونکې مطلقه امکاني زمانه لکه :
وبه چلولئ شم ( زه به مې ژوند وچلولئ شم خو چې کار ولرم )
وبه چلولئ شوو ( موږ به ژوند وچلولئ شوو خو چې کار ولرو )
وبه چلولئ شې ( ته به ژوند وچلولئ شې خو چې کار ولرې )
وبه چلولئ شۍ ( تاسو به ژوند وچلولئ شۍ خو چې کار ولرۍ )
وبه چلولئ شي ( هغه به ژوند وچلولئ شي خو چې کار ولري )
وبه چلولئ شي ( هغوی یا دوی به ژوند وچلولئ شي خو چې کار ولري )
۳ ــ راتلونکې په ماضي مطلقه زمانه کې لکه :
وبه ختلم ( زه به چې غره ته وختلم د شاوخوا ننداره به مې کوله )
وبه ختلو ( موږ به چې غره ته وختلو د شاوخوا ننداره به مو کوله )
وبه ختلې ( ته به چې غره ته وختلې سا به دې بنده شوه )
وبه ختلۍ ( تاسو به چې غره ته وختلۍ سا به مو بنده شوه )
وبه خوت ( هلک به چې غره ته وخوت سا به يي بنده شوه )
وبه ختله ( جېنۍ به چې غره ته وختله سا به يې بنده شوه )
وبه ختل ( هلکان به چې غره ته وختل سا به يي بنده شوه )
وبه ختلې ( نجونې به چې غره ته وختلې سا به يي بنده شوه )
به : دا مرستاړئ د استمراري زمانو په جوړولو کې مرسته کوي :
۱ ــ راتلونکې استمراري زمانه لکه :
خېژم به ( زه به خېژم )
خېژو به ( موږ به خېژو )
خېژې به ( ته به خېژې )
خېژۍ به ( تاسو به خېژۍ )
خېژي به ( هلک ، جېنۍ به خېژي )
خېژي به ( دوی به خېژي )
۲ ــ راتلونکې په ماضي استمراري زمانه کې لکه :
ختلم به ( زه به غره ته ختلم )
ختلو به ( موږ به غره ته ختلو )
ختلې به ( ته به غره ته ختلې )
ختلۍ به ( تاسو به غره ته ختلۍ )
خوت به ( هلک به غره ته خوت )
ختله به ( جېنۍ به غره ته ختله )
ختلې به (نجونې به غره ته ختلې )
ختل به ( هلکان به غره ته ختل )
به یم ، به یو ، به يې ، به يۍ ، به يي ، به يي :
( دا مرستاړي راتلونکې زمانه په نږدې ماضي کې جوړوي ) لکه :
ختلئ به یم ( زه به غره ته ختلئ یم )
ختلي به یو ( موږ به غره ته ختلي یو )
ختلئ به يې ( ته به غره ته ختلئ يي )
ختلي به يۍ ( تاسو به غره ته ختلي يۍ )
ختلئ به يي ( هلک به غره ته ختلئ يي )
ختلې به يي ( جېنۍ به غره ته ختلې يي )
ختلي به يي ( هلکان به غره ته ختلي يي )
ختلې به يي ( نجونې به غره ته ختلې يي )
به وم ، به وو ، به وې ، به وۍ ، به وي ، به وي :
( دا مرستاړي راتلونکې زمانه په لري ماضي کې جوړوي ) لکه :
ختلئ به وم ( زه به غره ته ختلئ وم )
ختلي به وو ( موږ به غره ته ختلي وو )
ختلئ به وې ( ته به غره ته ختلې وې )
ختلي به وۍ ( تاسو به غره ته ختلي وۍ )
ختلئ به وي ( هلک به غره ته ختلئ وي )
ختلې به وي ( جېنۍ به غره ته ختلې وي )
ختلي به وي ( هلکان به غره ته ختلي وي )
ختلې به وي ( نجونې به غره ته ختلې وي )
یم ، یو ، يې ، يۍ ، دئ ، ده ، دي : « د نږدې ماضي د مرستاړو پتوګه » لکه :
زه راغلئ یم
موږ راغلي یو
ته راغلئ يې
تاسو راغلي يۍ
هلک راغلئ دئ
جېنۍ راغلې ده
هلکان راغلي دي
نجونې راغلې دي
وم ، وو ، وې ، وۍ ، و ، وه ، وو ، وې : « د لرې ماضي د مرستاړو پتوګه » لکه :
زه راغلئ وم
موږ راغلي وو
ته راغلې وې
تاسو راغلي وۍ
هلک راغلئ و
جېنۍ راغلې وه
هلکان راغلي وو
نجونې راغلې وې
وای : د تمنايي ماضي د مرستاړي پتوګه لکه :
که زه تللئ وای
که موږ تللي وای
که ته تللئ وای
که تاسو تللي وای
که هلک تللئ وای
که جېنۍ تللې وای
که هلکان تللي وای

که نجونې تللې وای په ک توري پيل ځينې مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :
ک : د نوم ، ستاینوم ، حاصل مصدر او تصغیرنوم د روستاړي پتوګه :
۱ ــ له نوم څخه د نوي نوم د جوړونې روستاړئ :
له پخه څخه پخک ( د سر د يوې ناروغۍ نوم دئ ) له پرخه څخه پرخک
له چر څخه چرچرک له چڼ څخه چڼچڼک ( اله )
له زمري څخه زمرک له سترګې څخه سترګک
له شپېلۍ څخه شپېلک له شونډې څخه شونډک
له موټي څخه موټک له څپ څخه څپک
له خر څخه خرک له یخ څخه یخک
۲ ــ د نسبتي ستاینوم د روستاړي پتوګه :
له تریخ څخه تریخک له ځیر څخه ځیرک
له تور څخه تورک له خړ څخه خړک
له سور څخه سورک له ووړ څخه ووړک
له سپين څخه سپينک له شین څخه شینک
له غوړ څخه غوړک ( غوړکئ ) له لوی څخه لویک
له نیم څخه نیمک ( غران ) له تور څخه تورک
۳ ــ د ستاینوم د روستاړئ پتوګه :
۱ ــ له کړنوم څخه لکه :
ژوول څخه ژووک له ښویېدل څخه ښوییک
له ویل څخه وییک ( چې ډېرې خبرې کوي ) له غړومبل څخه غړومبک
۴ ــ د حاصل مصدر د روستاړي پتوګه :
له اړه لرل څخه اړک له بېلول څخه بېلک
له پېښېدل څخه پېښک له څڅېدل څخه څڅک
له ویښېدل څخه ویښک له هیښېدل څخه هيښک
له چورلېدل څخه چورلک له ژوول څخه ژووک
۵ ــ د تصغیرنوم د مرستاړي پتوګه :
له خر څخه خرک له غر څخه غرک
له لمر څخه لمرک له ووړ څخه ووړک
کار ، کارئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ازمایښتکارئ ، بدکارئ ، پاک کارئ ، پټکارئ ، خپل کارئ ، خامکارئ ، دسیسه کارئ ، ډبرکارئ ، سوانکارئ ، شپه کارئ ، زوړکارئ ، ګل کارئ ، ماشین کارئ ، مزدورکارئ ، میناکارئ ، نوکارئ ، نیک کارئ ، ورانکارئ ، ورځ کارئ ، ولېښتکارئ ( ټټار ) او نور
کاري : د تړښتي ويي ( مجرد وصف ) مرستاړئ :
ازمايښتکاري ، بدکاري ، پاک کاري ، خامکاري ، شپه کاري ، ګل کاري ، نوکاري ، نیک کاري ، ولېښکاري ، ورځکاري او نور
کڅ : د تون مرستاړئ :

کاکڅ ، عزیزخان کڅ ، ګردي کڅ ، لغمان کڅ او نور اومه برخه له دغه ځایه ولولۍ

د تړښتي کړنومو ( ترکیبي مصدرونو ) ځينې مختاړي او روستاړي :


۱ ــ د تړښتي کړنومو مختاړي :
باندې :
باندې اېستل ، باندې ختل ، باندې کول ، باندې کېدل ، باندې وتل او نور
بو :
بوتلل او نور
بوټ :
بوټ ایستل ، بوټ بوټ کتل ، بوټ څرګندېدل ، بوټ وتل او نور
بیا :
بیا اورېدل ، بیاپورې کول ، بیاتړل ، بیا ټينګول ، بیا جارېدل ، بیاختل ، بیا ډبول ، بیا سینګارول ، بیاشیندل ، بیاښکارول او نور
بې :
بې اسرې کول ، بې پته کول ، بې توښې کول ، بې مټه کول ، بې مخه کول او نور
پر :
پراچول ، پرتله کول ، پرخپرول ، پرختل ، پرشیندل او نور
پرې :
پري اېستل ، پري باسل ، پريکول ، پریوتل ، پریښودل ، پریمینځل ، پریولل او نور
پسي :
پسي تلل ، پسي زړه تړل ، پسي څارل ، پسي خندل ، پسي ژړل ، پسي بدویل ، پسي تورتړل ، پسي
پښې تمبه کول او نور
پښې :
پښې رااخېستل ، پښې غزول ، له پښو غورځول ، پښه نېول ، له پښو اچول ، پښې بډۍ نېول ، پښې پرسرکول ، پښې پرسراخېستل او نور
پورته :
پورته اچول ، پورته بلل ، پورته تلل ، پورته کول ، پورته کېدل ، پورته ګڼل ، پورته نېول او نور
پوري :
پوري اېستل ، پوري باسل ، پوري کول ، پوري کېدل ، پوري وتل ، پورې وهل او نور
په :
په سراخېستل ، په زورمنل ، په هوډ درېدل او نور
تر :
تراخېستل ، ترتېرېدل ، ترجارېدل ، ترخوړل ، ترشاکېدل ، ترشکول ، ترغاړې کېدل ، ترغاړې وتل ، ترلاسه کول او نور
تېر :
تېرایستل ، تېرباسل ، تېروتل ، تېرېدل او نور
جار :
جارایستل ، جارباسل ، جاروتل او نور
ځان :
ځان ایستل ، ځان پړسول ، ځان تړل ، ځان تشول ، ځان تورول ، ځان جارول ، ځان جوړول ، ځان خوړل ، ځان ژوبلول ، ځان خوږول ، ځان سپينول ، ځان سړول ، ځان کړول ، ځان لړل ، ځان منل ، ځان ویښول او نور
ختا :
ختاایستل ، ختاباسل ، ختاکېدل ، ختاوتل او نور
خوله :
خوله اچول ، خوله تړل ، خوله ماتول ، خوله چینګول ، خوله لګول ، خوله لګېدل ، خوله نېول او نور
دننه :
ننه ایستل ، ننه باسل ، ننه وتل او نور
را : « را ، در ، ور » دا دریواړه د لور او خوا مرستاړي دي :
راتلل ، راکول ، راوړل ، راوستل ، راویستل او نور
زړه :
زړه اچول ، زړه ایستل ، زړه بدېدل ، زړه تړل ، زړه ټولول ، زړه تشول ، زړه جارول ، زړه خوړل ، زړه سپينول ، زړه سړول ، زړه ته لوېدل او نور
زور :
زوراخېستل ، زورچلول ، زورښودل ، زورکارول ، زور ورکول او نور
ژبه :
ژبه تړل ، ژبه چیچل ، ژبه کول ، ژبه ماتول او نور
سر :
سرپړسول ، سرتلل ، په سرختل ، سرخوړل ، سرخوږول ، سرته رسیدل ، سر په سرکېدل ، سرګرځول ، سرلګول او نور
سترګه :
سترګې تورول ، سترګې خړول ، سترګې رپېدل ، سترګې سپينېدل ، سترګې لاندې اچول ، سترګې نېول ، سترګې وتل ، سترګه وهل او نور
ښکته :
ښکته اچول ، ښکته بلل ، ښکته تلل ، ښکته کول ، ښکته کېدل ، ښکته ګڼل او نور
غاړه :
غاړه اوچته وړل ، غاړه اچول ، غاړه بندېدل ، غاړه غړۍ وتل ، غاړه خلاصېدل ، غاړه غړول ، غاړه کول ، غاړه کېدل ، غاړه کېښودل ، غاړه نېول ، غاړه وښکل او نور
غوږ :
غوږایښودل ، غوږنېول او نور
کې :
کې اېستل ، کېباسل ، کېښودل ، کېکاږل ، کېکښل ، کېمنډل ، کېناستل ، کېنول ، کېوتل او نور
لاس :
لاس اچول ، لاس اخېستل ، لاس اړول ، لاس اېستل ، لاس پورته کول ، لاس پورې کول ، لاس په سرکېدل ، لاس په تندي کېښودل ، لاس په نامه درېدل ، لاس تر زنې کېناستل ، لاس تړل ، لاس خوځول ، لاس رسېدل ، لاس ښورول ، لاس لګول ، لاس نېول ، لاس نېوئ کول ، لاس ورکول ، لاس وهل ، لاس وینځل ، لاس یوکول او نور
لاندې :
لاندې اچول ، لاندې اېستل ، لاندې کېباسل ، لاندې باندې کول ، لاندې باندې کېدل ، لاندې زورکول ، لاندې غورځول ، لاندې کول ، لاندې کېدل ، لاندې کېمنډل ، لاندې وتل او نور
له :
له پښواچول ، له پښو غورځول ، له زوره لوېدل ، له زوره وتل ، له سره نېول ، له کاره وتل ، له مینې وتل ، له وسې وتل ، له هوډه اوښتل ، له هوډه تېرېدل او نور
( له ) بېخه :
( له ) بېخه اچول ، ( له) بېخه ایستل ، ( له ) بېخه ورکول ، ( له ) بېخه ورکېدل او نور
( له ) پامه :
( له ) پامه اچول ، ( له ) پامه ایستل ، ( له ) پامه غورځول ، ( له ) پامه وتل او نور
( له ) پایه :
( له ) پایه ډوبېدل ، ( له ) پایه ورکېدل او نور
( له ) پخوا :
( له ) پخوا پوهېدل ، ( له) پخوا پېژندل ، ( له ) پخوا ویل او ور
( له ) پښو :
( له ) پښو اچول ، ( له ) پښوغورځول ، ( له ) پښو ایستل او نور
(له ) ځانه :
( له ) ځانه پیلول ، ( له ) ځانه څېړل ، ( له ) ځانه خبرېدل ، ( له ) ځانه پوهېدل ، ( له ) ځانه شرمېدل او نور
( له ) ریښې :
( له ) ریښې پېژندل ، ( له ) ریښې ایستل ، ( له ) ریښې وتل ، ( له ) ریښې پوهول ، ( له ) ریښې خبرول او نور
( له ) زړه :
( له ) زړه اچول ، ( له ) زړه ایستل ، ( له ) زړه خوړینېدل ، ( له ) زړه غورخول ، ( له ) زړه لوېدل ، ( له ) زړه وتل او نور
( له ) سره :
( له ) سره پيلول ، ( له ) سره جوړول ، ( له ) سره سمول ، ( له ) سره نېول ، ( له ) سره ودانول او نور
( له ) لاسه :
( له ) لاسه ایستل ، ( له ) لاسه خوږېدل ، ( له ) لاسه وتل ، ( له ) لاسه ورکول او نور
( له ) مخکې :
( له ) مخکې اشناکېدل ، ( له ) مخکې پوهېدل ، ( له ) مخکې پېژندل ، ( له ) مخکې رسواکېدل ، ( له ) مخکې ویل او نور
( له ) ورایه :
( له ) ورایه پوهېدل ، ( له ) ورایه پېژندل ، ( له ) ورایه ځلېدل ، ( له ) ورایه خندی ، ( له ) ورایه ښکاره کېدل او نور
مټ :
مټ پړسول ، مټ تړل ، مټ ښودل ، مټ نېول ، مټ ورکول او نور
مخ :
مخ اړول ، مخ پناکول ، مخ پټول ، مخ تورول ، مخ سپینول ، مخښه کول ، مخ ښکلول ، مخنېول ، مخنېوئ کول ، مخ وهل او نور
ن :
نغاړل ، نغوتل او نور
۲ ــ د تړښتي کړنومو د روستاړو پتوګه :
اچول :
اچاراچول ، اړم اچول ، بچئ اچول ، پال اچول ، پچه اچول ، پرده اچول ، تاراچول ، ټال اچول ، جال اچول ، ځان اچول ، خوله اچول ، دم اچول ، ډاډه اچول ، ډډه اچول ، ډېنګرۍ اچول ، زړه اچول ، سترګې اچول ، سترګې مړې اچول ، لاس اچول ، لاس و پښې اچول ، نسواراچول او نور
اخېستل :
اوراخېستل ، بدې ورځې اخېستل ، بډې اخېستل ، پوراخېستل ، توراخېستل ، خندااخېستل ، زوراخېستل ، ژړااخېستل ، سوراخېستل ، سوړاخېستل ، غچ اخېستل ، لاراخېستل ، لاس اخېستل او نور
اېښودل :
ــ اورایښودل ( اوربلول ) ، باراېښودل ، پورایښودل ، پيټئ ایښول ، تن اېښودل ، ډبره اېښودل ، زړه اېښودل ( منل ) ، سرایښودل ( تسلیمېدل ) ، غاړه اېښودل ، غوږایښودل ، لاره ایښودل ( جاري ساتل ) ، لاس اېښودل ( ټاکل ) ، نومېښودل ، واراېښودل ، وخت اېښودل ، هوډاېښودل او نور
ــ ( پر ) تندي ایښودل ، ( پر ) ځمکه ایښودل ، ( پر ) مېزایښودل او نور
ــ ( په ) تاخچه کې ایښودل ، ( په ) جیب کې ایښودل او نور
تړل :
خوله تړل ، زړه تړل ، سرتړل ، کارتړل ، لارتړل ، لاس تړل او نور
خوړل :
بډې خوړل ، پت خوړل ، پټ خوړل ، پورخوړل ، تورخوړل ، ټکرې خوړل ، ټال خوړل ، ځان خوړل ، زړه خوړل ، سرخوړل ، غم خوړل ، ګولۍ خوړل ، ننګ خوړل ، هواخوړل او نور
کتل :
اغیزمن کتل ، په څنګ کتل ، په ځیرکتل ، په غټوغټوکتل ، په یاد کتل ، ترخه کتل ، تروه کتل ، ترسترګو لاندې کتل ، خوارکتل ، خواږه کتل ، خواږه خواږه کتل ، رغنده کتل ، ساړه کتل ، ساړه ساړه کتل ، مړه کتل ، مړه مړه کتل ، وړیاکتل ، هسې کتل او نور
لګول ، لګېدل :
اړخ لګول ، اوبه لګول ، اورلګول ، پته لګول ، پښې لګول ، خوله لګول ، ډډه لګول ، زړه لګول ، زورلګول ، سرلګول ، شالګول ، شته لګول ، لاس لګول ، مال لګول او نور
لوېدل :
ــ زړه لوېدل ، زورلوېدل ، لمرلوېدل او نور
ــ له اغیزې لوېدل ، له بام لوېدل ، له بخت لوېدل ، له پام لوېدل ، له پت لوېدل ، له ځواک لوېدل ، له دريځ لوېدل ، له زړه لوېدل ، له زورلوېدل ، له سالوېدل ، له شان لوېدل ، له ښېلوېدل ( از پا افتید ن ) ، له کاره لوېدل ، له ګړنګ لوېدل ، له لویا لوېدل ، له مټ لوېدل ، له مودلوېدل ، له واک لوېدل ، له وس لوېدل ، له یادلوېدل او نور
ــ زړه ( ته ) لوېدل او نور
ــ ( په ) زړه کې لوېدل او نور
ماتول :
اودس ماتول ، اورمېږماتول ، بخت ماتول ، بریدماتول ، بیه ماتول ، پت ماتول ، ځواک ماتول ، دودماتول ، روژه ماتول ، زړه ماتول ، زورماتول ، ژبه ماتول ، سرماتول ، سنګرماتول ، سوګندماتول ، سورماتول ، عقیده ماتول ، غاړه ماتول ، غاښ ماتول ، غونډه ماتول ، قانون ماتول ، کارماتول ، لاس ماتول ، لرګي ماتول ، لښکرماتول ، ملاماتول ، واک ماتول ، وس ماتول ، هوډماتول او نور
په زړه کې ګوړې ماتول ،
نېول :
بیخ نېول ، پام نېول ، پل نېول ، بډۍ نېول ، پښه نېول ، ځان نېول ، خوله نېول ، زړه نېول ، زنګ نېول ، سپوږمۍ نېول ، سترګې نېول ، سرنېول ، سنګرنېول ، سورنېول ( لکه د ساز ) ، شانېول ، غوږنېول ، ګبڼۍ نېول ، ګوته نېول ، ګودرنېول ، لارنېول ، لاس نېول ، لمرنېول ، مټ نېول ، مخه نېول ، منګ نېول ، مورچل نېول ، وارنېول ، هوډنېول ، یارنېول او نور
وتل :
ــ اوبه وتل ، بادوتل ، بڼکې وتل ، ځان وتل ، خوله وتل ( یو ډول ناروغي ده ) ، دمه وتل ، زړه وتل ، زګېروي وتل ، ساوتل ، سترګې وتل ، شاوتل ( شا کړوپ کېدل ) ، یادوتل او نور
ــ په بېړه وتل ، په زوروتل ، په زغم وتل ، په سترګووتل ، په غوروتل او نور
ــ له پامه وتل ، له څمڅې وتل ، له زړه وتل ، له زوره وتل ، له زغم وتل ، له سترګووتل ، له کاره وتل ، له کلي وتل ، له کوره وتل ، له ګوره وتل ، له لارې وتل ، له نرخه وتل ( له کلي ووځه له نرخه مه وځه ! ) ، له هوډ وتل او نور
وهل :
باجه وهل ، بډوهل ، بډې وهل ، بلاوهل ، پورې وهل ، تندې وهل ، ټک وهل ، ټېل وهل ، جک وهل ، جل وهل ، چیغې وهل ، چینجووهل ، څړیکې وهل ، خټ وهل ، خدای وهل ، خوله وهل ، ډډه وهل ، ډغرې وهل ، ډول وهل ، رمباړې وهل ، زړه وهل ، زوروهل ، ږلۍ وهل ، سترګه وهل ، ستن وهل ، شخوندوهل ، غوپه وهل ، غم وهل ، کړیکې وهل ، ککړې وهل ، لاروهل ( د مزل په مانا ) ، لاروهل ( د غلا په مانا ) ، لاس وهل ، لکۍ وهل ، لمروهل ، نارې وهل او نور
ویشتل :
ــ باټې ویشتل ، توپ ویشتل ، ځان ویشتل ، زړه ویشتل ، په سترګه ویشتل ، مرغۍ ویشتل ، نښه ویشتل ،

ــ په ډبرې ویشتل ، په زړه ویشتل ، په سترګو ویشتل ، په کاڼي ویشتل ، په ګولۍ ویشتل او نور اتمه برخه له دغه ځایه ولولۍ



کړه : د تړښتي ويي ( حاصل مصادر ) مرستاړئ :

 

اغیزکړه ، اېل کړه ، بسکړه ( هغه بسکړه نه لري ! ) ، بېل کړه ، پامکړه ، پایلکړه ، پریکړه ، پوه کړه ، پوکړه ، پېښکړه ، تمکړه ، توکړه ، تویکړه ، تېرکړه ، چوپکړه ، ځایکړه ، څارکړه ، څنګ کړه ، خپورکړه ، خدایکړه ( د هغه پرما خدایکړه پيرزو نه ده ) ، خویکړه ، خېرکړه ، راکړه ، رواکړه ، زده کړه ( زده کړئ ) ، زیارکړه ، ژرکړه ، ژغورکړه ، سپک کړه ( سپکړه : لکه ، د چا سپکړه پکار نه ده ) ، سرکړه ، سوچکړه ، سورکړه ( د ساز سورکړه ) ، ښکېلکړه ، ښوییکړه ، کارکړه ( کارکردګي ) ، ګېرکړه ، لوستکړه ، مه کړه ، نه کړه ، نېوککړه ، نووکړه ، واکړه ، ورکړه ، وس کړه ، ویل کړه ، ویښکړه ، ویشکړه ، هوکړه ، هوکړ ، هېرکړه ، یادکړه ، یوکړه او نور
کړئ : دتېرمهال د فعلي ستاینوم روستاړئ :
اوبه کړئ ، اوړه کړئ ، بارکړئ ، پريکړئ ، پوخ کړئ ، پوخلاکړئ ، تنګ کړئ ، تورکړئ ، جوړکړئ ، خوښ کړئ ، غوره کړئ او نور
کښ :
۱ ــ د تړښتي ويي ( ستاینوم ) د روستاړي پتوګه :
اوبکښ ، بارکښ ، تاوکښ ( جینجالي ) ، تورکښ ، تېل کښ ، چلم کښ ، څله کښ ، خواریکښ ، زړه کښ ، زیارکښ ، ساکښ ، سرکښ ، سګرټ کښ ، کېنه کښ ، ګازکښ ، لارکښ ، مخکښ ، نسوارکښ ، نیمکښ او نور
۲ ــ د تون روستاړئ :
بادکښ ، تاوکښ ( پیچومئ ) ، تېرکښ ، دودکښ او نور
کلئ : د تون روستاړئ :
انارکلئ ، انځرکلئ ، بادام کلئ ، بټ کلئ ، برکلئ ، بهادرکلئ ( د پښتو د ستر شاعر رحمان بابا هدیره په دې کلي کې پرته ده ) ، توتانوکلئ ، چم کلئ ، څارکلئ ، څنګ کلئ ، ختیځ کلئ ، دم کلئ ( اسعداباد ) ، ډاګ کلئ ، زوړکلئ ، غرکلئ ، ګل کلئ ، لرغون کلئ ، لمرکلئ ، لودیځ کلئ ، ماڼوکلئ ، نښترکلئ ، وران کلئ ، هسک کلئ ، یاد کلئ او نور
کنډ : د تون روستاړئ لکه :
بارکنډ ، چمرکنډ ، ملا کنډ ، لیکنډئ او نور
کنډئ : د تصغیر روستاړئ لکه :
له پيش څخه پيشکنډئ او نور
کوټ : د تون روستاړئ :
بټي کوټ ، بريکوټ ، ترینکوټ ، جلال کوټ ، حاجي کوټ ، زرغون کوټ ، زندي کوټ ، سپين کوټ ، شاولي کوټ ( د یوې ولسوالۍ نوم دئ ) ، شین کوټ ، ښارکوټ ( د ښار جنګي کلا ، بالا حصار ) ، کاشکوټ ، کاکاکوټ ، کچه کوټ ( اباسیند په ختیځه غاړه ، حسن ابدال ته نږدې د یوځای نوم دئ ، پښتانه د دوکتور حبیب الله تږي لیکنه ، ۱۸۹ مخ ) ، کوټ ( د ولسوالۍ نوم دئ ) ، لښکرکوټ ، نادرشاکوټ ، نویکوټ او نور
کوچ : د یون روستاړئ :
بامیان کوچ ، مزار کوچ ، کونړکوچ ، کوندوزکوچ ، کندهارکوچ ، لغمان کوچ ، ننګرهارکوچ ، هرات کوچ او نور
کور : د ستاینوم روستاړئ :
له منځ څخه منځکورئ
که : د ښځینه د نسبت او فاعلیت روستاړئ :
۱ ــ له نوم څخه د نوی نوم د مرستاړي پتوګه لکه :
له نل څخه نلکه له پخې څخه پخکه ( د سر د ویښتو یو ډول ناخوښي ده )
۲ ــ له کړنوم ( مصدر ) څخه د نوم د روستاړي پتوګه لکه :
له الوتل څخه الوتکه له توت خوړل څخه توتخورکه ( د یوې مرغۍ نوم دئ )
له چورلېدل څخه چورلکه له چوغېدل څخه چوغکه ( د یوې مرغۍ نوم دئ )
له څرخېدل څخه څرخکه له شوکول څخه شوکه
له کوړتېدل څخه کوړتکه ( یوه مرغۍ ده ) له غړه کول څخه غړکه
له ژوول څخه ژووکه له ښوېدل څخه ښویکه
له غړومبل څخه غړومبکه له ویل څخه وییکه ( چې ډېرې خبرې کوي )
له مښل څخه مښوکه له لړل څخه لړکه ( لچره ښځه )
یادونه : مښوکه چې کندهاریان يې په ش ویینګ کوي زما په اند له مخ ، ويي ( لغت ) څخه چې ( د پښتو اشتقاقونه او ترکیبونه ) ۵۰ مخ کې يې یادونه شوې ده نه ، بلکې له مښل کړنوم ( مصدر ) څخه جوړیږي .
۳ ــ له ستاینوم څخه د نوم د مرستاړي پتوګه لکه :
له شین څخه شینکه له ځوان څخه ځوانکه
له تور څخه تورکه ( یوه مرغۍ د ه ) له ګرم څخه ګرمکه
له ژېړ څخه ژېړکه ( یوه مرغۍ ده ) له لټ څخه لټکه ( د یو ډول مار نوم دئ )
کئ : د صوت نوم روستاړئ لکه :
بڼکئ ، پرکئ ، پشکئ ، شرکئ ، کشکئ او نور
کئ : د نرینه د تصغیر، مینې ، نسبت او فاعلیت روستاړئ :
۱ ــ له نوم څخه لکه :
له بابا څخه بابکئ له دادا څخه دادکئ
له ازغي څخه ازغکئ له پياز څخه پيازکئ
له پنډ څخه پنډکئ له خنډ څخه خنډکئ
له خر څخه خرکئ له سر څخه سرکئ
له مرچ څخه مرچکئ له منډه څخه منډکئ او نور
۲ ــ له نوم څخه د نوي نوم د روستاړي پتوګه لکه :
له اور څخه اوراورکئ له پر څخه پرپرکئ
له پوست څخه پوستکئ ( پوټکئ ) له چت څخه چتکئ
له ډنډ څخه ډنډکئ ( ډنډکئ له یوخوا کوچني ډنډ ته ویل کیږي او له بلخوا د پکتیا د خلکو د خوړو یو ځانګړئ ډول دئ )
۳ ــ له ستاینوم او کړول څخه لکه :
له تریو څخه تریوکئ له تور څخه تورکئ
له ځیر څخه ځیرکئ له ځنډ څخه ځنډکئ
له خوار څخه خوارکئ له سپين څخه سپینکئ
له شین څخه شینکئ له وچ څخه وچکئ
له سم څخه سم سمکئ له لنډ څخه لنډکئ
له ځوان څخه ځوانکئ له غوړ څخه غوړکئ ( د نباتاتو یو ډول ناروغي ده )
۴ ــ له کړنوم څخه لکه :
له څڅېدل څخه څاڅکئ له مسېدل څخه مسکئ
له زبېښل څخه زبېښکئ له ښکېلول څخه ښکېلکئ
کۍ : د ښځينه د تصغیر ، مینې او نسبت روستاړئ:
۱ ــ له ښځینه نوم څخه لکه :
له ادې څخه ادکۍ له ترور څخه ترورکۍ
له خور څخه خورکۍ له داړې څخه داړکۍ
له غاړې څخه غاړکۍ له لپې څخه لپکۍ
له بريښ څخه بریښکۍ له ناوې څخه ناوکۍ
د غوږ له پوڅې څخه پوڅکۍ او نور
۲ ــ له ستاینوم څخه لکه :
له خوار څخه خوارکۍ له ډار څخه ډارکۍ
له شین څخه شینکۍ له وچ څخه وچکۍ ( د یوې ناروغۍ نوم دئ )
له وړې څخه وړکۍ زړې څخه زړکۍ
په ګ توری پيل ځینې مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :
ګ : د حاصل مصدر روستاړئ پتوګه :
له تلل څخه تګ له مړکېدل څخه مرګ
ګار : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بېګار ، ټینګار ، ناګار ، وزګار او نور
ګال ، ګالئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
زیارګال ، ویاړګال او نور
ګان : د جمعې روستاړئ :
۱ ــ بېلګه :
مفرد : باړخو ، تالو ، چاکو او نور
جمع : باړخوګان ، تالوګان ، چاکوګان او نور
۲ ــ بېلګه :
مفرد : بابا ، بوډا ، جولا ، ساده ، ماما او نور
جمع : باباګان ، بابوګان ، بوډاګان ، جولاګان ، ساده ګان ، ماماګان او نور
ګانو : په بېلو بېلو حالتونو کې د جمعې روستاړئ :
ابۍ ګانو ، باباګانو ، بوډۍ ګانو ، اناګانو ، جولاګانو ، رڼاګانو ، زانګوګانو ، ژړاګانو ، ساده ګانو ، غواګانو او نور
ګانې : د ښځینه جمعې روستاړئ :
۱ ــ بېلګه :
مفرد : پیشو ، زانګو ، ورشو او نور
جمع : پيشوګانې ، زانګوګانې ، ورشوګانې او نور
۲ ــ بېلګه :
مفرد : انا ، رڼا ، ژړا ، غوا او نور
جمع : اناګانې ، رڼاګانې ، ژړاګانې ، غواګانې او نور
۳ ــ بېلګه :
مفرد : ابۍ ، انۍ ، بوډۍ ، کاکۍ او نور
جمع : ابۍ ګانې ، انۍ ګانې ، بوډۍ ګانې ، کاکۍ ګانې او نور
ګټه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ټول ګټه ، ځان ګټه ، زرګټه ، لاس ګټه ، ننګ ګټه ، نوم ګټه ، وس ګټه ، ولس ګټه او نور
ګډئ : د ستاینوم مرستاړئ :
اورګډئ ( وارختا ) ، برخه لیک ګډئ ، ځواک ګډئ ، دريځ ګډئ ، رازګډئ ، زړه ګډئ ، سترګ ګډئ ، شته ګډئ ، شرګډئ ( شرانداز ) ، شرم ګډئ ،غمګډئ ، کلتورګډئ ، کړنګډئ ، کورګډئ ، لاس ګډئ ، موخګډئ ، لارګډئ ، هم ګډئ ، وارګډئ ، واک ګډئ ، وسګډئ ، ویرګډئ او نور
ګډي : د مجرد وصف روستاړئ :
اورګډي ، رازګډي ، سترګ ګډي ، شرګډي ، وېرګډي او نور
ګډ : د ستاینوم د مختاړي پتوګه :
ګډدریځه ( ګډ دریځئ ) ، ګډ رازئ ، ګډ زړئ ، ګډ ژبئ ( همژبئ ) ، ګډ کورئ او نور
ګډ : د مجرد وصف مختاړئ :
ګډ دریځي ، ګډ رازي ، ګډ کوري او نور
ګر : د ستاینوم مرستاړئ :
انځورګر ، ایستونګر ( کاشف ) ، بټګر ، بلوسګر ، برمتګر ، پتنه ګر ، پنځګر ، تاړاکګر ، تالانګر ، ټوټګر ، جوارګر ، چاڼګر ، خټګر ، خښتګر ، درغلګر ، درملګر ، دمګر ، زرګر ، زورګر ، سمونګر ، ښکېلاکګر ، کارګر ، کرکګر ، کوډګر ، لوګر ، مرستګر ، مسګر ، نڅاګر ، نوښتګر ، یرغلګر او نور
ګرام : د تون روستاړئ لکه :
باګرام ، بټه ګرام ، پشګرام ( په سوات کې د یو ځای نوم دې ، پښتانه د دوکتور حبیب الله تږي لیکنه ، ۱۹۸ مخ ) ، وډي ګرام ، کلي ګرام ، کاڼي ګرام او نور
ګرځئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بېدیاګرځئ ، سمندرګرځئ ( ماڼو ) ، شپه ګرځئ ، ( شب ګرد ) ، غرګرځئ ، نړیګرځئ ، هواګرځئ او نور
ګرځي : د مجرد وصف مرستاړئ :
بېدیاګرځي ، سمندرګرځي ، شپه ګرځي ، غرګرځي ، نړیګرځي ، هواګرځي او نور
ګرمه : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
زړه ګرمه ، سرګرمه او نور
ګرمي : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ځان ګرمي ، زړه ګرمي ، سرګرمي ، غاښ ګرمي ، منځ ګرمي ، وخت ګرمي او نور
ګره : د تون روستاړئ :
اوربشګره ، جوارګره ، شړګره ، شولګره ، غنمګره ، مېوه ګره او نور
ګرئ : د ستاینوم مرستاړئ :
تسلګرئ ، ځنډګرئ ، خنډګرئ ، لوګرئ ، ملګرئ ، مرستګرئ ، او نور
ګري : د مجرد وصف مرستاړئ :
تسلګري ، پنځګري ، جوارګري ، ځنډګري ، خنډګري ، زرګري ، زورګري ، لوګري ، ملګري ، مرستګري ، مسګري ، نوښتګري ، یاغي ګړ او نور
ګړ : د تون روستاړئ :
انارګړ ، شېرګړ ، صفدرګړ ( په کونړ کې د افغان سید جمال الدین د پلارګنۍ د کلي نوم ) ، علي ګړ ، نښتر ګړ او نور
ګړئ : د ستاینوم مرستاړئ :
اومګړئ ( اومغړئ ، لکه : اومغړئ تار ) ، بریدګړئ ، بېلګړئ ، پورګړئ ، پيلګړئ ، ټينګړئ ( لکه : ټينګړي ګامونه ) ، جنګ ګړئ ، چاره ګړئ ، چمتوګړئ ، ځانګړئ ، څارګړئ ، څنګ ګړئ ، دمه ګړئ ، درونګړئ ، دریمګړئ ، دویمګړئ ، ډېرګړئ ، رازګړئ ، رمه ګړئ ، روغګړئ ، زورګړئ ، ژرنده ګړئ ، سپینګړئ ، سختګړئ ، سرګړئ ( همدارنګه سرګړئ د غره د یو ډول وښو نوم هم دئ ) ، سوله ګړئ ، شرمګړئ ، غمګړئ ، کرګړئ ، کروندګړئ ، کښتګړئ ( کرګړئ ، کروندګړئ او کښتګړئ دریواړه د بزګر په ما نا دي ) ، لاره ګړئ ، لوستګړئ ، مرستګړئ ، منځګړئ ، نیمګړئ ، واره ګړئ ، وسګړئ ، وګړئ (مخلوق ) ، ولسګړئ ، ویښګړئ ، ویشګړئ ، هڅګړئ ، هېرګړئ ( فراموشکار ) ، هیله ګړئ ( متوقع ) ، یوګړئ او نور
ګړۍ : د تون روستاړئ :
انارګړۍ ، انګورګړۍ ، بادام ګړۍ ، زرګړۍ ، سوچه ګړۍ ، غازي ګړۍ ، کچه ګړۍ ، ګړۍ ، وت ګړۍ او نور
ګل : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اغزي ګل ، انارګل ، اېنځرګل ، بادام ګل ، بازګل ، تورګل ، جان ګل ، رغزي ګل ، کمرګل ، لال ګل ، میرګل او نور
ګل : د تون مرستاړئ :
دېوه ګل ، شیګل ، کړنګل ، ګنجګل ، نورګل ، ویګل او نور
ګلوي : د مجرد وصف روستاړئ :
اغیزګلوي ، بدګلوي ، بوت ګلوي ، پاک ګلوي ، پام ګلوي ، پتګلوي ، پښتګلوي ، پېژندګلوي ، ترورګلوي ، تره ګلوي ، تریخګلوي ، تودګلوي ، ټولګلوي ، ټينګلوي ، ځان ګلوي ، څارګلوي ، څنګلوي ، حقګلوي ، ختیځ ګلوي ، خرګلوي ، خسرګلوي ، خورګلوي ، خوښګلوي ، خیرګلوي ، خيښګلوي ، دروندګلوي ، دریځګلوي ، ډاډګلوي ، ډلګلوي ، رازګلوي ، رژګلوي ، رنځګلوي ، روغګلوي ، روڼګلوي ، ریښتینګلوي ، زړه ګلوي ، زورګلوي ، زوم ګلوي ، زیان ګلوي ، زیږګلوي ، ژبګلوي ، ژغورګلوي ، ژمنګلوي ، ژوندګلوي ، سختګلوي ، ستغګلوي ، سورګلوي ، سوله ګلوي ( د بېلګې پتوګه سولګلویزه اړیکې ) ، سیالګلوي ، شانګلوي ، شتونګلوي ، شپونګلوي ، شومګلوي ، غربګلوي ، غښتګلوي ، غمګلوي ، غوښتګلوي ، کورګلوي ، لارګلوي ، لرغون ګلوي ، لورګلوي ، لوړګلوي ، لوستګلوي ، لویدیځ ګلوي ، ماشوم ګلوي ، مرستګلوي ، منځګلوي ، مورګلوي ، مېړنګلوي ، نرګلوي ، نرمګلوي ، نومګلوي ، ورورګلوي ، وړګلوي ، ولسګلوي ، ویاړګلوي ، ویرګلوي ، ویښګلوي ، وېشګلوي ، هڅګلوي ، هډګلوي ، هوډګلوي ، هېرګلوي ، یادګلوي ، یوګلوي او نور
ګلویزه ، ګلیزه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
پېژندګلیزه ، ټولګلیزه ، ځانګلیزه ، خپلګلیزه ، خوښګلیزه ، زیان ګلیزه ، منځګلیزه ، ورورګلیزه ، ویرګلیزه ، یادګلیزه ( یادغونډه ) او نور
ګله : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اس ګله ، اوښ ګله ، خرګله ، څړګله ، ژوګله ، ستورګله ( ګالاکسي یا د شېدو لار ، ستورټلواله ، ستورغونډ ) ، ښځګله ، نرګله ، وزګله او نور
ګلۍ : د تون روستاړئ :
انارګلۍ ، توت ګلۍ ، چم ګلۍ ، چورګلۍ ، څارګلۍ ، خوړګلۍ ، دارګلۍ ، راغ ګلۍ ، لرغون ګلۍ ، وت ګلۍ او نور
ګنه : د حاصل مصدر روستاړئ :
له اوسېدل څخه استوګنه او نور
ګنۍ : د نسبت روستاړئ :
پرګنۍ ، ترورګنۍ ، تړګنۍ ، ځان ګنۍ ، خپلګنۍ ، خسرګنۍ ، زوم ګنۍ ، زوی ګنۍ ، لړګنۍ ، لورګنۍ ، ماماګنۍ ، ورورګنۍ او نور
ګني : د مجرد وصف مرستاړئ :
تربګني ، ځان ګني ، خپل ګني ، هسک ګني ، ووړګني ، یوګني او نور
ګڼه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اونۍ ګڼه ، بدګڼه ( بد بخته ) ، پېل ګڼه ، تارګڼه ، ټوک ګڼه ، څاښت ګڼه ، سرګڼه ، شپې ګڼه ، شمېرګڼه ، ښېګڼه ، کارګڼه ، کال ګڼه ، ګهیځ ګڼه ، ګڼه ، لړګڼه ، لومړۍ ګڼه ، لیک ګڼه ، میاشت ګڼه ، نوم ګڼه ، ورځ ګڼه ، ولس ګڼه ، ویئ ګڼه او نور
ګوټئ ، ګوټې : د تصغیر نوم روستاړئ :
پام ګوټئ ، څنګوټئ ، ځوانګوټئ ، خرګوټئ ، رازګوټئ ، زړه ګوټئ ، ښارګوټئ ، غرګوټئ ، لارګوټئ ، لمرګوټئ ، لنګوټئ ، منګوټئ ، منځګوټئ ، مېښګوټئ ( کټیانئ ) ، ننګوټئ ، وزګوټئ ، وسګوټئ ، ولسګوټئ ، ووړګوټئ او نور
ګوړئ : د تصغیر روستاړئ :
اشناګوړئ ، انارګوړئ ، بختګوړئ ، چرګوړئ ، خرګوړئ ، ښځګوړئ ، غرڅګوړئ ، غرګوړئ ، ملاګوړئ ، میرزاګوړئ ، وزګوړئ ، نرګوړئ او نور
ګون : د تړښتي ويي مرستاړئ :
سلګون ، شلګون ، لسګون ، یوګون او نور
ګونئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
اورګونئ ، بادګونئ ، بدګونئ ، بریښ ګونئ ، تاندګونئ ، تریخ ګونئ ، تریوګونئ ، تړګونئ ، چاره ګونې ، چوپ ګونئ ، ځان ګونئ ( منحصر بفرد ) ، ځنډګونئ ، څنګونئ ، خرګونئ ، خړګونئ ، خوښګونئ ، رازګونئ ، زرګونئ ، سپک ګونئ ، سپینګونئ ، سلګونئ ، سورګونئ ، شلګونئ ، غرګونئ ، لرګونئ ، لمرګونې ، مرګونې ، مستګونې ، منځګونې ، واره ګونې ، ورښتګونې ، ورک ګونې ، ووړګونې ، ويښګونې ، هيښګونې ، یادګونې او نور
ګه :
۱ ــ د تون مرستاړئ لکه :
ځوړګه ، څړګه ، لوړګه ، موړګه او نور
۲ ــ د نسبت مرستاړئ :
اورګه ، بولګه ، بېلګه ، پرګه ( خپلوان ) ، پړګه ، پيلګه ، تولګه ، ټلګه ، ټولګه ، درځګه ، دلګه ، ډبګه ، دپګه ، ډ لګه ، روڼګه ، غرګه ، غوړګه ، لړګه ، منځګه ، مړزګه ، مړګه ، نومګه ، ورښتګه ، وړګه ، یادګه او نور
ګئ : د تصغیر روستاړئ :
بارګئ ، بدګئ ، ټالګئ ، ټلګئ ، ټولګئ ، چړوګئ ، خرګئ ، ډلګئ ، زړګئ ، ساده ګئ ، شلګئ ، غرګئ ، کورګئ ، لوړګئ ( لواړګئ ) ، مرګئ ، نیالګئ او نور
ګۍ : د تصغیر روستاړئ :
اناګۍ ، اوریاګۍ ، بریښناګۍ ، جرګه ګۍ ، خولګۍ ، درګۍ ، ډلګۍ ، ډلګګۍ ، رڼاګۍ ، زړګۍ ، ژبګۍ ، ساده ګۍ ، سترګۍ ، غرګۍ او نور
ګېر: د ستاینوم روستاړئ :
بادګیر ، بارګیر ، پرواګیر ، تماشګیر ، سوالګیر ، هواګیر ، او نور
ګیرنه : د مجرد وصف روستاړئ :
ډاډګیرنه ، زورګیرنه ، هوډګیرنه ، یادګیرنه او نور
ګین : د ستاینوم روستاړئ :
بادګین ، رنګین ، غمګین او نور
ګینئ : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
اورګینئ ، لواړګینئ ، ووړګینئ او نور
په ل توري پيل ځينې مختاړي ـ روستاړي او تړښتی وییونه :
ل : د ستاینوم روستاړئ :
له شتیا څخه شتیال له لویا څخه لویال
له ویښتیا څخه ویښتیال له ریښتیا څخه ریښتیال
لا يا لیا : د تاکید او زیاتوالي مرستاړئ :
۱ ــ له نوم سره لکه :
لااندیښنه ، لاجګړه ، لاسوله ، لاشخړه ، لامینه ، لایرغل او نور
۲ ــ حاصل مصدرسره لکه :
لاټينګار ، لاجوړښت ، لاځغاسته ، لاخوځښت ، لاخوراک ، لالګښت ، لالمسون ، لاوداني او نور
۳ ــ ستاینوم سره لکه :
لاپياوړئ ، لاتکړه ، لاډېر ، لاستړئ ، لاستومان ، لاغښتلئ ، لاګڼلئ ، لامنلئ ، لاناروغه او نور
۴ ــ مجرد وصف سره لکه :
لاانډيوالي ، لاتوروالئ ، لادرنښت ، لاډېرښت ، لا زړښت ، لالوړتیا ، لالویوالئ ، لامړښت ، لاورورګلوي ، لاوروري او نور
۵ ــ کړول ( قید ) سره لکه :
لاچټک ، لاژر ، لاورو او نور
لار : تړښتي ويي د مختاړي پتوګه لکه :
لارتوګه ، لارښود ، لارمشر ، لارنښه او نور
لار : د تړښتي ويي مرستاړي پتوګه :
اړخ لار ، اقتصادي لار ، اوښتون لار ، بندلار ، بېرونلار ، پت لار ، پرمخلار ، پریکونلار ، پلي لار ، تګلار ، تنګلار ، حل لار ، ځانلار ، ځوړلار ، څارلار ، څارنلار، څلور لارې ، څنګلار ، څولارې ، ختونلار ، دوه لار ، ژبلار ، ژغورلار ، ژغورنلار ، ساتنلار ، سمونلار ، سیاسي لار ، شیدولار( ګالاکسي ) ښویلار ، ښيلار ، کړنلار ، کوږلار ، کيڼلار ، ګټونلار ، ګډونلار ، ګړنګ لار ، ګڼ لارې ، ګوښه لار ، لویدلار ، لویلار ، لیک لار ، لید لار ، منځلار ، ننوتلار ، نرۍ لار ، وتونلار ، وریښمو لار ، وزلار ، وژنلار، ولس لار ، هېوادلار ، یونلار او نور
لارې : د تړښتي ويي ( توني ) مرستاړئ :
درې لارې ، دوه لارې ، څلورلارې ، ګڼ لارې او نور
لار ، لارئ : د ستاینوم مرستاړئ :
بېلار ( بېلا ې ) ، پت لارئ ، پریکونلارئ ، په لار ، ټګلارئ ، ځانلارئ ، څنګ لارئ ، رازلارئ ، ساتنلارئ ، سرلارئ ، سمونلارئ ، ښیلارئ ، کیڼلارئ ، ګوښلارئ ، منځلارئ (معتدل ) ، ورک لارئ ، ولس لارئ ، هملارئ ، هوډلارئ ، یولارئ او نور
لاري : د مجرد وصف مرستاړئ :
اړخ لاري ، بېرونلاري ، بېلاري ، پت لاري ، ټګلاري ، ځانلاري ، څنګ لاري ، رازلاري ، زړه لاري ، سرلاري ، ښيلاري ، کوږلاري ، کیڼلاري ، ګوښلاري ، منځلاري ( معتدل ) ، وتونلاري ، ویښلاري ، هوډلاري ، یولاري او نور
لاس : د تړښتي ويي د مختاړي پتوګه :
لاس اچونه ، لاس اېستنه ، لاس اخېستنه ، لاسبرئ ، لاس په لاس ، لاس په نومه ، لاس پرسرکېدنه ، لاس پورې کونه ، لاسپوڅئ ، لاس تړنه ، لاس ختنه ، لاسرسي ، لاسلیک ، لاسنېوئ ، لاس ورکونه ، لاسوهنه ، لاس یوکونه او نور
لاس ، لاسه ، لاسئ : د ( ستاینوم ) روستاړي په توګه :
ارت لاسئ ، بدلاسئ ، برلاسئ ، بېڅه لاسئ ، تشلاسئ ، تنګ لاسئ ، تورلاسئ ، ټګ لاسئ ، ټيت لاسئ ، جیګ لاسئ ، ځوان لاسئ ، خپللاسئ ، خوارلاسئ ، خوږلاسئ ، خیرلاسئ ، دروندلاسئ ، دوه لاسئ ، ډک لاسئ ، روغ لاسئ ، زورلاسئ ، سپک لاسئ ، سپېره لاسئ ، سترلاسئ ، سخت لاسئ ، شته لاسئ ، شرلاسئ ، غبرګ لاسئ ، غوڅ لاسئ ، غوړلاسئ ، کارلاسئ ، ګرانلاسئ ، لوړلاسئ ، لویلاسئ ، یولاسئ او نور
لاسي : د تړښتي ويي ( مجرد وصف ) مرستاړي پتوګه :
ارت لاسي ، برلاسي ، تشلاسي ، تنګلاسي ، تورلاسي ، ټګلاسي ، ځوان لاسي ، خوارلاسي ، خیرلاسي ، دوه لاسي ، ډک لاسي ، زورلاسي ، سخت لاسي ، شته لاسي ، شرلاسي ، غبرګ لاسي ، غوڅ لاسي ، کارلاسي ، لویلاسي ، یولاسي او نور
لال : د تړښتي ويي مرستاړئ :
لال جان ، لال ګل ، لال میر او نور
لاو : د حاصل مصدر روستاړئ :
له پخول څخه پخلاو له خرڅول څخه خرڅلاو
له رسول څخه رسلاو له غورځول څخه غورځلاو
له ګرځول څخه ګرځلاو او نور
لټه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بخت لټه ، پښت لټه ، جیب لټه ، ځان لټه ، خبرلټه ، خوله لټه ، رازلټه ، زړه لټه ، شتون لټه ، کارلټه ، منځ لټه ، موخ لټه ، نوم لټه ، وخت لټه ، وس لټه او نور
لړلئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) روستاړئ :
اورلړلئ ، بد لړلئ ، تورلړلئ ، ځان لړلئ ( چې په هر شي کې ځان وراچوي یا د شړومبو مچ ) ، شرلړلئ ، غم لړلئ ، لړلئ ، ویرلړلئ ، وین لړلئ او نور
لګونه ، لګوئ ، لګئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اوبلګونه ، اورلګونه ، پل لګونه ، پېسي لګونه ، تورلګونه ، ځواک لګونه ، خوله لګونه ، زړه لګونه ، زورلګونه و سرلګونه ، سورلګونه ، غاښ لګونه ، لاس لګونه ، واک لګونه او نور
لګېدنه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اوبلګېدنه ، اورلګېدنه ، پل لګېدنه ، پېسي لګېدنه ، تورلګېدنه ، ځواک لګېدنه ، خوله لګېدنه ، زړه لګېدنه ، سرلګېدنه ، سورلګېدنه ، لاس لګېدنه ، واک لګېدنه او نور
لمن : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اورلمنه ، بدلمنه ، بریدلمنه ، پاک لمنه ، پت لمنه ، تاولمنه ، تورلمنه ، ځواک لمنه ، څړلمنه ، خپورلمنه ، زورلمنه ، ژب لمنه ، سپین لمنه ، غرلمنه ، کارلمنه ، ګواښ لمنه ، لمرلمنه ، لید لمنه ، واک لمنه ، وس لمنه ، هڅ لمنه ، هوډ لمنه او نور
لن : د ستاینوم روستاړئ :

اوبلن ، اورلن ، اوښلن ، ځوږلن ، خوږلن ، خوګلن ، زولن ، ژوبلن ، سیورلن ، شګلن او نور نهمه برخه له دغه ځایه ولولۍ


لنډ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړي پتوګه :

لنډاک ، لنډغر ، لنډفکرئ او نور
لڼه : د نسبیت روستاړي پتوګه لکه :
له خور څخه خورلڼه له مور څخه مورلڼه
له ترور څخه ترورلڼه
لو : د تړښتي ويي مرستاړي پتوګه :
انسان لو ، اوربش لو، جوارلو ، غنم لو ، لونګ لو او نور
لوبه : د تړښتي ويي مختاړي په توګه :
لوبځای ، لوبڅار ، لوبډله ، لوبغاړئ ، لوبغالئ او نور
لوبه : د تړښتي ويي روستاړي په توګه :
اوبلوبه ، اورلوبه ، بخت لوبه ، بوخت لوبه ، پت لوبه ، پيل لوبه ، ټېل لوبه ، جنګ لوبه ، ځان لوبه ، ځواک لوبه ، خرلوبه ، خوسي لوبه ، ډل لوبه ، رازلوبه ، زرلوبه ، زورلوبه ، زیان لوبه ، ژب لوبه ، سرلوبه ، شرلوبه ، غم لوبه ، ګن لوبه ، منځ لوبه ، نوم لوبه ، واک لوبه ، وزلوبه ، ولس لوبه ، وینلوبه ، هسک لوبه ، یخلوبه او نور
لور ، لورئ : د تړښتي ويي روستاړي پتوګه :
اړخ لورئ ، برید لورئ ، بېلورئ ، پاملورئ ، تګلورئ ، جنګلورئ ، ځان لورئ ، ځوړلورئ ، څنګ لورئ ، روڼ لورئ ، ژب لورئ ، ژمن لورئ ، سم لورئ ، شا لورئ ، شتون لورئ ، شرلورئ ، شک لورئ ، ښيلورئ ، غورلورئ ، کارلورئ ، ګواښ لورئ ، کړنلورئ ، کيڼ لورئ ، لوید لورئ ، لید لورئ ، مخ لورئ ، منځلورئ ، ورک لورئ ، ولس لورئ ، ویش لورئ ، هسک لورئ ، هوډ لورئ ، یون لورئ او نور
لوړ : د تړښتي ويي مختاړي پتوګه :
لوړاوسئ ، لوړبختئ ، لوړپالئ ، لوړپامئ ، لوړپزئ ، لوړسترګئ ، لوړفکرئ ، لوړلاسئ ، لوړنومئ ، لوړواکئ ، لوړ ونئ ، لوړهوډئ او نور
لوړ ، لوړئ : د تړښتي ويي روستاړي پتوګه :
پت لوړئ ، بخت لوړئ ، ځان لوړئ ، زړه لوړئ ، سرلوړئ ، شان لوړئ ، قام لوړې ، لاس لوړئ ، نوم لوړئ ، هوډلوړئ او نور
لوړي : د تړښتي ويي مرستاړئ پتوګه :
پت لوړي ، بخت لوړي ، ځان لوړي ، زړه لوړي ، سرلوړي ، شان لوړي ، قام لوړي ، لاس لوړي ، نوم لوړي ، هوډ لوړي او نور
لوی : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
ــ لوی پښتئ ، لوی خويه ، لوی فکره ، لوی کورئ ، لویلاسئ ، لوی نومئ او نور
ــ لوی پښتي ، لوی خويي ، لوی فکري ، لوی کوري ، لویلاسي ، لوی نومي او نور
لوی : د تړښتي ويي ( توني ) مرستاړئ :
لوی ننګرهار ، لوی کندهار ، لویه پکتیا ، لوی افغانستان ، لویه پښتونخوا او نور
یادونه : لوی چې له ریښې یو ستاینوم دئ ، د یادشویو ځایونو سره په تړښته کې د ځای نوې نوم څرګندوي . لوی ننګرهار ( یانې ننګرهار ، لغمان ، کونړونه او نورستان ) او لوی کندهار یانې کندهار او ورڅېرمه سیمې يي او نور
له : د نسبت د روستاړي پتوګه لکه :
۱ ــ له نوم څخه د نوي نوم د روستاړي پتوګه :
له ټوخ څخه ټوخله له پای څخه پایله ( نتیجه )
له ګرد څخه ګردله
۲ ــ له ستاینوم څخه د نوم د روستاړي پتوګه لکه :
له ګډ څخه ګډله ( یو ډول ډوډۍ ده ) او ګډوله ( د وښو دروشته )
له غونډ څخه غونډله ( جمله )
۳ ــ له کړنوم څخه د نوم د روستاړي پتوګه لکه :
له ریږدېدل څخه ریږدله ( زلزله ) له څرېدل څخه څېرله ( وزګوړئ )
له اېشېدل څخه اېشله ( یو ډول ډوډۍ ده ) له پریښودل څخه پریښله ( اجازه )
لئ ، لۍ : د نسبت د روستاړي پتوګه لکه :
۱ ــ له نوم څخه د نوي نوم د روستاړي پتوګه لکه :
له خټې څخه خټولئ له درب څخه دربلۍ
له روه څخه روهیلئ له ډب څخه ډبلۍ
۲ ــ له کړنوم څخه د نوم د روستاړي پتوګه لکه :
له څېرېدل څخه څېرلئ ( وزګوړئ )
۳ ــ له ستاینوم څخه د نسبتي ستاینوم د روستاړئ پتوګه لکه :
له پوه څخه پوهیلئ له ګوښه څخه ګوښیلئ
له ویښ څخه ویښیلئ له هیښ څخه هیښیلئ
له روسته څخه روستلئ له ړومبي څخه ړومبلئ
له همزو څخه همزولئ
يادونه : زو د زیږېدو په مانا ده همزو ، یانې چې څوک په یو وخت سره زیږېدلي وي .
لید : د مختاړي په توګه :
لید اړخ ، لید بېلګه ، لید توګه ، لید څوکه ، لید خرڅي ، لید رسي ، لید سیمه ، لید ګوټ ، لیدلار ، لید لمنه ، لید لورئ ، لید موخه ، لید واټن او نور
لید : د روستاړي په توګه :
اوچت لید ، اړخ لید ، بېخ لید ، تنګ لیدئ ، چاپېر لید ، ځان لید ، ځغلند لید ، ځیرلید ، خوا لید ، خوارلید ، روالید ، زړه لید ، ژورلید ، ژور لیدئ ، سترګ لید ، سر لید ، شالید ، غورلید ، لارلید ، لرلید ، لنډ لید ، لوړ لید ، وړاند لید ، ویاړ لید او نور
لیدئ : د نسبتي ستاینوم مرستاړئ :
اوچت لیدئ ، اړخ لیدئ ، بیخ لیدئ ، تنګ لیدئ ، توله لیدئ ( پله بین ) ، چاپېرلیدئ ، ځان لېدئ ( ځان وینئ ) ، ځغلن لیدئ ، ځیرلیدئ ، خوالیدئ ، ژورلیدئ ، لنډلیدې ، نړۍ لېدئ ، وخت لېدئ ( اپورتونېست ) ، وړاندلیدې او نور
لیک : دتړښتي ويي مرستاړئ :
اخځ لیک ، ارلیک ، اړلیک ( کاپي ) ، ازل لیک ، استازلیک ، انځورلیک ( جدول ) ، اوملیک (طرحه ) ، اندلیک ، بارلیک ، باورلیک ، برخه لیک ، بریدلیک ، بریښ لیک ، بریښنالیک ، بریښنیک ، برئ لیک ، بلنلیک ، پریکړه لیک ، پوښتنلیک ، پوکړه لیک ، پېښلیک ، تندې لیک ( تقدیر ) ، تړلیک ، تړون لیک ، خبرلیک ، خوب لیک ، ډبرلیک ، ژوندلیک ، ستاینلیک ، سرلیک ، شالیک ، غندنلیک ، غوښتنلیک ، کارلیک ، کړنلیک ، ګواښ لیک ، لاسلیک ، لړلیک ، مخلیک ، مننلیک ، نوم لیک ، ویاړلیک ، ویرلیک ، هوډلیک ، هوکړه لیک ، یادلیک او نور
په م توري پيل ځينې مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :
م ، مه : د رتبوي عدد روستاړئ :
دویم ، دریم ، څلورم ، پنځم ، شپږم ، اوم ، اتم ، نهم ، لسم او نور
ماتئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اودس ماتئ ، بخت ماتئ ، بحث ماتئ ، بریدماتئ ، پت ماتئ ، ځواک ماتئ ، خپل ماتئ ، خوله ماتئ ، خوښ ماتئ ، ډ لماتئ ، رازماتئ ، روژه ماتئ ، زورماتئ ، زړه ماتئ ، ژبماتئ ، سرماتئ ، غاښ ماتئ ، کارماتئ ، لاس ماتئ ، مټ ماتئ ، مخماتئ ، ملاماتئ ، نرخ ماتئ ، نوم ماتئ ، ننګ ماتئ ، واک ماتئ ، وس ماتئ ، ولس ماتئ ، هډماتئ ، هوډماتئ ، یاد ماتئ او نور
ماتي : د مجرد وصف روستاړئ :
برید ماتي ، پت ماتي ، ځواک ماتي ، ډلماتي ، رازماتي ، روژه ماتي ، زورماتي ، زړه ماتي ، ژبماتي ، سرماتي ، کارماتي ، مخماتي ، نرخماتي ، نوم ماتي ، ننګ ماتي ، واک ماتي ، وس ماتي ، ولس ماتي ، هوډماتي او نور
مار : د ستاینوم روستاړئ :
ټوپک مار ، ټوکمار ، ټګمار ، جرګه مار ، جګړه مار ، داړه مار ، دبړه مار ، دوکه مار ، ډانګه مار ، ډوډي مار ، سوکمار ، ښکنځل مار ، شکنجه مار ، شوکمار ، کوتک مار ، ګوندي مار ، لوټمار ، لانجه مار ، لنډ مار ، مړمار او نور
مارئ : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
بړوڅ مارئ ، ټوپکمارئ ، ټوکمارئ ، ټګمارئ ، جرګه مارئ ، جګړه مارئ ، چل مارئ ، چوپ مارئ ، دبړه مارئ ، دوکه مارئ ، ډوډي مارئ ، زورمارئ ، ژبمارئ ، سپکمارئ ، سخت مارئ ، ښکنځل مارئ ، شوکمارئ ، غوڅ مارئ ، کوتک مارئ ، لانجه مارئ ، لنډ مارئ ، مړمارئ ، وسمارئ ، او نور
ماري : د مجرد وصف روستاړئ :
ټګماري ، څنګماري ، داړه ماري ، دبړه ماري ، دوکه ماري ، ډانګماري ، ډوډوي ماري ، شوکماري ، کوتکماري ، لنډ ماري ، مړماري او نور
ماڼۍ : د تړښتي ويي ( توني ) مرستاړئ :
پاچايي ماڼۍ ، جنګي ماڼۍ ، د خلکو ماڼۍ ، ستوري ماڼۍ ، سراج ماڼۍ ، سپينه ماڼۍ ، شاهي ماڼۍ ، شاهي باغ ماڼۍ ، ولسي ماڼۍ ، واتیکان ماڼۍ او نور
مخ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
مخبنا ، مختړئ ، مختګ ، مختور ( مختورئ ) ، مختوري ، مختیال ، مختیالئ ، مختیانئ ، مخ ځوړئ ، مخ ډاډ ، مخروڼئ ، مخسپيناوئ ، مخسورئ مخکتنه ، مخ ګڼه ، مخلوړئ ، مخماتئ ، مخنېوئ ، مخور ، مخ هوډ ، مخینه او نور
مخئ : د نسبتي ستاینوم مرستاړئ :
اړمخئ ، اورمخئ ، بدمخئ ، برید مخئ ، بې مخه ، پت مخئ ، پټ مخئ ، پيمخئ ، تورمخئ ، جنګ مخئ ، چل مخئ ، ځوان مخئ ، څنګ مخئ ، څومخئ ، خوښ مخئ ، درون مخئ ، دوه مخئ ، رازمخئ ، روڼ مخئ ، زیږمخئ ، سپک مخئ ، سخت مخئ ، سپین مخئ ، سورمخئ ، شرمخئ ، ګل مخئ ، وړمخئ ، ویاړمخئ ، هوډ مخئ ، یو مخئ او نور
مخي : د مجرد وصف مرستاړئ :
اړمخي ، بدمخي ، بې مخي ، پت مخي ، پیمخي ، تورمخي ، څومخي ، دروندمخي ، دوه مخي ، روڼ مخي ، سپکمخي ، سورمخي ، شرمخي ، ولس مخي ، یومخي او نور
مرغ : د ستاینوم روستاړئ :
بدمرغ ، نیکمرغ او نور
مرغي : د مجرد وصف روستاړئ :
بدمرغي ، نیکمرغي او نور
مست : د ستاینوم مرستاړئ :
بد مست ، پول مست ، تن مست ، ځواک مست ، څله مست ، خرمست ، خیال مست ، خېل مست ، زرمست ، زورمست ، سرمست ، شرمست ، ښکلامست ، غم مست ، ګل مست ، مینه مست ، نېشه مست او نور
مستي : د مجرد وصف مرستاړئ :
بدمستي ، پول مستي ، تن مستي ، ځواک مستي ، څله مستي ، خرمستي ، خیال مستي ، زرمستي ، زورمستي ، شرمستي ، غم مستي او نور
مشر : د ستاینوم مرستاړئ :
بانډمشر ، بانډه مشر ، بلوک مشر ، ټوليمشر ، جوپه مشر ، دلګئ مشر ، ډلمشر ، زون مشر ، سرمشر ، سیمه مشر ، ښارمشر ، غلومشر ، کلي مشر ، کوڅه مشر ، کورمشر ، لارمشر ، ولسمشر ، هېوادمشر او نور
مشري : د مجرد وصف روستاړئ :
بانډمشري ، بلوک مشري ، جوپه مشري ، دلګئ مشري ، ډلمشري ، زون مشري ، سرمشري ، ښارمشري ، غلومشري ، کلي مشري ، کوڅه مشري ، کورمشري ، لارمشري ، ولسمشري ، هېوادمشري او نور
مغزئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
بدمغزئ ، تودمغزئ ، سوړمغزئ ، لوړمغزئ ، وچ مغزئ ، ویښ مغزئ او نور
مل : د ستاینوم روستاړئ :
اورمل ، بختمل ، بریدمل ، بشرمل ، پټمل ، ځواکمل ، ځوانمل ، ځيرمل ، حقمل ، خوارمل ، خوښمل ، ډاډ مل ، رازمل ، زیارمل ، سختمل ، سوله مل ، کارمل ، کليمل ، ګیله مل ، لوستمل ، مل ، نړۍ مل ، واکمل ، وسمل ، ولسمل ، ویاړمل ، ويښمل ، هوډ مل ، هوښمل ، یادمل او نور
من : د ستاینوم روستاړئ :
ارزښتمن ، اړمن ، اغیزمن ، برخمن ، بریدمن ، پتمن ، ځانمن ، خوښمن ، ځواکمن ، ځیرمن ، خوږمن ، دردمن ، ډاډمن ، زورمن ، زیانمن ، ستونځمن ، شتمن ، شکمن ، شوکمن ، ښاڅمن ، ښادمن ، کارمن ، ګیله من ، نیاومن ، واکمن ، وړمن ، وسمن ، ویاړمن ، هوډمن ، هوښمن ، هيښمن ، هیله من او نور
منځ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
منځپال ، منځپالنه ، منځپانګه ، منځ تشئ ، منځتوب ، منځتابه ، منځ ځواکئ ، منځ څارئ ، منځ دریځه ، منځ زړئ ( منځړئ ) ، منځ شتیا ، منځغاړئ ، منځغالئ ، منځ غړپئ ، منځګړئ ، منځګړتابه ، منځګړتوب ، منځګلوي ، منځګنئ ، منځګوټئ ، منځګونئ ، منځلارئ ، منځلوبه ، منځلورئ ، منځ لید ، منځوال ، منځوالي ، منځوان ، منځولي ، منځوله ، منځومئ ، منځوئ ، منځیال ، منځیالئ ، منځیانئ او نور
مني : د مجرد وصف مرستاړئ :
اړمني ، اغیزمني ، ځانمني ( خودخواهي ) ، ځواکمني ، خوښمني ، شتمني ، شکمني ، شوکمني ، ښاڅمني ، واکمني ، ویاړمني او نور
موخه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بنسټیزه موخه ، تړون موخه ، تګ موخه ، جنګ موخه ، سفرموخه ، رازموخه ، کړنموخه ، وړاندموخه او نور
مه : د نسبت مرستاړي پتوګه لکه :
له : بوغ ، پړې ، څېرې ، داغ ، ډم ، ګوتې او نور
څخه : بوغمه ، پیاړمه ، څېرمه ، داغمه ، ډمامه ، ګوتمه او نور
مهال : د تړښتي ويي ( مهال ) روستاړئ :
اوږمهال ، اوسمهال ، پټمهال ، پرمخمهال ، پرونمهال ، پيلمهال ، ترشامهال ، تېرمهال ، چوپمهال ، ځنډمهال ، ځواکمهال ، څاښتمهال ، خوښمهال ، دامهال ، روستمهال ، زومهال ، زوړمهال ، ژرمهال ، ژوندمهال ، سختمهال ، سممهال ، شپه مهال ، کارمهال ، کوچمهال ، ګرانمهال ، لنډمهال ، مخمهال ، منځمهال ، ننمهال ، وړانډمهال ، واکمهال ، ورځمهال ، وړمهال ، هرمهال ، هممهال ، هیڅمهال ، یادمهال ، مهالویش ( تقسیم اوقات ) او نور
مېچن : د الې نوم مرستاړئ :
د دانومېچن او نور
میر : د مختاړي پتوګه :
میرخان ، میرګل ، میرلال ، میرویس او نور
میر : د نوم روستاړي :
اولمیر ، خان میر ، ښادمیر ، ګل میر ، لال میر ، واک میر او نور
مېشت ، مېشتئ : د تون روستاړئ :
برمېشت ، بهرمېشت ، بېدیامېشت ، پښتون مېشت ، خوارمېشت ، ډاګ مېشت ، شتمن مېشت ، ښارمېشت ، غرمېشت ، کلي مېشت ، ګڼ مېشت ، لرمېشت او نور
مېشتي : د تون روستاړئ :
بهرمېشتي ، بېدیامېشتي ، خوارمېشتي ، ښارمېشتي ، ګڼ مېشتي او نور
مېنه : د تون روستاړئ :
احمدشابابا مېنه ، ایوب خان مېنه ، پروان مېنه ، پلازمېنه ، جمال مېنه ، خوشال مېنه ، رحمان مېنه ، سیدنورمحمدشا مېنه ، شېرشامېنه ، ښارمېنه ( ناحیه ) ، ظاهرشامېنه ، عینومېنه ، میرویس مېنه ، نادرشامېنه ، وزیراکبرخان مېنه ، هسکه مېنه ( د یوې ولسوالۍ نوم دئ ) او نور
مینه : د نوم روستاړئ :
بخت مینه ، رازمینه ، زرمينه ، ښادمینه ، ګل مینه ، وړمینه ، واکمینه ، وس مینه ، ولسمینه ، ویاړمینه ، یادمینه او نور
په ن توري پيل ځینې مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :
ن : د ستاینوم روستاړئ :
اړخن ، اغزن ، اغوستن ، پمن ، چخن ، ځنډن ، څنډن ، خچن ، داړن ، ژاولن ، سپږن ، غاښن ، غرن ، غوښن ، کړکېچن ، ګږلېچن ، لمرن ، لېړن ، هډن او نور
نا : د نفې مختاړئ :
نااشنا ، نابللئ ، ناپایه ، ناپېيلئ ، ناچاره ، ناخواله ، ناخوښه ، نادوده ، ناړام ، نا سړیتوب ، ناسم ، ناښاد ، ناغوره ، ناغوښتئ ، ناکاره ، ناګرم ، ناګڼلئ ، نالاس خوړلئ ( د بېلګې پتوګه : د طبیعي زیرمو له مخې افغانستان یو نالاسخوړلې هېواد دئ ) ، نامنلئ ، ناوړه او نور
نا : د حاصل مصدر روستاړئ :
له ویل څخه وینا له برېښېدل څخه برېښنا
له غرېدل څخه غرنا له ډرېدل څخه ډرنا
ناسته : د تړښتي ويي مرستاړئ :
تل ناسته ( بیخ ناسته ) ، تخت ناسته ، ځای ناسته ، غم ناسته ، کارناسته ، کورناسته ، لوست ناسته ، نس ناسته ( اسهال ) ، یادناسته او نور
ناک : د ستاینوم روستاړئ :
ارزښتناک ، اغیزناک ، بویناک ، تلوسناک ، خوند ناک ، دردناک ، زبېښناک ، زغمناک ، زهرناک ، سوزناک ، ښویناک ، غمناک ، کینه ناک ، مینه ناک ، وږم ناک ، وسناک ، ویاړناک ، ویرناک ، هېرناک او نور
نجئ : د ستاینوم روستاړئ لکه :
خوارنجئ ، مړغونجئ او نور
ند ، نده : د نسبت او فعليت روستاړئ :
ارزنده ، اغیزنده ، بریښنده ، بسنده ، پارنده ، پریکنده ، پوونده ، ترنده ، توږنده ، توغنده ، ټکنده ، ټوخنده ، ځپنده ، ځغلنده ، ځلنده ، ځوړنده ، څېرنده ، خوځنده ، خورنده ، خوړند ، خوښنده ، رپنده ، رژنده ، رغړنده ، رغنده ، ړچنده ، زیږند ، ژرنده ، ژړنده ، سوځند ، ښکارنده ( پدېده ) ، ښورنده ، ښوینده ، غپنده ، غرنده ، غوڅنده ، کارنده ، کرنده ، ګرځنده ، ګړبنده ، ګړنده ، لغنده ، لوړنده ، ورنده ، وغنده ، ویاړنده ، ویښنده ، وینده ، هیښنده ، یوونده او نور
نده : د ځینې جمعې ستاینومو روستاړئ :
مفرد ستاینوم : ړوند ، لوند او نور
جمع ستاینوم : ړانده ، لانده او نور
ندو : د تړښتي ويي ( حاصل مصدر ) روستاړئ :
بغندو ، پارندو ، رژندو ، ژړندو ، سوځندو ، ښورندو ، ښویندو ، قارندو ، ګړبندو ، وغندو ، ویرندو ، ویندو ، هیښندو او نور
ندوی : د حاصل مصدر روستاړئ :
اړندوی ، اورندوی ، بارندوی ، بریښندوی ، بسندوی ، بلندوی ، بهندوی ، بېلندوی ، پاڅندوی ، پارندوی ، پالندوی ، پریکندوی ، پوهندوی ، پيلندوی ، چغندوی ، څارندوی ، څرګندوی ، څېړندوی ، ځپندوی ، ځړندوی ، ځغلندوی ، ځلندوی ، خوځندوی ، رپندوی ، رژندوی ، رغندوی ، ریښتندوی ، زیږندوی ، سړندوی ، سموندوی ، ښکارندوی ، ښووندوی ، کارندوی ، کړندوی ، ګرځندوی ، ګړندوی ، لټندوی ، لوستندوی ، لېږندوی ، منندوی ، مېړندوی ، ورندوی ، وسندوی ، وغندوی ، ولسندوی ، ویاړندوی ، ویستندوی ( کاشف ) ، ویښندوی ، ویندوی ، هیښندوی ، یووندوی او نور

ندئ : د تړښتي ويي ( حاصل مصدر ) مرستاړئ :
اورندئ ، بغندئ ، بهندئ ، بېړندئ ، پاشندئ ، توغندئ ، چغندئ ، ځپندئ ، ځغلندئ ، ځوړندئ ، خوځندئ ، رپندئ ، رژندئ ، ژوندئ ، ښویندئ ، ګرځندئ ، ګړندئ ، هېښندئ ، ورندئ ، وغندئ ، ویشتندئ ، ویښندئ ، ویندئ ، هیښندئ ، یووندئ او نور
نک : د ستاینوم روستاړئ :
۱ ــ له نوم څخه لکه :
له ژړا څخه ژړانک له ښځې څخه ښځينک
له ویر څخه ویرنک
۲ ــ له ستاینوم څخه لکه :
له چاود څخه چاودینک له بیړې څخه بیړنک
۳ ــ له کړنوم څخه لکه :
له ګورېدل څخه ګورنک
نګ : د حاصل مصدر مرستاړئ :
اړنګ ، اوسیدنګ ، بېلنګ ، تړنګ ، ځړنګ ، ځېرنګ ، څېړنګ ، خوځنګ ، خوړنګ ، ژوونګ ، سپړنګ ، سونګ ، شړیدنګ ، ښویدنګ ، غورځنګ ، کاریدنګ ، کښنګ ، لړنګ ، مړنګ ، نړنګ ، وړنګ ، وهنګ ، وینګ ( تلفظ ) ، یونګ او نور
نګړئ : د تصغیر روستاړئ :
له : بچو ، پيشو ، خوار او نور
څخه : بچونګړئ ، پيشونګړئ ، خوارنګړئ او نور
نه : د نه کولو د روستاړي په توګه :
ــ نه اېلېدونکئ ، نه بښونکئ ، نه پوخلاکېدونکئ ، نه خوړونکئ ، نه شرمېدونکئ ، نه منونکئ ، نه ویشتونکئ او نور
ــ نه شتون ، نه ګډون ، نهیلئ او نور
نه : د حاصل مصدر د روستاړئ پتوګه :
بېلونه ، بوختونه ، پرځونه ، پسخونه ، پلټنه ، پوهونه ، پيلونه ، تړنه ، تلنه ، تېروتنه ، توغونه ، ټولونه ، جوړونه ، ځورونه ، څېړنه ، خپرونه ، ختنه ، دریدنه ، رغونه ، ساتنه ، ښورونه ، ښوونه ، غورځونه ، کارونه ، کړونه ، ګواښنه ، لټونه ، لورونه ، مننه ( تشکر ) ، نمانځنه ، ننګونه ، وتنه ، ویښونه او نور
نۍ : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
ا ــ له توني ( مکاني ) نوم څخه :
باندینۍ ، برنۍ ، پاسنۍ ، کوزنۍ ، لاندینۍ ، لرنۍ او نور
۲ ــ د مهال ( زمان ) له نوم څخه :
اوسنۍ ، پخوا نۍ ، پرونۍ ، تېرنۍ ، څاښتنۍ ، سږنۍ ، سهارنۍ ، شپنۍ ، غرمنۍ ، کالنۍ ، میاشتنۍ ، ورځنۍ ، وړمنۍ او نور
۳ ــ له نورو نومو څخه :
اورنۍ ، پلارنۍ ( پلرنۍ ) ، تورنۍ ، خورنۍ ، رنګنۍ ، غرڅنۍ ، غرنۍ ، غوسنۍ ، کورنۍ ، لمرنۍ ، مورنۍ ، مېړنۍ ، واره نۍ ، واورنۍ ، ویاړنۍ ، هوډنۍ ، یادنۍ او نور
۴ ــ د لوښي د نوم د مرستاړي پتوګه :
ایرنۍ ، چټلنۍ ، خوږنۍ ، سیګریټنۍ ، کاغذنۍ ، میوه نۍ او نور
۵ ــ له ستاینوم څخه :
بېټنۍ ، ترخنۍ ، تروه نۍ ، توره نۍ ، ټيټنۍ ، ځانتنۍ ، ځورنۍ ، خړنۍ ، ژیړنۍ ، سړنۍ ، غلنۍ ، لوړنۍ ، هسکنۍ او نور
۶ ــ له مصدر څخه :
بوختنۍ ، بېلنۍ ، پيلنۍ ، څېړنۍ ، خپرنۍ ، رپنۍ ، رژنۍ ، رغنۍ ، ژړنۍ ، ګړنۍ ، ویینۍ او نور
۷ ــ له کړول ( قید ) څخه :
بېړنۍ ، سوکنۍ او نور
نئ : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
اورنئ ، برنئ ، بېټنئ ، بېړنئ ، پاسنئ ، پرونئ ، تېرنئ ، ځورنئ ، ځېرنئ ، رغنئ ، رنګنئ ، زمرنئ ، ژبنئ ، سږنئ ، غرنئ ، کالنئ ، کارنئ ، لارنئ ، لمرنئ ، میاشتنئ ، مېړنئ ، واره نئ ، ورځنئ ، وړنئ ، ویاړنئ ، هوډنئ او نور
یادونه :
نۍ او نئ دواړه د نسبتي ستاینوم مرستاړي دي چې نۍ د ښځینه او نئ د نرینه لپاره راځي .
نئ : د الې نوم روستاړئ لکه :
شرنګنئ ( شرنګانئ ) ، ټنګنئ او نور
نیسئ : د الې نوم مرستاړئ :
اورنیسئ ، دیګ نیسئ ، سلات نیسئ ، نوک نیسئ ، نیسئ ، یخ نیسئ او نور
نیکه : د ویاړنې مرستاړئ :
بیټ نیکه ، میرویس نیکه او نور
نیم : د ستاینوم مختاړئ :
نیم برخئ ، نیمځالئ ( مستعمل ) ، نیمچه ، نیم ځانئ ، نیمه خوا ، نیم خولئ ، نیم زړئ ، نیم ژبئ ، نیم ژوبله ، نیم سترګئ ، نیم سیرئ ( د سردرد يوه بڼه ده ) ، نیم شلئ ، نیمکاره ، نیمکښه ، نیمکوره ، نیمګړئ ، نیم مېشتئ ، نیمکۍ ( ټپه ، سندره ) ، نیم هوډئ او نور
نیو : په بېلو بېلو حالتونو کې د جمعې روستاړئ :
برنیو ، بېړنیو ، پاسنیو ، ژبنیو ، سږنیو ، غرنیو ، کالنیو ، لمرنیو ، میاشتنیو ، واورنیو ، ورځنیو ، ویاړنیو ، هوډنیو او نور
نېولئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اجل نېولئ ، بادنېولئ ، بخت نېولئ ، پام نېولئ ( متوجه ) ، پښه نېولئ ، ځان نېولئ ( ګوښه ګیر ) ، څنګ نېولئ ، خوله نېولئ ، زړه نېولئ ( زړه نا زړه ) ، ژبنېولئ ، سانېولئ ، سورنېولئ ( ساز ) ، سترګ نېولئ ( متوجه ) ، ښېنېولئ ، کټ نېولئ ( ناروغ ) ، کورنېولئ ( کرايي والا ) ، وسنېولئ ( بېوسه ) ، وخت نېولئ ، هوډ نېولئ او نور
نېوئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بهیرنېوئ ، بیانېوئ ، بېخ نېوئ ، بېرته نېوئ ، پام نېوئ ، پایلنېوئ ، پل نېوئ ، تل نېوئ ( تل د بېخ په مانا ) ، ټينګ نېوئ ، ځان نېوئ ، خوله نېوئ ، زورنېوئ ، ژبنېوئ ، سانېوئ ، سترګ نېوئ ، سرنېوئ ، سستنېوئ ، سورنېوئ ( لکه د ساز ) ، شانېوئ ، غږنېوئ ( د غږنېولو اله ده ) ، غشنېوئ ، غمنېوئ ، غوږنېوئ ، ګواښ نېوئ ، ګوتنېوئ ، لارنېوئ ، لاس نېوئ ، مټ نېوئ ، مخنېوئ ، نښه نېوئ ، وارنېوئ ، واک نېوئ ، وسنېوئ ، هوډنېوئ ، او نور
په ڼ توري پيل ځينې مختاړي ــ روستاړي او تړښتي وییونه :
ڼې : د ښځينه جمعې روستاړئ :
مفرد : لور ، یور او نور
جمع : لوڼې ، یوڼې او نور
ڼۍ :
۱ ـ د تون روستاړئ :
اوبڼۍ ( ابدان ) ، د بڼۍ ، څوکڼۍ ، کوزڼۍ ، متیازڼۍ او نور
۲ ــ د نسبیت روستاړئ :
له پوکوول څخه پوکڼۍ له توکول څخه توکڼۍ ( توکاڼه )
له تړل څخه تڼۍ له شوکول څخه شوکڼۍ
په و توري پيل ځينې مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :
لنډ ( و ) :
د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
له : باټه ( باټې ) ، بریت ، پرړه ، چرت ، چړ ، چوڼ ، خېټه ، څار ، رټه ، شین ، غرت ، غوږ ، کړاو ، کړت ، کړکېچ ، لاپه او نور
څخه : باټو ، بریتو ، پرړو ، چرتو ، چړو ، چوڼو ، څارو ، خېټو ، رټو ، شینو ، غرتو ، غوږو ، کړاوو ، کړتو ، کړکېچو ، لاپو او نور
اوږد ( و ) :
د نوم ( نستبي ستاینوم ) روستاړئ :
له پښت څخه پښتو له پاړس څخه پاړسو
له دېګان څخه دېګانو
و : په بېلو بېلو حالاتو کې د ځينو نرینه اوښځینه نومو او ستاینومو د جمعې روستاړئ :
۱ ـ بېلګه : لکه په اغزو ، ستورو ، لوښو ، لرګو او نور
۲ـ بېلګه : لکه په پلیو ، پرونیو ، نویو او نور
۳ ـ بېلګه : لکه په اوږدو ، اومو ، سرو ، شنو ، غلو ، ملو ، مړو او نور
۴ـ بېلګه : لکه په پښتنو ، شپنو ، ړندو ، راڼو ، تراخو ، تراوو او نور
۵ ـ بېلګه : لکه په تسلیو ، دوستیو ، مستیو او نور
۶ـ بېلګه : لکه په پاڼو ، جرګو ، خټو ، خلو ، ګټو ، مڼو او نور
۷ـ بېلګه : لکه په څنګلو ، غېږو ، لارو ، لمنو او نور
۸ـ بېلګه :
الېپ : لکه په اوومو ، پخو ، سرو ، شنو او نور
ب : لکه په ځان پېژندو ، کارپېژندو ، لارپېژندو ، ناپېژندو او نور
۹ـ بېلګه : لکه په تریندو ، خویندو ، میندو ، نږیندو او نور
۱۰ـ بېلګه : لکه په لوڼو ، یوڼو ، نجونو ، تندارو ، ورندارو او نور
واټ : د تون ( مکان ) مرستاړئ :
اسمایی واټ ، انصاري واټ ، پښتونستان واټ ، دارا لامان واټ ، سالنډواټ ( سالنګ واټ ) مېوندواټ ، نادرپښتون واټ ، هوایی ډګرواټ او نور
وار :
۱ ــ وار : د ستاینوم روستاړئ لکه:
امیدوار ، تلوار او نور
۲ ــ وار ، وارې : د ځلې په مانا :
بل وارې ، تل وارې ، تېروارې ، څووارې ، خروارې ، سړي وارې ، نروارې ، هروارې ، یو وارې او نور
۳ ــ واره ، وارې : د غوندې په مانا :
اوروارې ، پریواره ، پيل وارې ، ځان وارې ، ځوان وارې ، خپل وارې ، خروارې ، زروارې ، غروارې ، ګل وارې ، لمروارې او نور
واړه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
برواړه ، ټولواړه ، څلورواړه ، څوواړه ، خپلواړه ، دواړه ، دريواړه ، سره واړه ، ګڼواړه ، لرواړه ، منځواړه او نور
واز ، وازئ : د ستاینوم مرستاړئ :
بختوازئ ، پیوازئ ، خوله وازئ ، خیال وازئ ، دریځ وازئ ، رازوازئ ، سروازئ ، زړه وازئ ، ستونځوازئ ، سوچ وازئ ، غموازئ ، غوټوازئ ، کونه وازئ ، لاروازئ ، لیدوازئ ، مخوازئ ، منځوازئ او نور
وازي : د مجرد وصف مرستاړئ :
پښې وازي ، پيوازي ، خوله وازي ، دریځ وازي ، زړه وازي ، ستونځوازي ، سروازي ، سوچ وازي ، غموازي ، غوټوازي ، کونه وازي ، لیدوازي ، مخوازي او نور
واک : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بلواک ، بېواک ، پژواک ، تلواک ، ټولواک ، چارواک ، چورواک ، ځانواک ، ځپلواک ، ځمکواک ، ځواک ، خپلواک ، زرواک ، زورواک ، ژواک ، کارواک ، کاواک ، کورواک ، نیم واک ، واک ، وګړواک ، ولسواک او نور
واکي : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بلواکي ، بېواکي ، تلواکي ، ټولواکي ، چورواکي ، ځپلواکي ، ځانواکي ، ځمکواکي ، خپلواکي ، زبرواکي ، زرواکي ، زورواکي ، ښځواکي ، کورواکي ، نرینه واکي ( نرواکي ) ، نیمواکي ، وګړواکي ، ولسواکي او نور
وال : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
اړوال ، اغیزوال ، انډیوال ، بریدوال ، برموال ، پاسوال ، پتوال ، پکتیاوال ، پنځوال ، تړوال ، ځنډوال ، څاروال ، درګیوال ، دروال ، دریځوال ، رازوال ، راغوال ، زیږوال ، ژبوال ، ژغوروال ، ژمنوال ، سروال ، ښکېلوال ، غروال ، کوروال ، ګردیوال ، لروال ، میوند وال ، وطنوال ، ولسوال ، هټۍ وال ، هڅوال ، هډوال ، هوډوال ، هېوادوال ، یادوال ، یووال او نور
والا : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اوروالا ، بڼ والا ، پنډوالا ، پوروالا ، جوپه والا ، خروالا ، سابه والا ، کوروالا ، مېوې والا ، هټۍ والا او نور
واله : د مجرد وصف روستاړئ :
بنګړیواله ، بېړنواله ، پانګواله ، پرګنیزواله ، پښتونواله ، ترهواله ، توکیزواله ، ټبرواله ، ټولنواله ، دودیزواله ، ریښتینواله ، سازښتواله ، سیمه واله ، سمونواله ، شتواله ، ښېګڼواله ، ښېواله ، کیڼواله ، لښکرواله ، وګړواله او نور
والئ : د مجرد وصف روستاړئ :
ارتوالئ ، اړینوالئ ، اوموالئ ، پاکوالئ ، پښتونوالئ ، توروالئ ، ټينګوالئ ، جګوالئ ، چاغوالئ ، ځنډوالئ ، دروندوالئ ، روغوالئ ، روڼوالئ ، ریښتینوالئ ، زوړوالئ ، زغموالئ ، زیږوالئ ، سپینوالئ ، ستغوالئ ، سختوالئ ، سمونوالئ ، سیالوالئ ، کوچنېوالئ ، کوروالئ ، لویوالئ ، ویښوالئ ، هیښوالئ ، یووالئ او نور
والي :
۱ ــ د مجرد وصف د روستاړي پتوګه لکه :
انډیوالي ، بریدوالي ، بنګړیوالي ، بېړۍ والي ، پانګوالي ، ځمکوالي ، کډوالي ، ستایوالي ، ښکروالي ، کوټوالي ، لیکوالي ، ماڼووالي ، منځوالي ، نیاووالي او نور
۲ ــ د تون د مرستاړي پتوګه لکه :
څارنوالي ، ښاروالي ، ولسوالي او نور
والۍ : د الې نوم :
غوږوالۍ او نور
وان : د نوم د روستاړي پتوګه لکه :
له : خپل ، پوزي ، ګروي او نور
څخه : خپلوان ، پيزوان ، ګریوان او نور
وان : د ستاینوم د روستاړي پتوګه لکه :
باغوان ، ټاپووان ، جاله وان ، ځنګلوان ، څاروان ، سروان ، ښکاروان ، کاروان ، ګاډيوان ، لاروان ، ملوان ، موټروان او نور
واني : د مجرد وصف د روستاړي پتوګه لکه :
باغواني ، پاده واني ، جاله واني ، ځنګلواني ، څارواني ، سرواني ، کارواني ، ګاډيواني ، لارواني ، ملواني ، موټرواني او نور
وب : د حاصل مصدر مرستاړئ :
پړسوب ، تړوب ، چڼوب ، ځړوب ، ځلوب ( سراب ) ، څڅوب ، څوب ، خړوب ، ریښتوب ، سروب ( خوناب ) ، غړوب ، غښتوب ، غوړوب ، ګړوب ، لوړوب ، وچوب ، ویښوب ، ویلوب ( د اتشفشان لاوا ) ، هڅوب ( کلتور ) ، هیښوب او نور
وبئ : د حاصل مصدر مرستاړئ :
ځړوبئ ( ابشار ) ، څڅوبئ ، سروبئ ( د ولسوالۍ نوم دئ ) ، غوړوبئ ، کونوبئ ( لکه د ښوروا ) ګړوبئ ، وچوبئ ( وچکالي ) او نور
وتئ ، وتلئ : د ستاینوم مرستاړئ :

ازمون وتلئ ( با تجربه ) ، اغیزوتلئ ( بې اغیزې ) ، بخت وتلئ ، بېخ وتلئ ، پام وتلئ ( بې توجه ) ، خوله وتلئ ( د خولې یو ډول ناروغي ده ) ، خیروتلئ ، زړه وتلئ ( بې جرت ) ، سترګ وتلئ ، سروتلئ ، ښې وتلئ ( چې په کار نه راځي ) ، کاروتلئ ( بې کار ) ، لاروتئ ( بې لارې ) ، لاس وتلئ ( چې په لاس نه راځي ) ، ملاوتلئ ( کړوپ او بيټ ) ، نوموتئ ( مشهور ) ، وس وتلئ ( له امکانه لېري ) او نور لسمه برخه له دغه ځایه ولولۍ



وتئ : دتړښتي ويي مرستاړئ (چې خج پر ت توري وي ) :

لاروتئ ( د نجات لار ) ، نوم وتئ ( د ناروغۍ نوم دئ ) او نور
وټه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
له : پېغله ، چل ، سکور او نور
څخه : پېغلوټه ، چلوټه ، سکروټه او نور
وټئ : د تصغیر روستاړئ :
پېغلوټئ ، چلوټئ ( توطیه ) ، ځلموټئ ، زړوټئ ، کوشنوټئ ، وړکوټئ او نور

وچه : د تون د مرستاړي پتوګه :
اروپا لویه وچه ، اسیا لویه وچه ، اپریکا لویه وچه ، امریکا لویه وچه ، استرالیا لویه وچه او نور
وخه :
۱ ــ د تړښتي ويي مرستاړئ :
بادوخه ، پړوخه ، تنګوخه ، تودوخه ، تړوخه ، جنګوخه ، ځنډوخه ، خړوخه ، ډېروخه ، رژوخه ، رڼوخه ، زړوخه ، ژېړوخه ، سپینوخه ، سړوخه ، کاروخه ( چې ډېر کار کوي ) ، ګډوخه ( لکه د څارویو لپاره د وښو ګډوله ) ، ګنجوخه ، ګنډوخه ، ګڼوخه ( ګڼه ګوڼه ) ، لمدوخه ، لمروخه ( چې ډېر لمر لري ) ، لنډوخه ، مړوخه ، مېړوخه ، نمدوخه ، وچوخه ، وروخه ( چې ډېر اورښت لري ) ، وړوخه او نور
۲ ــ د تړښتي ويي ( توني ) مرستاړئ :
اوبوخه ، بندوخه ( بندۍ ، بندوکئ ، بندېز ) ، ډاګوخه ، ډنډوخه ، غروخه ( لکه د افغانستان ځمکه چې ډېر غرونه لري ) او نور
وده : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اقتصاد وده ، ټولوده ، ټولنوده ، ځان وده ، ژب وده ، ژروده ، کلتوروده ، کرنوده ، ولس وده ، هموده او نور
ور : د ستاینوم روستاړئ :
اوږه ور ، بختور ، بېخه ور ، پزه ور ، ځانور ، څانګه ور ، څنډه ور ، څڼور ، څوکه ور ، خوله ور ، خوبور ، خوندور ، ریښه ور ، زړور ، زورور ، ژبور ، ږیرور ، سترګور ، سورور ، شرمور ، ښکرور ، غاښور ، غوږور ، غوښور ، ګټور ، ګېډور ، مټور ، مخور ، مینه ور ، ویښور ، هڅور ، هیښور او نور
ورته : د ستاینوم روستاړئ :
پري ورته ، تورورته ، څېره ورته ، خوی ورته ، زرورته ، شان ورته ، ګل ورته ، لمرورته ، نوم ورته او نور
وران : د ستاینوم روستاړئ :
ورانپوهاوئ ، ورانچارئ ، ورانڅارئ ، وران خولئ ، وران ژبئ ، وران سترګئ ، وران سلوکي ، ورانکارئ ، ورانلارئ او نور
ورانئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بت ورانئ ، پت ورانئ ، ټول ورانئ ، زړه ورانئ ، کارورانئ ، کورورانئ ، نوم ورانئ ، هوډورانئ او نور
وراني : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بت وراني ، پت وراني ، ټول وراني ، زړه وراني ، ژوندوراني ، کاروراني ، کوروراني ، هوډوراني او نور
ورئ : د تصغیر روستاړئ لکه :
له : خيټې ، ګډ ، مږک او نور
څخه : خیټورئ ، ګډورئ ، مږکورئ او نور
وړ : د مختاړي په توګه :
وړتوګه ، وړبخته ، وړخېل ، وړرنګه ، وړګون ، وړیال ، وړیالئ ، وړیانئ او نور
وړ : د روستاړي په توګه :
ارزښتوړ ، اړتیاوړ ، اوښتون وړ ، باوروړ ، بخت وړ ، بریدوړ ، پاڅون وړ ، پاموړ ، پت وړ ، ځان وړ ، ځواک وړ ، دود وړ ، ډاډوړ ، زیاروړ ، ژوندوړ ، شان وړ ، شتون وړ ، غم وړ ، کاروړ ، لمسون وړ ، لید وړ ، مېشت وړ ، نوم وړ ، واک وړ ، وس وړ ، ولس وړ ، ویش وړ ، هڅوړ ، هوډ وړ ، هو وړ ، یادوړ او نور
وړاند : د تړښتي ويي مرستاړئ :
وړاندتګ ، وړاندګور ، وړاندلید ، وړاندیز ، وړاندوینه او نور
وړئ : ( له وړاېسېدل ، کړنوم څخه ) د ستاینوم مرستاړئ :
پاموړئ ، ځان وړئ ، قام وړئ ، نوموړئ ، ولس وړئ ، یادوړئ او نور
وړئ : ( له وړل ، کړنوم څخه ) د ستاینوم مرستاړئ :
اوبوړئ ( له منځه تللئ ) ، اوروړئ ، بادوړئ ، بوختیا وړئ ، بوږن وړئ ( وحشت اور ) ، پاتې وړئ ، پام وړئ ، پوروړئ ، چرت وړئ ، ځان وړئ ، خوبوړئ ، خوړوړئ ، خیال وړئ ، ریښتیاوړئ ، زړه وړئ ، زوروړئ ، سین وړئ ، غموړئ ، غوروړئ ، فکروړئ ، ښکلاوړئ ، لویا وړئ ، مستیاوړئ ، نازوړئ ، نیزوړئ ، هوښ وړئ ، یادوړئ او نور
وړئ : د تصغیر روستاړئ لکه :
له بچې څخه بچوړئ له ټپ څخه ټپوړئ
له ټوک څخه ټوکوړئ له دېګ څخه دېګوړئ
له کب څخه کبوړئ له موږک څخه موږکوړئ
له کودې څخه کودوړئ له کټ څخه کټوړئ
له غوږ څخه غوږوړئ له مخ څخه مخوړئ
وړئ : د ستاینوم مرستاړئ لکه :
له پاتې څخه پاتوړئ له ګټې څخه ګټوړئ
وزمه :
۱ ــ د ورتوالي ( ستاینوم ) مرستاړئ لکه :
اوروزمه ، بادوزمه ، توپان وزمه ، تودوزمه ، تیاره وزمه ، ټاپووزمه ، خان وزمه ، دروندوزمه ، روڼ وزمه ، زروزمه ، ښځوزمه ، غروزمه ، ګل وزمه ، لال وزمه ، لمروزمه ، مشروزمه ، میروزمه ، نروزمه او نور
۲ ــ د ستاینوم د درجې د کمولو روستاړئ لکه :
توروزمه ، خړوزمه ، ژیړوزمه ، سپک وزمه ، سپین وزمه ، سوروزمه ، سوړوزمه ، شین وزمه ، مړوزمه او نور
وژنه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اوروژنه ، ټولوژنه ، ډلوژنه ، ځان وژنه ، زړه وژنه ، ژب وژنه ، ژوندوژنه ، ګڼ وژنه ، ولس وژنه او نور
وژنئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
اوروژنئ ، ټول وژنئ ، ځان وژنئ ، زړه وژنئ ، ژب وژنئ ، ژوند وژنئ ، ګڼ وژنئ ، نوم وژنئ ، ولس وژنئ او نور
وس : د ستاینوم روستاړئ :
ټپ څخه ټپوس له چړ څخه چړوس
له ډب څخه ډبوس له دله څخه دوس
وستون ، وستونئ : د الې نوم مرستاړئ :
وستونئ ، پيوستونئ ، تړستونئ ، ټينګ وستونئ ، ملاوستونئ ، یوستونئ او نور
وسه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ټول وسه ، جیب وسه ، ځان وسه ، خیروسه ، زړه وسه ، ژب وسه ، کار وسه ، کور وسه ، لاس وسه ، مټ وسه ، ولس وسه ، هوډ وسه او نور
وک : د تصغیر روستاړئ :
بختوک ، پسخوک ، پنډوک ، ځانوک ، ځنډوک ، ځوانوک ، ځيروک ، څنډوک ، رڼوک ، سختوک ، ښوویوک ، ګرانوک ، ګړوک ، لاپوک ، لنډوک ، منډوک ، وسوک ، ویښوک ، هڅوک ، هېروک ، هېښوک ، یا دوک ، یووک او نور
وکئ : د تصغیر روستاړئ :
بندوکئ ، پنډوکئ ، ځنډوکئ ، خروکئ ، خنډوکئ ، ډندوکئ ، سروکئ ، لښتوکئ ، لنډوکئ ، ماڼوکئ ، منډوکئ ، وړوکئ ، هډوکئ ، ویاندوکئ او نور
وګئ : د تصغیر روستاړئ :
بدوګئ ، خروګئ ، خړوګئ ، خندوګئ ، رڼوګئ ، زړوګئ ، ژړوګئ ، ژیړوګئ ، سپینوګئ ، سنډوګئ ( سنډا ګئ ) ، شینوګئ ، ښادوګئ ، ښکېلوګئ ، غروګئ ، ګلوګئ ، لاپوګئ ، نیکوګئ ، ودوګئ ( واده ګئ ) ، هېروګئ او نور
ولس : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ولس پاللئ ، ولس تللئ ( ولس ته ګران ) ، ولس درنلئ ، ولس رټلئ ، ولس ژړلئ ، ولس شړلئ ، ولس ګڼلئ ، ولس منلئ ، ولس نتلئ ، ولس وهلئ او نور
ولئ : د نسبت روستاړئ :
۱ ــ د نسبتي ستاینوم مرستاړئ لکه :
خوبولئ ، غمولئ ، قهرولئ ، نازولئ او نور
۲ ــ له نوم څخه د نوي نوم د روستاړي پتوګه لکه :
له پنډ څخه پنډولي له خټې څخه خټولئ
له کتې څځه کتولئ له کنډ څخه کنډولئ
له ډډ څخه ډډولئ له ګډ څخه ګډولئ
له منځ څخه منځولئ له ډنډ څخه ډنډولئ
ولي : د مجرد وصف روستاړئ :
اتلولي ، اغیزولي ، پښتونولي ، پلارولي ، څنګولي ، خپلولي ، خورولي ، خوږولي ، دروندولي ، ریښتینولي ، سپکولي ، سپینولي ، سمونولي ، شتونولي ، کورولي ، ګډونولي ، لمسونولي ، مورولي ، ورورولي او نور
ومئ : د تون مرستاړئ :
اوارومئ ، بېلومئ ، پرېوتومئ ، پېچومئ ، پیلومئ ، پیوستومئ ، تړستومئ ، ختومئ ، روستومئ ، ښکېلومئ ، غورځومئ ( ګړنګ ) ، کړکېچومئ ، کږلېچومئ ، کېوتومئ ، ګرځومئ ( د راګرځېدو ځای ) ، لوړومئ ، لوېدومئ ، منځومئ ، وستومئ او نور
ون : د حاصل مصدر روستاړئ :
اوبدون ، اوډون ( نظم ) ، اوښتون ، بدلون ، پاڅون ، پرېيستون ، پریکون ، پرېوتون ، پيوستون ، تړښتون ، تړون ، جوړښتون ، ځنډون ، خرڅون ، رغون ، ژوندون ، سپړښتون ، سمون ، شتون ، شلون ، غبرګون ، کږون ، کنستون ، کېیستون ، کېوتون ، ګډون ، لټون ، لمسون ، لنډون ، ويښتون ، هېښتون ، یووستون او نور
ونج : د تړښتي ويي مرستاړئ :
غږونج ، ګړونج ، ماناونج او نور
وند : د روستاړي پتوګه :
اروند ، اړوند ، بېلوند ، پړوند ، پيلوند ، پيوند ، تړوند ، تېروند ، چاروند ، څاروند ، خړوند ، زړوند ، غړوند ، کاروند ، کروند ، کړوند ، کښت وند ، ګړوند ، لاسوند ( سند ) ، لروند ، مړوند ، ملوند ، وړوند ، هڅوند ، هېروند ، هیښوند ، یووند او نور
ونده ، نده : د تون روستاړئ :
کرونده ، ښورنده او نور
ونکئ : د راتلونکي مهال د فعلي ستاینوم روستاړئ :
الوتونکئ ، اوبدونکئ ، بلونکئ ، پارونکئ ، پاشونکئ ، پالونکئ ، پنځونکئ ، تلونکئ ، تپونکئ ، تړونکئ ، جوړونکئ ، څېړونکئ ، ختونکئ ، خوړونکئ ، زده کونکئ ، راښکونکئ ، ساتونکئ ، ښوونکئ ، ګډونکئ ، ګنډونکئ ، لمسوونکئ ، مښونکئ ، منونکئ ، نڅونکئ ، نڅوونکئ ، نویستونکئ ( مخترع ) ، وړونکئ ، ویاړونکئ ، ویشتونکئ ، ویونکئ ، هیښونکئ او نور
ونګ ، ونګه او ونګئ : د روستاړي پتوګه :
تورونګه ، چل ونګه ، چوپ ونګه ، رژونګه ، زوړونګه ، زیږونګه ، ژيړونګه ، سورونګه ، سوړونګه ، ګل ونګه ، مړونګه ، موړونګه او نور
ونګي : ستاینوم مرستاړئ :
چل ونګي ، سوړونګي ، مړونګي ، موړونګي او نور
ونو : په بېلو بېلو حالتو کې د جمعې روستاړئ :
اورونو ، بڼونو ، پورونو ، ټوپکونو ، ځنګلونو ، خوړونو ، زړونو ، سرونو ، غرونو ، غمونو ، کالونو ، کورونو ، ګلونو ، ګوښونو ، لاسونو ، مېړونو ، مېزونو ، ننګونو ، ورونو ، هوښونو ، یادونو او نور
ونه : د جمعې نومو روستاړئ :
مفرد نوم : اور ، بڼ ، پور ، ټوپک ، ځنګل ، غر ، کال ، کور ، ګواښ ، لاس ، مېز ، ننګ ، ور ، هوښ ، یاد او نور
جمع نوم : اورونه ، بڼونه ، پورونه ، ځنګلونه ، غرونه ، کالونه ، کورونه ، ګواښونه ، لاسونه ، مېزونه ، ننګونه ، ورونه ، هوښونه ، یادونه او نور
ونئ : د فعلي ستاینوم روستاړئ :
باروونئ ، پاروونئ ، پریکوونئ ، تګونئ ، چېچونئ ، څڅوونئ ، څکونئ ، خوړونئ ، ډاروونئ ، رغوونئ ، ریښتونئ ، سمونئ ، غبرګونئ ، کارونئ ، کړوونئ ، لمسونئ ، مرګونئ ، مښونئ ، نویستونئ ( مخترع ) ، واروونئ ، ویروونئ ، ویشتونئ ، ویښوونئ ، هیښوونئ ، او نور
ونئ : د الې نوم روستاړئ :
اورلړونئ ، پاکونئ ، توږونئ ، چاڼوونئ ، رګ وهونئ ، سرتړونئ ، غوږوهونئ ، مچ شړونئ ، ویشتونئ او نور
وڼئ :
پچوڼئ ، خچوڼئ او نور
وون : مجرد وصف مرستاړئ :
بېلاوون ، پيلاوون ، پړاوون ، تړاوون ، جړوون ، چڼاوون ، خپراوون ، رغاوون ، رڼاوون ، ژړاوون ، سباوون ، ویښاوون او نور
وئ : د ستاینوم مرستاړئ :
پلوئ ، پيوستوئ ( پله پسې ) ، څاروئ ( ژوی ) ، دوه وستوئ ، ( دو طرفه : د بېلګې پتوګه دوه وستوئ واټ ) ، ستروئ ( لویتوب ) ، لاروئ ، منځوئ ( منځومئ )، یوستوئ ( یو طرفه : د بېلګې پتوګه یوستوئ واټ ) او نور
وي : نسبتي ستاینوم روستاړئ :
خپلوي ، غزنوي ، کاموي ، هډوي او نور
وې : د ښځینه جمعې روستاړئ :
اریانتیاوې ، اړتیاوې ، اسانتیاوې ، اناوې ، اومتیاوې ، بوختیاوې ، پاشلتیاوې ، پېچلتیاوې ، چوپتیاوې ، ځانتیاوې ، ځانګړتیاوې ، خنداوې ، رڼاوې ، ریښتیاوې ، ژړاوې ، سختیاوې ، سمتیاوې ، غواوې ، ګرمتیاوې ، وړتیاوې ، ویښتیاوې ، یوتیاوې او نور
ویلاندئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
ځان ویلاندئ ، ځواک ویلاندئ ، زړه ویلاندئ ، زورویلاندئ ، غرویلاندئ ، واک ویلاندئ او نور
وینئ : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بدوینئ ، ځان وینئ ، ښوینئ ، نیک وینئ ، لروینئ ( لروین ) ، لنډوینئ ( لنډاک ، لنډارئ ) ، ووړوينئ او نور
په ه توري پيل ځینې مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :
لومړئ ــ نرمه ه :
اــ د حاصل مصدر روستاړئ :
بوخته ، پاڅته ، پرانېسته ، پریکړه ، پرېوته ، پرییسته ، پېژنده ( حس ) ، پېښه ، تړښته ، توکړه ، تېښته ، جوړه ، ځغاسته ، څکه ، خرڅه ، درشه ، راشه ، روغه ، کېوته ، ګټه ، ګډوله ، لمسه ، ملاسته ، منښته ، ناسته ، نښته ، ویښه ، هوکړه ( هوکړ ) او نور
ب ــ د ښځینه نومو روستاړئ :
نرینه نوم : اوښ ، چرګ ، زرک او نور
ښځينه نوم : اوښه ، چرګه ، زرکه او نور
ج ــ د ښځینه ستاینومو روستاړئ :
لومړۍ بېلګه :
نرینه : اوږد ، اوم ، بختور ، تور ، ټول ، خولور ، زړور ، ژبور ، سپین ، سترګور ، غټ ، غل ، لېکوال ، مړ ، مل او نور
ښځينه : اوږده ، اومه ، بختوره ، توره ، ټوله ، خولوره ، زړوره ، ژبوره ، سپينه ، سترګوره ، غټه ، غله ، لیکواله ، مړه ، مله او نور
دوهمه بېلګه :
نرینه : پوخ ، ړوند ، زوړ ، سور ، شین ، کوڼ ، ووړ او نور
ښځینه : پخه ، ړنده ، زړه ، سره ، شنه ، کڼه ، وړه او نور
د ــ له ستاینوم څخه د نوم د مرستاړي پتوګه لکه :
له پړ څخه پړه ( ډېره پړه پرې مه اچوۍ )
له تریخ څخه ترخه ( یو ډول بوټئ دئ )
له جوړ څخه جوړه ( د هغوی تر منځ جوړه پکار ده )
له ځوړ څخه ځوړه ( پر ځوړه ختل ګران وي )
له خوږ څخه خوږه ( شیریني )
له روغ څخه روغه ( د هغوی تر منځ روغه وشوه )
له سخت څخه سخته ( په هغه خورا سخته راغلې ده )
له ژور څخه ژوره ( ګړنګ )
له ګڼ څخه ګڼه ( د ورځپاڼې لومړۍ ګڼه خپره شوه )
له لوړ څخه لوړه ( هغه د ژوند ډېرې لوړې او ژورې لېدلي دي )
و ــ له نوم څخه د ستاینوم د مرستاړي پتوګه لکه :
له رنګ څخه رنګه ( لکه رنګه فیلمونه یا رنګه قلمونه )
له غر څخه غره ( هغه په ځان ډېر غره دئ )
له کور څخه کوره ( وطني )
دویم ــ کوچنۍ یا څرګنده ه :
۱ ــ د نرینه جمعې ستاینومو روستاړئ :
مفرد : اوږد ، اوم ، سور ، شین ، غل ، مړ ، مل او نور
جمع : اوږده ، اومه ، سره ، شنه ، غله ، مړه ، مله او نور
۲ ــ د حاصل مصدر روستاړئ پتوګه :
پرییسته ، پرېوته ، تېرویسته ، غورځېده ، کاته ، کېوته ، لمبېده ، لېده او نور
هار : د تون روستاړئ لکه :
کندهار ، ننګرهار ، چپرهار او نور
هټۍ : د تړښتي ځايي نومو مرستاړئ :
چایو هټۍ ، بورې هټۍ ، سمټو هټۍ ، کیمیاوي څرې هټۍ او نور
هڅه : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بریدهڅه ، بېلتون هڅه ، پریکون هڅه ، پيل هڅه ، تړون هڅه ، ځان هڅه ، ځواک هڅه ، څارهڅه ، زړه هڅه ، غبرګون هڅه ، کارهڅه ، کړن هڅه ، لارهڅه ، لمسون هڅه ، لیدهڅه ، وین هڅه ، یوون هڅّه او نور
هڅئ : د تړښتي وي مرستاړئ :
بریدهڅئ ، پيل هڅئ ، تړون هڅئ ، ځان هڅئ ، ځواک هڅئ ، زړه هڅئ ، غبرګون هڅئ ، کارهڅئ ، کړن هڅئ ، لارهڅئ ، لمسون هڅئ ، یوون هڅئ او نور
هم : د تړښتي ويي مرستاړئ :
هم انډول ، هم پښت ، هم تړئ ، هم ټبر ، هم خېل ، همځولئ ، هم څېر ، هم دریځ ، همراز ، همرنګه ، هم زور ، همژبئ ، همغږئ ، همغاړئ ، همکار ، همګټې ، هملارئ ، هم مل ، هم مېشت ، هم نومئ ، هم وسې او نور
هورې : د کړول ( قید ) مرستاړئ :
سین هورې ، غرهورې ، میل هورې او نور
په ی توري پیل ځینې مختاړي ـ روستاړي او تړښتي وییونه :
نرمه ( ئ ) : د نسبت او فاعلیت د روستاړئ پتوګه :
۱ ــ له نوم څخه نوي نوم لکه :
له تل څخه تلئ ( لکه د پښې تلئ یا د غنمو د درمن تلئ )
له تېل څخه تېلئ له ډبرې څخه ډبرئ
له ګل څخه ګلئ له راغ څخه راغئ
لیک څخه لیکئ ( کتاب ) له کابل څخه کابلئ
له هېلې څخه هیلئ له ګیلې څخه ګیلئ
له ننګرهار څخه ننګرهارئ له کندهار څخه کندهارئ او نور
۲ ــ له ستاینوم څخه نوم لکه :
له تریخ څخه تریخئ له تور څخه تورئ
له ژیړ څخه ژیړئ له ډډ څخه ډډئ ( بالښت یا د بوسو خوسئ )
له ټول څخه ټولئ له لوړ څخه لوړئ
له ځوړ څخه ځوړئ له تنګ څخه تنګئ
۳ ــ له ستاینوم څخه نسبتي ستاینوم لکه :
له غونډ څخه غونډئ له ګرد څخه ګردئ
له لنډ څخه لنډئ له ویجاړ څخه ویجاړئ
له بد څخه بدئ له نیک څخه نیکئ
له برګ څخه برګئ له خړ څخه خړئ
له شین څخه شینئ له ګوډ څځه ګوډئ
۴ ــ له صوت څخه لکه :
له ټوخ څخه ټوخئ له ټېغ څخه ټېغئ ( د مرغه نوم دئ )
له چوڼ څخه چوڼئ ( بلبل )
۵ ــ له کړنوم څخه :
له غورځېدل څخه غورځئ ( ګړنګ )
له ګرځېدل څخه ګرځئ له ویجاړېدل څخه ویجاړئ
له ویل څخه ويئ ( کلمه ) له ښکېلېدل څخه ښکېلئ
له ودانېدل څخه ودانئ له ورانېدل څخه ورانئ
له وتل څخه وتئ یا وټئ ( د ژرندې د ناوې سر )
۶ ــ د تېرمهال د فعلي ستاینوم روستاړي پتوګه لکه :
ازمویلئ ، بللئ ، پارېدلئ ، پاشلئ ، پېچلئ ، پېژندلئ ، ترینګلئ ، تړلئ ، ځورېدلئ ، ختلئ ، څارلئ ، څېرلئ ، داړلئ ، رټلئ ، ژړېدلئ ، سپېڅلئ ، غښتلئ ، کړېدلئ ، کوټلئ ، ګڼلئ ، منلئ ، وتلئ ، ویاړلئ او نور
۷ ــ د صوت نوم روستاړي پتوګه لکه :
خرپئ ، دربئ ، شرنګئ ، غربئ ، غړمبئ ، کړنګئ ، ګړنګئ او نور
څرګنده او درنه ( ي ) :
اــ د نرینه جمع روستاړئ :
مفرد : اغزئ ، پرونئ ، پلئ ، سپئ ، ستورئ ، سړئ ، کالئ ، لرګئ ، لوښئ ، نوئ او نور
جمع : اغزي ، پروني ، پلي ، سپي ، ستوري ، سړي ، کالي ، لرګي ، لوښي ، نوي او نور
ب ــ د مجرد وصف روستاړئ :
له : بېکسه ، بېواک ، بېوزله ، بېوسه ، ترکاڼ ، تسل ، توپير ، خپلواک ، خوښ ، دښمن ، دوست ، کمواکه ، لویا ، ناخواله ، ورور او نور
څخه : بېکسي ، بېواکي ، بېوزلي ، بېوسي ، ترکاڼي ، تسلي ، توپيري ، خپلواکي ، خوښي ، دښمني ، دوستي ، کمواکي ، لويي ، ناخوالي ، وروري او نور
ج ــ د نستبي ستاینوم روستاړئ :
له : باور ، رباب ، پنډ ، ټوکه ، چرس ، چړ ، چل ، ډول ، کار ، نوم او نور
څخه : باوري ، ربابي ، پنډي ، ټوکي ، چړي ، چلي ، ډولي ، کاري ، نومي او نور
لکيواله ( ۍ ) :
اــ د ښځینه روستاړي پتوګه :
۱ ــ له نوم څخه د نوي نوم د روستاړي پتوګه :
له غالي څخه غالۍ له ټال څخه ټالۍ
له اوږې څخه اوږۍ له مږې څخه مږۍ ( لکه د کمپیوتر )
له خاښ څخه خاښۍ له غوږ څخه غوږۍ ( لکه د تلېپون )
له باران څخه بارانۍ له ژبې څخه ژبۍ ( د ماشومانو یو ډول ناروغي ده )
له ډبرې څخه ډبرۍ له لړم څخه لړمۍ ( حساسیت ډوله ناروغي ده )
له بټ څخه بټۍ له ګوتې څځه ګوتۍ ( انګشتري )
له بند څخه بندۍ له څوکې څخه څوکۍ ( په کامې ولسوالۍ کې د یو غر نوم دئ )
له لړ څخه لړۍ له غاړې څخه غړۍ
۲ ــ له ستاینوم څخه د ښځینه نوم د روستاړي پتوګه لکه :
له پنډ څخه پنډۍ له ډېر څخه ډېرۍ
له غونډ څخه غونډۍ له لنډ څخه لنډۍ ( یو ډول شعر یا یو دول مار دئ )
۳ ــ له نرینه نوم څخه د ښځینه نوم د روستاړئ پتوګه لکه :
له نمسئ څخه نمسۍ له پرکټي څخه پرکټۍ
۴ ــ له نرینه ستاینوم څخه د ښځینه ستاینوم د روستاړئ پتوګه :
له پردي څخه پردۍ له لېوني څخه لېونۍ
له منځنئ څخه منځنۍ له لغړ څخه لغړۍ
له کوشني څخه کوشنۍ له میړني څخه میړنۍ
۵ ــ د نرینه نسبتي ستاینوم څخه د ښځینه نسبتي ستاینوم د روستاړي پتوګه لکه :
له کندهاري څخه کندهارۍ له کابلي څخه کابلۍ
له اوسني څخه اوسنۍ له پروني څخه پرونۍ
له برني څخه برنۍ له لرني څخه لرنۍ
له پخواني څخه پخوانۍ له روستني څخه روستنۍ
ب ــ د جمعې نسبتي ستاینومو روستاړئ :
مفرد : پلوي ، خپلوي ، خوښي ، دوستي ، نېستي او نور
جمع : پلوۍ ، خپلوۍ ، خوښۍ ، دوستۍ ، نېستۍ او نور
ج : د جمعې نومو روستاړئ :
مفرد نوم : ښادي ، ناخوالي ، ویجاړي او نور
جمع نوم : ښادۍ ، ناخوالۍ ، ویجاړۍ او نور
د ــ د حاصل مصدر روستاړئ :
مصدر : پرېوتل ، چورلېدل ، غورځېدل ، کېوتل ، ګرځېدل او نور
حاصل مصدر : پرېوتۍ ، چورلۍ ، غورځۍ ، کېوتۍ ، ګرځۍ او نور
و : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
لومړۍ بېلګه :
نوم : اوږه ، ټال ، غالئ ، غږ ، غوږ ، مږه او نور
نوم : اوږۍ ، ټالۍ ، غږۍ ، غالۍ ، غوږۍ ( لکه د تلېفون ) ، مږۍ ( لکه د کمپېوتر ) او نور
یادونه :
پورته وییونه چې په ریښه کې نسبتي ستاینومونه دي خو د نوم پتوګه کارول کیږي .
دوهمه بېلګه :
ستاینوم : سپور او نور
نوم : سپارلۍ او نور
اوږده ( ې ) :
ا ــ د ښځينه جمعې روستاړئ :
لومړۍ بېلګه :
مفرد : پاڼه ، پخه ، جرګه ، خټه ، خوله ، ګټه ، ملګه او نور
جمع : پاڼې ، پخې ، جرګې ، خټې ، خولې ، ګټې ، مالګې او نور
دوهمه بېلګه :
مفرد : تندار ، ورندار
جمع : تندارې ، ورندارې
ب ــ د ښځينه روستاړي پتوګه :
نرینه : تږئ ، غلئ ، ملګرئ ، وږئ ، وهلئ ، وهونکئ او نور
ښځینه : تږې ، غلې ، ملګرې ، وږې ، وهلې ، وهونکې او نور
یا : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
۱ ــ له نوم څخه د نوي نوم د روستاړي پتوګه لکه :
له ار څخه اریا له اور څخه اوریا
له تنګسې څځه تنګسیا له وارڅخه واریا ( ښځینه نوم دئ )
له لمر څخه لمریا له غر څخه غریا
له غور څخه غوریا
۲ ــ له ستاینوم څخه د نوم د روستاړي پتوګه لکه :
له بوخت څخه بوختیا له سخت څخه سختیا
له مل څخه ملیا له ښوی څخه ښوییا
له خړ څخه خړیا له مړڅخه مړیا
له زوړ څخه زړیا له سوړ څخه سړیا
له ویښ څخه ویښیا له هیښ څخه هیښیا
۳ ــ له کړنوم څخه د نوم د روستاړي پتوګه لکه :
له بسېدل څځه بسیا له تړل څخه تړیا
له ځلېدل څخه ځلیا له څارکول څخه څاریا
له ښکېلېدل څخه ښکېلیا له ګړېدل څخه ګړیا
له لګېدل څخه لګیا له ورېدل څخه وریا
یاد : د تړښتي ويي مرستاړئ :
یادپاڼه ، یادڅلئ ، یادخان ، یادخېل ، یادښت ، یادګار ، یادګل ، یادګېرنه ، یادلیک ، یادمن ، یادمیر ، یادوال ، یادوتلئ ، یادوړئ ، یادون او نور
یار : د تړښتي ويي مرستاړئ :
بختیار ، بوختیار ، بسیار ، بڼیار ، پتیار ، پښتونیار ، چمیار ، ځوانیار ، ګډونیار ، رازیار ، ریښتینیار ، زغمیار ، سختیار ، مالیار ، ملیار ، ننګیار ، واکیار ، وړیار ، وختیار ، وسیار ، ولسیار ، ویښیار ، هڅیار ، هېوادیار او نور
یال : نسبتي ستاینوم روستاړئ :
اریال ، استیال ، اغیزیال ، اوریال ، بختیال ، برخیال ، برمیال ، بریال ، بسیال ، بوختیال ، پامیال ، پتیال ، پښتیال ، پکتیال ، پوهیال ، توریال ، جنګیال ، چپیال ، چوپیال ، چوریال ، ځواکیال ، ځیریال ، څاریال ، څړیال ، حقیال ، خواریال ، خوښیال ، دودیال ، ډاډیال ، رازیال ، راغیال ، رژیال ، ریښتیال ، رغیال ، روڼیال ، روهیال ، ړنګیال ، زریال ، زغمیال ، زمریال ، زیږیال ، ژبیال ، ژغوریال ، ژمنیال ، ستغیال ، سختیال ، ښادیال ، ښکاریال ، غریال ، غښتیال ، غوریال ، غوښتیال ، کرنیال ، کړنیال ، ګټیال ، لمریال ، لوړیال ، لویال ، مټیال ، مستیال ، ننګیال ، نومیال ، واکیال ، وړتیال ، وسیال ، ولسیال ، ویال ، ویښیال ، هڅیال ، هډیال ، هستیال ، هسکیال ، هوډیال ، هوښیال ، هیښیال ، او نور
یالئ ، یالۍ : نسبتي ستاینوم روستاړئ :
اریالئ ، اړيالئ ، استیالئ ، اغیزیالئ ، اوريالئ ، بختیالئ ، برخیالئ ، برمیالئ ، بريالئ ، بریښیالئ ، بسیالئ ، بڼیالئ ، بوختیالئ ، پامیالئ ، پانګيالئ ، پتیالئ ، پټیالئ ، پړیالئ ، پښتیالئ ، پکتیالئ ، پوخیالئ ، پوهیالئ ، پېښیالئ ، تړیالئ ، تمیالئ ، توریالئ ، توښیالئ ، ټپیالئ ، ټکیالئ ، ټينګیالئ ، جړیالئ ، جنګیالئ ، جیګیالئ ، چپیالئ ، چړیالئ ، چمیالئ ، چوپیالئ ، چڼیالئ ، چوریالئ ، چوغیالئ ، ځانیالئ ، ځلیالئ ، ځنډیالئ ، ځوانیالئ ، ځواکیالئ ، ځوړیالئ ، ځیریالئ ، څاریالئ ، څرکیالئ ، څړیالئ ، څړیکیالئ ، څنګیالئ ، څیریالئ ، حقیالئ ، خواریالئ ، خوږیالئ ، خوښیالئ ، دپیالئ ، دمیالئ ، دریالئ ، دروندیالئ ، دریځیالئ ، دودیالئ ، ډاډیالئ ، ډاریالئ ، ډلیالئ ، رازیالئ ، راغیالئ ، رژیالئ ، ریښتیالئ ، رغیالئ ، روږدیالئ ، روڼیالئ ، روهیالئ ، ړنګیالئ ، زریالئ ، زوریالئ ، زغمیالئ ، زمریالئ ، زیږیالئ ، زغردیالئ ، زړګیالئ ، ژبیالئ ، ژغوریالئ ، ژمنیالئ ، ژوندیالئ ، ژیړیالئ ، سپریالئ ، سترګیالئ ، ستریالئ ، ستیالئ ، سپینیالئ ، ستړیالئ ، ستغیالئ ، ستوریالئ ، ستونیالئ ، سختیالئ ، سریالئ ، سوریالئ ، شتونیالئ ، شړیالئ ، شینیالئ ، ښادیالئ ، ښکاریالئ ، ښکېلیالئ ، ښونیالئ ، ښوییالئ ، غریالئ ،غرګیالئ ، غږیالئ ، غښتیالئ ، غوټیالئ ، غوریالئ ، غوړیالئ ، غوښتیالئ ، کاریالئ ، کرکیالئ ، کړنیالئ ، کړیالئ ، کړیکیالئ ، ګټیالئ ، ګړیالئ ، ګلیالئ ، ګواښیالئ ، ګوښیالئ ، لریالئ ، لګیالئ ، لمریالئ ، لوړیالئ ، لویالئ ، لیدیالئ ، مټیالئ ، مخیالئ ، مستیالئ ، موړیالئ ، میریالئ ، نازیالئ ، نریالئ ، ننګیالئ ، نوریالئ ، نومیالئ ، نیکیالئ ، واریالئ ، واکیالئ ، وریالئ ، ورینیالئ ، وړانګیالئ ، وړتیالئ ، وړیالئ ، وستیالئ ، وسیالئ ، ولسیالئ ، ووړیالئ ، ویالئ ، ویاړیالئ ، ويښیالئ ، ویریالئ ، هڅیالئ ، هډیالئ ، هستیالئ ، هسکیالئ ، هوډیالئ ، هوښیالئ ، هېریالئ ، هيښیالئ ، یادیالئ ، یویالئ او نور
یالۍ : د تون روستاړئ لکه :
بوډیالۍ ، پنډیالۍ او نور
یان : نسبتي ستاینوم روستاړئ :
اریان ، اوریان ، بختیان ، پښتیان ، پکتیان ، توریان ، څاریان ، ډاد یان ، رازیان ، رژیان ، رغیان ، زغمیان ، سوریان ، غریان ، غښتیان ، غوریان ، ګټیان ، لمریان ، مستیان ، ولسیان ، ویښیان ، هڅیان ، هوډیان او نور
یان : د جمعې نومو روستاړئ :
مفرد : اشنا ، ملا ، میرزا او نور
جمع : اشنایان ، ملایان ، میرزایان او نور
یانو : په بېلو بېلو حالاتو کې د جمعې نومو روستاړئ :
اشنایانو ، ملایانو ، میرزایانو او نور
یانه ، یانا : د تون روستاړئ :
اریانه ، باختریانه ، پکتیانه ، سغدیانه ، لودیانه او نور
یانې : د ښځینه جمعې روستاړئ :
اشنایانې ، ملایانې ، میرزایانې او نور
یانئ ، یانۍ : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
اوریانئ ، اغزیانئ ، اغیزیانئ ، بختیانئ ، بوختیانئ ، پښتیانئ ، پکتیانئ ، ځلیانئ ، څاریانئ ، دریانئ ، دودیانئ ، ډاډیانئ ، راغیانئ ، رغیانئ ، ریښتیانئ ، ژغوریانئ ، ستریانئ ، سوریانئ ، سوزیانئ ، شړیانئ ، ښادیانئ ، ښکېلیانئ ، ښوییانئ ، غښتیانئ ، غریانئ ، غوریانئ ، غوښتیانئ ، مرستیانئ ، واکیانئ ، وسیانئ ، هڅیانئ ، هسکیانئ ، هوډیانئ او نور
یاڼه : تون ( مکاني ) روستاړئ :
اغزیاڼه ، بادیاڼه ، بوټیاڼه ، بېدیاڼه ، ځوزیاڼه ، خوږیاڼه ، ډاګیاڼه ، زریاڼه ، زمردياڼه ، شګیاڼه ، غاټولیاڼه ، غځیاڼه ، غریاڼه ، غونډ یاڼه ، کاړیاڼه ، کریاڼه ، کښتیاڼه ، ګټیاڼه ، ګلیاڼه ، لالیاڼه ، مېس یاڼه ، مېشتیاڼه ، وښیاڼه ، یاقوت ياڼه ، او نور
یاڼئ ، یاڼۍ : نسبتي ستاینوم روستاړئ :
اغزیاڼئ ، پتیاڼئ ، حجیاڼئ ، حجیاڼۍ ، خوږیاڼئ ، راغیاڼئ ، رغیاڼئ ، زمریاڼئ ، زوریاڼئ ، شګیاڼئ ، ښادیاڼئ ، غریاڼئ ، کریاڼئ ، ګلیاڼئ ، ګواښیاڼئ ، لمریاڼئ ، مټیاڼئ ، نوریاڼئ ، وسیاڼئ ، وښیاڼئ ، واکیاڼئ ، ولسیاڼئ ، ویښیاڼئ ، هڅیاڼئ ، هسکیاڼئ ، هیښیاڼئ او نور
يځ : د تون روستاړئ :
ختیځ ، خوندیځ ( ارشیف ) ، دریځ ( ممبر ) ، کارېځ ، لویدیځ او نور
یځ ، یزه : د نوم روستاړئ :
څلوریزه ( رباعي ) ، خوښیزه ، دودیزه ، ستونځ ، شنیځ ( شننه ) ، ښادیزه ، غمیزه ، کلیز ( جنتري ) ، کلیزه ( سلګرد ) ، لنډيځ ، لیدیځ ( نظر ) ، ودیزه ، ویاړیزه او نور
یز ، یزه : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
اړخیز ، اړیز ، بندیز ، بېلیز ، پرګنیز ، پیلیز ، تړیځ ، ځنډیز ، خنډیز ، څنډيز ، څنګیز ، درنیځ ، دریځ ، ډاګیز ، ریښه یز ، ښوونیز ، کریز ، ګڼيځ ، لمریځ ، لمنيځ ، مونډیز ، وړاندیز ، ولسیز ، یرغلیز ، پاکیزه ، پیلیزه ، ټولیزه ، درنیزه ، رښیزه ، سریزه ، غریزه ، لنډیزه ، واریزه و وښیزه ، ولسیزه ، یادیزه او نور
یمه : د نسبتي ستاینوم روستاړئ :
اوښیمه ، خریمه ، سپیمه ، سنډېمه ، ښځیمه (لچره ښځه ) ، غویمه ، مېږیمه ، وزیمه او نور
ین ، ینه : د نسبتی ستاینوم روستاړئ :
ارین ، اړین ، اوربشینه ، اورین ، بختین ، پرتمین ، پښتین ، پکتین ، تلین ، ځلین ، خاورین ، خټین ، داړین ، رنګین ، ریښتین ، زرین ، زړه وړین ، زغمین ، زمرین ، ژغورین ، سختین ، غرین ، غښتین ، غمین ، غنمینه ، غوړین ، لمرین ، لونګین ، مالګین ، مټین ، مخین ، ننګین ، وړانګین ، وریښمین ، وړین ، ولسین ، ویاړین ، هڅین ، هوسین او نور
ینک : د ستاینوم روستاړئ لکه :
له چاود څخه چاودینک له لویشت څخه لویشتینک
له میشت څخه میشتینک له ښاد څخه ښادینک
یندې : د ځینو ښځینه جمعې نومو روستاړئ :
مفرد : ترور ، خور ، مور ، نږور او نور
جمع : تریندې ، خویندې ، میندې ، نږیندې او نور
ینګه ، ینه : د نسبت روستاړئ لکه :
له : خور ، مور او نور
څخه : خورینګه ( خورینه ) ، مورینګه ( مورینه ) او نور
ینه : د مجرد وصف روستاړئ :
اډاینه ، اړتیاینه ، بسیاینه ، بوختیاینه ، بډاینه ، بوډاینه ، پړتیاینه ، پوخلاینه ، پيرزوینه ، خړتیاینه ، رساینه ، رسواینه ، رضاینه ، ریښتیاینه ، سپینتیاینه ، سختیاینه ، سورتیاینه ، غښتیاینه ، لوینه ، ملتیاینه ، مړینه ، وړتیاینه ، هوساینه او نور
یڼه : د ښځینه نوم روستاړئ :
اشنایڼه ، ملایڼه ، میرزایڼه او نور
یو : د ستاینوم د مختاړي پتوګه لکه :
یوخولئ ، یوزړئ ، یوژبئ ، یوسترګئ ، یوسرئ ، یوستوئ ، یوغونئ ، یوګونئ ، یولارئ ، یولاسئ ، یومخئ ، یووزرئ ، یوهوډئ او نور
ــ یو بې اسرې ، یو بېواکه ، یو بې مخې ، یو بې مینې ، یو بېوزله ، یو بېوسه ، یو نا اشنا ، یو ناخواله او نور
ــ یو نابللئ ، یوتېروتلئ ، یوډارېدلئ ، یوسکېرلئ ، یوناګڼلئ ، یونامنلئ او نور
یو : د کړول ( قید ) د مختاړي پتوګه لکه :
یوخېل ، یوډول ، يورنګ ، یوشان او نور
یون : د تړښتي ويي مرستاړئ :
پرمخیون ، تګ یون ( روش ) ، لاریون او نور
يونئ : د تړښتي ويي ( ستاینوم ) مرستاړئ :
پرمخیونئ ، پلیونئ ( پلئ یا لاروئ ) ، څنګ یونئ ، ترشایونئ ( تر شا تګونئ ) ، شپه یونئ ( شپه ګرځئ ) ، لاریونئ او نور
یي : د مجرد وصف او نسبتي ستاینوم روستاړئ :

اروپايي ، اریایي ، اسیايي ، اشنايي ، امریکايي ، اوریايي ، خوريي ، بډايي ، بریښنايي ، بشپړتیايي ، پراختیايي ، پرمختیايي ، ځايي ( اصلي ) ، رسوايي ، رڼايي ، روښنايي ، روغتیا يي ، کارايي ، لړايي ، لويي ، ملايي ، میرزايي ، وارختايي او نور لومړۍ برخه له دغه ځایه ولولۍ



ليکئ : د پښتو ځیني مختاړي ــ روستاړي اوتړښتي وییونه


د لوی څښتن په نوم










ټولوندوی : مسعود سرلوڅ مرادزئ





له دغه ځايه د کتاب بشپړ متن ولولۍ