طــنـــز دآزادبازارنوښتګردديموکراسۍپه رڼاکي جايزه وګ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالسلام اند ړ

دبن دبريالۍ غونډي دشپږم کال په وياړ

وايي دا دآزاد بازاراوديموکراسۍ برکت ووچي امريکا اواروپادومره لوړپيشرفتونه وکړل، خلک يې ماړه شول،ملکونه يې لکه فرعوني جنت غوندي ښايسته جوړکړل، داسي شيان يې جوړکړل چي ولاکه دشيطان لاورته پام وي، (معجزه خويوازي پيغمبرانولره وه) توبه مي ده خدايه دجېب په يوه کوچنۍ آينه کي دټولي دونياخلک يوله بله سره ويني اوهم خبري سره
کوي،توبه مي ده خدا يه (تولانت (لعنت)شيطانه)دبسلمانانو(مسلمانان) اکيدې(عقيدې) يې خراپي (خرابي) کړې،سهار دمځکي په يوسرکي وي بېګاته دمځکي بل سرته رسېږي پيريان لاڅه کوي ولاکه توبه ده خدايه شيطان هم ورسېږي. خلک يې يوکدم هم پياده نه اخلي ګرده ورځ په موټرو اوجاز وکي چکري وهي هغه دجېب کوچنۍ آينه يې مخته ايښي وي اود ټولي دونيا تماشې کوي، توبه مي ده خدايه دکيامت (قيامت) الامې(علامې) دي خداي مودي ايمان نه خراپوي (بوي)!.
ددې له پاره چي افغانستان له خيره سره پېشرفت وکړي،داسلام سپيڅلی دين له خطره وژغورل شي اوله نوري دونياسره هم وږه په وږه شي،خيردی! که له غرب سره برابرنه شو نوکم له کمه خو بايدله ګاونډيانوڅخه وروسته پاتي نه شي .... که پاتي شي داشرم نوبيادزغملو نه دی .
دآزادبازاراوديموکراسۍ دمخکښوملکو بادارانوله خيره سره چې لاپخوايې دغي ورځي ته سترګي سرې کړي وې ، دافغانستان يوشميرپه ډيموکراسي مين رهبران چې کلونه کلونه يې دډيموکراسۍ دراوستلو په خاطر جګړې کړي وې،قربانۍ يې ورکړي وې اوويني يې بهولې وې نويې دبن په ډيموکرا تيک اودآزادبازار په ښارکي سره راغونډکړل اويودآزادبازار ډيموکرا تيک حکومت يې دآفغا نستان له پاره جوړ اوپه بم غورځونکي الوتکه کي يې سپورکړ اودآزاد بازاراوډيموکراسۍ دوښمن حکومت په سريې ور وغورځاوه.
اوس نو له خيره سره هغه ده چې په افغانستان کي دآزاد بازار ډيموکراسۍ حاکمه شوه او په ښه بيړه پرمخ ځي. غريب اولس له ناپوهۍ،غريبۍ ،بېچاره ګۍ،بې کورۍ، ناروغۍ،ظلم،زور، تجاوز،بې عدالتۍ،بېکارۍ اولوږي څخه خلاص شو. دملي يووالي په خوږه ورورولۍ اومينه کي سره په ډالروچړ چې کوي .
بې کوروخپلي پلارنۍ خېمې ،کيږدۍ اودخټوګوډلي په بارتووسوځولې اوپرځای يې بنګلې جوړي کړې ، وږي دډوډۍ پرځاي ډالرونه خوري، لوڅ پپړ د ډالروڅخه جامې جوړي وي،په سرو يې دډالرو لونګۍ وتړلې، روسۍکلوشي يې په رامبويي کوماندوبوټونو بدلي شوې اوله ډېري خوشالۍ کپټاليستي ډولونوته غوړي څڼي او اوږ دې ږيري په خوندخوځوي .
يو وخت سيوسياليستي حکومت هم له کوپوني موادوسره يوځای په ټانک سپورراغلی وو نوسيوسیا ليستي سره ډولونه یې داسي په خرپ له سهاره ترماښامه وغربول چي څرخي بازانو خپلي څڼي په اړولو ورته وټکولې،سرونه يې لوڅ لغړ شول اوسره انقلابي ډولونه له ډېروډبولو مات شول .
بيانوله خيره سره هغه ده صيب چي پاکستانی کباړي حکومت له دريا(دايره) وهلو اوسورڼا بغولو سره راغی ترڅويې دخوار اولس غوږونه بوچ او کاڼه کړل .
اوس نوله خيره سره لکه چې وموويل دآزادبازارله ډيموکراسۍ څخه په ګټي اخستلو يوه ورځ بدماش زارخورکومندان(قومندان) دتوروښيښو په بدماش ګاډي کي دخپلي بدماشي بنګلې په لور بدماش روان وو، چي دمنتظيم خبره ورپه يادشوه چي دبدماش جنرېتورتيل خلاص شو ي دي،کله کله دا بدماش عمومي برکونه (برقونه) بدماشي کوي اونه راځي،نه چي دبدماشو فيلمونو په ليدلوکي کومه سکتګي رانه شي ، نوبدماش تيل خرڅونکي ته يې دبدماش خانه سامان په خوله بدماش احوال ورکړ چې يوه ډبه بدماش تيل بنګلې ته وروړي! نو دوکاندار دمعمول سره سم خپل بدماش شاګردته دنده ورکړه چې تېل وروړي،شاګرد هم خبرنه وو چې دا تيل بدماش زارخورکومندان غوښتي دي،نويې دمعمول سره سم يوه بدماشه ډبه تېل وروړل .
بدماش زارخورکومندان داسي خوي درلود کومه نجلۍ چي به يې خوښه شوه، نوبه يې ځانته خامخا کوږده کوله!(دبدماش زارخورکومندان دمعشوقوشمير يوخدای(ج) ته مالوم وو،)
که به مخالفت ورسره وشونو لکه دېب (ديو) غوندي به يې کلي اوښارونه ورانول خومعشوقه به يې لاسته راوړله، بيابه يې نوڅواونۍ دشراب نوشيو، چرس څکولو،قماربازيواوبچه بازيو مستي مېلې رواني وې .
په دغومېلوکي به دهغه نيږدې انډيوالانو لکه بد ماش مارخور کومندان اوبدماش خارخور کومندان له هلکانواولښکروسره هم ګډون کاوو اوله ډېره ډزو ډوزه به يې دمحشر ورځ جوړه وله ،آسمان به سرواورونيولی وو.
دبدماش زارخورکوماندان دا ورستنۍ ماشوقه يوخورا اوږد ويرجن نکل لري،چې که دا نکل جلادان هم واوري په سرو وچوسترګوکي به يې دغم اوښکي خامخازېږي . نودهغه ويرچې د
بدما ش زارخوکوماندان له لاسه دهغې دواده په خاطر يې ټول فاميل برباد شوی وو،همدارنګه له هغې سره دنا وړه اوبدماش چال چلنداو دبدماش کوماندان دزهرودبد بويي له کبله دابېوزلي نجلۍځان وژ لوته اړه کړي وه، نورازراز دځان وژلولاري يې سنجولي وې مګر نن چې يې دتېلو ډبه وليده نو ډېره خوشاله شوه. له ځان سره يې وويل:اوس به نوپه اساني بيخي له خيره سره له عذابه خلاصه شم .
دمناسب وخت په لټه کي نه شوه،کله چې یې دتېلو ډبه وليده سترګي يې پټي شوې،سريې ورله وڅرخېد او سمدستي يې ورمنډه کړه ښه ډېر تېل يې پرځان توي کړل ،اورلګيت ولګاوواوخپلو وريښمينوجاموته يې ونيوخوکالويې اور وانه خيست ،بل اورلګيت يې بل کړ دا هم مړشو داکاريې څو ځله تکرار کړ خوبې ګټي وو. دبدماش زارخورکومندان خدمو چې دا حال وليدچغي يې کړې،هل هله جوړه شوه،هلۍ چې ناوي ځانته اوراچوي...! هغه ووچې له خيره سره نجلۍ يې ونيوله اوپه کوټه کي يې بندۍ کړه.
موضوع دآزادبازاراوديموکراسۍ حکومتيانوته ورسېده،وروسته له تحقيق اوبرسي څخه يې ثابته کړه چې په ډبه کي دتېلوله فيصدي څخه داوبوفيصدي زياته وه نوهغه ووچي دبدماش زارخورکومندان معشوقه له مرګه خلاصه شوه .
تيل خرڅونکی دآزادبازار دنوښتګر او دديموکراسۍ په رڼا کي دجايزې مستحق وبلل شواوډالري بدماشه جايزه په خاصوډيموراټيکومراسموسره ورکړه شوه.
27/11- 2007