نړۍ له پيله تر دې دمه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

فضل هادي فضليار

درې کاله وړاندې نړۍ د يوې خپلواکې، ناپېيلې، هراړخيزې، مهالنۍ خپرونې په توګه په خپرونو پيل وکړ.
له هماغې مهاله بيا تر ننه پورې نړۍ هڅه کړې چې خپلو خلکو او ولس ته ، د سپېڅلو ديني ارزښتونو او اصيل افغاني کلتور په پام کې نيولو سره، داسې هر اړخيزې خپرونې وړاندې کړي چې د هغوى د سياسي شعور د ويښتيا، د علمي سويې د لوړتيا او په بېلابېلو برخو کې د مالوماتو د زياتېدا لامل شي.
همدارنګه د ليک او ليکوالۍ په برخه کې د ځوانانو هڅول، د هغوى د فعاليتونو درناوى او د هغوى د ليکنو خپرول، نړۍ خپل مسئوليت ګڼلى دى. ددې ترڅنګ د ځوانې طبقې اخلاقي اصلاح خو د نړۍ له سترو موخو څخه وه.
د نوموړو موخو د لاسته راوړلو لپاره نړۍ د بېلابېلو سياسي، علمي، ادبي ، اقتصادي، کلتوري، او ټولنيزو ليکنو تر څنګ، يو شمېر ځانګړې برخې هم لرلې چې له ځينو څخه يې په لنډ ډول دلته يادونه کوو:
په لپه کې درياب: په لپه کې درياب د نړۍ د شعري برخې سرليک و، په دې برخه کې به د هېواد د بېلابېلو سيمو او بهر مېشتو پښتنو شاعرانو شعرونه خپرېدل. په لپه کې درياب څو پاڼې درلودې، چې د لومړۍ پاڼې لومړى مخ به يې يواځې د يوه شاعر شعرونو ته ځانګړى شوى و او پاتې مخونو کې به يې د بېلابېلو شاعرانو شعرونه خپرېدل.
د پښتنې نړۍ ګلونه: په دې برخه کې به د پښتنې نړۍ له مختلفو ګلونو سره د مرکې په بڼه د زړه خواله کېده، چې په دې ګلونو کې شاعران، ليکوالان، سياستوال او د ټولنې له نورو برخو څخه نوموتي او د نظر وړ کسان شامل وو.
نغدې نيوکې: د نړۍ په هره ګڼه کې تر پورتني سرليک لاندې د نيوکو او وړانديزونو يوه لړۍ خپرېده، چې ډېره برخه يې د نړۍ د مينه والو لخوا د نړۍ ادارې ته د ليک، برېښليک او يا لرغږي (ټليفون) له لارو رالېږل کېده. سره له دې چې نړۍ دغه لړۍ يواځې او يواځې د اصلاح او د خپلو هېوادوالو د ستونزو د څرګندولو په موخه خپروله خو د يو شمېر ستونزو له امله نړۍ دا لړۍ تر پايه ونشوه غزولى.
د ځوانانو نړۍ: د نړۍ دا برخه د هېواد د فعالو زلميانو، نوموتو او با استعداده زده کوونکو او محصلينو پېژندنې او فعاليتونو ته ځانګړې شوې وه.
يا قربان: يا قربان د نړۍ د لنډيو د برخې سرليک و، چې په لومړۍ او دوهمې ګڼو کې د موضوع او وروسته د الف با په حساب د لوستونکو رالېږلې لنډۍ په کې خپرېدې.
اپلتې: دا برخه د طنزونو لپاره ځانګړې شوې وه، چې ډول ډول طنزيه ليکنې په کې خپرېدې.
روغتيايي مشورې: دا د نړۍ طبې برخه وه، که څه هم په لومړيو ګڼو کې يې د ځوانانو او په تېره بيا د ښځمنو د سينګار په طريقو او د هغو په ګټو او زيانونو ليکنې خپرې کړي، خو په ټوليزه توګه يې روغتيايي ليکنې خپرولې. ددې برخې چلوونکى رنځپوه عاشق الله پښتون و.
نړيوال معلومات: ددې برخې چلوونکو هڅه کوله چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ښکلي، په زړه پورې او حيرانوونکي خبرونه او معلومات راټول او خپاره يې کړي.
د کوچنيانو نړۍ: د نړۍ دې برخې څلور مخونه درلودل چې د ګلونو ماشومانو لپاره يې مطالب خپرول.
په لومړي مخ کې به يې د کوچنيانو لپاره لنډه کيسه چاپوله. په دوهم مخ کې به يې په ماشومانه ژبه د کوم ملي يا نړيوال شخص پېژندنه، کيسۍ (چيستانونه) او د تېرې ګڼې د کيسيو د حل کوونکو نومونه او سوغاتونه راغلي وو.
درېيم مخ يې انځوريزو پوښتنو ته ځانګړى شوى و، چې د کوچنيانو د ذهني ودې لپاره به په زړه پورې ،بوختوونکي او د فکر وړ تصويرونه له پوښتنو سره چاپېدل او حل کوونکو ته به يې سوغاتونه لرل.
څلورم مخ يې د ټوکو لپاره و، چې د (خاندې به نه ګوره) تر سرليک لاندې يې خوږې او خندوونکې ټوکې وړاندې کولې.
د يادونې وړ ده چې د کوچنيانو نړۍ به د څو ګلاليو کوچنيانو په ښکلو انځورونو هم ښايسته شوې وه.
ددې تر څنګ (اسلامي لارښوونې)، (د سپورت نړۍ) او (کيسې په تصويرو کې) د نړۍ د نورو ځانګړو برخو سرليکونه وو.
د همدغو په زړه پورې مطالبو د لرلو له امله نړۍ په کم وخت کې، ډېر زيات مينه وال پيدا کړل او ډېر ژر په خپلو پښو ودرېده.
دمينه والو د غوښتنو له امله د نړۍ په تېراژ کې هم زياتوالى راغى، له لومړۍ ګڼې پرته چې د زرو ټوکو په شمېر کې چاپ شوې وه، نورې ټولې ګڼې د دوه زرو او يا له دې نه په زيات شمېر کې چاپ شوي دي.
سره له دې چې نړۍ خپل خپرنيز يون ښه په برياليتوب سره لنډاوه خو له بده مرغه چې د شپږو ګڼو له خپرولو وروسته د يو شمېر ستونزو له امله په ټپه ودرېده.
د نړۍ اداره د خپلو هغو همېشنۍ هڅو له برکته چې د نړۍ د خپراوي پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو لپاره يې ترسره کولې، له نيکه مرغه دادى په دې بريالۍ شوه چې د نړۍ خپراوى تر پخوا ښه او ګړندى پيل کړي.
تر دې وروسته به نړۍ په اونۍ کې يو ځل (يا ښايي څو ځلي) په اخباري بڼه خپريږي او کېداى شي چې پورتنۍ يادې شوې ځانګړې برخې ورو ورو له منځه لاړې او پر ځاى يې خبري او ژورنالستيکه برخه پياوړې شي.
د ژورنالېزم تر څنګ به د سياست او اقتصاد په ډګرونو کې هم ښکلې، په زړه پورې او د وخت له غوښتنو سره سمې ليکنې خپروي.
څرنګه چې د ټولنې او په ځانګړي ډول د ځوانانو اخلاقي اصلاح د نړۍ له سترو موخو څخه ده، نو ځکه نړۍ د اصلاحي ليکنو خپراوى هم خپله ستره پازه ګڼي.
نړۍ ژمنه کوي چې د خپل ګران هېواد او خپلو مسلمانو خلکو د خدمت په لاره کې به د هيڅ ډول هڅې، زيار او قربانۍ څخه درېغ نه کوي او په دې يون کې له خپلو مينه والو څخه هم د هر اړخېزې مرستې تمه لري.
په همدې هيله