د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۴)

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هدايت الله هدايت ليکنه

د الاهـــرام ورځـپـاڼــه









مصر چي په عربي هيوادو کي تر ټولو بافرهنګه هيواد دی دافريقا په شمالي هيوادو او همدارنګه د مينځني ختيځ او د مديترانې په حوزه کي تر ټولو مهم او ستراتيژيک اهميت لري . د هيواد د تاریخي اهرامو او د لرغوني تاريخ په درلودلو سره دزيات شهرت خاوند هم دی . مصر په معاصر دوران کي د مينځني ختيځ په سياسي بهير کي د يوه مطرح هيواد په حيث پېژندل کيږي ،خبره او کردار يې ددې سيمي او خاصتاً د فلسطين د لانجې په حل کي اثرناکه او اساسي نقش لري . دغه هيواد د ډېر پخوا راهيسی د غرب پلوه حلقو تر سیطرې لاندي راغلی دی .

مصري ورځپاڼي په عربي نړۍ او د مينځني ختيځ په هيوادو کي اوږده سابقه لري ، ددې هيواد رسنۍ په سيمه او عربي نړۍ کي تر ټولو اثرناکه او با نفوذه موقف درلودلی او د پام وړ زيات مخاطبان لري . ددې رسنيو په جمله کي د الاهرام ورځپاڼه لومړنۍ تاريخي مقام لري .

دالاهرام ورځپاڼه په مصر کي، په عربي نړۍ کي ، د دريمي نړۍ په هيوادو او په ټوله نړۍ کي ترټولو پخوانيو ورځپاڼو په کتار کي راځي چي د مصر په پايتخت قاهره کي خپريږي . ددې ورځپاڼي لمړۍ ګڼه د کال ۱۸۷۶ د اګست په پنځمه نېټه خپره سوه .

الاهرام د لومړي ځل د پاره د هغه وخت په السکندريه کي د دوو اديبانو وړونو لخوا چي بيشاره تقله او سليم تقله نومېده تاسیس سوه . الاهرام لومړی د اونيزي په حيث هره يکشنبه خپرېدله ، خو څه موده بعد ورځپاڼه سوه . د الاهرام ورځپاڼي د خپل نامه د ټاکني تسميه د مصر د درو تاريخي اهرامو د بنا څخه اخيستې ده .

د الاهرام دلومړنيو ليکوالانو او د هغې زمانې د علماوو په سر کي چي په دې ورځپاڼه کې ليکني درلودلې، زموږ د هيواد لوی عالم اوستر متفکر سيد جمال الدين افغان هم قرار درلود چي ددغي ورځپاڼي دلاري يې خپل فکري مشالونه خپرول .

دورځپاڼي خپرنيز فعاليتونه د يوې پېړۍ په موده کي د قاهرې د «مظلومې» په نامه جادې په يوه زاړه تعمير کي تر سره کېدله، خو د کال ۱۹۶۸ د نوامبر څخه د الاهرام دفتر و دېوان او په هغه پوري تړلي ټول تشکيلات د «قلعه» په جاده کي و يوه شانداره تعمير ته کوچ وکړ.

البته مصر د فلم او تلويزوني صنعت په عرصه کي هم په عربي ژبه زياتي برنامې او پروګرامونه لري ، او ددې لاري يې د خپلو سياسي لیډرانو هدفونه و خلکو ته وړاندي کوي . مصر د ماهواره ای تلوېزون په عرصه کي هم د سيمي د قدرتمنده هيوادو څخه دی . ددغه هيواد سټلايټي شبکې په ټوله عربي نړۍ کي ساری نلري .

د الاهرام ورځپاڼي د خپل خپرېدو د هماغه پيل څخه د نړۍ د پيښو او واقعاتو تحليل او تفسير دمصر د عربي نشنالیزم او د عرب ګرايي په روحيې سره منعکس کړی دی . لا د پخوا څخه الاهرام د روښانفکره عربانو او رهبرانو د لير ليد او د هغوی د ملي ايډيالونو د انعکاس دپاره يو مناسبه وسيله وه .

دالاهرام ورځپاڼه نن د الاهرام په نامه ديوې لويي خپرندويه شرکت د مجموعې يوه برخه ده . دغه خپرندوی شرکت کتابونه، مجلې، اخبارونه ،ګزارشونه ، بولټنونه او نور ګڼ شمېر آثار خپروي . دلته په دې شرکت کي نوري داسي ورځپاڼي هم چاپيږي چي ځانته د چاپ امکانات نلري .

د الاهرام ورځپاڼي په معاصر مصر کي، خاصتاً د تيري پيړۍ په څلوېښتمه او پنځوسمه لسيزه کي د عربي روشنفکرانو په سياسي ژوند کي خورا مهم نقش درلودلی دی . خپلواکي، د حقايقو خپرول او د انګليسي سانسور د سیاست سره بې درېغه مبارزه کړېده او همدارنګه د لومړي ځل د پاره په عربي ژبه دنړۍ و خبرو ته ځای ورکول او د مصر او د مصر دولسي ګټو څخه دفاع و الاهرام ته بې نظیره شهرت ور په برخه کړی دی .

د تيري پېړۍ د پنځوسمي په ورستيو کلو کي وو چي د مصر دولت د الاهرام کنټرول په لاس کي ونياوه او جمهور رئيس جمال عبدالناصر خپل نيژدې ملګری مشهور ليکوال او وتلی ژورناليست حسين هيکل يې د دې ورځپاڼي د مسؤل مدير په حيث وټاکه . ناصر الاهرام يوه ملي ورځپاڼه وبلل، او دهغه را وروسته د مصر د دولت رسمي ارګان سو.

حسين هيکل د ورځي ژورناليزم او د عربي احساساتو مرکبات سره يوځای او و الاهرام ته يې بل شاني وجه ورکړل ، هيکل، الاهرام په عربي نړۍ کي د يوي مهمي او مطرحي ورځپاڼي په حيث واړوله .

هغه سياسي حرکتو نه چي د الاهرام ورځپاڼه د خپل نشراتي ژوند په بهير کي د هغه سره مخامخ سوېده ،په عربي نړۍ کي د زياتو تحولاتو منشأ هم وه . په الاهرام کي د فرهنګي او فکري حرکتونو بهير هم د زياد اهميت وړ وو

ډير وطنپاله عربان او کارپوهان د هيکل د زمان الاهرام داسي يوه بهترينه ورځپاڼه ګڼي چي عربانو په خپل تاريخ کي د هغه مثال نه وو ليدلی . دغه ورځپاڼه هم د عربو د نشنالیستي غورځنګ او هم د عربو او اسرائيلو د جګړې په اوج کي د ټولو عربانو د غوښتنوممثله ورځپاڼه وه . په ۱۹۷۴ کي د ناصر تر مرګ وروسته کله چي انورسادات قدرت ته ورسيد؛ هيکل د ورځپاڼي د مسؤل مديريته څخه ګوښه سو ځکه چي د هغه سره يې نه وه جوړه ،خو دا واقعيت پر خپل ځای پاتي سو؛ هغه اساس او بنياد چي هيکل په الاهرام کي کښېښود، او کوم وزن او اعتبار چي نن د الاهرم ورځپاڼه لري نو دا د هيکل دوران ميراث دی ،يو ميليون نسخې تيراژ چي د جمعې په ورځو کي تر يوه ميليون او دوه لکه پوري رسیږي ، ۵۰۰۰ کارمندان، ليکوالان او خبريالان چي په عرب او مصر کي د روشنفکري جنبش په تشکل کي يې ارزښتناکه سهم درلود او د راتلونکي د پاره د اميد يوه منبع بلل کېده . دغه او نوري ډيري لاسته راوړني په حقه د يوې قوي او تلپاتي يادګار په حيث و الاهرام ته پاتي دي .

نن دغه ورځپاڼه د مطالبو د خپرېدو له لحاظه د مصر د اطلاعاتو د وزارت تر کنټرول او نظارت لاندي ده او زياتره داسي ليکني خپروي چي د کهنه پيخه جمهور رئيس حسني مبارک تر مشری لاندي د دولت و غوښتنو او نظرياتو ته نيژدې والی ولري . حسني مبارک چي د کال ۱۹۸۱ راهيسي کله چي انور سادات ووژل سو تر اوسه د مصر جمهور رئيس او د غرب نيژدې ملګری پاتې دی . دده د دوران په الاهرام کي پر دولت باندي انتقادي اړخ پڅ سوی دی . خو بياهم د الاهرام ورځپاڼه د مصر د نن سبا د يکه تازۍ په ميدان کي د جاري محدويتو سره سره د عربو د وتلو روشنفکرانو لير ليدونه او نظريات منعکسوي او دعربو د برجسته شخصيتو سره مصاحبې کوي چي پخپله په عربي نړۍ کي د هغه څخه زيات هرکلی کيږي .

د الاهرام ورځپاڼي خپلي خپريزه پاڼي په دريو برخو يعني په مصر، دعربي نړۍ او د ټولي نړۍ پوري وېشلي دي . ددې برخو په متن کي هر برخه يې په لسګونه بېلابېل مواد لري .

الاهرام ،دوې نوري ګڼې د "الاهرام ويكلي" او "الاهرام هبدو" په نامه هم لري چي په کال ۱۹۹۱ کي يې په خپرونو پيل وکړ . الاهرام ويكلي" په انګريزي ژبه خپريږي او« الاهرام هبدو" په فرانسوي ژبه خپروني لري .

د الاهرام اداري تشکل د مسؤل مدير، د خبري ټيم مدير، معاونين، ليکوالانو ، خبريالانو او کارمندانو څخه جوړ دی، د توزیع ساحه يې پراخه او همدغه سيسټم دی چي په ګډه الاهرام د خپل ژوند سفر پرمخ بيايي .



يادونه :
په پورته ليکنه کي ما د خپل شخصي ياداښتو او دغه لاندي ويبپاڼو څخه ګټه اخيستې ده،
http://en.wikipedia.org/wiki/Al-Ahram
http://weekly.ahram.org.eg /

 

 

ددې لړۍ نورې ليکنې

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۱)هندو

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۳)د فـــرانســې خـبــري آژانــس

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۴)د الاهـــرام ورځـپـاڼــه

د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ۵) رويټر

د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ۶) آسوشیېتد پرس خبري آژانس

د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه يـونـايټـډ پـريـس انټـرنـېشنـل خبـري آژانـس

ود ايتـار تـاس خبـري آژانـسورځپاڼو

د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۱۲) نيويارک ټايمز ورځپاڼه