اکاډميسين يووگنې ماکسيمويچ پريماکوف

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ريانوستي :. د۲۰۹ دسمبر ۲۱ مه

ژباړنه اوتحليل د : ح .غمخور

پريما کف :
دايران په وړاندي پوځي اقدام به وناوړي پايلې ولري .
اکاډميسين يووگنې ماکسيمويچ پريماکوف دروسې دصنايع اوسوداگری داطاقونو رئيس دروان ۲۰۰۹کال ددسمبر پر ۲۱ ددوشنبې په ورځ د((نږدې ختيز په ۲۰۲۰)) کي ترنامه لاندي په هغه نړيوال کنفرانس کي چي په اردن کښي جوړ سوی و، دخپلې وينا په يوه برخه کي څرگنده کړه : دايرامي پر واټومي تاسيساتوباندي پوځی پرغل به داسي ناوړي پايلي ولري چي پېشگويي ياوړاندوينه ئي نشي کېداي ،اوهغه گواښ به چي سيمه اټومې کېدوته نږدې کېږي هم رفع نکړي .
د((نږدې ختيز په ۲۰۲۰)) : آيا هر اړخيزه حل شونی دی ؟ تر نامه لاندي داردن د((مرده )) درودخاني پر غاړه د روسی خبري اژانس ريانوستي اودروسيې دبهرني سياست او دفاع دشورالخوا دلومړی ځل لپاره دانړيوال کنفرانس جوړسو.
داکنفرانس چي درې ورځي ئي دوام درلود اود۲۰۰۹ ز کال دسمبرپر ۲۲ پاي ته ورسيد.په کنفرانس کښي د فلسطین، اسرائیل، مصر، لبنان، سوریه، اردن، عربستان سعودی، روسیه، ایران، ترکیه، بریتانیا، فرانسه او آمریکا له هيوادونه کارپوهان ،عالمان اوسياسي شخصيتونه اوخبرنگارانوبرخه درلوده .
ديووگني پريماکوف په وينا دايران دهسته يي لانجې دحل پر پوځی اړخ ټينگاربه ايران نورهم راديکاله کړي .اوکه چيري داډول تلاښونه دهستوي وسلې جوړل وځنډوی نودا ځنډبه يوازي ددووکلونولپاره وي .
پريماکوف وويل : پداسي شرايطوکښي کېداي سي ايران نورهم دهستوي صلاح په لرلوځان مکلف وگڼي .
دغه روسي اکاډميسين چي زياته موده دبهرنيو چارو وزير اويالومړی وزير هم وو څرگنده کړه ، پدې باوري نه دی چي په ايران کښي به داټومي وسلې دجوړېدو لپاره سياسي اراده موجوده وي ،هغه زياته کړه ((روسيه داډول معلومات پلاسي کي نلري ))
هغه په خپلو خبروکي دې ټکي ته په اشارې سره چي ولي ايران په نږدې ختيز کي په يوه سميه ايز ځواک بدلېږي څرگنده کړه : پدي هکله موږ دامريکااحسان مند يو.کله چي دوي پر عراق پوځی عمليات پيل کړه هغه موازينه يا انډول ئې چي کلونه کلونه پدې سيمه کښي موجودوله منځه يووړ . ايران په نږدې ختيز کي دسيمی په يوه زبررځواک بدل سو چي اوس بايد حساب پرې وشي .
داردن په کنفرانس کي دنږدې ختيز دلانجې دسياسي حل وفصل ،سيمه ايز انډول ،دسولي اوثبات ټينگښت ، په نړيوال ټيکاوکښي دنږدې ختيز رول ،انرژي ،له سيمې بهر((لوبغاړو))اوپه نږدې ختيزکي دهغوي درول په هکله ژورې څېړنې اوهر اړخيزه خبرې وشوې .
ديادولو وړده چي ددې کنفرانس په کارکښي دنږدې ختيزپه مسالو کښي يوشمير وتلو پوهانو، سياسي څېړونکو اوشخصيتونو اوژورنالستانو گډون درلود.
دژباړونکي يادونه :
ددې کنفرانس په دوهمه ورځ د ایران جمهور رییس احمدي نژاد یوه مرکه چې په امریکا کې د ABC په ټلویزون کې خپره شوه، د ټلویزون خبریالې ډایان سایر احمد نژاد ته هغه سند وښود چې د ټایمز آف لندن ورځپاڼې تر لاسه کړی وو او داسې ګمان کیږي چې پدغې سند کې به هغه معلومات وو چې ایران د اتومي بم په فیوز باندې کار کوي ، دغه سند رد کړ او زیاته یې کړه اوهغه ئي د امریکا دحکومت په لاس جوړ ی يو سندوباله اوزياته ئي کړه چي ایران وايي د اتومي بم فیوز نه جوړوي .
ديادولو وړده چي د ټایمز آف لندن ورځپاڼې ديوسند تر لاسه کېدو وروسته يوخبر خپورک چي پکې راغلي وه((
و ایران د اتومي بم په فیوز باندې کار کوي. ))
بل لوري ته د امریکا د جمهور رییس باراک اوباما یوه سلاکار د ښاغلي احمدي نژاد دا تور د منطق نه لیرې وباله.
له بلې خوا ددسمبرپر ۲۱ مه پرون د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر د سمندري قواوو ستر جنرال مایک مولن وویل که چیرته جمهور رییس اوباما یې غوښتنه وکړي نو د امریکا د دفاع وزارت باید د ایران پر ضد د هغه هیواد د اتومي پروګرام په خاطر د نظامي اقدام لپاره چمتو وي . مایک مولن وویل هغه پدې باور لري چې د ایران د جنجالي اتومي پروګرام د ستونزې د حل لپاره دیپلوماسي تر ټولو ښه لار ده. هغه همدارنګه زیاته کړه چې د ایران پر ضد نظامي اقدامات د یوه چاره ده خو نتیجه به یې ډیره محدوده وي .
ددې تر څنگ چي امريکادايران داټومي لانجې دسياسي حل لپاره گړندي تلاښونه کوي داسي څرگندېږي چي دايران پر اټومي تاسيساتوباندي دپوځي يرغل لپاره هم تياري نول کيږي .