د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (د فـــرانســې خـبــري آژانــس ۳)

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هدايت الله هدايت

د فـــرانســې خـبــري آژانــس


Agence France-Presse (AFP)



د فرانسې خبري آژانس يا ايجنسي فرانس پريس (AFP Agence France-Presse- ) په نړۍ کي ترټولو پخوانی، په فرانسه کي تر ټولو لوی او د اسوشېټيډ پرس او رويټر خبري آژانسو نه وروسته په نړۍ کي تر ټولو لوی دريم خبري آژانس دی . ددې مستقل او نا دولتي آژانس مرکزي دفتر په پاريس کي موقعيت لري او سيمه ائزه مرکزونه يې په واشنګټن، هانګ‌كانګ، ‌نيكوسيا او مونت‌ويدئو کي فعاليت کوي .

د فرانسې خبري آژانس AFP خپل فعاليت د نولسمي پېړۍ د لومړۍ نيمايي څخه را پيل کړی او اساس يې په ۱۸۳۵ ميلادي کال کي د چارلز لويس هاواس لخوا ايښودل سوی دی .

د پاريس مېشته چارلز لويس هاواس ته په فرانسه کي د خبري آژانس د بنسټ ايښودنکي او دخبريالۍ د پلار په نامه ياديږي . هغه په لومړي سر کي د فرانسې د هغه وخت و محلي مطبوعاتوته د ترجمان په حيث دبهر نه معلومات را ټولول او هغه به يې ترجمه کول، نوموړي په دې عرصه کي د پرتو ګټو په اهميت ښه پوهېدی او د همدې کار د دوام په خاطريې په ۱۸۲۵ کي خپله شخصي کمپنۍ جوړه او را ورسته يې په کال ۱۸۳۵ کي په فرانسه کي و بهرنيو مشتريانو ته د خبرونو د عرضې د پاره د نړۍ د لومړنۍ خبري آژانس د هاواس آژانس (Agence Havas) په نامه اساس کښېښود . دغه آژانس بيارا وروسته د فرانسپرس د آژانس په نامه و نومول سو .

د هاواس خبري ايجنسۍ ددې جهته هم زياته د پاملرني وړ وو چي پال جوليوس رويټر Paul Julius Reuter او برنالډ وولف Bernhard Wolff دواړه چي په يهودي کورنيو کي زېږېدلي وه د هاواس په خبري آژانس کي د کارمندانو په حيث کار کاوه . هغوی هم ددې آژانس پر پل باندي پل را واخيست او په خپلو نومو يې يوه په لندن کي د News AgencyReuters په نامه او بل يې په برلين کي د Wolffs Telegraphisches Bureau په نامه د خبري آژانسو بنياد کښېښو د . د رويټرز آژانس په اروپا کي تر دوهمي نړۍ والي جګړې پوري د اروپا لويه تلګرافي مونوپولي وه .

د فرانس پرس (AFP) خبري آژانس نن د خپلو رسانه ای فعاليتو مزي د نړۍ و هر کونج ته غزولی او پخپله د زياتو راډيويي، ټلوېزوني ، ورځپاڼو او په هغوی پوري دتړلو لويو شبکو او شرکتو خاوند دی .
د فرانسپرس خبريالان د نړۍ په ۱۶۵ هيوادو کي فعال حضور او په ۱۱۰ هيوادو کي دفترونه لري . دغه خبري آژانس په فرانسوي، انګليسي، عربي، هسپانوي، آلماني، پرتګالي ا و روسي ژبو و ټولي نړی ته خبرونه مخابره کوي .

خبري آژانسونه عمدتاً د رسنيوداسي يوه مجموعه ده چي د هغوی لومړنۍ او اساسي وظیفه ورځپاڼو ، مجلو ، راډيويي او ټلوېزوني شبکو ته د خبرونو او خبري او تصويري ګزارشو عرضه کول دي . د ډله ائزه رسنيو د کتاب په مقدمه کي راغلي دي چي ،« خبري آژانسونه داسي سازمانونه دي چي خبري توکي را ټولوي، هغه بيا په يوه مناسب شکل سره جوړوي او وروسته يې بيا يا د مزو او ماهواريي شبکو لخوا د ټولو هيوادو و ورځپاڼو، راډيويي او ټلوېزيوني آنتنو او چينلو ته چي د داسي خدمتو د پاره پيسې ورکوي، هغوی ته لېږي »

نن سبا په ټوله نړۍ کي پنځه عمده نړۍ واله خبري آژانسونه فعاليت کوي چي په واقعيت کي د نړۍ د خبر د لېږلو بازار يې په خپله ولکه کي را وستی دی . دغه آژانسونه لکه : په انګلستان کي رويټر؛ په امريکا کي دآسوشيټدپرس او يونايتدپرس انټرنېشنل ، په فرانسه کي فرانس پرس ؛ په پخواني شوروي اتحاد کي تاس او په جاپان کي دکيوډو آژانسونه دي . دغه خبري آژانسونه دداسي فني او مالي آسانتياوو څخه بهرمند دي او داسي ورزيده خبريالان يې په اختيار کي دي چي که اغراق و نسي نو په رشتيا هم د نړۍ پر خبري عرصو باندي يې کامله سلطه ټينګه کړېده .

خبري آژانسونه د مختلفو لارو څخه دغه دنده تر سره کوي . ځيني خبري آژانسونه د يوه تجارتي شرکت په شکل اداره کيږي چي وظیفه يې د خبرو خرڅلاو او لېږل دي لکه د رويتر خبري آژانس؛ ،ځيني يې د ورځپاڼو د مالکانو سره د همکارۍ په دود فعاليت کوي چي د اشخاصو مقالې او خبرونه ويوه او بل ته ليږي لکه د اسوشيېټډ خبري آژانس او ځيني نور يې بيا دولتي آژانسونه دي لکه زموږ د باختر آژانس چي په زياتو هيوادو کي د دولتو لخوا اداره کيږي او مصارف يې هغوی ور تمويلوي .

خو نن زياتره دغه شاني مستقل خبري آژانسونه دلويو سرمايدارانو په ولکه کي راغلي او شخصي مالکيت يې دی . دغه کړۍ هم خپل خبرونه، ګزارشونه او سياسي تحليلونه پر نورو خبري سازمانو او ورځپاڼو باندي خرڅوي او هم د نړۍ عامه ذهنيت د خپلو راتلونکو اهدافو و تحقق ته آماده کوي . دغه خبري توليدات د مخابراتي سیسټم د لاري چي پخوا تلګراف وو او نن سبا عمدتاً د سټلايټ او انټرنيټي شبکو لخوا پر ليکه کيږي او په ټوله نړۍ کي يې خپروي .

د فرانسپرس آژانس (AFP) د اداري پلوه يو رئيس او د رهبرۍ يوه ۱۵ کسيزه شورا لري . ددې شورا د غړو څخه ۸ تنه د فرانسپرس نمايندګان دي، دوه تنه يې د فرانسپرس د کارمندانو نمایندګان دي، دوه تنه يې د دولتي راډيو او ټلويزون لخوا معرفي کيږي او ۳ تنه يې د دولتي سرويسو لخوا ګمارل سوي دي چي د فرانسې د خبري آژانس AFP په غونډو کي د برخي اخيستلو حق لري . دغه ورستي درې نفره، يو يې د فرانسې د صدراعظم لخوا بل يې د ماليې د وزير لخوا او دريم يې د بهرنيو چارو د وزير لخوا معرفي کيږي . شورا، اجرائيوي رئيس د دريو کالو د پاره ټاکي چي د خدمت دوره يې بيا وروسته اوږدېدلای هم سي .

فرانسپرس يوه عالي مستقله شورا هم لري چي ويل کيږي بې طرفانه عمل کوي . د هغې وظیفه د دې آژانس لخوا د قوانينو پر تطبیق باندي نظارت دی . د فرانسپرس د مهمو مشتريانو څخه پخپله د فرانسې دولت دی چي ددې آژانس څخه خبرونه رانيسي او خپلو مختلفو سرويسو ته يې عرضه کوي .

د فرانسې خبري آژانس د ۲۹۰۰ څخه زيات کارمندان او حرفوي تکړه خبريالان لري چي د ۹۰۰ نه زيات يې د فرانسې نه بهر ژورناليستي فعاليتونه تر سره کوي. دغه آژانس څلرويشت ساعته بې له ځنډه، درست او موثقه خبرونه د نړۍ د هر کنج څخه را ټولوي او بيا يې خپروي . نوموړې رسنۍ هره ورځ په شپږو ژبو ۵۰۰۰ خبري متنونه ، ۲۰ ټلوېزوني خبري ګزارشونه تهيه کوي، او تر ۳۰۰۰ زيات خبري عکسونه او ۸۰ ګرافيکي طرحي توليدوي .

د فرانسپرس مسلکي خبريالان په هغو سيمو کي چي ګزارشونه تهيه کوي د کلونو کلونو کاري تجربه لري . دغه آژانس د نړۍ په هره سيمه کي د ايډېټرانو خپل ځانګړی ټيم لري چي دګزارشو په تهيه کولو کي د خپل سيمه ائزه تجربو څخه کار اخلي .

د فرانسپرس خبري آژانس (AFP) و خپلو وتلو ژورنالستانو ته دخبر د تهيې د پاره يوه ډېره پراخه ساحه ايښې ده .د جګړو، بحرانو،طبيعي آفتو، علمي، صحي ،طبابت ، د چاپېريال، تکنالوجي عرصو څخه را نيولې بيا تر خلکو، سياست، ډيپلوماسۍ، جنايت، تجارت، پيسو، سپورټ، تفريح، فېشن پوري خلاصه په ټولو برخو کي چټک، مؤثق او دقيق متني، عکسي، ويډويي، او ګرافيکي خبرونه تهيه کوي او خپروي يې .

د فرانس پرس مالي کال دډ سامبرمياشتي څخه شروع کيږي او دبل کال تر ډسامبر پوري دوام کوي . دغه آژانس تېر کال د خپلو خبرو او نورو خبري محصولاتو د خرځلاو له درکه نيژدې درې سوه ميليونه يورو تر لاسه کړي وه .

يادونه :
د پورته ليکني په ترتيب کي ما د خپلوشخصي ياداښتو نه علاوه ددغه لاندي ويبپاڼو نه استفاده کړېده :
http://en.wikipedia.org/wiki/Agency_france_press
http://www.afp.com/afpcom/en /

تیره برخه له دغه ځایه ولولۍ

نوې برخې ته له دغه ځایه کوز شۍ




ددې لړۍ نورې ليکنې

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۱)هندو

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۳)د فـــرانســې خـبــري آژانــس

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۴)د الاهـــرام ورځـپـاڼــه

د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ۵) رويټر

د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ۶) آسوشیېتد پرس خبري آژانس

د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه يـونـايټـډ پـريـس انټـرنـېشنـل خبـري آژانـس

ود ايتـار تـاس خبـري آژانـسورځپاڼو

د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۱۲) نيويارک ټايمز ورځپاڼه