د ولس پر مخ د کرزي بله څپېړه !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

چټک غبرګون – نړۍ اونيزه

سياست يو ځل بيا خپل رنګ وښود، کرزي يو ځل بيا خپلې ژمنې ماتې کړې، ملت يو ځل بيا له يوه بل ستر ګواښ سره مخ شو او په ټوله کې يو بل د ځينو کم ارزښتو له انده کم ارزښته خو په رېښتينې مانا يو لوى ناورين پر افغان ولس د راتپل کېدو په درشل کې شو .
هو! په هندوستان کې په کار بوخت (افغان خو ورته نه شو ويلاى) خو د هغه پخپله اصطلاح افغانستاني سفير سيد مخدوم رهين د افغانستان د يوې ډېرې سترې مانيزې ادارې (اطلاعاتو او کولتور وزارت) د بيا ځلي وزير په توګه د کرزي په نوې کابينه کې اعلان شو .
دا هغه پردى پالى مخدوم رهين دى چې کرزى غواړي د کولتور وزير يې کړي !
د کرزي نورو ګناهونو او دې اوسني دغې ته چې سړى ګوري نو ځمکه پرې سره لمبه شي ځکه د نورو ګناهونو په کولو که خپله هغه او يا د هغه پلويان هغه په ځينو مجبوريتونو اخته ګڼي خو فکر نه کوم چې دې سړي ته دې دومره سياسي ملاتړ حاصل وي چې ښاغلي کرزي ته دې کوم امتياز او يا هم د ولسمشرۍ پر دې مبارکې څوکۍ! د څه وخت کرارې ناستې چانس ورکړي .
باور وکړئ له دې په خبريدو چې مخدوم رهين بيا کولتور وزارت ته ګوماريدونکى دى، هېڅ باور نه راته، ځکه کرزي صيب به په تېر ځل کې د ولسي جرګې د يو شمېر ملتپالو او رېښتينو غړو هغه خبرې اورېدلې وي، يا به ترې خبر شوى وي چې د رهين په اړه وشوې او ښه په نره د ولس نرو استازو دغه ايرانپالې څېره رد کړه، خو اوس نه پوهېږم چې د کرزي ترڅنګ د يون صيب په شان خلکو شتوالى څنګه د دې لامل نه شو چې کرزى له تېرو لارو راوګرځوي؟
زه دا نه شم ويلاى چې دا ناورين به کوم ځاى ته ورسيږي، کرزى به ترکومه په دې ګناه ټينګ وي خو دا ويلاى شم چې يوازې د کرزي لخوا د رهين دويم ځلي کانديدول هم افغان ولس ته چې د رهين په شان خلکو يې تل پر ارزښتونو، اتلانو، دودونو او... ملنډې وهلي، يو لوى سپکاوى ګڼم .
له کرزي څخه خو په دې برخه کې کومه غوښتنه ځکه نه لرم چې نوره نه يوازې زما بلکې؛ د ټول ولس هيلې ترې له منځه لاړې دي، خو په ولسي جرګه کې له ناستو وکيلانو مې غوښتنه دا ده چې د خپلو ډېرو نورو ناوړه چارو ترڅنګ دې ولس سره يوه ښېګڼه دا ځلې بيا وکړي چې که نورو کانديد وزيرانو ته نه وي نو لږ ترلږه خو دې رهين ته د وزير په توګه باور رايه ورنه کړي .
ورسره له ښاغلي يون او هم شانو ملګرو يې چې د کرزي په ولسمشر کولو کې يې له هرې لارې د کار اخېستو هڅه کړې، غوښتنه لرم چې د تهران په کابل کې او ورته نورو ليکنو موخو او غوښتنو ته په پام سره دې پر کرزي يا دا ومني چې نور به پر خپل ولس، پر خپلو خلکو او پر خپلو ارزښتونو ملنډې نه وهي او يا دې ترې لاره بېله کړي او د رهين د بيا وزير کېدو په درشل کې دې د ((سيدمخدوم رهين د قضاوت په تله کې)) په زړه پورې او له حقايقو ډک چاپ شوي کتاب د دويم ټوک د خپراوي لپاره لاسونه ورکړي .
پر دې بې پوښتنې ولس او يوازې شوو ارزښتونو يې د رحم او زړه سوي او د لا نه سپکاوي په هيله !
اوس د يوه چټک غبرګون په توګه همدومره !