دملکی خلکو اوپکی زیاتره دپښتنوعام وژنه ( ژنوساید ) دغربی هیوادو او امر یکا په مرسته!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ذکریا یوسفزی

مخکی له دینه چی ا صلی موضوع ته راشم باید ځینی بین المللی قوانین او موافقت نامی چی دموضوع سره اړیکی لری دلته کټ مټ نقل کړم اوهغه دادی :
« باید د جګړی په ترڅ کی ملکی تآسیسات او ملکی خلکوته تاوان ونرسیږی .» نوموړی فورمول ته زیاتره د ۱۹ پیړی په پیل کی دنړیوالو قوانینو له خوآ پام راواړول شو . د لاهی دوهم کانوانسیون ( ۱۸۹۹ م ) او د هغه په تبعیت د ۱۹۷۷ م ضمیموی پروتوکول ( د دوهم پروتوکول لمړی ماده ) د جګړی په بهیر کی ، ملکی کسان تر ساتنی لاندی نیسی . د ۱۹۷۷ م پروتوکول ، د بشر د حقونو اساسی ټکی د هغی جملی نه د ملکی خلکو ساتنی ، د جګړی په مختلفو دولونو باندی ( ځمکه ، سمندر او هوآ ) د تطبیق وړ بولی . د ملګرو ملتونو موسسه ( م ، م ، م ) د خپل تاسیس نه وروسته پدی باندی موافقه وکړه چه د سولی په ماموریتونو کی د لاهی د کانوانسیون ( ۱۸۹۹ م ) روحیه تر اجرآ لاندی ونیسی . د جینوآ څلورم کانوا نسیون ( ۱۹۴۹ م ) په خپل ۴۸ ماده کی وایی : « د جګړی اړخونه باید د نظامی او ملکی تا سیسا تو ا و افرادو تر منځ توپیر کړی او د جنګی عملیاتو موخه باید نظامی تاسیسات او افراد وی . »د جینوآ په کانوانسیون کی په ۱۹۷۷ م کی نوی احکام ورزیات شول . په هیواد کی ۸ کاله جګړه موږ ته یو تریخ واقعیت په ګوته کوی : یعنی د نړیوال نظامی ائتلاف له خوآ په ملکی خلکو باندی « اقتضایی ارادی » بریدونه چه د نړیوال قوانینو نه د سرغړونی په ترڅ کی ترسره کیږی د جګړی د عمومی ستراتژی تکتیکی برخه ده . په بل عبارت په افغا نستان کی په ملکی خلکو باندی د ناتو ګوذارونه د جګړه ایزی عمومی ستراتژی پر بنست باندی تنظیم شویدی چه د هغه موخه د ملکی وګړیو په منځ کی ویره اچول دی . تر څو چه عامه ولس د مقاومت د غړیو د هرکلی او میلمه پالنی جرآت ونکړی . د خلکو په منځ کی د وسله وال مقاومت لازیاتی نفوذ د نوموړی ستراتژی بطلان ثابتوی .
له دی کبله دننګرهار ،قندهار او نرو سیمو کی دواده او خوښی په مراسمو ، د عزیز آباد ، بالابلوک ،کندز کی ( د سپتامبر ۳ مه د ۲۰۰۹ م ) او پدی نږدی ورځو کی دلغمان ولایت د مهترلام په ښارکی په ملکی کسانو باندی د یرغلګرو ځواکونو جنایت کارانه بریدونه د جنګی پروګرام له مخی تر سره کیږی . او هدف یی دویری اوګډوډی دفضارامنځ ته کول دی ،داچی اکثرا دغه واقعی دپښتنو په سیمو کی منځ ته راغلی معنی یی دیو قام یایونسل دبیخی له منځه وړلو یا کمزوره کولوموخه یاهدف ده چی دایوه ښکاره اوبربنډه عام وږنه یا ژنویایددی،او قربانی یوازی ملکی کسان په تیره بیا ماشومان ،ښځینه اوسپین ږیری دی ،د جینوآ د ۱۹۴۹ م کانوانسیون ضمیموی پروتوکول ( د ۱۹۷۷ م لمړی پروتوکول ) هغه نظامی عملیات په کلکه غندی چه موخه یی د ملکی کسانو په منځ کی د ( ترور او وحشت ) فضآ رامنځته کول وی . لمړی پروتوکول په خپل ۵۱ ماده کی ( څلورمه فقره ) وایی : « هغه بریدونه چه اصلی موخه یی « بی له تشخیص او تمایز نه » د ترور فضآ راوستل او د خلکو نه غچ اخیستنه وی ممنوع شمیرل کیږی » . په دی پورته ټولو یادشوو اونورو پیښو کی د دریو ومراجعو مسئولیت مطرح کیدای شی :
ــ د ناتو ځواک چه غړی یی د بین المللی قوانینو یو اړخ جوړوی او په غیر مستقیمه توګه د افغانستان اداره په لاس کی لری .
ــ د م ، م ، م چه ژمنه لری چه د سولی په ماموریت کی د لاهی کانوانسیون ( ۱۸۹۹ م) روحیی ته احترام ولری او په ځانګړی توګه په جګړه کی د ملکی خلکو ساتنه وکړی م ، م هر کال د یوه پریکړی په صادرولو سره په افغانستان کی د ناتو په اصطلاح د سولی ماموریت ( ؟ ؟ ! ) اوږدوی . له دی کبله ویلی شو چه په افغانستان کی د بهرنیو ځواکونو د هر جنایت تر شآ م ، م قرار لری . یعنی جنایت د م ، م تر بیرغ لاندی تر سره کیږی .
ــ د کابل ګوداګی حکومت چه د نافذ اساسی قانون له مخی د خلکو د ښتمنی او ځان د سا تنی دنده په غاړه لری .
ــ د مدیا د راپور له مخی په کندز کی د بمباریو غوښتنی د یو آلمانی افسر له خوآ شویدی . د دی نه څرګندیږی چه :
آلمان د خپل دودیز سوله ایز نړیوال سیاست سره خلاف چه په اساسی قانون کی غبرګون موندلی د افغانانو په ضد په جګړه کی په « نیغه » توګه ورننوتلی دی او د ترسره شوی جنایت یو اړخ جوړوی .
د کندز په پیښه کی یو وار بیا پښتانه په یو بل جغرافیایی موقعیت کی د نظامی عملیاتو چه د دله ایزی وژنی نښی نښانی لری شکار شویدی . مختلف سوالونه راپورته کیږی :
۱ــ آیا داپیښی د هغی عام وژنی ( ژنوساید ) پوری تړلی ده چه په ترڅ کی یی د ۸ کلونو راهیسی پښتانه کله په فزیکی لحاظ ( قوم وژنه په لیلی دښته کی د ۳۵۰۰ تنه طالبانو عام وږنه (چی جنګی اسیران وو اوهغوی سره باید دیو جنګی اسیر په توګه رفتار شوی وای) نه پیل کیږی او تر اوسه پوری په جنوبی سیمو کی د نظامی عملیاتو د لړی د استمرار له کبله دوام لری) او کله په سیاسی لحاظ ( په جنوبی سیمو کی د ناامنو حالاتو سره سره د انتخابا تو دایرول ) د افغانستان د سیاسی صحنی نه د حذف کیدو ملعبت ګرځیدلی دی ؟
( د یادونی وړ دی چه په وروستیو وختو کی په سیمه کی پاکستان چه په افغانستان کی د سولی د داعیی د تحقق په مقصد مهم رول لوبولی شی ، د ځانګړی لاملونو له کبله د پښتنو په ځپلو کی د ناتو سره ګد دریز نیولی دی ) .
۲ــ د افغانستان په شمالی سیمو کی د پښتنو د نفوس او نفوذ کمزورتیا په سیمه کی د نظامی ائتلاف د ژیوپولتیک پلان سره څومره اړخ لګوی ؟ (دشمالی تلوالی دقدرت نه رائیسی چی د امریکاد B52الوتکو په زور په خلکو او په تیره بیا په شمالی سیمو کی په خلکو تحمیل شوی دی ،هره ورځ پښتانه وږل کیږی ، کو رونه یی تالا کیږی ،جایدادونه یی تر قبضی لاندی نیول کیږی ،جبری مهاجرتو نو ته مجبور کیږی ،یوازی دبلخ په ولایت کی دعطامحمد جنایتکار اودهغه د جنایتکارو ډلو لخوا ٧۵ نفره دپښتنو مشران پدی وروستیو وختو کی وژل شوی ،همدارنګه مشابه عمل درشیددوستم جنایتکار او دهغه دجنایتکاره ډلی لخو اپه فاریاب ،جوزجان او سرپل کی ترسره شوی ،اودا ټول دامریکا خصوصا دالمانی قواوو تر نظرلاندی (چی پدی هکله یو ژوند راپورتاژ دالمانی یوژورنالست دخوا جوړ شوی چی ډیر ږر به یی په دری یا پښتوژبه ترجمه او تاسی وطنوالو د قضاوت دپاره به یی نشر کړم ))٠د مطرح شوی سوالونو ځواب هر څه چه وی ، او داپیښی چی هرڅومره تکرار شی ،اویو او بل نوم ورته ورکړل شی ،ولی زما او زمونږ درنځیدلو خلکو په نظر فقط یو هدف مطر کوی اوهغه ;;
دملکی خلکو اوپکی زیاتره دپښتنوعام وژنه ( ژنوساید ) دغربی هیوادو اوامریکا په مرسته!;; ده
ذکریا یوسفزی