په افغانستان کی د اوباما اجندا : پاکستان بایدله پامه ونه غورځول شی . 

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکونکی : Oliver Roy

سرچینی او نیټه :کریستین ساینس مانیتور ۲-۱۲-۲۰۰۹

ژباړونکی : پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)

که متحده ایالات غواړی چی موجوده وضع اساسی بدلون ومومی نو باید چی په افغانستان کی د پښتنوناهیلی اوبی باوری له مینځه ویسی اوپاکستان وهڅوی چی له افراطی اسلام پلووډلو ټپلو او د طالبانو له ژغورنی او حمایت څخه لاس واخلی .


فلورانس ایتالیا:لکه هغسی چی ښاغلی جمهور ریس اوباما دسه شنبی په شپه کی د(۳۰) زرو اضافی امریکایی سر تیرو افغانستان ته دلیږلو اعلان وکړ ، هغه په دی باور دی چی ددی اضافی سپاهیانو افغانستان ته په رسیدو اوځای په ځای کیدو سره هلته به د منطقی وضع ته دقومونو په موازنه کی یولړبدلونونه رامخ ته کړی اود طالبانو د محلی ملا تړپه کړیو کی کمښت راشی او یا داچی محلی قومونوبه دهغو ملاتړ ونکړی ،اوافغانی دو لت ته به زمینه مساعده شی چی پخپل چلند کی سپیڅلتیا اوانصاف ته مخه کړی ،د اداری فساد ژړی وباسی او انسانی مرستی ته وده ورکړی او یو شمیر طالبان د مذاکری میز ته را دعوت کړی او په دی ډول سره به القاعده له خپل اصلی محراب څخه ګوښه اود متحده ایالاتو ماموریت به سرته ورسیږی . نو په دی بنیاد سره جمهورریس په افغانستان کی لنډ مهال نظامی مخالف جریان د اږودی مهال سیاسیی اجندا د تحقق د پاره کوم چی د بوش دااداری له خوا لمړی په کال (۲۰۰۲) کی په افغانستان کی د یوی ښه حکومت دمینځ راتګ دپاره چی اداری فساد له مینځه ویوړل شی ، مسلکی پولیس ورزل شی ، اقتصادی او اجتماعی پر مختګ ته لاره همواره شی د اضافی سپاهیانو د لیږیلو بند وبست وکړ دیادونی وړ مطلب دادی چی په دی تیرواتو کلنو کی هغه مخکینی طرح شوی پالیسی اوپروژه څه لاسته راوړونی مینځ ته را نه وړاود پوره ناکامی سره مخامخ شو چی د هغه اصلی دلیل یواځی په نظامی اړخ باندی تکیه کول وه اوداسی انګیرنه کیدله چی د مخالفو ډلو د مینځه وړلو دپاره نظامی قوی ټکل یواځنی لاره دی .ممکن دی چی دغه دلیل دطالبانو دوخت دحکومت په رانسکورولو کی کوم چی هغوی د مذاکری څخه ډډه کول یو صحیح چلند وه ، خو د موضوع اصلی خبره په دی کی دی چی ایا هغه مخکینی نظامی دوکتورین په دی روانو شرایطو کی به موثر وی اویا که نه ؟ دامریکی ځنی نظامی کار پوهان دهغه تکتیک په پیروی سره کوم چی د عراق په شمالی برخوکی یوشمیر سیمیز پیژندل شوی سنتی رهبران کوم چی د القاعدی د طالبانو سره په اجندا کی ځان شریک نه ګڼل دهغو سره په جوړ جاړی القاعده و ځپل اویو څه لاسته راوړنی تر لاسه کړل غواړی چی د همغه تکتیک څخه د افغانستان په جګړه کی هم ګټه پورته کړی. مګر د افغانستان روان حالات دعراق د وخت دحالاتوسره زیات توفیر لری اوداځکه چی ناتو اود امریکی قوتونه په افغانستان کی د سیمزوبرخو د امنیت دراوستلو مسولیت پر غاړه لری نه دا چی د کابل د بی کفایت ، مفسد او له خلکو ځنی د بی باوری د ښه سمون مسولیت، دا پخپله د افغانستان د دولت مسولیت دی چی د پورتنی نیمګړتیاو په مقابل کی وجنګیږی . په هر صورت د د ی ټولو ستونزو د مینځه وړلو دپاره ښه به دا وی چی د امریکی سیاستوال سره د خپل ریښتنی افغانی مسولینو سره په ګډه افغانی طالبان په هره وسیله چی کیږی پوه کړی چی د جګړی دوام دستاسو اود ستاسو د خلکو په ګټه نه دی اوهم د پاکستان نفوذ د افغانستان په ټولو چارو کی خنثی اوله مینځه ویسی هڅه دی وکړی چی ددواړو ګاونډی هیوادو په مینځ کی د باور اوددوستی فضا را مینځ ته کړی .
دویلو بل اصلی مطلب دا دی چی د طالبانو د پاڅون انګیزه له دوو برخو څخه را مینځ ته شوی ، یود اتینیکی جوړښتونو له مخی اوبل د ټولنیز او اقتصادی بدلولونو له امله چی دا پخپله طالبانو هم د پښتونوالی د الحاق ګرایی او هم د سنتی قوم ګرایی له مخی سره متحد ګرځولی دی . غربی قوتونه له دی څخه باید سترګی پټی نه کړی چی د نومبر میاشت کال (۲۰۰۱) کی هغوی پښتانه ناهیلی کړل اوپه دولتی قدرت کی هغوی ته یعنی پښتنوته پوره ونډه ورنکړل او په دولتی قدرت او مقامونو کی غیر پښتون ایتنیکی قوتونوسره د قدرت په نیولو کی په ډیر روښانه بڼی سره دهغو په اصطلاح مذهبی مشر احمد شاه مسعود له ترور څخه وروسته کمک اومرستی وکړل چی ټولو ته څرګند دی لاکن اوس غیر پښتانه قومونه په افغانستان کی دنظامی اړخ له مخی دوینی ګرم اوقهرجن طالبانو په بیا راتګ سره له ځانه دفاع نشی کولای یا ځان نشی ژغورلی او وبه نشی کړلی چی دافغانستان په ملی اردو باندی تکیه او اعتماد وکړی ، نو په دی بنیاد اصلی مطلب دلته دی چی هغوی بی له دی چی نور قومی ډلی کوم چی د طالبانو د بیرته راتګ څخه په ډار کی دی کمزوری نکړی اود ناتو دسپاهیانو سره په پوره ایتلاف کی را نه وړی څرنګه به د طالبانو سره جوړ جاړی ته ورسیږی . یا خپل چمتوالی ښکاره کړی .
حامد (کرزی) په پوره وسعت نظر سره له دی نه چی پښتون دی دافغانستان دجمهور ریس په توګه وټاکل شو اوکله چی هغه قدرت تر لاسه کړ هغه ډیر پښتانه دځانه سره له بهره راوړل اویا د افغانستان څخه کوم چی دباندی یوشمیر پښتانه ژوند کول هیوادته را وبلل او دولتی مقامونه ورته ورکړل یعنی په دولت کی يي شریک کړل مګر هغوی اوس نه پیدا کیږی او یا داچی نظرپه هغه کارکردګی چی هغوی د قدرت په وخت کی تر سره کړی اوله قومی ګری څځه په سر غړونه اوپه ارستو کراسی باندی مشغولتیا ددی سبب شو چی هغوی خپل قومی او ایتنیکی ریښی له لاسه ورکړی اوله اعتبار څخه ولویږی اوهمدغسی هم وشو چی هغوی په کلو اوبانډو کی د خپل قوم په مینځ کی باور دلاسه ورکړل .اوله قدرته هم ګوښه شو . دعراق دشمالی علاقو قومی او سنتی بانفوذ رهبران دجنرال david Petraeus وړاندیز ته په ډیر خوښی سره ځواب ورګړل اود غیر عراقی القاعدی اود طالبانو په مقابل کی ودرید خپل ځان او خپل منطقه دهغوی له واک او تسلط څخه وژغورل ، مګر د عراق تجربه په افغانستان او په پاکستان کی په دی لحاظ نه پلی کیږی چی د لته هغه سنتی او ملی رهبران او پیشوایان د مینځه تللی دی اود هغوی پر ځای اوس له مدرسو څخه نوی وتلی ځوان طالبان د قوم مشری کوی چی دهغوی اړیکی د پاکستان اود خلیچ له هیوادوسره نسبت غربی هیوادونو نه ډیر ټینګ او نژدی دی . دپاکستان نقش څه دی ؟ که چیری په افغانستان کی د امریکی اود ناتو د غړو هیوادونو سپاهیان زیات شی او جګړه ددوه کالو په موده کی کوم چی وروسته له هغه د امریکی نظامی قوتونه په وتلو شروع کوی ډیره سخته شی نو طالبانو که چیری پاکستان کی کور یا سر پناه پیدا کړی ، نوپه ډیر آسانی به هلته ګډی وکړی اود یو ټاکلی مودی د پاره ځان خوندی او ژوندی به وساتی ، هغوی یعنی طالبان په یو اوبل دلیل په دی باور هم دی چی په افغانستان کی متحده ایالات ددی توان هم نه لری چی دهغوی په مقابل او ضد کی بل کوم قومی جنګی جوړښت مینځ ته راوړی چی هغه طالبان سره وجنګیږی او همدارنګه امریکی په هیڅ ډول سره ددی توان هم نه لری چی د موجوده په فساد ککړد افغانی حکومت پایی دخلکو په مینځ کی ټینګ ودروی او هغه ته ټیکاوو ورکړی نو په دی بنیاد طالبانو د وخت انتظار باسی. دبلی خوا هغه فشارونه چی د پاکستان پر حکومت باندی له بهره تحمیلیږی، موقتی ، نوسانی ، اودایمی بڼه نه لری ، داچی پاکستان ځنی ځنی دالقاعدی غړی اویا طالبان وژنی يا جیلونو ته اچوی یو تکتیکی اود زور خبره دی اودا ځکه چی پاکستان لا تر اوسه طالبان اوسخت دریځه مسلمانان د خپل نظامی او جنګی هدف اوستراتیژی دپاره د هندوستان په مقابل کی استعمالوی او هم پاکستان پخپل ټول قوت سره هڅه کوی چی په افغانستان کی د پښتنو یواسلامی دولت مینځ ته راشی .اويا په قدرت ورسیږی . د طالبان اود پاکستان د نظامی کړیو ترمینځ دغه پیچلی تعاون اوهمکاری په ځنو مشخصو اودپردی ترشا مقاصدوباندی ولاړ دی ، افغانی او پاکستانی طالبان په افغانستان اودپاکستان په شمال غربی علاقو کی د خپلی خوښی اجندا پکاروړی کوم چی هغوی یعنی طالبان د اسلام آباددنظامی لیدرشف سره په مسابقه نه را وځی او خپل مخالفت نه ښکاره کوی . هغه څه چی په سوات کی ر ا پیښ شو هغه طالبان وه چی د بونیر د لاری غوښتل چی دپاکستان پر نورو ځایونو باندی حمله وکړی ، نو په دی بنیاد پاکستان مجبور شو چی هغوی پرشا وتمبيي او دخپل بین المللی دوستانو ته هم خپل کارنامی و ښیی ، پاکستان تل هغه وخت چی طالبان سره خط رانژدی کیږی او غواړی چی له خطه تیر شی مخی ته دریږی او نه پریږدی چی له خطه تیر شی ، نو په دی ډول ویلی شو چی د پاکستان او د طالبانو تر مینځ په هیڅ بڼه سره ژور اختلاف موجود نه دی او پاکستان هیڅکله د طالبانو په ور کاوی نه دی اونه هم غواړی چی طالبان له مینځه ولاړشی . کوم هغه وخته چی پاکستان د طالبانو پر ضد په مبارزه کی چوپتیا زړه نا زړه او خاموشی ښکاره کړی او هغه هم د خپل مرګ اوژوند په نظر کی نیولوسره نو په دی صورت کی ِغربی انډیولان يي خپل په تشویش کی اچولی اوهغوی ته ښودلی دی چی بی ځما د ونډی اخیستو نشی کیدای چی هدفونه موتر سره شی نوداسی را څرګندیږی چی په افغانستان کی د ناتو او د امریکی ستراتیژیکی اهداف ته بی د پاکستان د ونډی اخیستو څخه څه کمک نشی رسیدلی او ټولو ته روښان دی چی پاکستان د خپل همد غه ‌مشخصی هدف دپاره (۳۰) کاله کیږی چی د طالبانو په څنګ کی ولاړ دی .پاکستان ددی انتظار باسی چی کله به له افغانستان څخه ناتو او امریکایی قوتونه وځی ؟ نو په دی بنیاد په افغانستان کی دسولی تامین او دجګړی څخه لاس اخیستنه هغه وخت میسر کیدای شی چی د پښتنو هیلی پرخای شی او پاکستان نورد طالبانو تر شا ونه دریږی اود خپل د څولسیزو زاړه اوپیژندل شوی پالیسی څخه لاس په سرشی اوطالبانوته دخپل حمایت مزی وشلوی چی دهغه پایلی به اساسی بدلون او دسولی سره به مل وی .تر څو چی په پوره لړ لید او په وسعت نظر سره هغه څه چی په پورته ډول په ذکر ورسول شو مټی بډ ونه وهل شی د امریکا د (۳۰) زرو اود ناتو د (۷) زرو سپاهیانو په زیاتیدو سره به په هیڅ ډول بری نه تر لاسه کیږی اوجګړه او خشونت به دوام ولری .
Olivier Roy is author of (globalzed islam the search for a new Ummah
*C Global viewpoint network /tribune media services. Hosted online by the christianscience Monitor