دشايق نېټورک کړنو ته یوه کتنه !

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اجل ( ننګرهارى ) ننګرهار

د رسنيو دنده دا ده چې خلکو ته سمه لارښونه وکړي ، خلک دخپل هېواد او نړۍ له حاله خبر کړي، حقايق رابر سېره او په سم ډول يې ووايي، د اسې خپرونې ولري چې د خلکو په ژوند مثبتې اغېزې ولري او.......په تېره بيا په افغانستان کې چې ډېرى وګړي يې نالوستي دي او د نالوستو وګړو لپاره بيا د غږيزو او انځوريزو رسنيو اورېدل او کتل ډېر اړين دي، خو دداسې رسنيو ليدل او اورېدل چې ديني ،اصلاحي، کلتوري او ......

.

خپرونې ولري ، د نالوستو خلکو لپاره ځکه انځوريزې او غږيزې رسنۍ ضرور دي، چې يو نالوستى سړى يا يوه نالوستې ښځه نشي کولى چې يو مجله يا اخبار ولولي، نو ځکه ورته د انځوريزو او غږيزو رسنيو اورېدل او ليدل اړين دي، ننګرهار دهېواد يو له هغو ولايتونو څخه دى چې د رسنيو بازار په کې ښه تود دى، د چاپي رسنيو شمېر يې زښته ډېر، خو دغږيزو او انځوريزو رسنيو شمېر بيا تر چاپي رسنيو يو څه لږ دى، په ټول ننګرهار کې دا مهال اته راډيو ګانې خپرونې کوي چې د( کليد راډيو ) ( ننګرهار ملي راډيو) ( شرق راډيو) ( نرګس راډيو) (اباسين راډيو) (مرام راډيو) (سپين غر راډيو) ( صفا راډيو) نوميږي
اوهمدا رنګه دوه تلوېزيوني شبکې چې يو د ( ننګرهار ملي تلوېزيون ) بل د( شرق تلوېزيون ) دى، که سړى دې پورتنيو يادو غږيزو او انځوريزو رسنيو ته ځير شي او ويې څاري ،نو په دې به يې سر خلاص شي چې غير له ( کليد ) راډيو چې واقعا يو څه کار کوي نور دا يوه انځوريزه او غږيزه رسنۍ هم د اصيلو رسنيو په ډول فعاليت نه کوي او په دې به پوه شي چې په دې رسنيو کې يوه هم داسې نشته چې په ريښتينې ډول د خدمت لپاره جوړه شوې وي او په ريښتيا د خپل کلتور دين او خلکو غم ورسره وي ، چا دا رسنۍ د سوداګرۍ لپاره، چا د خلکو د بې لارۍ لپاره او چا........ رامنځ ته کړي دي، ددې رسنيو له جملې څخه په ننګ
رهار کې يو هم د ( شايق نيټورک ) په نامه يو تش په نوم مطبو عاتي مرکز خو نور پکې هغه کارونه روان دي چې هم زمونږ له سپېڅلي دين او هم زمونږ له کلتور سره په ټکر کې دي، په دې تش په نوم مطبوعاتي مرکز کې د( شرق) په نامه يوه راډيو د (شرق) په نامه يو تلوېزيون د (نرګس) په نامه يوه بله راډيو چې يواځې ښځو ته ځانګرې ده او د (شايق) په نوم يو اخبار خپرونې کوي، چې ددې څلور واړو رسنيو مسول يو کس دى، او انجينر شفيق الله ( شايق ) نوميږي، داچې له دې رسنيو کوم ډول خپرونې خپريږي ، دخلکو لپاره څومره ګټورې او زيانمنې دي ، ددې مطبو عاتي مرکز يوې يوې رسنۍ ته به لږ سر ورښکاره کړو،
(1) (شرق تلوېزيون) ما په پورتنيو خبرو کې هم ويلي چې انځوريزه او غږيزه رسنۍ د خلکو په پوهولو کې ډېر رول لري، په تېره د افغانستان غوندې هېواد کې چې ډېرى وګړي يې نالوستي مسلمان او بيا پښتانه دي ، نو ددې هېواد ټولې رسنۍ په تېره غږيزې او انځوريزې رسنۍ بايد دې نالوستي ولس ته ښې اصلاحي، ديني او نورې ګټورې خپرونې چې د هغوى په ژوند مثبتې اغېزې ولري وړاندې کړي ، خو د( شر ق) تلوېزيون ددې په ځاى چې خپل زورېدلي، کړېدلي، نالوستي، او مسلمان ولس ته د هغوى ددين، مذهب، کلتور او دهغوى د ښې راتلونکې لپاره خپرونې وړاندې کړي ،د نورو بهرنيو تلوېزونونو سره د لوڅوخپرونو �
� په خپرولو کې سيالي کوي او هغه څه خپروي چې هم د پښتون له کلتور هم د پښتون له دين سره په ټکر کې وي ، چې ددې خپرونو څو مثالونه به يې زه تاسو درنو لوستونکيو ته وړاندې کړم، شرق تلوېزيون هره ورځ دوه بجې دې خپل نالوستي او زورېدلي ولس ته يو يو بهرنى يعنې خارجى فلم خپروي چې ډېرى پکې امريکايي وي، دهمدې امريکايي فلمونو څخه يو فلم دى چې نوم يې اوس ماته زده نه دى خو ددې فلم هلک ( جان رايمبو ) نو ميږي ،دا فلم ما څو واره له (شرق تلوېزيون) نه مخکې په (لمر تلوېزيون) کې هم ليدلى و، ددې فلم د ټولو جينکيو دبدن سلو کې نوي فيصده برخه بربنډه ده، خو په (ل
مر تلوېزيون) کې مې دا فلم هسې نه و ليدلى لکه د (شرق) په تلوېزيون کې، ځکه ما چې په ( لمر) تلوېزيون کې دا فلم ليدو، نو د جينکيو دبدن په بر بنډو ځايونو د (لمر) تلوېزيون کارکوونکو يو ډول داسې پرده راوسته چې بيخي به يې د جينکيو هغه بربنډ ځاى ورک کړ،يعنې هغه بربنډ ځاى به يې نه ښکارېده او نوره مې هم په کې کومه بې حيايي نه وه ليدلې، خو يوه ورځ مې هماغه امريکايي فلم په ( شرق ) تلوېزيون کې داسې وليد چې د فلم له سره تر پايه ددې فلم د جينکيو نور بدن خو لاپرېږده چې ( بې ادبي دې معاف وي) (تيونه) يې هم ښه په ډاګه ښکاره کېدل، دا خو لاڅه چې د شرق تلوېزيون له لارې مې ددې فلم هغ
ه برخې هم وليدې،چې ما په (لمر) تلوېزيون کې بېخي ليدلې نه وي او د ( لمر ) تلوېزيون کارکوونکو به هغه غېرې اخلاقي برخې تېرولې، هغه برخې يې ( بې ادبي دې معاف وي ) لکه د هلک او جينۍ خوله په خوله کېدل او ........ ، داسې هم نه چې له دې تلوېزيون څخه هماغه يوه ورځ داسې فلم خپور شو اوبس، دا خو يې ما هسې يو مثال وړاندې کړ، که تاسو د شرق تلوېزيون هره ورځ تعقيب کړئ، نو له دې به پکې بدتره فلمونه او نورې خپرونې وګورئ، بله داچې په دې تلوېزيون کې هره ورځ يو يو ساعت د رېسلېنګ بده ،چټي ،د اسلام خلاف، او دانسانيت له چوکاټه بهر لوبه خپريږي چې د طب له مخې د
ا د انسانيت له چوکاټه بهر لوبه په هر انسان په تېره دماشومانو په ذهنونو ډېره بده اغېزه کوي او د نفسياتي طب پوهان وايي هغه ماشومان چې رېسلينګ، له زورزياتي ډک فلمونه، او د وژلو والا کمپيوټري لوبې ګوري په راتلونکي کې به ډېر غوصه ناک، ناراضي، بد اخلاقه، او په هره برخه کې به انکار کوونکې رويه ولري ، همدا ډول له دې تلوېزون څخه هغه ډول بې حيا، او زمونږ له کلتور سره په ټکر کې سندرې خپريږي چې ما تر ننه د طلوع تلوېزيون چې خلک يې له بې حيايۍ سر ټکو ي هم نه دي ليدلي او دا په داسې حال کې چې څو ورځې مخکې ددې بې کلتوره تلوېزيون کال پوره او دکليزې مراسم يې وه چې په
دې مراسمو کې څه ګډونوال پخپله د همدې تلوېزيون کارکوونکي څه د ننګرهار سينمايي لوبغاړي او ددوې ترڅنګ ښاغلي استادمحمد اسماعيل ( يون ) صيب هم په دې مراسمو کې برخه لرله او په دې غونډه کې د خبرو لومړى وار هم ښاغلي ( يون ) صيب ته ورکړشو ، خو دا چې ښاغلي ( يون ) صيب هلته کوم ډول وينا او د ښاغلي ( شايق ) څومره توصيف وکړ له ( يون ) صيب مې دا تمه نه لرله او نه ( يون ) صيب ته دا په کار وه چې دا ډول غږېدلى و، ځکه ( يون ) صيب هلته د ښاغلي ( شايق ) او ددې نېټورک دومره ستاينه وکړه چې هغه د چا خبره له حده ډېره ، په داسې حال کې چې د ( شايق ) او د شايق نېټور
ک خلکو ته څه ګټه غير له زيانه رسېدلې ؟ کله چې ما د ښاغلي ( يون ) دا بې حده توصيف واورېد، نو له ځانه سره مې وويل چې يره راځه ښاغلي ( يون ) ته زنګ ووهه او پوښتنه ترې وکړه چې ته او خداى ( يون ) صيب ته ددوى له خپرونو خبره يې چې دوى له دې تش په نوم مطبوعاتي مرکز څه خپروي ؟ ايا خلکو ته يې ګټه رسيږي او که تاوان ؟ ايا ( يون ) صيب ته له دې خبر يې چې ( شايق نېټورک ) ته له پاکستانه د فلم په نوم جينکۍ راوستل کېږې او دلته له هغوى سره څه کېږي ؟ ايا ته او خداى چې تا ددوى کومه خپرونه څارلې چې ته يې دومره توصيف او چاپړوسي کوې ؟ وه ( يون ) صيب ! ته خو ټول عمر په کابل کې ي
ې ته له دوى څه خبر يې شکر الحمدالله ددوى خپرونې خو غير له دې څلورو ختيځو ولايتونو په بل ولايت کې هم نه اورېدل کېږي همدا ډول مې د ( يون ) صيب په اړه په زړه کې ډېرې نورې پوښتنې هم وې ، خو څو ورځې ورسته مې چې د همدې شايق نېټورک له يو کارکوونکي د ( يون ) صيب دبې ځایه ستاینو په اړه پوښتنه وکړه نو هغه راته وويل چې دلته څه پروژې دي او په دې پروژو کې له ( شايق ) سره ( يون ) صيب شريک دى ، نو کله مې چې ددې ملګري خبره واورېده بيا مې له ځانه سره وويل چې يره ځه ( يون ) صيب خو ولا چټي د ( شايق ) توصيف نه ده کړې ، خو په هغې ورځ که څه هم د ښاغلي ( يون ) صيب خبرو راته غوسه راوست
ه خو ډېره خندا په دې راغله چې په دې مراسمو کې ددې تش په نوم مطبوعاتي مرکز ټولو کارکوونکو ته په دې نوم چې دوى ښه کارونه ترسره کړي ستاينلکونه هم ورکړ شول، په داسې حال کې چې په دې نېټورک کې يو هم داسې څوک نشته چې په ژورنالېزم پوهيږي ، په لسو کې يو پکې داسې پيداکېږي چې له دولسم فارغ وي او بس ، ددې لامل دادى چې ښاغلى ( شايق ) له دې خپلو کارکوونکو سره ډېر بد سلوک کوي ، نو ايا چې يو څوک واقعا په کار پوهيږ ي نو بيا دلته له شايق سره ولې کار وکړي ؟ ولې چېرته له بلې رسنۍ سره کار نه کوي ؟ چې په دې اړه لوى مثال طائر ( ځلاند ) او حامد ( غورځنګ ) ورونه دي چې يوڅه وخت يې پ �
� دې نېټورک کار وکړ ، دا دواړه په کار ښه پوهېده خو د ښاغلي ( شايق ) او ددې نېټورک د ځينو نورو کارکوونکو د بد سلوک له امله ترې لاړه نورو رسنيو ته ، داچې ليکنه رانه اوږده نه شي نو پر تلوېزيون به له نورو خبرو او مثالونو تېر شم او اوس به ددې مطبوعاتي مرکز يوې غږيزې رسنۍ ( شرق ) راډيو ته راشو
( 2 ) ( شرق راډيو ) دا راډيو هم دشرق تلوېزيون په څېر ددې په ځاي چې دې زورېدلې او نالوستې ټولنې ته ګټه ور ورسوي ، نوره يې هم د تباهۍ کندې ته ورغورځوي او داسې چټيات خپروي چې هېڅ د اورېدو نه دي ، داسې خلک پکې په کار بوخت دي چې تاسو باور وکړئ د ژورنالېزم لوستل خو پر ځاى پرېږدئ له ژورنالېزم سره بېخي اشنايي نه لري ، په نوموړې راډيو کې د ( لږ خو وخانده ) په نامه يوه تفريحي او طنزيه خپرونه ده چې هر سهار لس بجې خپريږي دا خپرونه کله د ( غلام رسول حساس) او کله د( قيس بجي) په نومونو دوه کسان پرمخ بيايي
چې ددوي په ژورنالېزم د نه پوهېدو او د ژورنالېزم د اخلاقو او اصولو د نه مراعتولو له امله ورته په هره خپرونه کې د درې څلورو اورېدونکو له خوا سپکې سپورې او کنځلې کېږي، چې دا د يوې رسنۍ لپاره مرګ دى، لکه يو مثال به دده هم وړاندې کړم ( بې ادبې دې معاف وي ) يو ه ورځ همدې خپرونې ته يوه اورېدونکي زنګ وواهه له ستړې مشي وروسته يې ورته وويل ( قيس بجى صيب ولامبه ! ) نو جنابې ( بجى صيب ) ددې په ځاى چې ددې اورېدونکي د ټېلفون ليکه ور پرې کړي ورته وايي ( څه مې کړي چې ولامبم ؟) له دې سره اورېدونکي ځواب ورکړ ( ...دې کړي ) ( خندا ) توبه خدايه دادي ژورنالېستان اودادي خپرونې،
همدا ډول ددې راډيو يوبل له ژورنالېزم ناخبره کارکونکى چې ( محمد يوسف جبارخېل ) نو مېږي که دده هره خپرونه سړى وڅاري نو په دې به پوه شي چې دا هم په ژورنالېزم نه پوهيږي دا سره له دې تر دولسم ټولګي يې زده کړې کړي او نور هغه د چا خبره په ټکي اګاه نه دى ځان ورته نابغه ښکاري اوله همدې امله ورته دننه په نيټورک کې خپل ملګر ي او بهر اورېدونکي د ( شرق نابغه ) وايي او په همدې نوم مشهور دى ، بايديو ژورنالېست له خلکو سره په ډېره نرمه ، فصيحه ، ساده ژبه او په سړه سينه وغږېږي ، خو ( يوسف جبارخېل صيب ) په هره خپرونه کې له خپلو اورېدونکو سره د ټېلفو ن په ليکه داسې توند غ �
�يږي لکه دا مخاطب چې يې دښمن وي او يا چا په زوره په سټيديو کې کېنولى وي او همدا ډول ډېرې فضول چټي او بې ځايه غږيږي ، يو بل لوي او ستر فساد چې دشر ق راډيو رامنځ ته کړى هغه دا چې ددوى ډېرى خپرونې سندريزې يعنې د سندر و خپرونې دي، خلک ورته ټېلفون کوي، جينکۍ او هلکان پکې يو بل ته سلامونه، ټپې، غزلې ډالې کوي او د ډېرى هلکانو او جينکيو له همدې لارې د يارۍ مزي غځېدلي، چې يو مثال به په دې اړه هم وړاندې کړم ، يوه شپه يو هلک همدا د سندرو خپرونې ته زنګ وواهه چې دا خپرونه ( سندريزه ډالۍ ) نوميږي او چلوونکى يې ( شفيق الله ) نو ميږي يوه ورځ يې تخلص ( رحماني ) او بله ور
ځ ( تنها ) وي او ځان دننګرهار پوهنتون استاد هم بولي ، اوس رانه د هغه زنګ وهونکي هلک نوم هېر دى، د خپرو نې له چلونکي شفيق الله ( رحمان ، تنها ) سر ه يې له روغبړ وروسته وويل ( زما سلامونه دې د جلال اباد په ښار کې ( ګيتا احمدزۍ ) ته ورسېږي او دا ټپه دې هم ورته ډالۍ وي ( په ما دې ټول عالم خبر کړ ، په تادې يو دادا خبر دى زړه دې چوينه ) له څو اورېدونکو ورسته همدې جينۍ ( ګيتا احمدزۍ ) چې لږ مخکې ورته هغه هلک سلامونه او ټپه ډالۍ کړه خپرونې ته زنګ وواهه دې ( جينۍ ) هم دخپرونې چلوونکي شفيق لله ( رحماني ، تنها ) سره له روغبړ وروسته هغه هلک ته ګېډۍ ګېډۍ سلامونه او له سلا
مونو وروسته دغه ټپه ور ډالۍ کړه ( جانانه تور سېرلى حلال کړه ، زمونږه کډه ستاسو کلي ته در ځينه ) او همداسې نور ، نو ايا د يوې رسنۍ دنده همدا ده ؟ ايا ژورنالېزم همدې ته وايي؟ چې خلک بې لارۍ ته وهڅوي، سل افرين دې وي ددوى په دې خپرونو،او ژورنالېزم، سل افرينه دې وي په ( شفيق الله رحماني ، تنها ) باندې ، توبه خدايه دا ځانته دپوهنتون استاد وايي ، او بيا هم توبه خدايه چې دا زمونږ په پوهنتونونو کې کوم ډول خلک استادان د ي ، تاسو باور وکړئ چې ښاغلى ( شفيق الله رحماني ، تنها ) خط هم سم نه شي لوستى ، نو ايا دا د پوهنتون د استادۍ لايق دى ؟ ايا د يو پوهنتون استاد په يوه
راډيو کې د ( سندرو خپرونه ) پرمخ بيايي ؟ توبه خدايه توبه خدايه ، ددې راډيو ډېر نور مثالونه هم شته خو زما په نظر همدا به کافي وي، او اوس به راشو ددې مطبوعاتي مرکز يوې بلې د فساد سرچينې ته چې هغه هم راډيو ده او ( نرګس راډيو ) نوميږي
( 3) ( نرګس راډيو ) دا راډيو جناب ( شايق صيب ) د ښځو د بې لارۍ لپاره جوړه کړې چې ښځو ته يې ځانګړې کړې ده، او ټولې کارکوونکې يې ښځينه دي، که ددې راډيو خپرونې سړى وڅاري نو پوه به شي چې کارکوونکي يې د شرق راډيو له کارکوونکو ښه نه دي خو بيا هم ښه دي يو څو پکې دولسم پاسان شته ،ددې راډيو ټولې کارکوونکې څوک د لېسې د اوم او څوک د اتم ټولګي زده کوونکې دي ، چې يوه هم په ژورنالېزم پوهېدل څه چې په املا هم سمې نه پوهيږي او هغه د چا خبره چې کله يې طبيتونه ښه وي خپل نومونه ليکلى شې که طبيتونه يې ښه نه وي هغه خپل نومونه هم نه شي ليکلى او چې غږيږي نو سړى په دې نه پو �
�يږي چې دا پښتو وايي ، که فارسي او که کومه بله ژبه، چې ددې راډيو دکارکونکو په اړه به هم يو مثال وړاندې کړم ( ددې راډيو يوه تفريحي خپرونه ده چې پکې له اورېدنکو سره ګپ شپ او سندرې خپريږي ، دې خپرونې ته هم يوې ښځينه اورېدونکې زنګ ور وواهه ورته يې وويل چې خورګانو خفه کېږئ به نه ، زه دا ستاسو په ژبه هېڅ نه پوهېږم ځکه تاسو فارسي او پښتو ګډه وډه وايئ که لږ واضېح وغږېږئ مونږ به خوښ شو) او له دې سره يې د ټېلفون اړيکه پرې شوه، نو دخپرونې فوروفيسرانې چلوونکې چې څلور کسه ( ښکلا سادات ، نفيصه سحر او سپوږمۍ نوري ، او مرسل ندا ) وې ددې په ځاى چې سم ځواب ورکړي يوې وويل
( خورې مونږ نه خفه کېږو ته هم مه خفه کېږه مونږ نه پښتو وايو، نه فارسي مونږ ( کنډي باغي ) وايو ، او له دې سره درېواړو ښه په کړس وخندل ، نو ايا له دوې به زمونږ ميندې او خويندې څه زده کړي ؟ دا راډيوهم ددې په ځاى چې زمونږ دې نالوستو خويندو، ميندو ته ګټورې، اصلاحي خپرونې وړاندې کړي داسې خپرونې وړاندې کوي چې هغوى بدو لارو ته هڅوي، بله دا چې له دې راډيو چې ښځو ته ځانګړې ده بار بار ترې داسې سندرې خپريږي چې بيخي له چوکاټه بهرې وي لکه د يو بې لاري سندرغاړي ( فرمان الله ) په غږ کې بار بار دا ټپې ( ياره کرکټ ميدان ته مه ځه ، بچه بازان به درنه و �
�خلي تصويرونه ) يا د ا شعر چې د ډېرو ......... سندرغاړو له خو ا ويل شوى ( اوربل چپه کړي بيا راسته کړي، دا د کوم کلي دى ، دې وړکي مانه زړګى وړى ) تر پايه ، او همداسې په سلګونو نورې له چوکاټه بهر سندرې، نو ايا زمونږ دا درنې پښتنې ،ميندې له دوى څخه همدا غواړي ؟ او ايا همدا ډول خپرونو او سندرو ته هغوى ضرورت لري ؟ خو خداى دې ورته د نېکۍ هدايت وکړي ، رابه شو ددې مطبوعاتي مرکز يوې بلې تش په نوم او اخرنۍ رسنۍ ته چې دا اخبار دى، او ښاغلي جنابې ( شايق ) پخپل نوم نومولى يعنې ( شايق اخبار )
( 4) ( شايق اخبار ) دا اخبار له ډېرې مودې راهيسې خپريږي، خو ددې لپاره نه چې خلک يې ولولي او ګټه ورځينې پورته کړي ، بلکې د سوداګرۍ لپاره که کله ورته کومه سوداګريزه خبرتيا په لاس ورشي چاپوي يې، اوکه نه له سره يې نه چاپوي، او همدا لامل دى چې عمر يې اوه اته کالو ته ورسېده خو اوس يې هم په جلال اباد ښار کې ډېرى خلک حتا له نامه سره هم اشنا نه دي، بله دا چې دا ( شايق ) اخبار بيخي بې ارزښته دى ، سره له دې چې وړيا وېشل کېږي خو بيايې هم څوک لوستو ته زړه نه ښه کوي، دا اخبار دومره بې ارزښته دى چې زما يو ملګر ى چې په همدې شايق مطبوعاتي مرکز کې يې يو وخت دنده لرله، ددې اخبا
ر په اړه راته وويل چې سره له دې چې ننګرهاري چارواکي دېته ډېر خوشاله کېږي چې تصوير او خبرې يې په کومه رسنۍ کې چاپ شي حتا ډېرى ژورنالستانو ته ددې کار لپاره پيسې هم ورکوي، خو د ( شايق ) اخبار کوم کار کوونکى يوه ورځ د يوې ادارې ريس ته ورغلى و چې مرکه ورسره وکړي، هغه ريس ځان ښه مرکې ته چمتو کړى و، خو چې ددې اخبار خبريال ورته ويلي وه چې تاسره د (شايق) اخبار لپاره مرکه کوم نو له دې سره هغه ريس له خپله ځايه پاڅېدلى و، او له مرکې يې انکار کړى و، خبريال ته يې ويلي و چې زه خو څه ماشوم نه يم او ځان خو نه شرموم چې له تاسره د( شايق) اخبار لپاره مرکه وکړم ، په پاى کې به د �
� ووايم چې هر هغه چاچې دا پورتنۍ رسنۍ څارلې وي او دا ليکنه ولولي نو له ماسره به دا هر څه ومني ،په ټول افغانستان کې د اصيلو رسنيو د رمنځته کېدا په هيله پاى
اجل ( ننګرهارى ) ننګرهار