دبارک اوباما په پیام کی طالبانو ته هیلی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دمقالی لیکونکي: نوشین اربابزاده سرچینی اوتاریخ : ګاردیین سه شنبه ددسمبردریمه کال( ۲۰۰۹) ژباړونکی : پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)

په عمومی بڼه دهغی موافقی له مخی چی د افغانی موجوده سیاسیی مقاماتو او کړیو سره تر سره شوی د بارک اوباما په وینا اوپیام کی د طالبانود هیلو او امیدونو نښی اونښانی زیات په ډاګه شوی یعنی له بده مرغه پدی پیام کی په مستقیم بڼی سره د طالبانو هیلی او امیدونه را څپړل شوی دی نه د افغانستان د خلکو انتظارات اوهیلی . اوباما دخپل خبرو اودروند وینا له محتوا څخه په لنډو جملوکی په ډیر مهارت سره د ملګرو او دافغانی دوستانو کلیمی په کار ویوړل اوددی کلماتو له ذکر څخه دهغه مطلب دا وه چی طالبانو ته په خطاب کی په سیاسیی بڼه وړاندیز کړ چی افغانی دوستانو تاسی خپل مینی او کورونو ته ستانه شی (۱۸) میاشتی دمی وکړی اووروسته له دمی څخه مونږ میدان تاسو ته پریږدو اوتاسی به داسی سړی پیدا نه کړی چی دستاسی ځمکی په تصرف کی ولری . یا د هشت صبح ورځپاڼی د چلو ونکی په قول: د امریکی نوی ستراتیژی افغانستان ته اساساُ په دی مفهوم دی چی (دکلا بندی څخه تر مخه د ماتی خبره) انځور شوی دی .
ښاغلی فهیم خبری یو افغانی فعال کوم چی هغه په افغانستان کی د معلولینو د حقونو د تر لاسه کولو مدافع شخصیت دی ، هغه په یوخبری ناسته کی داسی وویل (ماته دځنو سایسی کړیو سیاسیی اجندا لکه دنورو افغانان په څیر آسانه اوارزانه احساس را پیدا کوی اوهغه دا چی امریکایان اود غربی اروپا حکومتونو کوم چی په د یموکراتیکی اصولوسره قدرت ته رسید لی څنګه د خپلو تیرو وعدو په خلاف کوم چی په کال (۲۰۰۱) دا فغانستان دخلکو په وړاندی کړی وه او په ټینګه ایمانداری سره ویلی وه چی مونږ د تاسو دوستان یاستو اوتاسی تر اخر بری پوری به یواځی نه خوشي کوواوپخپل وعدو باندی ټینګ یوو. دا ډول وعدی ځمونږ د افغانان په ساده اصطلاح کی (ګپ مفت) یا ارزانه خبری یادیږی اما ددی خبری په مثبت اړخ کی یو لړ واقیعتونه پرتی دی . افغانان اوس پوهیدلی دی چی سیاست مدار سیاست مدار دی سره د هغه چی افغان ، امریکایی یا انګلیس وی .اومفتی خبری بی له پیسو هم کیږی . ځنی بیا نو د بوش د سیاستونو پلوی کوی اوهغه یو ښه سیاست پوه ګڼی حال داچی ښاغلی اوباما دیو سپین ږیری پلار په څیر ګڼی کوم چی خپل کوچینانو او نوی ځوانانو ته د طالبانو د جنګونو قصی او افسانی کوی . ځنی نور ساده دل اوریښتینی افغانان بیا په دی تصور کی دی چی د اوباما پرونی وینا ممکن دی چی د افغانستان موجوده دولتی لیدرشف به په خوزښت او تحرک راوړی اوله دروندخوبه به یی را ویښ کاندی .ممکن چی همدغسی به هم وشی ، اما د یوی لنډی مودی څخه وروسته د بیرونی نظامی قوتونو له افغانستان څخه دوتلو مساله افغانان یی يو څه حیران کړی دی خصوصاُ دبارک اوباما هغه جملی او الفاظ لکه افغانی دوستان او ملګرو چی څو ځلی یاده کړ . هوکی افغانان هیڅکله خارجی لښکر پخپل وطن کی نه منلی دی اونه هم غوښتلی دی او هم نه ورسره مینه لرلی مګر دا هم نه غواړی چی وطن یی په سیاسی لوبو کی چی اوس را روانه دی د لاسه ورکړی یا په بل عبارت افغانان له امریکی څخه دا تمه درلود چی دافغانی اردوتر غښتلتیا پوری کوم چی له وطنه خپل دفاع وشی کړی افغانان یواځی خوشی نکړی . اودحیرانتیا خبره خودادی چی دافغانستان نظامی قوتونه څنګه کیدای شی چی د (۱۸) میاشتو په تیریدو سره هسی غښتلی شی چی له وطنه ساتنه وکړی ؟ لکه چی د هشت صبح ورځپاڼی لیکی :ځمونږ افغانی اردو یواځی دوه جنګی الوتکی لری چی د امریکی له خوا د تحفی په شکل را کړی شوی او په اکثرو جشنونو اوویاړنی مراسمو کی ځمونږ ښاریان په آسمان کی د هغه دو ه الوتکی د الوتلو ننداری کوی .اوهغه دا را څرګندوی چی موجوده دولت په هيڅ قیمت سره ددی جوګه نه دی چی حتی د موجوده وضع ساتنه او څارنه وکړی .ځمونږ ډیرو اقغانان په دی ورځو کی له خپله ځانه سوالونه کوی چی څه شو هغه ځمونږ افغانی غیرت ؟ یا ځمونږ هغه افتخارات ؟ اواکثراُداسی څرګند وی چی تر څو پوری به زمونږ سترګی خارجی بسپنی او کمکونو ته خلاصی اوپه انتظار کی وی ؟ په هر صورت د افغانستان خلک په خپل څو زره کلن تاریخ کی هسی بدی ورځی چی له (۱۹۹۰)کال څخه کوم چی داخلی جګړی پیل اووروسته بیا طالبان په قدرت ورسید ل نه وه لیدلی اوهغه هم دهغو غلطو چربی وعدی پایلی وی چی نړیوالو مونږ ته را کړی وه مګر خپل ښپیی سستی کړل او افغانان یی دښمنانو ته خوشی کړل ، چی د افغانان له یاده به ونه وځی ، اونن بیا د اوباما د خبری څخه داسی ښکاری چی هغه قصی بیا را تازه کیږی داوباما دوینا پیچلتیا اودهغه مفهوم ممکن دی چی د نړی په مختلفو سیاسیی کړیو کی مختلف ډول سره تعبیر او تقسیر شی مګر ځمونږ د ریښتنی او سپیڅلی اطرافی خلکو په نظر یوه معنی لری اوهغه دا چی طالبان بیرته قدرت تر لاسه کوی .
نو په همدی دلیل سره دافغانستان اطرافی اود کلو اوبانډو خلک لکه هغسی چی د طالبانو ددوری څخه راز راز خاطری په یاد لری اوپه دی باندی ښه پوهیږی چی طالبان ډیر وچ او مستبد خلک دی نو د مجبوریت له مخی مجبور دی چی دهغو واک ومنی اودهغو هر راز قوانینو ته سر کیږدی اوداځکه چی دهیواد(۳۰) کلنی جګړی اونارامی خلکوته خفګان اوتشویش په ارث پریښی دی او خلکو خپل باور په بیګانه اواجنبی ځواکونو پوره دلاسه ورکړی او د پردیوو په اړین تل منفی احسا س تر لاسه کړی خصوصا ً په دی (۸) کلونوکی د بین المللی قوتونو په اړین دهغو باور لاپسی هغو بی باور کړ اوهغه څه چی په ړومبی کی فکر کول غلط وخوت ،هغه لا څه چی حتی ننی دولتی اراکین کوم چی پخپل غربی دوستانو باندی نازیدل داوباما وروستنی بیانیه او پیام داسی په تشویش کی اچولی چی خلک خو لا پریږده چی خپل ځان څرنګه وساتی .
دیادونی وړ مطلب دادی چی د اوباما اود ځنی افغانی سیاسیی کړی ماغذه څنګه داسی بی وخته په کار ولویدلی ؟ او ولی له ځانه څخه پوښتنه نه کوی چی یو ټولنه بی د ملت سازی او دولت سازی څخه څرنګه کولای شی چی موجوده شخړی حل کړی او پر خپل مخالفو ډلو باندی لاس بری پیدا کړی . ایا ددی امکان لیدل کیږی ؟ په هر صورت د ډیرو سیاستوالو له نظره د اوباما وروستی وینا له ضد او نقیض مفاهیمو څخه ډک پیام وه او پیام دی لکه چی یو افغانی سایت چلونکی اوblogger داود سیاوش داسی وایی : فکر وکړی چی ملیشی او جګړه مار کوم چی دهیواد په جنوبی برخو کی واک تر لاسه کړی وروسته له دی به څوک ضمانت کولای شی چی همدغه خلک د کابل ولکی هم تر لاسه ونکړی . دبلی خوا څخه اوبا ما پخپل وینا کی په روښانه توګه سره په ډاګه ونکړ چی په دی (۱۸»میاشتو کی به افغانی اردو په کوم بنیاد سره به هسی پیاوړی اوغښتلی کیږی چی دا وطن وساتی ،هغه یواځی د امریکی د تازه دمو نظامی ماهرانو څخه یادونه وکړ چی افغانی اردو ته به روزنه ورکړی او افغانی اردو به داسی مهارت تر لاسه کړی چی پخپله له خپل وطن څخه دفاع وکړی ؟ افغانانو په دی فکر کی دی چی د بین المللی قوتونو اودهغه په راس کی د امریکی دنظامی ځواکونو سمدلاسه وتنه ممکن د مجبوریت له مخی وی چی اوباما سمدلاسه د خپل سپاهیانو د وتلو نیټه یی په اعلان ورسول هغه یعنی اوباما ددی انتظار نه درلود اویا په دی فکر کی نه وه چی خپل سپاهیان داسی زر وباسی .اوداځکه چی دافغانستان امنیتی وضع په کال (۲۰۰۴) کی له موجوده حالت څخه ډیر خراب وه او د افعانستان ډیری برخی د طالبانو په ولکی کی و نو امریکی هغه وخت ولی د خپل سپاهیانو دویستلو په مورد کی چُپ وه ؟ نو په دی بنیاد په دروند خوب تللی دولت ددی وینا سره نه به یواځی را ویښ شی بلکه هغه نور سیاسی کړی چی د افغانستان دقضایاو سره په تماس کی دی هم به په حرکت راشی اود افغانستان ځنی خلک به هم د خپل غلط خوشبینی کوم چی په خارجی قوتونو باند ی لرل پایلی به وګوری ُاوددغه خارجی سپاهیانو په وتلو سره به ګڼ دولتی او په خارجی دوستانو باندی تړلی افغانان د کامل تشویشونو سره دوتلو په خیال کی ولویږی او دپردی هیوادونو په پاسپورت سره به خپل باقی ژوند ته دوام ورکړی او طالبان به په ډاګه ووایی چی مونږ د وخت ضروت یو چی بیرته په قدرت ورسیدو یعنی وخت مونږ ته نیاز درلود .
په درناوی .