دافغانستان لا نجه له پو ځی لاری نه حل کیږ ی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

په دي نژدي ورځو کښی د هيواد او نړۍ په رسنيو کښي که چاپي دي او که تصويري، داسي څرګندونې کېږي چې امريکا او متحدين ئې غواړي خپل ځواکونه په افغانستان کې زيات کړی، چې له تروريزم سره د مقابلي لپاره تياري ونيسي او دغو څرګندونو هغه وخت ډير قوت وموند چې د امريکي د دفاع وزير ((رابرټ ګيټس)) کابل ته د خپل سفر په وخت کې په يو مطبوعاتي کنفرانس کښی وويل: (موږ به له کابل سره د مرستو د هغو ژمنو چې موکړي ملاتړ کوو او غواړو له تروريزم سره چې د حامد کرزي رژيم لپاره يې ستري ننګوني پيدا کړي، مقابله وکړو.))
خو د چارو شنونکې په دي باور دي چې د بهرنيو ځواکونو په زياتوالي سره به نه يوازي دا چې د افغاني مسئلي د حل لپاره کومه معقوله لاره پيدا نه شي، بلکي په هېواد او سيمه کښي به وضعه نوره هم کړکيچنه کړي او دغه جګړه به د يوې نامعلومې مودي لپاره اوږده شي.
څه بايد وشي چې د جګړي د پای ته رسولو او يا لږ تر لږه د هغې په کمولو کښی مرسته وکړي؟ د چين د د پوځي چارو يو پخواني ستراتيژيست ((سن تسو)) په خپل کتاب ((د جنګ هنر)) کښی ليکلي: بهترينه پاليسي او سياست هغه دي چې يو هېواد سالم او سلامت ونيول شي، نه د هغه هېواد تباهي!)) په بل ځاي کښي همدا د پوځي چارو کار پوه وائي: (په سلو جګړو کښي سل ځله بريالتوب کمال او هنر ندي، خو کمال او هنر هغه دي چې دښمن پرته له جنګ څخه تسليم کړئ!)
د نړي خلکو وليدل چې بهرنيو ځواکونو او ناټو نه يوازي زموږ په هېواد کې له سولي، ثبات او امن سره مرسته ونه کړه، بلکي د غلطو راپورونو پربنسټ ئي ملکي، بي‌ګناه ماشومان ښځي او سپين ږېري د هېواد په لويديځ، ننګرهار، نورستان او د هېواد نورو سيمو کښي ووژل، د دوي دغه عمل نه يوازي د اسلام د دين بلکې د بشر د حقوقو د نړيوالو کنوانسيونونو خلاف عمل هم ګڼل کېږي.
بهرنيو ځواکونه په غلطو راپورونو د افغاني ټولني د عنعناتو او رواياتو خلاف د سيمي د مشرانو له مشوري پرته د خلکو په کورونو ننوزي او د ډول ډول غميز ولامل ګرځي. دا ډول حرکتونه نه يوازي له امنيت سره مرسته نه کوي، چې د خلکو او دولت ترمنځ واټن زياتوي.
د وي نه يوازي د افغانستان له ملي اردو، ملي پوليسو او امنيتي ځواکونو سره کومه هم غږي او ستراتيژي نلري، بلکي له اروپايي ټولني سره هم د نظر ژور توپيرونه ليدل کېږي.
د افغانستان اسلامي دولت چارواکي او نړيواله ټولنه بايد په خپلو ستراتيژيو کې بدلون راوړي، انحصاري او جنګي ډلي بايد تش په خولي بي وسلي نشي، بلکي په دغه برخه کې دي عملي ګامونه پورته کړي، نيشه يې توکيو د تقاضا او غوښتني په باب دي هم فکر وکړي. له مخالفينو سره خبري د وخت او زمان غوښتنه ده، بايد چې په دي برخه کې له تعقل څخه کار واخستل شي همدا د افغانستان د اوسي ناورين د حل لاره ده نه د بهرنيو پوځونو ډېرول او د جګړي نارې سورې!
نن زموږ په هېواد کې د شپږ کاله وړاندې په پرتله د بهرنيو عسکرو ټول امکانات ډېر شوي، خو په امنيتي برخه کې بيا نن ورځ له شپږ کاله وړاندې سره د پرتله کولو نه، بلکي هرڅه د کړکيچ لور ته تللي دي. دغه عيني واقعيت په ګوته کوي چې د افغانستان او سيمې ستونزه اصلا نور ډېر عوامل لري چي بايد ورته پام وشي او د عسکرو ډېرول په سيمه کې نورې ستونزې راپورته کوي او د افغانستان له اوږد مهاليو سيمه ئيزو ګټو سره اړخ نه لګوي.
له مخالفينو سره د سولي د خبرو پرمختګ، په پوځي عملياتو کې د بهرنيو عسکرو او افغان لوري ترمنځ سلا مشوري، د پاکستان پرخلکو نه بلکې پر دولت سخت اقتصادي او سياسي فشار راوړل، ترڅو د تروريستانو له ملاتړ لاس واخلي او همغږي او د بهرنيو عسکرو د شتون په اړه د سيمي د هېوادونو د انديښنو په اړه فکر کول او وروسته له هغه د نوي ستراتېژي جوړولو او کار کولو په اړه د افغاني چارواکيو او ناټو د غړيو هېوادونو نوي څېړنه کولاي شي نوي او مثبت بدلونونه رامنځته کړي. په جګړه سوله او امنيت نه راځي او يواځي جګړه به د جګړي لوري نور هم پراخوي او دانه د افغانستان په ګټه ده او نه د سيمي د نورو هېوادونو.دبلی خوا په بهرني مطبوعاتو کي، د افغانستان د رواني ستونزي د فيصله کولو په مقصد ډېر زيات رپوټونه خپاره سوي دي. په تېره بيا، افغانستان ته د اضافه عسکرو د استولو مسله ډېر گرمه ده. د يوې خوا، اکثره نظامي څارونکي باور لري چي په افغانستان کي خارجي عسکر لږ دي او طالبانو له همدې کمزورۍ څخه گټه اخلي. بلخوا، طالبان په پاکستان کي د سېب او پټېدو ځايونه لري او ازاد تگ را تگ کوي. ځيني سياسي او نظامي مبصرين دې نتيجې ته رسېدلي دي چي د افغانستان ستونزه يوازي د نظامي مټ او وژولو په زور نه فيصله کېږى. نظامي مشران، پخواني او اوسني دپلوماتان، غربي او شرقي مطبوعات، د بوش د ادارې عالي رتبه چارواکي، او ليبرال او محافظه کاره مبصرين پدې باور دي چي د افغانستان لپاره بايد يو هر اړخيز سياسي حل پيدا سي. سياسي پروسه بايد گړندۍ سي. په بل عبارت،[" د افغانستان ستونزه نظامي نه، بلکي سياسي ده.٬٬]
له ډېر وخت راهيسي، ځينو مبصرينو همدا خبره کوله، خو اوس د امريکا حکومت، اروپايان، او خارجي مبصرين همدې نتيجې ته رسېدلي دي. اوس هم ددې امکان سته چي افغانستان وژغورل سي. مگر بايد اضافه سي چي په ډارنو خلکو باندي نه وطن ساتل کېږي او نه هم توره په وهل کېږي. د بوش حکومت د ٢٠٠١ په پاى کي ، د يو لړ تاريخي داړمارانو سره ناروا ايتلاف وکى چي نتيجه يې نننۍ رسوايي او ماته ده. د بوش د ادارې همدا اشتباه ډېره گرانه تمامه سوه، او که چيري يې ژر تر ژره تلافي ونسي ښايي څه موده وروسته د امريکا په لمن کي يو ځل بيا اور بل سي. تاريخ داسي راوړې ده چي د افغانستان سره غفلت کېداى سي، خو بيخي هېرېدلاى نه سي.
هيله ده چي د امريکا راتکونکې اداره همدا خطا او سياسي کم عقلي تکرار نه کړي، او له درايت او منطق څخه کار واخلي. په بل عبارت، په افغانستان کي د اوسني بې کفايته مشرانو پر ځاى څه پاک او موثر خلک په کار ونو بانديي وگوماري. حساب او کتاب وي. د قانون حاکميت، عدالت او کار وي. پاکستان سره جدي خبري وسي. د اې ايس اې د ورانيو مخه ونيول سي. د پښتنو په سيمو کي د جنگ او بمباريو پر ځاى د امنيت او بياودانولو کارونه پيل سي. د افغانانو سره د القاعدې، طالبانو، او مذهبي افراطيت په ختمولو کي پوره مرسته وسي. د افغانانو لپاره د ژوند او کار فرصت برابر سي. اقتصاد او بياودانولو ته پوره توجه وسي. امريکا مجبوره ده چي په افغانستان کي ناراضه او ځپېدلي اقوام خوشحاله کي؛ بمباري او مرگ ژوبله کمه کي؛ د کابل په حکومت کي د اقوامو تر مينځ څرگنده او خطرناکه بې انډولي ختمه کړي؛ او په افغانستان کي د قومي او سمتي سياست څخه لاس په سر سي.
په هر صورت، د افغانستان ستونزه حل لري، خو سالم فکر، پخه ستراتيژي، او ښه ډېر سياسي جرات او شهامت غواړي. نن سبا، د کاميابو هېوادونو تجربې او د حل لاري زموږ په مخ کي تېري سوي دي. اروپا، شرقي اسيا، او د هند او چين د انکشاف او پرمختگ تجربې ډېري تازه او څو کلني دي. په ټولو پرمختللو ټولنو کي د مرکزي دولت فيصلو او پاليسيو د همدغو جامعو په برخليک کي مهم او ا ساسي نقش لوبولى دى. په متحده ايالاتوکي، د ٧٠٠ بيلونو ډالرو بېل اوټ ښه او ژوندى مثال دى. افغانستان د سياسي تکامل په داسي دوران کي دى چي په لمړي کلونو کي، يو قوي مرکزي، مشروع، او څه سورسترگي حکومت ته اړتيا لري. داسي يو حکومت چي د بين المللي ټولني په مرسته د دولت جوړولو ته جدي پام وکي. د افغانستان ثبات او رشد د دولت په رشد او ثبات پوري اړه لري. د افغانستان ديرش کلن سياسي بحران د مرکزي قوي حکومت په نشته والي کي خلاصه کېږي. ترڅو پوري چي دا خنډ ايسته نه سي، په هېواد کي سوله او اقتصادي انکشاف راتلاى نه سي. ديرش کاله کېږي چي افغانستان د ناکامو دولتونو په لست کي لمړى او يا دوهم مقام لري.
د نيوز ويک مجله د اکټوبر پر دوهمه ليکي: په کابل کي، د برتانيې سفير ويلي دي چي په افغانستان کي به د طالبانو د ختمولو په مقصد د متحده ايالاتو هلي ځلي ناکامه سي. هغه زياته کړې ده چي ښه او موثره لاره به دا وي چي په کابل کي يو "مناسب او د منلو وړ ديکتاتور" نصب سي. هغه وايي: اوسني شرايط ډېر نازک او لړزانه دي. امنيت ورځ په ورځ خرابېږي. حکومت ادارې فساد په سر اخيستى دى، او حکومت خپل ټول اعتبار او حيثيت له لاسه ورکړى دى. د کرزي حکومت پرته له خارجي قواوو څخه سمدستي ړڼکېږي .
د برتانيې سفير وايي: امريکايانو ته بايد وويل سي چي موږ غواړو د يوې کاميابه ستراتيژۍ ملاتړ وکړو، نه د يوې ناکامي ستراتيژۍ. موږ بايد د امريکا د جمهوري رياست کانديدان پدې راضي کړو چي بايد په افغانستان کي بند نه سي. په افغانستان کي، د امريکا ستراتيژي ناکامه ده.
د برتانيې سيفر وايي: په افغانستان کي خارجي قوه د حل لاره نده، بلکي د مشکل يوه برخه ده. هغه وايي موږ يو داسي رژيم ساتو چي خپله ځان نه سي ساتلاى. هغه زياتوي د افغانستان لپاره به ډېره ښه وي چي يو "مناسب او د منلو وړ ديکتاتور" د پنځو او يا لسوکالو لپاره حکومت وکي. " دا يوه واقعي د حل لاره ده. موږ مجبوره يو چي پخپلو هېوادونو کي عامه ذهنيت ددې لپاره چمتو کوو.٬٬
په همدې لړ کي، د اکانوميسټ مجله د اکتوبر د مياشتي پر دوهمه باندي د "طالبانو سره د مذاکرې" تر عنوان لاندي ليکي: پدې وروستيو وختونو کي، په کابل کي وضع ډېره غمجنه ده ځکه د طالبانو پر خلاف د ناټو جگړه په ټپه ولاړه ده. بلخوا، که څه هم په هلمند کي د طالبانو د برى نښي نښانې نسته، خو طالبانو د عامه خلکو د زړونو د گټلو لپاره نوي لاري چاري غوره کړي دي. په هلمند کي،د کال ٢٠٠٦ راهيسي ١١٥ انگريزي عسکر تلف سوي دي، خو په مقابل کي ٥٠٠٠ طالبان د مرگ گوله سوي دي.
په افغانستان کي، د طالبانو او ناټو قواوو تر مينځ يو ډول نظامي بن بست راغلى دى. انگريزان غواړي افغاني قوه وروزي، خو په عين زمان کي، د يوې سياسي روغي جوړي په تمه دي. يو انگريز قومندان اټکل کوي چي ښايي انگريزي قوه په دريو يا پنځو کالو کي له افغانستان څخه ووځي. مگر د افغانانو" سياسي بلوغ او پوخوالى" به څو لسيزي او يا نسلونه وغواړي.
پدې تېرو وختونو کي، طالبانو گرمسير او موسى کلا وروسته له څه جنگونو څخه باېلول. مگر دم گړى د طالبانو ستراتيژي د سيمو کنټرول نه، بلکي د خپل نفوذ او نوم او نښان خورول دي. په بل عبارت، د عامه خلکو د زړونو گټل دي. طالبان اوس نه د خلکو په ږېرو کار لري او نه هم په موسيقي، نه په کاغذ باد او نه هم په نورو ساعت تېريو باندي کار لري. مانا دا چي طالبان څه اهلي سويدي.
طالبانو پخوا تسليم او يا نيول سوي عسکر او پوليسان سمدستي وژل، خو اوس هغوى عفوه کوي. ځيني محلي خلک وايي پدې کي د طالبانو چم دى‌. بلخوا، طالبان د مخدره موادو د قاچاق او کر لپاره هم اسانتياوي برابري کړيدي. طالبان دا ادعا ردوي، خو د کوکنارو له بزگرانو څخه زکات او خيرات ټولول مني. وروسته، په همدې پيسو د حکومت له عسکرو او پوليسو څخه وسلې رانيسي.
د کال ٢٠٠١ راهيسي، ناټو د طالبانو مشهور قومندانان وژلي دي. اوس، د طالبانو د قومندانانو وسطي عمر ٢٥ کاله دى. عموما، د وژل سويو قومندانانو ځاى د هغوى خپلوان ډکوي. که څه هم، د طالبانو همدا پاليسي د هغوى په ليکو کي وفاداري او نظم ساتي، خو په عين زمان کي قومي احساسات او اړيکي نوري هم غښتلي کوي. ځيني مبصرين طالبان د افغاني ټولني يوه بله ملېشيا گڼي چي پدې تېرو کلونو کي يې افغانستان بې ثباته کړى د‌ى.
دغه راز، د اکانوميسټ مجله د اکتوبر پر دوهمه باندي په يوه بل رپوټ ليکي: ايا د امريکا مشهور قومندان جنرال پيتريس به په افغانستان کي بريالى سي؟ پدې تېرو دوو کلونو کي جنرال ډېويډ پتيريس په امريکا کي خورا مشهور او محبوب سوى دى. جنرال پتيريس په عراق کي د "سرج" څارنه کوله. همدا اوس، هغه د متحده ايالاتو د مرکزي قومندې مشر دى. هغه به له افغانستان څخه نيولې بيا تر مصر پوري عمليات څاري، او د امريکا د بل جمهورريس په دوره کي به د "ټروريزم پر خلاف" جگړه هم څاري. ايا هغه به وکړاى سي چي د عراق کاميابي په افغانستان کي هم تکراره کړي؟ په عراق کي امنيت څه ښه سوى دى، خو په افغانستان کي لا خراب سوى دى.
هغه وايي د عراق درسونه په اسانۍ سره افغانستان ته نه سي انتقالېداى. عراق ډېر شتمن هېواد دى. هلته ډېر زيات امريکايي عسکر پراته دي، او ياغيان د افغانستان په شان د سرحد پر ها بلي غاړي باندي د سېب او پټېدو ځاى نلري. هغه وايي د عراق حالات نازک او لړزانه دي. هغه غواړي چي په عراق کي تر کال ٢٠١٠ پوري زيات شمېر امريکايي عسکر وساتي. مگر په افغانستان کي امريکايي قومندانان نور اضافه عسکر غواړي. د ناټو هېوادونه نه غواړي چي افغانستان ته نور عسکر واستوي.
په عراق کي، "سرج" ډېر موثر نه وو. هلته سياسي اقداماتو او روغي جوړي حياتي نقش لاره. په عراق کي، سني اقوامو خپله جبهه بدله کړه. شيعه مليشيا_ د مهدي لښکر_ اوربند اعلان کى. په عراق کي، امريکايي عسکرو ته امر سوى وو چي نه يوازي القاعده سټه کي، بلکي د ځايي خلکو په ساتلو کي پوره هڅه وکي. جنرال پيتريس وايي د عراقيانو راجلبول مهم دي. عراقيان اصلي عامل دى. عسکر مجبوره دي چي د خلکو سره نژدې تماس ولري. هغه وايي."تاسو نه سئ کولاى چي په وژولو برى تر لاسه کړئ." ياغيان بايد له څو خواوو څخه تر فشار لاندي ونيول سي_ نظامي، استخباراتي، سياسي، انکشافي، مطبوعاتي او نور. هغه وايي: "ښه بخت هغه ته وايي چي سړى چمتو وي او فرصت پلاس ورسي." هغه دغه راز د افغاني اقوامو راجلبول حياتي گڼي. په عراق کي د ويښي شورا کاميابي ښه مثال دى.
په افغانستان کي، برى مسلم ندى او ښايي کلونه کلونه ونيسي. جنرال ډېويډ پيتريس وايي: " تل بايد دا په پام کي ولرو چي يوه ستراتيژي چي نن موثره وي، ښايي سبا نه وي. څه چي په يوې سيمي کي کار ورکړي وي، ښايي په بله سيمه کي کار ور نه کړي.٬٬
بلخوا، د واشنگټن پوست ورځپاڼه د اکتوبر پر ٢ ليکي: په افغانستان کي، د ناټو امريکايي قومندان جنرال ډېويډ مککېرنن، پرون وويل د افغانستان لپاره نورو اضافه عسکرو ته اړتيا سته، خو هغه زياته کړه په افغانستان کي به د عراق په شان "سرج" وضع سمه نه کي. هغه وويل: " افغانستان عراق ندى. افغانستان تر عراق ډېر پېچلى او مغلق ځاى دى. افغانستان غرنى ملک دى. اکثره خلک په کليو کي ژوند کوي. فقر او بې سوادي زياته ده. قريب څلور سوه اقوام پکي ژوند کوي او اوږدو کورني جنگونو وضع نوره هم پېچلې ده." هغه زياته کړه په افغانستان کي د ياغيانو د ختمولو لپاره د اوږدې مودې تعهد ته اړتيا سته. هلته ښايي په کلونو کلونو پاتي يو، او د حل لاره به سياسي وي نه نظامي.
جنرال ډېويډ مککېرنن د عراق او افغانستان د يو بل توپير په باب وايي: په عراق کي سني اقوام او مليشياووي په خپلو سيمو کي د امنيت د ساتلو لپاره استخدام سويدي. هغه وايي: په افغانستان کي د اقوامو گډون ضروري دى، خو دا کار بايد د افغاني حکومت له لاري وسي، نه د امريکا د پوځ لخوا. هغه وايي: "زه نه غواړم چي د متحده ايالاتو پوځ د افغاني قومونو سره لتاړ سي. ځکه د افغانستان قومي جوړښت ډېر پېچلى او خطرناکه دى. افغانستان د کورني جنگونو نژدې او اوږد تاريخ لري. که چيري موږ د يوه قوم سره ايتلاف وکړو، د داخلي جنگ د بيا پيلولو امکان بيخي ډېرېږى." هغه وويل: ياغيان له پاکستان څخه را شوه کېږي. هلته د سېب ځايونه لري. هلته اوزبک، چيچين، عرب، او پاکستاني جنگيالي سته. موږ په يو سخت جنگ کي لگيايو چي ښايي نور هم گران او سخت سي .وسلا م رحمت اله روان .٬٬