د طالبانو په زړه ورتوب دیوه امریکایی پوځی اعتراف

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت الله روان

د هلمند ولایت د ناوې ولسوالی په سيمه كې يو امريكايي افسر چې له عراقه افغانستان ته د جګړې لپاره تللی دی اعتراف کوی چه زمونږ مخالفین (طالبان) په افغا نستان کی نسبت عراق ته ډیر زره ور دی . نوموړی نظامی افسر خپلی ځرګند ونو ته په لا ندی ډول ادامه ورکوې . )) دګاردین ځخه د ( م-م ) ژبا ړنه ((
"ما د عراق د عمبر په ولايت كې په دريو ډېرو سختو جګړو كې برخه اخيستې ده خو هلته ما داسې سخت مقاومت ونه ليد ".
دا افسر جاكوب نومیږی، د ده لومړۍ جګړه په هلمند كې د جون د مياشتې په وروستيو كې- هغه وخت را منځ ته شوه- چې په افغانستان كې د ده لومړۍ ورځ وه. دا جګړه د طالبانو پر درېوو كمينونو وه، چې هر يو يې د عراق له اوږدې جګړې سره يو شان و. دا افسر ډېر حيران دى چې په افغانستان كې طالبان د عراقيانو مخالفينو په پرتله ډېر شجاع دي. دى وايي :
"عراق او افغانستان دوه جلا نړۍ دي، په عراق كې هغوى هدف ولي او بيا تښتي، خو دلته دا خلك پاتې كېږي او په كرار دي نه پرېږدي ".
كه څه هم هغو څلور زرو امريكايي ماڼوګانو چې درې اوونۍ دمخه يې په هلمند كې جګړه پيل كړې ده زما مقاومت نه دى ليدلى، خو طالبان ښه جنګي تاكتيكونه كاروي. كه چېرې موږ د طالبانو هغه قرارګاوې چې تر اوسه له يرغل نه خوندي پاتې شوې دي، تر تېري لاندې ونيسو، ښايي جګړه ډېره سخته شي .
نوموړى افسر زياتوي: "ښايي دا زموږ نېك بختي وي چې زموږ له ليكو څخه لږ وژل شوي دي. موږ سرونه ټيټ نيسو او تر خپل وسه پورې اور او ګولۍ چلوو خو كله چې سر پورته كړو بيا همدوى دي ".
د هلمند په نورو سيمو كې طالبان په ډېرې چټكۍ سره زموږ د يرغل په ځواب كې يرغل كوي، زموږ لس ماڼوګان و وژل شول، زياتره د ګرمسېر په سيمه كې، زياتره يې د سړكونو په ماينونو كې و وژل شول. دې سيمې ته څیرمه ۱۹ انګرېزي سربازان هم وژل شوي، له درېوو تنو پرته نور ټول انګرېزان په مخامخ جګړه كې ويشتل شوي وو .
هلمند طالبانو ته زيات سوق الجيشي ارزښت لري، له همدې كبله دوى هوډمن دي چې د هلمند د سيند دره په خپله ولكه كې وساتي. په دې سيمه كې زيات كوكنار هم كرل كېږي. د امريكايي ماڼوګانو قوماندان بريد جنرال لاري نيكلسون وايي چې طالبان اوس له كليو دباندې تم شوي دي او د احتمالي يرغل لپاره تيارى نيسي. طالبان د لښكرګاه څخه پينځلس ميله په سوهېل كې ځاى پر ځاى شوي دي .
د سيمې يو اوسېدونكى سردارګل وايي چې څه موده دمخه د ۳۰۰ او ۶۰۰ په شاوخوا كې طالبانو دا سيمه پرېښوده او مارجې ولسوالۍ ته- چې پينځلس ميله لوېديځ ته پرته ده- ولاړل. هغه سيمه د امريكايانو په ولكه كې نه ده او هلته كابو زر تنه نور طالب جنګيالي هم تم شوي دي .
امريكايي جګپوړي پوځيان وايي كه چېرې پر طالبانو باندې په مارجې ولسوالۍ كې يرغل وشي دوى به هلته له سخت مقاومت سره مخ شي. دا ډېر سرسخته مخالفين دي او د عراق د عنبر د سيمې د جنګياليو په پرتله خورا زړور دي .
جګړن ګاليمور يو انګرېز افسر- چې افغان ځواكونه روزي- وايي چې طالبان به ولاړ شي خو د جګړې لپاره بيا راځي، نو دا د امريكايي ماڼوګانو لپاره غوره ده چې ځانونه هرې خواته تيت او پرك نه كړي. دوى بايد په سيمه كې پاتې شي او له ځايي خلكو سره اړيكي ټينګې كړي .
امريكايي ماڼوګانو د جون په مياشت كې د طالبانو دا سم جګړه ييز تاكتيكونه وليدل، چې دوى د خپلې روزنې په موده كې هيڅكله ترې خبر نه و. "دوى لومړى موږ ته ماته راكوي او بيا موږ دوى ماتوو، لكه د شطرنج په لوبه كې". بريدمن جاسن بل امريكايي ماڼو زياته كړه :
د جون په مياشت كې ماڼوګانو څلور ځلې په دوامداره جګړه كې له طالبانو سره ښكېل شول، خو دوى جګړې ته ادامه وركړه او له امريكايي تكتيكونو څخه د دوى خپل جنګي مهارت زيات و او په جګړه كې د دوى شمېر د امريكايانو څخه زيات كم وو. دوى ډېر پېچلي كمينونه نيسي او كله چې ماڼوګان له جګړې نه بيرته خپلو قرارګاوو ته راځي بيا له طالبانو سره مخ كېږي .
يوه نښته هغه وخت پيل شوه چې ماڼوګانو درې موټره و درول او بيا يې دوى ته د تلو اجازه وركړه. پينځلس دقيقې وروسته له دوو كورونو څخه پر ماڼوګانو يرغل وشو، ماڼوګان دا دوه كوره تصفيه كړل، خو ژر د كورونو له شانه دوى له اور سره مخامخ شول.. ماڼوګان وايي ځينې مخالفين ښايي په هغو درېوو موټرانو كې وو او ښايي ځانونه يې په بورقو كې پټ كړي ول .
"بيا په دوهم كمين كې بيا د طالبانو تر اور لاندې راغلو، خو له نېكه مرغه له موږ څخه څوك ونه لګېدۀ ".
بل افسر وويل :
د عراق د جنګياليو پر خلاف طالبان د توپونو غټې كاري ګولۍ نه لري او نور زورور مهمات هم نه لري، كه نه نو دوى به زيات ماڼوګان وژلي واى. هغه بمونه چې طالبان يې كاروي زياتره په كورونو كې د كېمياوي سرې څخه په استفادې سره جوړوي، خو دوى بيا هم ښه مهارت لري، ځكه دوى و توانېدلاى شول چې شل تنه امريكايي ماڼوګان د ناوې په شمال او جنوب كې و وژني .
تورن ماتوسيان بل ماڼو افسر وايي چې كه طالبانو پرمختللې وسلې درلوداى، موږ به ريښتيا هم له ډېرو ستونځو سره مخامخ واى، خو طالبان خپل دا كمى په خپلو جنګي مهارتونو سره مرفوع كوي .
بل ماڼو افسر مدعي دى چې طالبان د اطلاعاتو په را ټولولو كې خورا غښتلي دي. دوى په هيڅ صورت لېوني نه دي، دوى د دوهم ځل لپاره خپله تېروتنه نه تكراروي .
د افغانستان په جنوبی سيمو كې يواځې انګرېز نژاده خلك چې هغو ته په اروپا كې انګلو ساكسن (Anglo- Saxon) وايي په جګړه بوخت دي. دا هېوادونه امريكا، انګرېز، كاناډا، استراليا او نوى ځيلاند دي. د هالنډ او ډنمارك ځينې ځواكونه په دې سيمو كې شته خو هغه زياتره جګړه نه كوي.. امريكايان هوډمن دي چې انګرېزي ځواكونه، د ناټو او يا د لوېديځ د ځواكونو په نامه ټولو ته ور وپېژني .
په افغانستان كې د امريكا متحدين ۴۲ هیوادونه دي. د دوى د ځواكونو شمېر اوس د سلو زرو په شاوخوا كې دى. دغه ځواكونه په دوو برخو وېشل كېږي. لومړى سوله ساتي، ايساف او دوهم جګړه ييز او يرغلګري ځواكونه دي چې ټول يې انګرېز نژاده هېوادونه دي .
امريكا په تېرو اوو كلونو كې مذبوحانه هڅې وكړې چې جرمنيان، فرانسويان، ايټالويان، اسپانويان او نور اروپايي هېوادونه جګړو ته را و بولي. دوى ټولو په يوۀ غږ د كور په كور او كلي په كلي جګړې څخه ډډه كړې، حتى امريكايانو جرمنيان بې غيرته وبلل چې ولې دوى په جنوب كې عمليات نه كوي.. په فرانسويانو او نورو يې هم همدا شان تورونه لګولي دي، خو اروپايان په ټوليز ډول له جګړې څخه كركه لري، ځكه د دوى خلك د بېګناه انسانانو د وينې د تويېدو سره مخالفت لري .
د جرمني د شپېګل مجلې يو وخت ليكلي وو چې: "امريكايان دي لومړى موږ ته د انسانانو د وژل چل را وښيي او بيا دي موږ وژلو ته وهڅوي ".
اروپايي هېوادونه هيڅكله دې ته زړه نه ښه كوي چې د انګرېزانو په قومانده خپل ځواكونه د افغانستان په پښتون مېشتو سيمو كې ښكېل كړي. هالنډي ځواكونو پتېيلې ده چې په راتلونكي كال له افغانستانه ووځي او كاناډا هم ويلي چې په ۲۰۱۱م كال كې دوى له افغانستانه وځي .
اګست دمیاشتی په ۱۷ نیټه د امریکا ولسمشربارک اوباماپه افغانستان کې د پنجشنبې د ورځې ترانتخاباتو مخکې د افغانستان د جګړې په باب د امریکایانو د ملاتړ د ترلاسه کولولپاره وویل چې دا جګړه د دې ارزښت لري چې امریکایان دهغې لپاره قرباني ورکوي .
نړیوالو رسنیود ښاغلي اوباما دا څرګندونې په افغانستان کې اوږدې جګړې ته د امریکایانو د ذهنونو د چمتو کولو په مانا ګڼلي دي .
وروستۍ نظرپوښتنې ښيي چې په امریکا کې د جګړې لپاره د امریکایانو نظرد پخوا په پرتله بدل شوی دی .
د امریکا له فونیکس څخه د لوېدیځو خبري اژانسونو د راپورونو له مخې ولسمشراوباما هغو سرتېرو او افسرانو ته چې پخوا یې په جګړه کې ګډون کړی ، په وینا کې وویل : افغانستان په یوه شپه کې د سخت دریځو لاس ته نه وو لوېدلی او په یوه شپه کې به له هغو خلاص هم نه شي .دا مبارزه به نه ژر اونه په اسانه پای ته ورسیږی
اوباما دا هم وویل چې ولې دی د افغانستان په اړه پرخپله پالیسۍ باورلري او ولې باید امریکا په دې ژمن وي چې په افغانستان کې سوله اوثبات راشي .
هغه وویل : ((دا جګړه موږ په خپله نه ده انتخاب کړې ،دا د مجبوریت جنګ دی.هغوکسانو چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په یوولسمه په امریکا کې بریدونه وکړل ،بیا غواړي چې دا ډول برید وکړي .که طالبان پرېږدو دوی به ترپخوا هم القاعده ته زیات پناهځایونه ورکړي چې د امریکا پرضد دسیسې جوړې کړي .له همدې امله وایم چې دا جګړه په دې ارزي چې دوام ورکړو.او زموږ د خلکو د دفاع لپاره حیاتي ارزښت لري
همداراز دټایم اونیزه مجلی په خپلی یوې تبصری کی ویلی دې : چی که دافغانستان جگړه په دوه شیانو باندی وتلل شی چی په هغوکی وینه او پیسی دی نو دا جگړه ډیره قیمته تمامیدونکی جگړه ده. تر نن پوری دامریکا ٧٨٢ عسکر په افغانستانس کی وژل شویدی. د جگړی بیه د پیسو په لحآظ تراوسه پوری واشنگټن ته دمیاشتی په څلور بیلونه ډالره لگښت تمامه شویده.ایادا ښه پانگه لگونه ده؟ یو شمیر کسان وایی چی د قیمت په لحآظ به دا ډیره اسانه وی چی هغو کسانو ته پیسی ورکړل شی چی په دا اوس وخت کی د طالبانو د ټوپک والاو په توگه ژوند تیروی او هغوی ته وویل شی چی له جنگ نه لاس واخلی .
دغی مسئلی ښایی د اگست په ١٣مه باندی نور زور هم اخیستی وی... کله چی یوه خبریال دامریکا ددفاع وزیر رابرت گیټس نه پوښتنه وکړه چی دافغانستان په اته کلنه جگړه کی به دامریکا عسکر نور ترڅوکلونو پوری جنگ ته دوام ورکړی؟
دامریکا ددفاع وزیر رابرت گیټس خپل هغو وختونه په یاد کړل چی دی دامریکا داستخباراتوپه مرکزی اداری سی آی ای کی مامور و، هغه وویل د جگړو پای دملی امنیت دهغو اسرار امیزه کارونو په جمله کی راځی چی په اټکل کولو کی یی ډیر شیان بایدپه نظر کی و نیول شی .
په دی کی شک نشته چی په جگړه کی غیریقینی حالت منځته راتلونکی دی او چاره ترینه نشته.په دی کی یوه خبره داده چی په افغانستان کی بدخلک څومره دی. په دی کی زیات هغه کسان دی چی د جگړی لپاره ورته پیسی ورکول کیږی. اوبله داچی دهغوی تنخواه ورکوونکي څومره روپی پری مصرفوی .
خو دامریکا هغه نوی رپوټ چی د سنا دخارجی اړیکو جرگه گۍ په دی اونۍ کی خپور کړیدی وایی چی دامریکا قوماندانان په عامه توگه هغو کسانو ته چی له طالبانو سره په پیسو باندی ملګری شویدی او جگړه ورته کوی ؛ د لسو ډالرو طالبان وایی. په دی کی هغو یاغیانوته اشاره ده چی هغوی هره ورځ په دغه اندازه باندی پیسیله طالبانو نه گټی.د ټایم مجله لیکی چی د طالبانو د خزانی صندوقونه داپین د قاچاق او دهغوی داسلامی ملاتړو په پیسو ډک دی
ددی پیسو اندازه له هغونه چی دافغانستان یوپولیس یی په یوه میاشت کی گټی زیاته ده . هغوی د هغو چاودونکیو موادو دایښودلو لپاره چی د سړک پرغاړواو یانورو ځایونو کی یی ښځوی د دی دوه چنده یادری چنده پیسی اخلی. ټایم پوښتنه کوی چی طالبان دغه راز څو مره کسان لری چی په تنخواه ورته کارکوی ؟ د سږکال په اولو شپو ورځو کی د افغانستان د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر راغلی و ؛ هغه اټکل کړی و چی تقریبا لس یا پنځه لس زره طالبان د حکومت او ایتلاف له قواو سره جگړه کوی .
دا کار د قیمت او مصرف تحلیل اسانه کوی. مجله لیکی چی د طالبانو یو شمیر غړی نظریاتی خلک دی ؛ هغوی متعهد او کلک خلک دی اووسله به په زمکه کی نږدی. خو د زیاتوکسانو په برخه کی دا فرض کیدلی شی چی د امریکا او ایتلاف د قواو خلاف به جگړه بنده کړی که چیری هغوی له له اوسنی وخت نه زیاتی پیسی وگټی .
دامریکا د جمهوررئیس مرستیال جو بایډن اټکل کړیدی چی تقریبا پنځه فیصده هغه طا لبان چی جگړه کوی هغوی په خپله عقیده کی کلک او متعهد دی ؛ له هغوی سره نور هیڅ نشی کیدلی پرته له دینه چی شکست ورکړل شی .
په داسی حآل کی چیاویا فیصده نور له هغوی سره د پیسو لپاره ملگری شویدی. پاتی پنځه ویشت فیصده په دی منځ کی دی. نوکه چیری امریکا دانیت وکړی چی هرطالب جنگیالی ته شل ډالره د ورځی ورکړی مطلب دا چی هغه پیسی چی اوس دوی گټی هغه دوه چنده کړی ددی لپاره چی جگړه بنده کړی نودابه د ورځی٣٠٠ زرو ډالرو ته ورسیږی. دابه داوسنی جنگ د مصرف دیوفیصد په پنځو کی یوه برخه لگښت وی.د ټایم مجله داهم وایی چی اوس د جنگ مصرف دورځی ١٣٣ ملیونه ډالره دی. که چیری دا کار وشی نو د طآلبانو د هغو جنگیالیو اخیستل چی یوازی په پیسو جنگیږی دمیاشتی ٩ ملیونو ډالرو ته رسیږی. دغه اندازه پیسی د یوی اپاچی هیلییکوپټری (AH-64) له قیمت نه کمی دی .
د ټایم مجله بیا هم لیکلی دی چی امریکا کولی شی چی د طالبانو جنگیالیو ته دهغوی داوسنی عاید چی له یاغیانو سره یی گټی دوه چنده پیسی ورکړی. دامریکا نو ر ټول عسکر له هغه ځای نه راوباسی یوازی دومره عسکر پریږدی چی دتنخواه ورکوونکیو ساتنه وکړی. دابه داسی وی چی بغاوت، دامریکا دقواو له مصارفونه په کمو پیسو واخیستل شی نسبت دیته چی د قواو په تجهیزاتو، اکمالاتو او خوراک باندی هلته لگیږی .
ټایم لیکلی دې چی که طالبان په بیه باندی جنگیالی اخیستلی شی نو پکارده چی امریکا هم په دی قادره وی چی دهماغو جنگیالیو په اخیستلو کی ترهغوی زیاته داوطلبی وکړلی شی .
د ټایم مجلی داخبره له احتمال نه دومره لیری نه ده لکه څومره چی ښکاری. دامریکا پوځ همدی ته ډیر ورته یو کار په عراق کی وکړ هلته تقریبا سل زره سنی یاغیان وو او امریکا هریوه ته د میاشتی دری سوه، ډالر ورکول چی له جگړی نه لاس واخلی. دا شمیر به د ورځی یوملیون ډالرو ته رسیده.مجله لیکی چی د ا دهغی عسکر عرادی قیمت دی چی د ماین دناڅاپی حملی په مقابل کی مقاومت لری او (MRAP) په نامه بلل کیږی او امریکا لس زره دغه ډول نقلیه وسایل عراق او افغانستان ته ور انتقال کړیدی. د ټایم مجله په پای کی لیکی چی له دینه معلومیږی چی په دی سودا کی دامریکا څومره گټه ده. پاې رحمت الله روان