جورج ډبليو بوش وروستۍ تکيه دلاسه ورکړه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال :ايريناکالوگينه ((Ирина КАЛУГИНА ))
اوترا. رو ((utra.ru )) البرتوگونزاليس
له روسي ژباړه : حبيب الله غمخور

دآمريکا جمهوررئيس جورج ډبليو بوش مجبور شوداومنی چې دخپلونږدې پلويانو،دتکزاس دگارداستازی ،پخوانۍ دوست،دسياسي ژوندپه ټولوستونزمنوشرايطوکښي تل يوځاي دآمريکالوي څارنوال اودعدليې وزير البرتوگونزاليس ئېدلاسه ورکړ .
پدې ورځو کښي گونزاليس دآمريکاپه کنگره کې ددموکرات گوند داستازوتر زياتونيوکواوگوت څنډنو وروسته دآمريکا ولسمشر ته خپله استعفاوړاندي کړه .داگست دمياشتي پر ۲۸ نيټه کله چې جورج دبليوبوش دهغه استعفالاسليک کول وويل : په ډيرتاسف او افسوس سره بايد ووايم چې دلوي څارنوال پر خلاف ټولې ادعاوي اوگوت نيونې کوم حقيقي بنسټ اواساس نلري .
په کنگره کې ددموکرات گوند استازوهغۀ پدې ملامت بللۍ چې ((۹))دفدرالی څارنوالان ئي دځان لخوا ترا شل شوودلايلوپر بنياددسياسي موخوپه خاطر غير قانوني له کاره گوښه کړې دي . هغوي وايي دغه څار نوالان دلوي څارنوال اوسپيني ماڼۍ سره هم ږغۍ نه وه ځکه له کاره گوښه کړل شول.
همدا ډول دموکراتانوڅوځله پخپلوگوت نيونوکې دې ټکی ته اشاره کړېده چې گونزاليس پخپلوکړنو کښي تل دجورج ډبليوبوش نظريات اوغوښتنې تر دولتي گټو اوغوښتنو لوړې بللې دی.
دتکزاس له وخته دځوان بوش دشخصيت کېدودپيل په دوران کې ددوسياستوالوترمنځ راپيل شوې شخصی دوستی ددوي پرخلاف ديوبل فکت په توگه کارول کيږي، اودموکراتان تل پخپلوهغو څرگندونو اواعلاميو کې چې غواړي دخپلوخبروخپلۍ وکړی دغه ټکی ته گوته نيسي .
جورج بوش اوگونزاليس ۱۳ کاله پخوا په ۱۹۹۴ م کال هغه وخت چې دآمريکااوسنۍ جمهوررئيس دتکزاس والي ويواوبل سره معرفي شول .
په۱۹۹۹) م کالي کې پسله څوکالو دوستۍ نه گونزاليس دتکزاس دايالت دبهرنيواړيکودمسول په توگه وټاکل شو.
همداډول دجورج بوش په ابتکار گونزاليس دتکزاس دستری محکمې درئيس په توگه پشنهاد اومقرر شو.
پسله دوه کاله گونزاليس پخپل هغه دوست پسي چې تل ئي ترحمايي لاندي و،واشنگتن ته ولاړ،چيرې چې څلورکاله دجورج بوش حقوقی مشاورو.
البرت گونزاليس دآمريکاپه تاريخ کې لومړنئ دلاتيني امريکاسړئ وچې په ۲۰۰۵ م کال کښې دآمريکادلوي څارنوال په توگه وټاکل شو. هغه تل دجورج بوش دعلاقمنديواونظرياتوڅخه دحقوقي ارگان په چوکاټ کې دفاع کول .داهغه څه وه چي ددموکراتانوغوسه ئې راپارول اودهغه په ادرس ئي انتقادي خبرې کولې .ځکه دادتعجب وړخبره نه وه چي دگونزا ليس داستعفاخبر دهغه مخالفينوپه خوشحالی سره واوريد .
په هر حال دجورج بوش سياسي مخالفينودگونزاليس استعفاپه زياته خوښۍ سره استقبال کړه .دآمريکاپه سناکښي دموکرات سناتور(( گېري ريد )) وويل :گونزاليس هيڅ وخت ددې چوکۍ لياقت نه درلود،هغۀ ئې دآمريکادلوي څارنوال په توگه و ټاکه ،مگر هغه فکر کاوه چي دجورج بوش څارنوال دی .
که چيري دموکراتان دلوي څارنوال اوعدلې وزير استعفا خپل لوي برۍ گڼی ،خوبل پلوته څېړونکی بيادهغۀ له کارنه گوښه کېدل دجورج وبليوبوش دکاري گروپ دړنگېدومصداق بولي . داځکه پدې کال کې البرتوگونزا ليس څلرم جگپوړی چارواکی دی چې دبوش په اداره کې استعفاورکوي اودکارنه لاس اخلی .
بايد يادونه وشي چې په تير نومبر کښي دآمريکاددفاع وزير رامسفلډ دعراق پر جگړه باندي دآمريکا دخلگو دزياتو گوتنيونواومخالفت په پايله کښي دهغه داعتبارکچه راټيټه اواستعفاته مجبورکړل شو،همدا ډول دمۍ (MAY ) په مياشت کښې دنړيوال بانک رئيس پول بولوويڅ (Пол Вулфовиц ) اوداگست په پيل کښې دبوش اساسی مشاور کارل روي (Rove Karl )استعفا وکړه . دسياسي څېړونوکو په عقيده اوس به دجورج بوش لپاره ډير ه ستونزمنه وي چې دهغوتللوکسانورښتيانۍ بدل پيدا کړی . حقعيقت داده چې اوس دجورج بوش په سياسي چاپيريال کښي دهغوي پشان کسان اصلا وجود نلري . ۲۰۰۷دسپتمبر ۲