دخراساني افغانستان راډيويي څپې!!!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


٨٥ /کال دزمري/٧/خادم کوچى.

په خپلوتېروليکنوکې مويادونه کړېده چې په جنګي کلاخراساني افغانستان کې دټولوخپرونوپه کچه پښتوژبې ته ټيټ اووروستى ځاى ورکول کېږي اوداچې په هرڅه باندې دپاړسورنګ وراچول کېږي ياهرڅه ته دپاړسورنګ ورکول کېږي.
زموږپه دغه اوسنۍنړۍاوهيواد کې راډيوياراډيويي څپې دپوهاوي اوخبرودلېږداورسولويوه اسانه،سوکه،ارزانه ،پدل اواغېزغورځونکې برمنه لاره ده،درساوي اوله مالي پلوه زموږخلک ټول پکې برخه وال کېدلى شي له ټولونه ښه خبره يې داده چې په ډېرولرې پرتوسيموکې لوستي اونالوستي خلک له راډيوڅخه ګټه پورته کولى شي،که دوګړيزې نړۍپه رغنده پوهاوي اودژوندپه رغنده پرمختګ کې څوک مرسته کول وغواړي همدغه دراډيوڅپې به وي چې دټولوخلکوپه ژوندکې به ښه اوغوره مرستندويه وي.
دنړۍهيوادونه يانړيوال اوخراساني اېتلافيان اوداېتلاف څلي ډېر وارې خپلې مرستې په اړي ګړي اوناکراريوپورې تړي ګواکي دنړۍاوخراساني افغانستان داېتلاف خواره واره غړي داسې ښکاره کوي چې په پښتني سيموکې ناکراري ده دناکرارۍله امله هلته مرستې نه شورسولى که ناکراري نه واى،زموږدمرستو اوبيارغاونې کارونه به په پښتني سيموکې دپيل په بنيووايي...
دکورني اوباندېني اېتلاف،دانجويي اداره چيانواوکاروباريانودغه خبره ښايي ډېروخلکوته ښه اوپه زړه پورې ښکاره شي خوډېرخلک ددغوکاروباريانودغه ډول پوچې، غوړې اوڅربې خبرې بيادروغ بولي،هغوى دغه ډول پښتون دوښمنه،رنګبدې،تشې،ويناوې ډېرې اورېدلې دي پوهه شوي دي چې مرستې په لومړي اودويم لاس کې ورکېږي ناشونې ده!! دپښتنوپه تقدېراودمرستندويانوپه تدبېرکې داخبره نشته چې پښتني سيموته دې مرستې اودبيارغاونې چارې هغه ډول ورسېږي چې خلک يې اټکل کوي ياهيله ترې کېدلى شي،پښتني سيمې په کرارۍاوناکرارۍ دواړوکې لرې پرتې دي نازولي نازنين خلک کله هم دوئ ته نه شي ورتللى اوداچې څوک ددوئ نوکران دي دومره لرې چې دوئ ته يوڅه مرسته وروړي ولې هغوى خپلې اړتياوې نه پرې پوره کوي.الوبل.
دخراساني افغانستان خراسان موډه اوخراسان ډوله خپرونې هم دپښتوژبې اوپښتنوډېرې برخې په بېلابېله بڼه له بېلابېلولاروڅخه خوري اوله پښولاندې کوي ورسره داچې پښتوژبه اوپښتانه دورکې اورنګبدۍله بېلابېل ګواښ سره مخ کوي ترډېره ځايه پورې پښتواوپښتون دوښمنه خپرونې جوړوي.
ښايي دخراساني افغانستان راډيويي څپې تاسوښاغلواواغلوارېدلې وي که مونه وي اورېدلې دغه خراساني خپرونې واورئ سهارترماښامه پورې چې په جنګي کلااوخراساني افغانستان دزمروپه هيوادکې کومې راډيوګانې اورېدل کېږي په دغه ټولوباندې خراساني اوپاړسي رنګ پروت وي،يوازې دازادۍاوبي، بي،سي راډيوګانوپردى،بېګانه دوه ګونى،دوه مخى، برګ غږکله ناکله ډېريالږ کله ورک پکې اورېدل کېږي .
دډېرې ګيلې ځاى خودادى چې دغه خپرونې ټولې دهغوپيسواوپانګې له لارې خپلې خپرونې کوي چې دغه خراساني افغانستان ته دمرستې په نوم ورکول کېږي بل داچې ولې دډېروخلکوپه ژبه باندې ډېرې خپرونې نه کېږي اوداچې ترکومه ځايه ددغوخلکوپه رغنده اودکرارۍ په ژوندکې مرسته کېدلى شي ولې مرسته نه ورسره کېږي،له همدې امله ده چې دغه خلک نورهم دستونزواوکاواکه ژوندخواته ورټېل وهل کېږي.
داېتلافي نړۍاوخراساني افغانستان راډيويي څپې چې زموږخلکو،پښتوژبې اوپښتنوته په خپله ژبه خپرونې نه ورکوي يايې نه شي ورکولى له پښتوژبې اوخلکوسره توپيري چلندکوي اوخپلوي،دغه خپل اوپردي سخت زړي خلک پښتنواوپښتوژبې ته غږنه ورکوي،دغږ په مرسته ددوئ په خوښۍاورغنده ژوندکې مرسته نه کوي،په پښتوژبه اوپښتنوباندې دهوايي غږلورېنه اوپېرزوينه نه کوي پښتوژبه په هوايي څپوکې نه شي زغملى دزېندۍکولواوپيکه کولوهڅه يې کېږي له پښتنواوپښتني سيموسره به نورې مرستې څه ډول وشي ياپه دغه خبره باندې څوک باورکولى شي؟؟؟؟
بريالي اوسئ.