دخراساني افغانستان دربارميزاجه مشران ريښتياوايي؟؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

٨٥کال/دزمري مياشت/درېنۍ/خادم کوچى.


نن دمشينرۍاوساينسي دپرمختګونوهغه شپې ورځې دي چې دډېرووژونکوناروغيومخنيوى اودرملنه شونې ده،اوداچې ترډېره ځايه پورې دوژونکوناروغيومخنيوى اودرملنه په خلکوپسې وروړل کېږي له هغوى څخه دڅووژونکواوزيان اړونکوناروغيوواکسين هم يادولى شو.
خوله بده مرغه دخراساني افغانستان درباري مشران په ډېره مستانه اوجانانه ويناسره خپل ځان ښکاره کوي وايي:په ناکراره سيموکې چاته واکسين نه شورسولى،خبره يې ډېره پاکه پېجوه دسپين چرګ بانګ اېسول کېږي ښايي ډېرښاغلي ښه خبره ورته ووايي.
پوښتنه راپورته کېږي ولې په پښتني سيموکې ناکراري وي؟؟؟ياناکراري پرې ورتپل کېږي؟؟؟
دخراساني افغانستان ددرباري اوتوپيري چلندله مخې ډېرې پښتنې سيمې تراوسه پورې دقبايلوپه شوم،شرمولي اوبدنام کړي نوم يادېږي دپلان له مخې بايددغوخلکوياپښتني سيموته ښوونځى ورنه کول شي،سړک ورنه کول شي،روغتون ورنه کول شي،داسې نورې اسانتياوې اوداچې ژبني حقوق اوژبه يې بايدچې زېندۍشي په ټوليزډول بايدچې پښتون دښه اودخوښۍژوندونه ګوري ورسره داخراسانۍاربابي بايدچې دخراساني اربابانوپه لاس اومنګول کې پاتې شي دتل له پاره دغه خلک له پام څخه غورځول شوي،په لرې پرتوسيموکې ګوښه،پاتې شويدي.الوبل.
له همدې امله ده چې پښتانه زمريان دتل له پاره دژوندکولوله اسانتياوواوښېرازيوڅخه بېبرخې په خپلوسپېروغرونو،کليو،لرې پرتوسيموکې داربابانولاس ته متازه جنګيالي اوزمريالي پاتې شول کله چې ددربارچلونې،جوړونې،ګڼې ګوڼې اوجګړې کولووخت اومهال راغلى غږپرې شوى چې دغليم له خواډاراووېره کمه شوې ده بيانوهغه ده چې بېرته په خپله تللي دي اوياداچې لرې ددوى له مخې په يوډول شړل شوى دى.
دبون دګډولې يااېتلاف درې کورني څلي دهغوى له لارې اودهغوى په مرسته راغلي دخراساني افغانستان ګلابي اودربارموډه وزيران نن هم پښتني سيمې په ناکراريوتورنوي داېتلافي نړۍمرستې ياخيرات دخپلې تروراوخوښينې په زامنوباندې وېشي،دنړۍدمرستې اوخيرات توکي دخراساني افغانستان په بازارونوکې خرڅلاوته وړاندې کوي.الوبل.
پښتني سيمواودغوخلکوته که په کارونوکې ونډه ورکول شي دخراساني افغانستان ارباب موډه اواخراسان ميزاجه مشران ددغوخلکوپه ژبه باندې خبرې وکړي اوخراسان ميزاجه خپرونې ددغوخلکوپه ژبه باندې خپرونې ولري دخراساني کابل اوله هغوى سره داړوک کوزنيومشرانوله لوري له شااومخ څخه ونه وژل شي دواکسين په ډول ډېرې وکارې اومرستندويه توکې به ددغوناکراروسيموخلک ومني هغوى به خپلو سيموته تګ اوراتګ وکولى شي، دچارواوکارونووېشل دمسوليتونووېشل بلل کېږي.
مننه.