دخراساني افغانستان په سياست اوخپرونوکې نوښت نشته!!!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

٨٥کال/دزمري مياشت/درېنۍ/خادم کوچى.

روايتي،روايت خوښې،اوروايت پالې ټولنې هرکله اوهرچېرته نوښت ته په بده اودکرکې په سترګه ګوري،ولې دژوندټول بهيردنوښتونوپه مرسته روان،خوځشت اوپايښت مومي،دپام وړاوبريالى ګڼل کېدلى شي،پخواهم الون بلون،هڅې اوهلې ځلې شوې دي،خودختيزې اولوېديزې نړۍپه شته والي يادسړې اوتودې جګړې په ترڅ کې زموږځينې مشرانوهڅه کړې ده ترڅودافغانستان په سياسي پېښوکې بدلون اواوښتون راولي ددغه هيوادسياست دنوښت په يولوري روان کړي ګواکي دغه خراسان موډه اوخراسان ډوله هيواد،دنوروهيوادونوله پدل اواغېزڅخه ديونوي بهيراوروان په جوړښت کې واچوي له بده مرغه په خپل وارسره هغوى هيڅ ونه شوکولى هرڅه په خپل زاړه پخواني روايت پال اوروايتي جوړښتونوکې ترې غورځېدلي دي په خپله هم غورځېدل.
دسړې ياتودې جګړې په بله کړۍاولړۍکې جهادوالوخپلې خورې ورې،ناپېژندلې،ناڅرګندې دنوروهيوادونوله ګټوسره سمې هڅې وکړې دخامو،نيمګړواوړندوتګلاروهاغه کوو؟؟دغه کوو؟؟ ژمنوسره سره يې هيڅ نوښت رامنځته نه کړدښېرازۍلاچارې يې له ځانه سره نه درلودلې په خپلمنځي جګړوکې ښکېل وازه خوله هيران پاته شول هرڅه يې له بدوڅخه بدترکړل په پاى کې پسې واخيستل شول دتېښتې لاره يې ونيوله .
طالب مشرتابه په لومړي سر کې دپېښولړۍاوکړۍياوراسه اوڅنيسته سمه راونيوله خودعربيزم دمرچ اومسالې په ګډولوسره له هغوى څخه هم شوړۍشوه هرڅه يې وران ويجاړکړل کومې ژمنې يې چې دافغانستان خلکوته ورکړې وې هغه ټولې يې له پښولاندې کړلې تردې پورې چې خبره تېښتې،پټ پټوني له سياست څخه دوښمنۍکولواوډزې ډوزې ته راورسېدله لابه ګوروچې څه کېږي.؟؟الوبل.
دبون په غونډه کې زموږدخلکوبرخه ليک څوکسوياډلګيواوځينې هيوادونوته وسپارل شودباندېنۍاوکورنۍګډولې يااېتلاف په جوړښت کې دافغانستان خلکوته ژمنې ورکول شوې،په دويم ځل دکابل مشرتابه درې کسيزاېتلاف ګواکي له يوې خواداېرانيانو،شورويستانواوتاجکستانيا نو ونډې اوله بل پلوه دلوېديزوالونمايندګۍته رايه اواوټ ورکول شو،ځينې ښاغلي په جرګګيوکې چوخ ،چوکه اوځاى شول،خوپېښې بيا هم په ګوته کوي چې نه خوپه چاروکې کوم بدلون راتللى شي اونه داهيله کېدلى شي چې دافغانستان په سياست کې دې نوښت ،نوى بهيراوبدلون راشي.
له بده مرغه دافغانستان ژورناليزم اوخپرونې هم ددغه هيواددخلکودخيال اوپوهې زېږنده مېوه ده نه خوزموږدهيوادپه سـياسي چاروکې مرسته کولى شي اونه زموږدخلکودستونزوپه کمولوکټورې اورغنده جوتېدلى شي هماغه زړې بابولالې اوزاړه سندربول به وي.
لومړى داچې خپرونې هم لکه زموږدهيوادسياست دڅوکسويوخياله يوپوهه ښاغليوپه واک اوګورت کې دي ځکه دخلکوترمنځ دخويونواوادتونو يوخېلوالى خامخاوي چې دپوهې کچه اولارې چارې يې سره يوډول وي،له برسرڅخه رانيولې ترکوزه سرپورې يوډول پيکه،اومړى،اووم بېخونده،بېشخونده کاوومشرتوب رامنځته شوى ده،هيله اوګومانه نه کېږي چې دافغانستان خلک به يې په رنګ،شرنګ،خونداوشوخندپوهه شي.
دخپرونويارسنۍوال هم بايدچې يوله بل سره دخوى،بوى،خپلوي نيږدېوالى اواړيکه ولري ياداچې دخپرونوغټ واکمن ياپه بهرکې ميشت ملک،ترورزى اوخورى لورېنه اوپېرزوينه پرې ونه دخوى اوبوى ورته والى سره ونه لري دوړتيااوزړسوي له مخې په خپرونوکې دچاله پاره ځاى نشته،ياډېرځلې په ډېروځايونوکې داسې هم کېږي چې دخپرونې يوغټ واکمن،ملک خپله خپرونه په خپله ليکنه باندې چلوي دښاغلي له پاره ګټوره وي چې دډېروخلکوپيسې په خپل يوه جب کې واچوي ياداچې له خويزاوخورلڼې سره يې نيمې،نيمى کړي.
له همدې امله به وي چې زموږپه سياست اوخپرونوکې به کوم نوښت اوبدلون نه راځي څوکسه ښاغلي به دسياست له لارې زموږپه خلکوباندې اربابي اوملکي کوي اوڅوکسه ښاغلي به دخپرونوله لارې زموږپه خيالونواوپوهه باندې واکمن اواغېزمن پاته کېږي.
برودوړي،بريالي اوسئ.