د نړۍ سرليکنه: زمونږ دخبريال د وهلو په اړه يو ماتم؛ دوه تاثره او يوه ژمنه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د نړۍ سرليکنه:

درنو لوستونکيو! زموږ د خبريال د وهلو، ټکولو له کيسې به تاسې ښه خبر ياست، په دې درسره نه غږيږو، غواړو له دې ماتمه پل اخېستى تاثر درسره شريک کړو او پر خپلې تګلارې د بيا تګ پر هوډ ډاډ درکړو.
يوه ژړا:
د نړۍ اونيزې اداره لومړۍ پر دې ماتم چې دا يې د زورواکو، ټوپکواکو او قانون ضدو پرضد د پيل کړې مبارزې په درشل کې پر وړاندې د سوک، څپېړې لومړى غبرګون دى، د زړه له تله خواشينې ده، غندنه يې کوي، خو؛ د لاملينو د نيولو غږ يې پر دولت ځکه نه کوي چې په دې غږ ورته ځان سپک ښکاري. ځکه په يو دولت کې چې د زرګونه بې ګناه افغانانو وژونکي، سپکوونکي او د ملي ګټو ضد خلکو ته څوکۍ ورکړل شوي يا ورکول کېږي، د يوه خبريال د توهينونکو د سزا غوښتنه ترې بېخي د کېدو وړ نه راته ښکاري.
يوه خندا:
د دې ژړا تر څنګ موږ له دې ماتمه خپله يوه ښه لاسته راوړنه دا ګڼو چې د خپلو پرلپسې ملي ، بې لورې او خپلواکې مبارزې په درشل کې مو خپل مخالف لورى (افغان ولس او اصولو ته ارزښت نه ورکونکى دولت او پلويان يې) چې د قانون، عدالت، ديموکراسۍ، ازادۍ.... چېغو يې دنيا نيولې، دې ته اړ کړى چې د مبارزې په ترڅ کې مو د خپلې ماتې په حس کولو له فزيکي برخورده راسره کار واخلي او د ادارې تر ټولو کوچنى کارکوونکى مو د سلګونه کسانو په مخکې په رڼا ورځ پخپلو شخصي وسله والو او پوليسو وډبوي او خلکو ته د خپلې قانون ماتونې د دوام يوه بله بېلګه وړاندې کړي.
يوه ژمنه:
موږ (د نړۍ کارکوونکي)که څه هم د ژمنو پر ځاى پر کار باور لرو او خپل دا شعار مو په عملي توګه په ډاګه کړى خو بيا هم خپلو درنو هېوادوالو او د خپل ارمان مينه والو، د دوى د ګټو، ارزښتونو او هيلو مخالفو چارواکو او زورواکو سره ژمنه کوو چې ځان ته د پېښو ګواښونو په هېرولو سره، په ټينګ عزم او زړه ورتيا د خپلې ټاکلې لارې او مبارزې دوام او د حقايقو ملتيا خپله ژوند موخه ګڼو. او ديادې شوې ناوړه چارې د عاملينو په ګډون به د خپلو زرګونو هېوادوالو د وژونکو او د خپلو ملي ارزښتونو او ګټو د دښمنانو څېرې ؛ که ژوند و،يوه،يوه به په ډاګه او تر خپلې وسې د خپل عمل په سزا ورسوو.
د يوه سوکاله، عدالت واکمني او ولسواک افغانستان په هيله!
درنښت
اداره