عبدالله او ډله يي د ماتې په صورت کې اړودوړ ته تیارئ نیسي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

عبدالله او د هغه شمالټلواله پخپل رسوا او بدنام شالید سره هیڅکله ددې جوګه نه ده چې چې په رڼو او صفا ټولټاکنو کې د افغانانو د ډېرکي ووټ وګټي او د دیموکراتیک بهیر په مټ د دولتي واک واګي ترلاسه کړي .
د شمالټلوالې تېر تاریخ ته په کتو سره ، ملا رباني د پېښور تړون له مخې پر افغانستان د دولتمشرۍ د څلورو میاشتو پرځای د خپل واک پير ، د هېواد او په تېره بیا د کابل د بشپړې ورانۍ او د کابلیانو د ټولوژنې په بیه هغه تر څلورو کالو پورې وغځاوه . په دې ناقانونه واکمنۍ کې چې د شمالټلوالې په خرځېل چلېده ، د افغانانو ملي یووالئ تس نس شو . د قومی ، ژبنیو ، سمتي او مذهبي توپیرونو د پړسون لپاره لمن ووهل شوه . د افغانانو ترمنځ هډ مات شو او یوله بله سره وینو ته کینول شول . یوه بشپړه کورنۍ جګړه پيل او د روان ناورین د بنست ډبره کېښودل شوه .
د بن له کنفرانسه روسته هم ، په تېرو اتو کلونو کې د شمالټلوالې او په تېره بیا د نظارشورا او اسلامي جمعیت ، د کرزي دولت پښو لګولو ته پرینښود . اوس چې مل او غل دواړه ناري وهي چې د کرزي دولت د خدمت په ټولو برخو کې افغانانو ته پاتې راغلئ دئ ، ددې پړې زیاته او پوره برخه د همدغه ځواکونو پرغاړه ده . شمالټلواله چې له نیمایي زیات دولتي واک له دوی سره و او اوس هم ورسره دئ ، هم دولت چلوي او هم د دولت پښې وهې .
شمالټلواله په هیڅ شان د کرزي د واکمنۍ د پاتې راتلو او بدنامۍ پېټئ له خپلو اوږو نه شي غورځولئ. کرزئ او شمالټلواله دواړه افغانانو ته پړه دي .
د ټولټاکنو په روان کمپاین کې نظارشورا او جمعیت داسې انګیري چې ښايي ددې سړیخورو ، تېرې نادودې به د افغانانو له یاده وتلې وي او افغانان به پر دوی تېروځي او په ټولټاکنو کې به د دوی پر درواغجنو ژمنو باور وکړي . عبدالله په خپلو خبرو کې داسې ځلوي چې ، د نظارشورا او جمعیت مسولین نور بنسټپال ، جګړه مار ، ډاکوان ، قاچاق وړونکی او لوټماران نه دي او د امریکی د خیراتي او رالیږلې دیموکراسۍ په خم کې يي غوپه خوړلې او صفا ترې سپين چرګان او دیموکراتان راوتلي دي .
دوی همدارنګه ، په سپین سترګۍ د ایران او نورو بهرنیو زیرمو په مالي ملاتړ خپل ټولټاکنیز کمپاین پر مخ وړي . د ځينو افغاني تلویزیونو په حواله ، د عبدالله په انځور سمبال شوي ټي شارټونه او بنیانونه په ایران کې جوړیږی ، هرات او د افغانستان نورو ښارونو ته استول کیږی چې د هغو په وړیا ترلاسه کولو سره افغاني ځوانان خپل ووټونه عبدالله ته ورکړي .
بلخوا دوی ټولټاکنو ته د خپلو ناملي او چټلو موخو د پلیتابه د یوې وسیلې پتوګه ګوری . که ټولټاکنې دوی ته حتمي برئ رانه وړي ، دوی هغو ته یو توت ارزښت نه ورکوي . داسې ښکاري چې دوی به د څرګندې ماتې په وخت هم ، د ټولټاکنو پایلې ونه مني . له دې کبله د نظارشورا او جمعیت نورې لارې هم تر پام لاندې دي .
داسې ډنډوري اوس هم ځیني افغاني تلویزیونونه خپروي چې په پجنشیر ، پروان ولایتونو او یو شمیر نورو ولسوالیو کې ځیني کسان وسلوال کیږي او که په ټولټاکنو کې دوی پاتې راشي ، خپله ماتې به د یوې شخړې په رامنځ ته کولو سره پټه کړي .
همدارنګه ځينو بریښناپاڼو کې لکه تاجیک ميډيا چې په ایراني لید توګه د افغانستان په چارو قضاوت کوي ، « کرزئ باید از سقوط نجیب الله درس بګیرند » تر سرلیک لاندې یوه لیکنه کې تلویحآ افغانانو ته ګواښ کیږي ، که ټولټاکنې د دوی له هیلو او پلان سره سمې پایلې ونه لري ، په شمال کې به د تېر پشان یو بل شرغوبل او اړودوړ پيل کړي .
نظارشورا او جمعیت تل ، کله چې پېښې د مرکزي ملي دولت د ټینګښت او پرمختیا په خوا ، لورئ نیسي د کابل یا په بله ژبه د مرکزي دولت په وړاندې د هېواد شمال د ګواښ د یوې وسیلې پتوګه کاروي . په پورته یاده شوې لیکنه « کرزئ باید از سقوط نجیب الله درس بګیرند » کې هم ، ګواښ د کابل مرکزي حکومت ته کیږي ( که په راروانه ټاکنو کې چيري رامنځ ته شو ) ، که نه د کرزئ حکومت خو د نظارشورا او جمعیت خپل حکومت دئ .
د کابل حکومت چې هغه ملي ګټو ته ژمن وي ، ملي څېره او مرکزیت ولري ، هغه به هیڅکله هم د نظارشورا او جمعیت لخوا ونه منل شي . نظار شورا ته دا توپير نلري که دداسې حکومت مشري پخوا ارواښاد دوکټور نجیب الله کوله ، اوس يي کرزئ وکړي ( چې يي ونه شوه کړای ) او سبايي اشرف غني او یا کوم بل افغان وکړي .
عبدالله د ټولټاکنو کمپاین د هغه حکومت او ادارې د بسیا لپاره کوي چې هغه د مسعود په اندیښنو رامنځ ته شي . دلته هغه پراخ بنسټه حکومت چې هغه د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي ، ملي ګټو او موخو ته ژمن وي او مرکزیت ولري ، د عبدالله له خیالي حکومت سره ، ټکر کوي .
عبدالله چې د مسعود د اندیښنو پر بنسټ ولاړ حکومت غواړي ، که ټولټاکنې د دوی په خیر تمامې نه شي ، موخه يي بیا په کابل او ځينو نورو ځایونو کې د اړودوړ پيلول دئ .
دلته یوه خبره باید عبدالله او د هغې ملاتړې ډلې نظارشورا او جمعیت ته څرګنده شي چې ، اوسنئ افغانستان د ۱۹۹۲ کال هېواد نه دئ چې هلته رباني د پاکستان د ای ــ اس ــ ای ، روسیي او نورو په مټ د يوه لنډ پير یوازې څلور میاشتو لپاره د کابل واکمن شو او بیايي د واک د اوږدولو لپاره اړودوړ پيل کړ .
فکر کوم د سقاوي اړودوړونو مهال نور په افغانستان کې پای ته رسېدلئ وي .
مرادزئ