د امريکا د ګټو جګړې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هدايت الله هدايت

جولای ۲۰۰۸

د ۱۹۶۵څخه بيا تر ۱۹۷۵ کلو په اوږدو کي د ويتنام په ضد د امريکا د لس کلني جګړې يوه ګټوره نتيجه و امريکا ته داوه چي د امريکا په ملاتړ او شراکت د مخدره موادو پټ تجارت او سوداګري خورا زيات رونق پيدا کړي . دلته به بلا ناغه د افيونو ډک ټرېلرونه د امريکايي بار وړونکو طيارو په وسيله بارېدله او د جنوبي ويتنام پايتخت سايګون ته به چي کله و رسېدله نو هلته به سمدستي د پټو شرکتو لخوا پر هغوی باندي ځيني کيمياوي عمليات تر سره او په پوډري هيروينو به واوښتله . دغه د هيروينو پوډر به بيا د همدې شرکتو لخوا په ټرېلرونو کي د هنګ کانګ و بازاروته لېږدول کېدله ترڅو هلته يې پر نړۍ وال سټنډرډ باندي برابر او امريکايي مارکيټو ته يې عرضه کړي . دغه لوی څو ميليارډ ډالريزه تجارت د امريکا د پوځي جنرالانو او د امريکا د سترو تاجرانو لخوا چي د ويټنامي سوداګرانو شراکت او همکاري هم ورسره ملګرې وه، تر سره کېدۍ .

اوس چي د خلکو سترګي خلاصي سوي او د خاورو اچول يې د هغه د يرش څلويښتو کالو مخکي په څېر اثر نلري نو داخبره و هرچا ته څرګنديږي چي د امريکا اخلاقي ضد سياست چي په يوه هيوادکي د جګړې د لاري د هغه هيواد د نظام د را چپه کولو او يا بدلولو څخه لا ډېر خطرناک دی هغه بايد اوس د ګټو او منافعو د جګړو په نامه و نومول سي . دغه جګړه د ويټنام دجګړې د ختمېدو نه سمدلاسه په دې هيواد کي را شروع او اوس داده په افغانستان کي هم د جنګسالارانو په همکارۍ او دامريکا په ملاتړ او سازماندهۍ موډرينزه کيږي او وده کوي . د رسمي احصائیو له مخي دلته د ترياکو کښت تر پخوا څو چنده زيات سوی اود توليداتو اندازه يې نړۍ وال ريکارډ مات کړی دی .

مخکي تر دې چې په کال ۲۰۰۱ کې امريکا خپل لومړنۍ د کروز توغندۍ پر کابل باندي وار او د خپل ورانوونکي قدرت په ښودلو سره ددې هيواد اشغال شروع کړي، نو په هغه وخت کي د طالبانود بنسټپالي ادارې د مخدره موادو توليد او تجارت يا ډېر محدود وو او يا داچي د بيري څخه يې په ټپه درولی وو. سره ددې چي افغانستان په نړۍ کي د چپاولګره جګسالارانو د اسلامي فعاليت له برکته د ترياکو د توليد يو عمده هيواد شمېرل کېدئ ، خو د کوکنارو دکښت خراپول او د مخدره موادو پر تجارت باند بنديز لګول دا پخپله د امريکا د هيروينو و تجارتي او فايده من بازار ته چي په نړۍ کې ترټولو ستر مصرف کوونکی هيواد دئ د يوه لوی بحران سره مخامخ کړ . دغه بحران په دغه هيواد کي د تارياکيانواو افيونو د معتادانو او ډرګيانو لوی لښکر هم د هيروينو دکمبود په وجه د خروښ په څپو کي و لاس او ګرېوانه ته ځان رساوه . په ا مريکا کي يو د هغو ډيموکراټيکوارزشو څخه چي هغوی يې غواړي هغه جهاني کړي نو هغه همدغه د ډرګ اعتياد او دهغه ګټور بازار دئ چي امريکايان يې د کښت په کروندو پسې ګرځي .

پر افغانستان باندي د امريکاد حملې څخه لا ډېر وخت نه وو تير سوی چي دغه ټولي معادلې ګډي وډي سوې . په افغانستان کي د تارياکود کښت موډرنه کېدل او د افيونو و تجارت ته نوې سا ورکول، دامريکا د مخدره موادو په ټپه ولاړ بازار يو ځل بيا پر پښو و دراوه او پر ښور يې راووست. په افغانستان کي ددغه مادې د کښت او کروندو مالکان په واقعيت کي هماغه وطن پلورونکي وسله واله جنګسالاره ملېشې دي چي و امريکايي ځواکونو ته يې په مځکنيو جګړو کي لار و ليکه ورښودله او اوس هم د هغوی په لارښونه د هغوی نخشې پلي کوي .

په افغانستان کي د ترياکو دکښت لوی سرغنه او جنګسالاران ، پر افغانستان باندي د امريکا د حملې او يرغل نه مخکي د بوش د دولت څخه دغه تضمين او وعدې تر لاسه کړي وې چې په دوی به غرض نلري او دوی به وخپل کارته پرېږدي ترڅو د ترياکو و کښت ته دوام ورکړي . يعني دغه «وطنپاله » جنګسالارانو بش ته ويلي وه چې تاسو خپل کار کوی ، موږ به خپل! . په نتيجه کي د امريکا سياست هماغسي چي په ويټنام کي تر سره سوی وو دادی اوس په افغانستان کې هم خو لا په ډير خرپ وترپ او نوې بڼي سره تر سره کيږي . د ځينو غربي رسنيو د اعتراف په حواله د ترياکو او افيونو تجارت همدا اوس هماغسي چي د امريکا لخواپه ويټنام کي پر مخ تلۍ په افغانستان کي هم پلی کيږي . دلته هم دکروندو څخه افيون را ټوليږي او و پټو شرکتو ته تحويليږي . دغه مخفي شرکتونه بيا دغه افيون په هيروينو اړوي او د باري ټريلرو په وسيله چي لا ويل کيږي په امريکايي ټرانسپورټي طيارو کي او اروپايي او امريکايی بازارو ته استول کيږي .

په داسي حال کې چي په افغانستان کي د کوکنارو د کښت مالکان د يوه کيلو خام ترياکو د خرڅلاو په بدل کي د ۴۰ څخه تر ۱۰۰ ډالرو پوري ترﻻسه کوي خو د مخدره موادو امريکايي تاجران بيا يو کيلو د هيروينو پوډر د امريکا او اروپا په بازارو کي البته دهغه د ښه کيفيت په لحاظ د ۶ زرو ډالرو څخه نيولې بيا تر ۶۰ زرو ډالرو پوري پلوري . دلته دی چي د امريکا د استعماري سياستو ناوړه څهره و نړۍ والو ته رسوا کيږي، کوم چي د بشريت روح يې د خپلو ګټو د ساتلو په خاطر په عذاب کي لاهو کړی دئ . څرګنده ده چي هغه جګړه چي امريکا په افغانستان کي د ټروريزم څخه ددې هيواد د نجات په نامه او د امريکايي ډيموکراسۍ د صادرولو په بانه دلته را شروع کړېده نو دا په واقعيت کي د ګټو جګړه او ددې هيواد د اوږد مهاله اشغال په خاطر ده . امريکا دلته زړې لانجې را حلي نکړې بلکه د چور او فساده په يوه ډکه او لړلې اداره کي يې لا نوري تازه لانجې هم راته وزېږولې .

په اشغال سوي عراق کي هم همداسي د ګټو جګړه روانه ده . د عراق دخلکو نفتي ثروت غلا کيږي اود امريکا لخوا د نړۍ پر لويو شرکتوباندي پلورل کيږي ، د هغوی سره اوږدمهاله قرار دادونه کوي . د عراق ولس هم د اشغال پر ضد او هم دخپل ثروت د لوټېدو پرضد په دغه لاره کي مقاومت ښکاره کوي او قرباني ورکوي . همدا اوس د نړۍ پنځه ستر نفتي شرکتونه لکه شل، بريټيش پټروليم، شورون، بي اچ پي بيليټون او ټوټال د عراق په شمال او جنوب کي د عراق د تیلو د ثروت په را ایستلو بوخت دي . دعراق نفتي ساحو همدا اوس د انرژۍ پر کنټرول باندي د نړۍ والي جګړې نوي جبهې پرانستي دي . دنړۍ ستر نفتي شرکتونه دلته لګيا دي چي خپله ونډه تر لاسه او هغه لږ تر لږه د څلوېښتو پنځوسو کالو پوري په خپل لاس کي ولري . په عراق کي ددغه شرکتو فعاليتونه د هغه راهيسي چي په کال ۱۹۷۲ کي د نفتو صنعت ملي سو، بند سوی وو .

څوک چي په عراق او افغانستان کي د امريکا دجګړو پاېلو ته نظر اچوي نوپه دغه جګړو کي انساني او اخلاقي اړخ يې نه ليدل کيږي او يوازي او يوازي د امريکا داستعماري اهدافو او ګټو جګړې دي چي ددغو هيوادو بېګناه او مظلوم انسانان پکښې تباه کيږي .
پای