هغه ته وې چې د کور پت او وقار وې
هغه ته وې چې مشال زما د لار وې
چې زما د ژوند پسرلی ؤ هغه ته وې
چې مې سیوری تل د سر ؤ هغه ته وې
تل مې پاکې وې جامې خواړه تیاره
ستا خوښۍ او غم وې واړه زما لپاره
چې د مينې لوی ګلزار ؤ هغه ته وې
چې يې زړه تل بې غبار ؤ هغه ته وې
هغه ته وې چې په غم مې کړېدلې
هغه ته وې چې په درد مې ژړېدلې
هغه ته وې چې دې خوب په ځان حرام کړ
تا ژړل او ما ستا غېږه کې آرام کړ
تا په خپل کړاو زه لوی او نازدانه کړم
تا له مینې خپل زه لوی او رندانه کړم
تا لوګي د ژوند شیبې کړې چې زه لوی شم
سپېلني دې ولولې کړې چې زه پوه شم
ستا د عشق او رحمتو باران ژوند راکړ
ستا همت ماته د ژوند همېش پند راکړ
ته کتاب او ته معلم مې د ژوندون وې
ته روزونکی پوهنتون مې د ژوندون وې
زما دردونه ول تل ستا د ځان دردونه
زما غمونه ول تل ستا د زړه غمونه
ته نن نه یې چا ته دا غنچه نن ورکړم
مبارک مور ته سوغات د خوښۍ ورکړم