س . سېلنی
ويرنې
وي تر څو به غرونه غرونه انگولاوې
او د سرو وښکو رودونه
وي بهانده شپه او ورځ
وير د ورارو ، بورو ميندو
كونډو رنډو ، یتیمانو یسیرانو
چې پر ياد یې زه پېیمه
د وېرنې ساندې ساندې
/ / /
ترڅو به
په بمونو توغنديو ړنگو بنگو ودانيو،
کورونو، جوماتونو او ښونځيو
له کنډوالو ځنې درنگې رايستل کېږي
او لېږدېږي ډله ييزو مړستونو ته...
/ / /
او ترڅو به زه انځورم
د ناخوال هېواد ولس
يو ويرژلی پاړکيوال-
دغه هسې ناپای بريدي ناورينونه ناتارونه
او پېيم به يې وښکې وينې څاڅکي څاڅکي
د ويرنو په شلېدلي مرغلين کې!!؟
ویرنې
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode