د سلیمان لایق د څلورم تلین په یاد

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


 زلمی نصرت 
دنمارک

بې تکراره علامه!

ښه ساده د غرو قصه ده
 د کاوون د زړه وږمه ده

 اباسین څپو، څپو کې
 د بادبان د زړه څپه ده 

سلیمان د غره په څوکه 
داسې هسکه ده شمله ده

 فرق یې نشته له گُربته
 هر پرواز یې هنگامه ده

 ولَسوو نه با خبره 
د افغان د درد ناله ده 

د صحرا په لورې درومې
 د کیږدیو شنه لمبه ده

 د چونغر په ترانو کې
 د ادب ښکلا پرته ده

 طبیعت یې انځور کړی
 ښه رنگینه منظومه ده

 بډاینه د پښتو کې
 د الماسو مجموعه ده

 د پښتون په ننگ قلم یې
 د یو والې ښه بیلگه ده

 اتفاق که سره وکړو
 فرهنگ لاره یې رڼه ده 

د فرهنگ په سپین میدان کې
 بې تکراره علامه ده 

خوله یې چا بنده کړه نه شوه
 ظلم ضد یوه څیره ده

 مینه یې هیڅوخت نه ورکیږي 
زما په زړه کې چې پرته ده

 زما تنده پرې ماتیږې
 خیر که نورو ته ترخه ده 

له امو نه تر جیلمه
 د لایق چیغه خوره ده

 هندو کش ته په نظر کې
 داسي، داسي کلک صخره ده

 هر یو شعر یې حماسه ده
 د نصرت د زړه ټپه ده 

٦ جون ٢٠٢٠ میلادی