د ریا واک

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times



ناولو ارادو سره راغلي ول دې خواته

د غلو له قافلو سره راغلي ول دوی غلا ته

وعدې يې وې ټول تشې لکه ځګ اوبو دپاسه

قانون دموکراسي وه تش په نوم زموږ اغوا ته

د هر خبرې شاته يې دامونه زموږ د ښکار ول

ډېر مست ول ځنې ځنې د ښکېلاک دغې ریا ته

ساتلو د پسونو ته ولاړ خوني لېوان ول

اغوستي نقابونه تور دیوان ولاړ هر خواته

هر خوا یې د نفاق کرل تخمونه رنګارنګ دوی

غوږونه مو کاڼه شول د کاذبو دې غوغا ته

تل چور ؤ زور واکي وه د قانون بې قانونی وه

زموږ په بې وسۍ کې سوداګر ناست ول سودا ته

دوی چور او چپاول او مستي وکړه بې حسابه

هر څه يې له ویجاړ کوره بهر کړه بلې خوا ته

جعلي يې اتلان موږ ته کړل جوړ له غلامانو

زموږ د بدمرغۍ زړي کرل دوی نن او سباته

غوږونه مو کاڼه شول په نارو د کراسي ګانو

غږونه قلابي ول تېر ایستو زما او ستا ته

يو ورځ خلکو لیدل ټول لېوان تښتي بلې خواته

ماڼې دي ترینه پاتې ځي د ښکليو بل دنیا ته

ای خلکو د تاريخ په مکاریو لږ ځان پوه کړئ

بمونه هر زار ښخ دي ستا پر ځمکه هرې خواته