عبدالملک پرهیز
نه رنځور او نه بیمار یم، نه نشه او نه خمار یم
کله ځان مې نه خوښېږي ، کله خپل ځانه بیزار یم
کله ځواک لرم پسرلی یم د هر دشت او غر واکدار یم
کله پاڼه د خزان یم، له هر باد نه په آزار یم
کله خم یمه اېشېږم، تسلا د زړه پرهار یم
کله اوښکه د ماښام یم، د نرګس پر لیمه بار یم
کله ورک له سترګو خوب یم، تښتېدلی بې اختیار یم
کله ویښه کې ویده یم، بې خبر له خپل روزګار یم
کله ځانه بیګانه یم ، خو همدم د بل اغیار یم
کله غېږ کې د یار پروت یم، خو لا تږی د دیدار یم
کله دومره نیکمرغي شي، د یار زلفو کې په دار یم
کله ځان ملامت بولم، کله نوروته په قار یم
کله سر ګرېوان ته ټيټ کړم کله دنګ لکه چنار یم
کله پورته جګ له هسک یم کله ټيټ پر ځمکه خوار یم
کله ناست د څانګې سر کې سندربول د هر ګلزار یم
کله خوښ یم غزل وایم کله درد نه په تلوار یم
چې پیدا شوم په ژړا وم، زه شکمن پر دې دیار یم
دلته هر څه عجیبه دي، ډار له دې رنګ او بازار یم
د ژوند لوړې ژورې
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode