د یو بیت شاعرۍ څلورمه برخه 

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سید عبید الله نادر

 

ټیټ می سر نشو ، هر چا ته په آسانه

که روزګار راسره وکـــــړله ، سپیتانه

««««««««««««««««««««««««««

په وجود کې ، روح اوتن راته ژړیږي

اشارت چي د رفتن ، راباندی ، کیږي

«««««««««««««««««««««««

داسي مه ګڼه چوپتیا می ، چي په هیڅ هم نه پوهیږم

لکــــه ګل په خامــــوشۍ کې ، په هزار ژبـــو وییږم

««««««««««««««««««««««««««««

که دي یو شیبه د ځان نه لیری ، پام شي

سر ومال به دي ، په دي چا رسو ، لیلام شي

«««««««««««««««««««««««««««

لټوم دي ، په هر نفس او په هر دم کې

کله مســــجد کله په دیر ، کله حرم کې

«««««««««««««««««««««««««

کله لاړ شم ، تصورکې آسما نو ته

کله نه رسی نظر می خپلو خپو ته

««««««««««««««««««««««««

لکه ګل یمـــــــه ،  خاموشه ، په ظاهر کې

خو وږمی می د سخن ، هر خوا خورې دي

«««««««««««««««««««««««««««

د هما به جګ پرواز ، له ځانه هیر شي

که یي ولـــــیدو ، دا زمــــا اوچــــت پرواز

«««««««««««««««««««««««««

درست وجود می ، لکه خس راته ښکاره شو

لامبو زن ، چي په ګـــــرداب د کایيـــــنات وم

«««««««««««««««««««««««««««

هغوی په پټو ســـــترګو ځي ، مخ په جنت

چي د عالــــم په درد وغـــم ګالي محــــنت

«««««««««««««««««««««««««««

چې بی تــمی او مقــــصده ،مهــــــربان وي

خدای د داسي خلکو ،زړونوکې ،پنهان وي

««««««««««««««««««««««««««««««««

تر هـــغي به زمونږ ســـــــــترګي ،څاري لارې

چې له غیــــبه راپیدا ، مـــــونږ کې دردمن شــي

«««««««««««««««««««««««««««««

که عــدم دی که هســــتي ده ،که نیــــستی ده

په دي یو ځـــــــــــای کې هم نشته ،هوساینه

«««««««««««««««««««««««««««

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د یو بیت شاعرۍ پنځمه برخه

 

په تندي باندی یی رانه وستی زمونږ ګنجی

که روزګار هر څومره زیاتي کړلي، ستونزی

سید عبیدالله نادر

شوم اندیښنو ، او په سوچونو کې ، ډوب

چې په ټالونو ، ســــتا د خیال زنګــــــیدم

«««««««««««««««««««««««««««««

د انســــــانیت تمه لرمـــــــــه ، له انســـــانه هلته

چې د خنجر پر ځای انسان چیری په  ګل ووهي

««««««««««««««««««««««««««««««««

درست غمونه د دنیا راڅخه هیر شول

مخامخ چې ،آئینې ته ، ستا د مخ شوم

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

ته می په نظم کې راوستې ، خو دا شوله عجیبه

ستا د زلفو په څیر تیر شو، زما عمر پریشانه

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

چې می واړولي ،  نســـــــخي له هر چمنه

پیدا نشو ، داسي رنګ چې وي لکه د یار

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

خپل علاج هغه طبیبه څخه غواړم

چې په درد د زخمی زړونو ، آشنا وي

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د ماشوم په څیر، پیری کې هم پوه نه شو

چې دا چاري د دنیا ، لوبی د چا دي

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

په ښه لید کې به روښانّ ، خپل زړه او ضمیر کړې

که د خلاصي دریچــــی نه ، دا جــهان وویـــــــنې

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

په غوغا کې د عالم ، ځان رانه ورک شو

یو شیبه په خاموشۍ کې می ، ځان بیاموند

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 

لکه پراخه آسمان بی ستنو دی ولاړ

تکیه نه دی په هیڅ شی ، دا عالی همت زما

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

هرې خواته ، په کمین راته اجل دی

لکه اوښکه تر ګریوانه می مزل دی

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

نمونه د عدالت د رَب لیده شی ،ادیري کې

چې پراته وي هلته شاه او ګدا دواړه څنګ تر څنګه