د معرفت جنازې

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سید عبید الله نادر                   

یو څوک می لوړ پرواز، او الـوتو ته نه پریږدي

قلم له لاســـــه اخــــــــلي، کــتابو ته نه پریږدي

بمونه راته کیږدي، محـــراب او په منـــــبر کې

د میني خـــورولو، پــــــیغامــــــو ته نه پریږدي

زهرجنه په هـر خـــوا کړي، فضـــا می د وطن

د ســولي فلســــــفی، او خـــــیالو ته نه پریږدي

و باســـي له وطـــــنه، جـــــنازې د مـــــعرفت

انجوني مو تعـلیم، او مکــــــتبو ته، نه پریږدي

تړي راته هـــر لوري ، دروازې د مــــــعرفت

ځوانان مــــو د پوهنـــــې، ارادو ته نه پریږدي

سازونه د مطرب هم،حـــــرام ګــنې مذهب کې

رباب له لاســـه اخلي، او نغـــمو ته نه پریږدي

احســـاس د حـریت مو زلمیانو کې دوی وژني

ځوانان مو له غفــــلته ، ویښیدو ته نه پریږدي

له بیــــــخه ورانــــوی راته،بـــــنیاد د معرفت

د علم و فن رڼا هم، خــوریدو ته ، نه پریږدي

شړي مو له ګلـــشنه، خـــوش الـــــحانه بلبلان

بلبل هم په چـــمن کې ترانــــــو ته نه پریږدي

د ښایســــته ګـــــــلونو، وهی دلــــــته سـرونه

یو ګل د امـــیدونو،غـــــوړیدو ته، نه پـریږدي

باران که درحــــمت وي د دوي په لاس نادره

یو څاڅکی د رحمت هم ،وریدو ته نه پریږدي