اېمل پیاوړی
د افغانستان محرومو ولایتونو ته د تېرو پرېمانه امکاناتو باوجود لږ منابع په واک کې ورکول شوې دي او د دغو لږ امکاناتو ورکړې څو اړخیزې ستونزې ایجاد کړې دي. د بېلګې په توګه تر ټولو لومړنۍ ستونزه یې داده چې د قانون مطابق د خلکو حقونه او هغوی ته د ژوند اسانتیاوې او خدمتونه ، نه دي تامین شوي
.
خلکو ته د اسانتیاو او خدمتونو د نه برابرېدو له امله د خلکو ژوند ضایع شوی دی. له ډېرو وړو او عادي ستونزو ځورېدلي دي. له زده کړې او پرمختګ څخه شاته پاتې شوې دي. د دوی استعدادونه ضایع شوي دي، ځکه د ودې او غوړېدا لپاره یې هیڅ ډول زمینه نه ده برابره شوې.
دویمه ستونزه داده چې له خلکو سره د محرومیت، پردیتوب، تبیعضي چلند او نورې کینې او عقدې پیدا شوي دي. د حکومت او خلکو تر منځ واټن پیدا شوی دی. حتی د مرکز او محرومو ولایتونو او یا د محرومو ولایتونو او پرمختللو ولایتونو د اوسېدونکو تر منځ بدبیني پیدا او زیاته شوې ده، ځکه د محرومو ولایتونو اوسېدونکي فکر کوي چې د دوی حق همدغو پرمختللو ولایتونو خلکو ته ورکړل شوی دی او هغوی ورته له همدې امله غاصبین او ظالمان برېښي.
دریمه ستونزه داده چې د افغانستان دښمنانو زموږ د محرومو ولایتونو د اوسېدونکو له دغه حالت او بدبینۍ څخه په استفادې هغوی لمسولي. له حکومت څخه یې له ډېر واټن نیولو ته هڅولي او په دې ډول یې د ځان ملګري کړي دي.
بله ستونزه داده چې په دغو ولایتونو کې ظلمونه، ناامنۍ، بې عدالتۍ، وژنې، غصب، قاچاق او نورې نادودې اوج ته رسېدلي، ځکه دغه وړ سیمې د همدغه محرومیت له امله د حکومت له ولکې وتلي. هلته یو ډول خپلسري او ګډوډي حاکمه ده، هر سړی د خپلې خوښې باچا دی چې څنګه یې لاس برشوی، نو په خلکو یې همغسې حکمونه چلولي دي. په دغو سیمو کې د نشه یي توکو کښت، قاچاق او کاروبار هم اوج ته رسېدلی دی او همدارنګه کانونه او نورې ملي او طبیعي زېرمې په کې د افرادو او قاچاقبرانو له لوري لوټ شوې دي.
لنډه دا چې د افغانستان محروم ولایتونه، سیمې او ولسوالۍ تر هر څه لومړی د حکومت پاملرنې ته اړتیا لري، تر څو د دغې ځانګړې پاملرنې پر مټ هلته شته بې عدالتۍ ختمې شي او متوازنې ودې ته زمینه برابره شي. البته د متوازنې ودې رامنځته کولو مانا دا نه ده کوم ولایتونه چې چټکه وده کوي، هغه دې وځنډول شي، بلکې په دې مانا دی چې په دې ولایتونو کې ښایي په خصوصي سکتور ډېره اتکاوشي، څو د ودې اړتیاوې تامین کړي. مانا دا چېوروسته پاتې ولایتونه باید د دولت د پروګرامونو د توجه محور کې قرار ولري، څو د پانګونې او ولسي فعالیتونو امکان رامنځته شي.