د پوهنې وضعیت د اندېښنې وړ دی

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

په افغانستان کې د پوهنې وضعیت له لویه سره د اندېښنې وړ دی، تر هغو چې په دې برخه کې شته ستونزې په اساسي توګه حل نشي، نو د باکیفیته زده کړې او سالمو روزل شویو زده کوونکو د فراغت هیله بې ځایه ده.

په لومړي سر کې باید د وزارت په چوکاټ کې د پوهنې د متخصصینو، بادرده او بادرکه اشخاصو یوه ګډه کمېټه جوړه شي، تر څو په لومړي ګام کې د پوهنې وزارت اړوند شته ټولې هغه ستونزې چې د زده کوونکو پر روزنه او د زده کړې پر بهیر مستقیم او ناوړه اغېز لري هغه کټګوري کړي او بیا یې د حل لپاره داسې مناسبې لارې وړاندیز کړي چې په هېواد کې د پوهنې د وضعیت په اړه شته اندېښنې ورسره له منځه لاړې شي

.

زما په نظر تر ټولو عمده ستونزه د نصاب ده. د افغانستان ښوونیز نصاب دوه عمده ستونزې لري چې یوه د کمیت (څومره والي) او دویمه د کیفیت (څرنګوالي) یا د محتوا ستونزه ده. د کمیت ستونزه داده چې د کتابونو شمېر بېخي زیات دی.

پوهنې وزارت له متخصصینو سره د مشورو او دقیقې ارزونې له مخې کولی شي چې د هر ټولګي د کتابونو شمېر نړیوالو معیارونو او تجربو ته په پام را کم کړي، تر څو پر زده کوونکو شته فشار راکم شي.

د بېلګې په توګه په لومړیو ټولګیو کې د اوو کتابونو تدریس د زده کوونکو له حوصلې څخه نهایت لوړ کار دی، نو د دوی عمرونو او سویې ته پام باید د دغو کتابونو شمېر دوه ، درې یا حداکثر څلورو ته راکم شي.

د دې ترڅنګ د کتابونو محتوا او منځپانګه هم نهایت مهمه ده. زموږ اکثر کتابونه چې لولې مفهوم یې دومره ګونګ دی لکه د کوم تازه کاري لیکوال او ترجمان د دویم او دریم لاس ژباړه چې لولې. حتی ځینې مهال یې په لوستلو کې ستونزه وي. له لوستلو وروسته دویمه ستونزه یې د مفهوم دی. کله چې لویان له یو درس څخه ژر او اسانه مفهوم وانخلي، نو معلومدار دی چې د زده کوونکو او ماشومانو لپاره څو برابره نور هم سختېږي.

خینې مفاهیم داسې دي چې نه یوازې اړین او ګټور نه دي، بلکې برعکس پر زده کوونکو بد اغېز لري. مثلاً ځینې مفاهیم مستقیم د جنګ، تشدد، تاوتریخوالي او داسې نورې کیسې دي، حال دا چې ماشوم باید له دې او ورته نورو ناسمو مفاهیمو څخه لیرې وساتل شي، مګر له بده مرغه چې زموږ په نصاب کې همدغه ناسم مفاهیم په بېلابېلو بڼو زده کوونکو ته تدریسېږي.

بله ستونزه په مورنۍ ژبه د زده کړو تدریس دی، موږ وینو چې په اکثره پښتون مېشتو سیمو کې د دوی په مورنۍ ژبه د ښوونځي، ښوونکي او کتاب ستونزې فوق العاده زیاتې دي او تراوسه د دغو ستونزو حل ته اساسي پام نه دی شوی، نو تر هغو چې ښوونځی او کتاب د زده کوونکي په مورنۍ ژبه نه وي، او یا ښوونکی د زده کوونکي او زده کوونکی د ښوونکي په ژبه پوه نشي، نو څنګه به زده کړه وکړي؟

دا ډېره اساسي ستونزه ده، دا زموږ له فرهنګ، وطن پالنې سره هم لویه مرسته کوي، خو که چېرې دا ستونزه پر وخت او په اساسي توګه حل نشي، برعکس زده کوونکي د کمترۍ او پردیتوب احساس کوي، عقده من روږدی کېږي. خپل ځان نشي تشریح کولی. خپل نظر نه شي ویلی او بالاخره یې له زده کړې، ښوونځي او ښوونکي څخه زړه تورېږي.

له زده کوونکو سره د ښوونکو او د ښوونځیو د ادارې د مسوولینو چلند هم اصلاح او سمون ته اړتیا لري، اکثره ښوونکي او ادارې زده کوونکي په مازې خبره وهي او سپکوي. د هغوی د ستونزې پوښتنه نه کوي او نه یې هم د حل کولو هڅه کوي، خو که زده کوونکی درس زده نه کړ، ښوونځي ته ناوخته او یا هیڅ ورنغی، نو بیا یې له پوښتنې او داساسي ستونزې له پوښتلو پرته د نورو ټولګیوالو پر وړاندې وهي او رټي چې دا د زده کوونکو پر شخصیت، روزنه او له زده کړې سره په مینه ډېره بده اغېزه کوي.

د ښوونکو د تدریس میتود بله هغه مهمه ستونزه ده چې د زده کوونکو د زده کړې بهیر یې متاثره کړی دی. اکثره ښوونکي لا هم په میخانیکي لارو زده کړه کوي. په تدریس کې یوازې خپل فعال وي، د زده کوونکو رول ته نه ارزښت ورکوي او نه هم پام ورته کوي. کورنۍ دندې هم همداسې وي چې زده کوونکو ته تکراري شیان ورکوي او یا متنونه ورښودل کېږي چې د کتاب له مخې یې ولیکي، حال دا چې دغه وړ تدریس او کورنۍ دندې د زده کوونکو د زده کړې او فعالیت په برخه کې هیڅ پام وړ رول نه لري.

ښوونکو ته ښایي خپل تدریس په زړه پورې کړي، شاګردپالې زده کړې وکړي. یانې د تدریس پرمهال خپله یوازې د لارښود دنده ترسره کړي، ډېر کار او فعالیت په زده کوونکو وکړي او د دوه درې زده کوونکو پر ځای پر ټولو هغو فعالیتونه اجرا کړي او ټولو ته پام وکړي.

لنډه دا چې حکومت او په ځانګړي ډول د پوهنې وزارت مسوولینو ته ښایي چې د یاد وزارت په برخه کې شته ستونزو ته اساسي پام وکړي او د هغو د حل لپاره یوه مسلکي او کاري کمېټه وګوماري او د کمېټې دنده به دا وي چې په لومړي ګام کې به ستونزې تشخیص او بیا به یې کټګوري کړي.

بیا به د همغې کټګورۍ له مخې د یادو ستونزو حل ته مناسبې لارې ولټوي او د حل لارو له معلومولو وروسته به بېلابېل افراد یا کمېټې دېته وګوماري تر څو هغه حل لارې په ښه توګه عملي کړي او د هغو له پایلو څخه باید بېرته ډاډ او اطمنیان ترلاسه کړي او دا باوري شي چې له امله یې هغه ستونزې چې زده کوونکو، د هغوی کورنیو او خلکو کومې ستونزې او اندېښنې لرلې هغه ورسره په اساسي توګه حل شوې.

که چېرې د پوهنې وزارت په دې برخه کې شته ستونزې په ښه توګه حل کړي، نو هم به د مسوولینو سرخوږی کم شي، هم به زده کوونکي ښه او موثره زده کړه وکړي، هم به کورنۍ خوشاله وي او هم به په لویه کې وطن ته خدمت شوی وي، ځکه راتلونکی نسل به په ښه توګه روزل شوی وي.