ژباړه: وحید احمدز
د افغانستان او پاکستان تر منځ خودمختاره غرنۍ سیمه ”فاټا“ له اوه اداري واحدونو څخه جوړه ده چې له ۵ څخه تر ۱۰ میلیون پښتانه په کې اوسېږي.
له پاکستان دمخه د قبایلو ازادې سیمې د برتانوي هند امپراتورۍ د حقوقي نظام او د پښتونولۍ د تعاملي حقونو په چوکاټ کې اداره کېدې. برتانویان چې د قبایلي جنګیالیو له شپنیو بریدونو څخه تر پوزې ورسېدل، نو د ۱۹۰۱ قانون په انفاذ سره قبایلو ته په خودمختارۍ قایل شول او په دې ترتیب د افغانستان او برتانوي هند تر منځ یو حایل زون د فاټا په نوم رامنځته شو. قبایل په خپلو اداري او قضایي چارو کې کاملاً ازاد وو. خو چې له فاټا څخه به پر برتانوي سرتېرو برید وشو، نو