اېمل پیاوړی

سوله او جنګ دوه سره متضاد مفاهیم دي، په ښکاره جنګ سخت ښکاري، خو په حقیقت کې سوله تر جنګ په مراتبو سخته ده، ځکه چې له تېرو څلوېښتو کالو موږ په جنګ کې ښکېل یوو، یا ښکېل کړای شوي یوو او په دغو څلورو لسیزو کې د ټولو هڅو باوجود هم لا سولې ته یوو رسېدلي او د سولې د ارمانجن ولس په توګه د سولې لحظې او شیبې شمېرو.

محمد بشیر یوسفزوی

جمهوررئیس محمداشرف غني د ویډیويي کنفرانس له لارې د هېواد  د ټولو ولایتونو ملکي او نظامي مسوولینو (والیانو، د قول اردوګانو، د پولیسو د زونونو، لواګانو، د ملي اردو د کنډکونو او د ولایتونو امنیه قوماندانانو، د ملي امنیت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولایتي رئیسانو) ته د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو ټاکنو لپاره د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د ښه ترسره کېدو  په خاطر د هر اړخیزې همکارۍ لارښوونه وکړه.

نویسنده : ایریک بیوم )Boehm Eric .)
منبع وتاریخ نشر :هت و رند بالگ )Run And Hit( )21-40-1422 . )
برگردان : پوهند وی دوکتور سید حسا م »مل«.
 --------------------------------------------------------------
ادامه در ضمیمه

طالبانو ته د ولسمشر غني د کمساري وړانديز چې ويلي يې و که طالبان له جنګه لاس واخلي، د سیاسي ګوند په توګه به یې په رسمیت وپېژني، بندیان به یې خوشي کړي او ګڼ نور امتیازونه به ورکړي؛ اوس يو ځل بيا غني له طالبانو غوښتي چې که غواړي ځان ثابت کړي چې په ولس کې ريښه لري نو په ټاکنو کې دې برخه واخلي. تېره ورځ په ارګ کې ټاکنو لپاره نوم ليکنه پيل شوه. غني دغلته د نوم لیکنې په پیل کې رسنیو ته وویل، دا د طالبانو لپاره

محمد بشیریوسفزوی

ملي یووالي حکومت په سختو شرایطو کې حالات کابو کړل. سخت په دې مانا و چې له یوې خوا بهرنیان له افغانستان څخه د وتلو په حال کې و، له بلې خواپه افغانستان کې د فاسد حکومت او د مرستو او فرصتونو د ضایع کېدو له امله نه یوازې له افغانستان سره د نړیوالو علاقمندي بلکې د دوی مرستې هم کمې شوې وې. دوی نه غوښتل چې خپل فرصتونه او منابع نور په افغانستان کې ضایع کړي

محمد روښان ښاد

دا باید د نه هېرېدونکي حقیقت په توګه ومنل شي چې د ولسمشر غني په مشرۍ اوسني حکومت ان له لومړۍ ورځې څخه په ټول صداقت او جرئت د سولې غږ پورته کړی، افغان وسله والو طالبانو ته یې د سولې بلنه ورکړې او هغوی یې دېته هڅولي چې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې عادي او سوله ییز ژوند ته ورستانه او د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي

اېمل پیاوړی

افغان وسله وال طالبان چې له نږدې دوه لسیزو راهیسې له خپلو هېوادوالو او نړیوالې ټولنې سره په جګړه، وحشت، ترور او وژنو کې ښکېل دي او په دې دوه لسیزو کې یې حکومت او افغانستان څه چې ان یو ولایت هم په بشپړه توګه ونشو نیولی، مګر د جنګ په دغو کلونو کې یې نه یوازې خپل ځان، بلکې ولس او هېواد هم بدمرغه کړل

ګلرحمن رحماني

د یو هیواد وګړو ته باید حکومت هغه لمړنی اسانتیاوی رامنځ ته کړی چی هغوی  ورته ضرورت لری او هیواد د پیشرفت او ثبات پر لوربیایي ، کوچیان چی د افغانستان د نفوس ډیره برخه تشکیلوی له ډېرو مشکلاتو سره اخته دي . څه موده وړاندې دوی د همدی ستونزو د حلولو په موخه دلته کابل ته سره راټول شوي و او له حکومت نه یي غوښتنه وکړه چی ددی هیواد د اوسېدونکو په توګه باید د دوی حقونو ته پام او ستونزو ته رسیدګی وشي

کله هم چې د آی ايس آی نوم اخيستل کيږي نو د هر افغان ذهن ته د پاکستان د هغه پليتې استخباراتي ادارې انځور راځي چې له کلونو راهيسې د افغانسان د ورانولو او د بربادۍ لپاره کار کوي. د پاکستان دغې پليتې ادارې او پوځ د افغانستان د بربادۍ لپاره په هيڅ ډول حربې سرفه نه ده کړې او په هر وحشت چې يې لاس بر شوی دی؛ ترسره کړی يې دی. دغې استخباراتي ادارې د افغانانو د بدبخته کولو لپاره هر لار په کار اچولې او تل يې دلته د خپلو لاسپوڅو پر مټ پر افغانانو آفت راوستی دی

اېمل پیاوړی

پښتو متل دی چې ”هوښیاره مرغۍ اول نښلي نه او چې ونښلي، نو بیا له دواړو پښو نښلي“. دا متل د پاکستان تر کړنو پورې را یاد شو، پاکستان که هوښیار نه دی، خو مکار دی او په همدغه مکارۍ یې له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او دوستانه مناسبات د بدبینۍ او دښمنۍ تر کچې ورسول

محمد روښان ښاد

پاکستان باید دا درک کړي چې نننی افغانستان له هر پلوه له پروني افغانستان څخه متفاوت دی، دا سمه ده چې پرون افغانستان په وچه کې ایسار هېواد و او له همدې امله یې یوازې کراچۍ بندر ته سترګې نیولې وې، مګر نن د افغان حکومت او ولسمشر غني د ګټورو برنامو او هڅو له برکته د افغانستان جغرافیه او موقعیت بدل شوی او نور نه افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی او نه یې هم یوازې کراچۍ ته سترګې پاتې دي. افغانستان نن چا بهار لري، افغانستان اقینه لري، افغانستان حیرتان لري

زیاتې مقالې …